اقتصاد

د نړۍ وال بانک له خوا تمویل شوي د اوبو لګولو نهرونه د سمنګانو اوسېدونکیو ته اوبه برابروي

د محمد قاسم راپور

د ملګرو ملتونو د نغدې پیسې د کار په بدل کې پروژې د برخې په توګه، کارګران د وږي په ۱۰مه په هرات ښار کې یو نهر پاکوي. دوه نور نهرونه چې د نړۍ وال بانک له خوا تمویل شوي، اوس په سمنګان ولایت کې کورنیو ته اوبه برابروي. [آرشیف]

د ملګرو ملتونو د نغدې پیسې د کار په بدل کې پروژې د برخې په توګه، کارګران د وږي په ۱۰مه په هرات ښار کې یو نهر پاکوي. دوه نور نهرونه چې د نړۍ وال بانک له خوا تمویل شوي، اوس په سمنګان ولایت کې کورنیو ته اوبه برابروي. [آرشیف]

کندوز -- ځایي چارواکي وایي، د سمنګان ولایت په خلم ولسوالۍ کې دوه نوي جوړ شوي نهرونه سیمې ته اوبه چې ډېره اړتیا ورته لیدل کیږي، برابروي.

په سمنګان ولایت کې د خلم د دریایي حوزې د ریاست یوه چارواکي عبدالقدوس رادمرد وویل، د نهرونو رغونې د ۳۰۰۰ هکتاره یا ۱۵۰۰۰ جریبه ځمکې لپاره د اوبو د کموالي ستونزې حل کړي دي.

د انرژۍ او اوبو وزارت کې د شمال زون د پروګرام د تطبیق واحد دوه نهرونه جوړ کړل چې د روان کال د مرغومي په ۸مه خلکو ته وسپارل شول.

دغه نهرونه چې د نړۍ وال بانک له خوا تمویل شوي، د ۱۰۲.۱ میلیون افغانیو په لګښت جوړ کړای شول.

رادمرد د مرغومي په ۲۳مه سلام ټایمز ته وویل، «لومړی نهر چې د خلم ولسوالۍ په قچار سیمه کې جوړ شوی، ۱۵۶۰ متره اوږد، ۲.۵ متره پلن او ۱.۵ متره لوړ دی.»

هغه وویل، «په نهر کې اوسپنیزې دروازې لګول شوي چې د اوبو بهیر تنظیم کړي او د سېلاوونو مخه ونیسي.»

هغه وویل، دویم نهر چې د خلم ولسوالۍ په چوچه مان سیمه کې جوړ شوی ۱۷۶۹ متره اوږد، ۲.۵ متره پلن او ۱.۵ متره لوړ دی او په ده کې هم اوسپنیزې دروازې لګېدلي دي.

د سېلاوونو د خطرونو له منځه وړل

ځایي خلکو وویل، زاړه نهرونه به هر کال د هغو د جوړښت د زړې طریقې له امله په لمدو موسمونو کې خرابېدل.

خو د نوي نهرونو په اساسي او پاخه جوړښت سره، ځمکې خوندي دي او په ښه طریقه اوبه کیږي.‌

په خلم ولسوالۍ کې یوه کروندګر عبدالوحید چې ۴۸ کاله عمر لري، وویل چې هغه او نور ځایي خلک له څو کالونو راهیسې له دې ستونزې سره لاس او ګرېوان ول او دا چې کروندګرو نشوای کولی چې په اسانۍ سره په خپلو ځمکو باندې غنم یا شولې وکري.‌

هغه وویل،‌ «اوس موږ خوښ یو چې زموږ نهر په صحیح توګه جوړ شوی دی.اوس کروندګر دې ته لېوال دي چې غنم او شولې وکري او که خدای کول، ښه حاصلات به ترلاسه کړي.»

په خلم ولسوالۍ کې یوه کروندګر سید رسول هاشمي وویل، «زه دوه هکتاره یا شپږ جریبه ځمکه لرم، لاکن وروسته له هغه چې زما پټي څلور کاله سر په سر سېلاوونو خراب کړل، ما پرېکړه وکړه چې نور خپل پټي ونه کرم.»

هاشمي وویل، زوړ نهر د سېلاوي اوبو د فشار تاب نه درلود او په هر سېلاو کې به خرابېده چې پټي به یې له ځان سره خرابول.

هغه وویل، اوس چې زموږ اصلي ستونزه حل شوې او زموږ نهر د سېلاوونو پر وړاندې مقاومت لري، په نهر کې اوبه روانې دي او موږ کولی شو چې خپله ځمکه وکرو.

د څښلو اوبه

دغه راز، د اوبو نوي نهرونه له ۲۰۰۰ څخه ډېرو کورنیو ته فرصت ورکوي چې اوبه له نږدې څخه ترلاسه کړي.

په خلم ولسوالۍ کې یوه ځایي مشر محمد آصف تنویر وویل، «دې کورنیو له څاګانو یا له سیند نه چې د دوی له کورونو څخه له ۵ تر ۱۰ کیلومترو لیرې وو، په خرو اوبه راچلولې.»

هغه وویل، «اوس د شاهي خېلو، چهل دزد، غازي اباد، خواجه الغار، خوش توت، او نورو کلیو اوسېدونکي چې له دغه نهر سره نږدې اوسېږي، کولی شي چې د ویالو له اوبو څخه د څښلو لپاره استفاده وکړي.»

هغه وویل، «موږ په موجود حکومت او مرستندویو ادارو باندې غږ کوو چې ژورې څاګانې وباسي او په دې ولسوالۍ کې د اوبه رسولو شبکې جوړې کړي څو د څښلو اوبو کمی د تل لپاره ورک شي.»

په سمنګانو کې د محلي انکشافي شورا یوه غړي سید فاروق اکبري وویل چې د خلم ولسوالۍ اکثر ماشومان ناپاکې اوبه څښي او په ساري ناروغیو په ځانګړې توګه نس ناستي باندې اخته کیږي.‌

هغه وویل، «زموږ د معلوماتو په اساس، شاوخوا ۱۵۰۰۰ کورنۍ چې د سمنګان ولایت په للمه سیمه کې ژوند کوي د څښلو اوبو له کمیو سره مخامخ دي.»

هغه زیاته کړه، دا کورنۍ معمولا اوږده مزلونه کوي ترڅو له سیندونو او ویالو څخه د څښلو اوبه را واخلي.‌

اکبري وویل، «که د اوبو د تأمین د شبکو له لارې د څښلو پاکې اوبه برابرې کړای شي، د ساري ناروغیو لکه نس ناستي، محرقې او کولیرا چې د ناپاکو اوبو له امله رامنځته کیږي، مخه به ونیول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

اوبه او برق د ژوند اساسي شرایط دي. که اوبه نه وي ژوند نشته. په قران کریم کې ذکر شوي چې وجعلنا من الماء کل شیئ حی. مونږ هر څه په اوبو باندې ژوندی ساتلی دی. البته په دې برخه کې د طبعیت یا خدایي ورکړو نعمتونو سربیره انسان ته هم په کار دی چې خپله هڅه وکړي. مثلا په پسرلي کې طبعیت زمونږ کلي، پټي،‌ دښتې شنه کړي، سیندونه مو وبهیري او روان شي، لاکن که مونږ پخپله د دغو روانو اوبو لپاره بندونه جوړ نه کړو او را ایسارې یې نه کړو دا اوبه په وړیا ډول ګاونډیو هیوادونو ته ځي چې هغوی ترې په هره برخه کې استفاده کوي. خو که همدغه اوبه مهار کړای شي، یوې خوا ته به هغه شینوالی او سمسورتیا دوامداره کړي چې پسرلي راوړې او بلې خواته به ترې برق جوړ شي چې کولی شي مونږ د صنعت او ټکنالوجۍ په برخه کې له نورو سره سیال کړي. اوبه مه ضایع کوئ. د قران کریم د ۲۹مې پارې د اول سورت په اخر ایت کې الله تعالی وایي، قل ارئیتم ان اصبح ماؤکم غورا فمن يأتیم بماء معین. ترجمه یې دا سې ده چې که ستاسو اوبه همداسې ژورې لاړې شي تاسو ته به څوک رڼې اوبه درکړي. الله اکبر. الله تعالی دې په خپل ټول مخلوق باندې رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

له دې سره سره چې تېر حکومت په ټولو دولتي ادارو کې فساد ته وده ورکړه او ترویج یې کړ، لاکن ځینې ارزښتناک کارونه یې هم وکړل. لکه نړیوالو مرستندویانو ته یې د افغانستان په بیارغونه کې د مرستې زمینه برابره کړه او مهمې پرمختیايي پروژې یې تمویل کړې. د همدغو کړنو له امله دولت د ښارونو او کلیو په خلکو کې محبوبیت ترلاسه کړ. که اوسنی حکومت غواړي چې د خلکو په منځ کې محبوبیت ولري او ولس د دوی ټول جنایتونه معاف کړي، باید د نړیوالې ټولنې شرطونه ومني او له نړیوالې ټولنې سره دوستانه اړیکي جوړې کړي، تر څو مرستندویان وکولای شي د افغانستان د خلکو په منځ کې د سولې د ټینګښت په برخه کې مرسته وکړي او له حکومت سره د هیواد په بیارغونه کې مرسته وکړي. په دې کار سره به د ولس او حکومت تر منځ واټن کم شي او ولس به د طالبانو هغه جنایتونه چې په تیرو شلو کلونو کې یې کړي دي وبخښي او د خپل حکومت ملاتړ به وکړي.

ځواب ورکړئ