اقتصاد

د سمنګان بزګرانو د حکومت په مرسته کوکنار په پسته باندې بدل کړل

د محمد قاسم راپور

د حکومت له خوا د کوکنارو د کرنې د مخنیوي په لړ کې، سمنګان ولایت له بادغیس څخه وروسته د افغانستان د پستو دویم تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت ګرځېدلی دی. [اسماعیل سادات]

کندوز -- د حکومت له خوا د کوکنارو د کرنې د مخنیوي په لړ کې، چې په ۱۳۹۶ کال کې پیل شو، سمنګان ولایت له بادغیس څخه وروسته د افغانستان د پیستو دویم تر ټولو لوی تولیدوونکی ولایت ګرځېدلی دی.

د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو وویل،‌ د بزګرانو په مرسته هغوی په دې بریالي شول چې د تېرو څلورو کالونو په ترڅ کې په دغه ولایت کې د کوکنارو پر ځای پسته وکري.‌

د سمنګان د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس عبدالرحمان ارغندیوال وویل، په دغه ولایت کې د پستې ونو ۲۱۲۵۰۰ جریبه (۴۲۵۰۰ هکتاره) ځمکه پوښلې ده.‌

هغه وویل، ډېرې ونې په حضرت سلطان، فیروز نخچیر، روی دوآب، خرم وسرباغ او دره صوف ولسوالیو کې کرل شوي دي.

په دې عکس کې چې د زمري په ۱۶مه اخیستل شوی، د سمنګان ولایت د ایبکو په رباطک کلي کې یوه د پستې ونه لیدل کیږي. [اسماعیل سادات]

په دې عکس کې چې د زمري په ۱۶مه اخیستل شوی، د سمنګان ولایت د ایبکو په رباطک کلي کې یوه د پستې ونه لیدل کیږي. [اسماعیل سادات]

ارغندیوال وویل، «سږ کال موږ په ۲۰۰۰ جریبه ځمکه باندې د پستو باغونه جوړ کړل او ۱۶۰۰۰۰ نیالګي مو پرې وکرل.‌ موږ اتحادیې جوړې کړي چې د دغو باغونو حفظ او مراقبت وکړي.»

هغه وویل، پسته د کوکنارو یو ښه بدیل او د سمنګان ولایت د بزګرانو لپاره یو عملي انتخاب دی.‌

هغه وویل، «دا چې په سمنګان کې د کوکنار کرنه صفر ته راښکته شوې،‌ موږ هڅه کوو چې بزګرانو ته نورې اسانتیاوې برابرې کړو څو خپل زراعتي فعالیتونه پیاوړي کړي.»

هغه زیاته کړه، «موږ بزګرانو ته د پستې د مرض ضد دوا او نور زراعتي وسایل ورکړي چې له هغوی سره د هغوی د فصل په ښه کېدلو کې مرسته وکړي.»

د کوکنارو د کرنې بدیل

په سمنګان کې یو شمېر بزګرانو چې د ۱۳۹۱ او ۱۳۹۶ تر منځ یې کوکنار کرل سلام ټایمز ته وویل، وروسته له هغه چې هغوی پوه شول چې کوکنار حرام دي او د افغانستان اعتبار ته زیان رسوي، هغوی د پستې کرنې ته مخه کړه.

دیني عالمان وایي، کوکنار د نشه ییزو توکو د ترلاسه کولو لپاره کرل کیږي،‌ او په اسلام کې د نشه ییزو توکو کرل، انتقالول، قاچاقول، خرڅول او کارول سخت ممنوع دي.‌

د حضرت سلطان ولسوالۍ یوه بزګر عبدالخالق چې ۵۷ کاله عمر لري، وویل، هغه د دې لپاره د پستې کرنې ته مخه کړه چې «طالبان له کوکنارو څخه ګټه ترلاسه کوي» او د سیمې ځوانان د اپین په نشه روږدي کیږي.

خالق وویل، «موږ کوکنار کرل، خو کله چې موږ ولیدل چې پسته ډېره ګټوره ده او ګټه یې حلاله ده، نو د کوکنارو کرنه مو ودروله.»

هغه وویل، «یواځې تېر کال ما له پستې څخه ۳۰۰۰۰۰ افغانۍ (۳۸۶۳ ډالر) ګټه ترلاسه کړه.»

د حضرت سلطان ولسوالۍ یوه بزګر عبدالقیوم احدي وویل، «زه له نورو بزګرانو څخه هم غواړم چې د کوکنارو پرځای د پستې کرنې ته مخه کړي.»

د سمنګان ولایت په مرکز ایبک کې د محمد سالم په نامه یوه ۴۳ کلن بزګر وویل، د پستې کرنه ډېره ګټوره ده او هېڅ خطر نه لري.

هغه روښانه کړه چې، بزګرانو له دې امله کوکنار کرل چې هغوی یې له پایلو څخه خبر نه ول.‌

د ایبک یوه بل بزګر محمد صادق چې ۴۴ کاله عمر لري په حکومت باندې غږ وکړ چې له بزګرانو سره مارکېټ ته د هغوی د حاصلاتو په رسولو کې مرسته وکړي، «څو نور بزګران هم وهڅول شي چې د حلالو کرنې ته مخه کړي».

هغه وویل، «د پستې تر څنګ،‌ هینجه [خاکشیر] یو بل بدیل دی. یو بزګر کولی شي چې له یوه فصل څخه له ۱۰۰۰۰ څخه تر ۱۵۰۰۰ ډالرو (۷۷۴۸۷۰ تر ۱.۲ میلیونو افغانیو) پورې ګټه ترلاسه کړي.»

صادق وویل، په یوه جریب پټي کې په اوسط ډول ۴۰۰۰ د هینجې بوټي کرل کیدی شي چې په پنځو کالونو کې د حاصل ورکول پیلوي او شاوخوا ۳۰۰ کیلوګرامه شیره تولیدوي چې هر کیلوګرام یې په محلي مارکېټونو کې په ۹۴۰۰ افغانۍ (۱۲۰ ډالر) پلورل کیږي.‌

هغه وویل، د هینجې له شیرې څخه د هاضمي ناروغیو،‌ د بندونو د روماتیکي ناروغیو او حتی دردونو په درملنه کې کار اخیستل کیږي.

د کوکنارو د له منځه وړلو هڅې

افغان چارواکو وویل،‌ له طالبانو سره شخړې د کوکنارو د له منځه وړلو په لاره کې ډېر خنډونه رامنځته کړي دي،‌ ځکه چې طالبان د خپلو فعالیتونو د تمویلولو لپاره د کوکنارو په کرنه باندې تکیه کوي.‌

د سمنګان د امنیه قوماندانۍ ویاند تورن عبدالمنیر رحیمي وویل،د طالبانو تر واک لاندې سیمو اوسېدونکي اوس هم مجبور دي چې په خپلو ځمکو کې کوکنار وکري.‌

منیر سلام ټایمز ته وویل، «زموږ معلومات ښیي چې بزګران مجبوریږي ترڅو د طالبانو تر واک لاندې ځینو سیمو کې کوکنار وکري، په داسې حال کې چې امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د کوکنارو د له منځه وړلو عملیات ترسره کړي.»

په سمنګان کې یوه ځایي سوداګر محمد طاهر خجندي وویل، په افغانستان او خارج کې د پستې لپاره ګټور بازار او په لوړه سویه غوښتنې بزګران دې ته هڅولي ترڅو د پستې کرلو ته مخه کړي.‌

خجندي وویل،‌ د افغانستان په ځایي مارکېټونو کې د ۷ کیلوګرامه لوړ کیفیت لرونکې پستې قیمت د ۵۰۰۰ او ۷۰۰۰ افغانیو (۶۵ او ۹۰ ډالرو) تر منځ دی.

په ایبک کې یوه شنونکي صفی الله حیدري وویل، پسته دا وړتیا لري ترڅو د افغانستان د اقتصاد بڼه بدله کړي، په دې شرط چې حکومت ورته پاملرنه وکړي.

هغه وویل، «زموږ یوه اندېښنه دا ده چې له ایران څخه پستې راواردېږي.‌ حکومت باید له ایران څخه د پستې واردات ودروي ترڅو په داخلي بازارونو کې د پستې د قېمت د رالوېدلو مخه ونیول شي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغاني پسته د نړۍ غوره پسته ده.‌ که خلک د کوکنارو پرځای پسته وکري، هغوی به د کوکنارو په نسبت ډېر زیات عواید ترلاسه کړي، ځکه چې پسته ډېر حاصل ورکوي، او د افغانستان یو کیلوګرام پسته د نړۍ په مارکیټونو کې په ۲۰ ډالر خرڅیږي.

ځواب ورکړئ

تاسو ښه تبصره کړې ده، او دا یوازې هغه وخت شونې ده چې که طالبان له بزګرانو سره مرسته وکړي او له هغوی سره د پستې د نیالګیو او نغدو پیسو مرسته وشي، ځکه چې د پستې ونه له درې څخه تر څلورو کالو پورې وخت نیسي چې مېوه ورکړي او چې داسې ده بیا به نو بزګران په دومره وخت کې خپل ژوند څنګه تأمینوي. تاسو پوهېږئ چې د هېواد بزګران دومره ګټي چې ویې خوري، او که هغوی په هر موسم کې حاصل ټول نه کړي، هغوی به له لوږې سره مخامخ شي، نو بهتره به دا وي چې حکومت له هغوی سره مرسته وکړي څو هغوی له مالي پلوه استقلال ترلاسه کړي.‌

ځواب ورکړئ

د پښتنو له سیمو نه هم همداسې راپورونه خپاره کړئ. دغسې په کار دی چې حکومت د پښتنو له سیمو نه د کوکنارو د ورکولو لپاره دې ته ورته بدیلې لارې وسنجوي او عملي یې کړئ. کوکنار د ټولنې تباهي ده. مننه

ځواب ورکړئ