امنیت

د هرات بزګرانو د کوکنارو کرلو ته د هغوی د مجبورولو له امله طالبان وغندل

د عمر راپور

ولایتي مقامات وایي، طالب اورپکي د هرات ولایت په هغو سیمو کې چې د هغوی تر کنټرول لاندې دي، محلي بزګران مجبوروي چې کوکنار وکري ځکه چې د ناقانونه نشه ییزو توکو سوداګري اورپکي تمویلوي. [عمر]

هرات -- طالبان د هرات ولایت په هغو سیمو کې چې د یادې ډلې تر کنټرول لاندې ده د بزګرانو مجبورولو ته دوام ورکوي چې کوکنار وکري. هغوی د ناقانونه نشه ییزو توکو له سوداګرۍ څخه د خپلې روانې اورپکۍ د تمویل لپاره کار اخلي.

د هرات د کرنې ریاست مرستیال بشیراحمد احمدي وویل، «د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې اوسېدونکي بزګران له دې سره علاقه مندي نه لري چې کوکنار وکري، خو طالبان هغوی دې ته مجبوروي چې کوکنار وکري. دا ستونزه د هرات ولایت په ځانګړیو ناامنو سیمو کې موجوده ده.»

هغه وویل، نشه ییز توکي د حکومت تر کنټرول لاندې سیمو کې نه کرل کیږي، او حتی هغه محدود شمېر دکوکنارو پټي چې په دغو سیمو کې موجود وو هغه هم امنیتي ځواکونو ویجاړ کړي دي.»

د هرات امنیه قوماندان جنرال امین الله امرخېل وویل، طالبان په لیرې پرتو سیمو کې کوکنار کري څو خپل ځانونه په اقتصادي توګه غښتلي کړي او وسلې او مهمات وپېري.‌

په دې عکس کې چې د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خلیل ښار کلي کې اخیستل شوی دی، د کوکنارو پټي لیدل کیږي.‌ دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. [عمر]

په دې عکس کې چې د تلې په ۱۲مه د هرات ولایت د کشک رباط سنګي ولسوالۍ په خلیل ښار کلي کې اخیستل شوی دی، د کوکنارو پټي لیدل کیږي.‌ دغه سیمه د طالبانو تر کنټرول لاندې ده. [عمر]

یو زوړ سړی د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۵مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په خپل پټي کې د زعفران ګلان ټولوي. [عمر]

یو زوړ سړی د ۱۳۹۷ د لړم په ۱۵مه د هرات ولایت په کروخ ولسوالۍ کې په خپل پټي کې د زعفران ګلان ټولوي. [عمر]

هغه وویل، «د کوکنارو کرنه د طالبانو د اقتصاد یوه برخه پوره کوي، او له همدې امله طالبان بزګران دې ته مجبوروي چې کوکنار وکري.»

د کشک رباط سنګي ولسوالۍ د شهر خلیل کلي یوه بزګر علي احمد وویل چې هغه له تېرو څلورو کالو راهیسې د طالبانو د جبر له امله کوکنار کري.

احمد چې د طالبانو له ډاره یې تر مستعار نوم لاندې خبرې کولې، وویل، «پنځه کاله مخکې ما غنم کرل او یو ارام ژوند مې درلود.»

هغه وویل، «که طالبان پوه شي چې ما له رسنیو سره خبرې کړي دي هغوی به مې سر رانه پرې کړي.»

احمد وویل، «طالبانو مونږ ته وویل چې که مونږ په خپلو ځمکو کې کوکنار وکرو، هغوی به مونږ ته دومره پیسې راکړي چې زمونږ اړتیاوې به پوره کړي،» اوزیاته یې کړه چې طالبان همدارنګه هر کال د کوکنارو د پټیو په سر په ناقانونه توګه عشر ټولوي.

هغه وویل، «ځینې بزګرانو وویل چې د کوکنارو کرنه حرامه ده او اسلام یې اجازه نه ورکوي، خو طالبانو وویل چې دیني عالمان مونږ ته اجازه راکوي چې کوکنار وکرو، او دا چې دا کار له مذهبي پلوه هېڅ ستونزې نه لري،‌ له دې امله مونږ مجبور وو چې کوکنار وکرو.»

هغه زیاته کړه، «پخپله طالبانو هم زمونږ په کلي کې کوکنار کرلي دي.»

په اسلام کې توجیه نه لري

دیني عالمان وایي، په اسلام کې د نشه ییزو توکو کرل، انتقالول، قاچاقول او کارول سخت منع دي.

د بادغیس ولایت یوه دیني عالم مولوي علي محمد رحماني وویل، د کوکنارو کرنې ته د بزګرانو تشویقول منع دي او طالبان د دې کار لپاره هېڅ توجیه نه لري.

هغه وویل، «د قران کریم آیتونه او د اسلام د ستر پېغمبر حدیثونه په روښانه توګه د نشه ییزو توکو کرل، انتقالول او استعمالول منع کوي، او مسلمانان اجازه نه لري چې دغه ممنوع او ویجاړوونکي بوټي ته ورنژدې شي. هر څوک چې داسې فتوا ورکوي چې د کوکنارو کرل حلال دي هغوی د اسلام په هکله خپله ناخبري ثابتوي.»

رحماني وویل، هغه څوک چې بزګران د کوکنارو کرنې ته مجبوروي،‌ هغوی د لعنت وړ دي، او هغوی د ټولو هغو خلکو په ګناه کې شریک دي چې نشه ییز توکي وړي راوړي او استعمالوي.‌

هغه وویل،‌«نشه ییز توکي د بشریت دښمن دي چې هر کال په زرګونو انسانان وژني. که نشه ییز توکي ونه کرل شي، په دې کې شک نشته چې د معتادانو شمېر به کم شي.»

رحماني وویل، «د اسلام دین په کلکه د نشه ییزو توکو د کرنې او د انسان د ژوند د ویجاړولو مخالف دی.»

همدارنګه نشه ییز توکي د طالبانو له مهمو عایداتي سرچینو څخه یوه سرچینه بلل کیږي، او دا ثابتوي چې دغه ډله د انسان ژوند او د اسلام لارښوونو ته هېڅ اعتنا نه کوي.‌

په هرات ولایت کې ځایي مقامات وایي چې طالبان په ارادي توګه یو شمېر ځانګړې سیمې ناامنه کوي چې د کوکنارو پټي له امنیتي ځواکونو څخه پټ پاتې شي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، طالبان د نشه ییزو توکو له قاچاقچیانو سره د نشه ییزو توکو په کرلو، پروسیس کولو، صادرولو او ټرانسپورټ کولو کې برخه لري.‌

هغه وویل، «د طالبانو تر کنټرول لاندې سیمو کې خلک مجبور دي چې د هغوی خبره ومني، او د طالبانو له ډاره هغوی مجبور دي چې کوکنار وکري.»

طالبانو «ثابته کړې چې هغوی له افغانستان سره علاقه مندي نه لري ځکه چې هغوی د خارجي دښمنانو د ګټو د ساتنې لپاره افغانستان وران کړ.»

د کوکنارو بدیلونه

رحیمي وویل، په هغو سیمو کې چې طالبان نشته، بزګران زعفران کري او د دغه قانوني بوټي له کرنې څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي.‌

د ۱۳۹۷ د تلې په میاشت کې د ولسمشر اشرف غني له خوا له ایران څخه د زعفرانو په وارداتو باندې له بندیز لګولو څخه وروسته، د افغان زعفرانو قېمتونه دوه برابره شوي دي.‌

د دغه کار هدف دا وو چې د افغان زعفرانو نړۍ وال برانډ‌ خوندي شي، کیفیت یې وساتل شي، قېمتونه یې لوړ او تولیدات یې پراخ کړای شي.‌

د هرات د کرنې ریاست رییس عبدالصبور رحماني د روان کال په غبرګولي کې وویل، «دا وخت،‌ ۱ کیلوګرام زعفران د هغه د کیفیت په پام کې نیولو سره په ۶۰۰۰۰ - ۹۰۰۰۰ افغانۍ (۷۵۰ - ۱۱۳۰ ډالر) خرڅیږي.»

د زعفرانو سوداګري ښځینه سوداګرو ته هم د غوړېدلو فرصتونه برابروي.‌

د ۱۳۹۷ په چنګاښ کې په هرات کې د ښځو د سوداګرۍ او صنایعو د خونې له تاسیس راهیسې،‌ په هرات ښار او د ولایت په ولسوالیو کې د غړو شمېر له ۱۵۰۰ څخه ډېرو ښځو ته زیات شوی دی.

د سوداګرۍ او صنایعو د خونې رییسې مریم جامي الاحمدي وویل، «دا ښځې د زعفرانو د کرنې، د نورو زراعتي بوټو د تولید، پروسیس او د وچو مېوو د خرڅولو، د مچیو ساتلو، لاسي صنایعو، مېوو جوړولو او قالینو اوبدلو په څېر سوداګریو کې ښکېلې دي.»

هغې وویل، «د طالبانو په دوره کې، ښځو نشوای کولی چې له کوره وځي، دا خو لا پرېږده چې سوداګري دې وکړي.»

دا هم ثابته شوې چې الو وېرا د افغانستان په ګڼو ولایتونو کېد بزګرانو لپاره یو بل ګټور بوټی دی.‌

دغه بوټی په لومړي ځل درې کاله مخکې په هرات ولایت کې وکرل شو. هلته یې د بریالیتوب له امله، د کرنې،‌ اوبه لګولو او مالدارۍ وزارت دا بوټی نورو ګاونډیو ولایتونو ته هم پراخ کړ او داسې پلانونه لري چې د افغانستان په بېلابېلو برخو کې یې د ناقانونه بوټو پر ځای الو وېرا وکري.

د کرنې وزیر نصیراحمد دراني وویل، «مونږ په بادغیس او فراه ولایتونو کې چې هلته مونږ پرمختیایي پروژې ترسره کوو الو وېرا کرلی دی، او مونږ لیدلي چې په دغو سیمو کې د کوکنارو کرنه صفر ته رالوېدلې ده.»

هغه وویل،‌ بزګران نور له دې سره علاقه مندي نه لري چې کوکنار وکري او د حاصلاتو ګټه یې نورو ته ورسېږي.

د هرات ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یوه بزګر محمد رحیم وویل، «پخوا مونږ کوکنار کرل، خو ... زمونږ عواید له بد نه بدتر شول. بیا مونږ د هغو پرځای الو وېرا کرل پیل کړل، حاصل ښه دی او مونږ ته ترې ښه عاید په لاس راځي.»

هغه وویل، «مونږ نور نه غواړو چې په حکومت ضد عناصرو او د نشه ییزو توکو په قاچاقچیانو باندې چې زمونږ اپین یې پېروده، تکیه وکړو.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500