امنیت

په فراه کې د نشه ییزو توکو له قاچاق څخه د طالبانو ګټو ته غټه ضربه ور ورسېدله

د عمر راپور

محلي مقامات د چنګاښ په ۹مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې له ۳۱ ټنو څخه ډېر نشه ییز توکي چې د ولایت په بېلابېلو برخو کې یې له طالب اورپکو څخه نیولي دي، سوزوي.‌ په فراه ولایت کې د یوه وروستي عملیات په ترڅ کې د طالبانو له خوا تولید شوي ۴۰۰ کیلوګرامه اپین وسوزول شو. [عمر]

محلي مقامات د چنګاښ په ۹مه د هرات ولایت په ګوزره ولسوالۍ کې له ۳۱ ټنو څخه ډېر نشه ییز توکي چې د ولایت په بېلابېلو برخو کې یې له طالب اورپکو څخه نیولي دي، سوزوي.‌ په فراه ولایت کې د یوه وروستي عملیات په ترڅ کې د طالبانو له خوا تولید شوي ۴۰۰ کیلوګرامه اپین وسوزول شو. [عمر]

هرات -- افغان ځواکونو د تېرې میاشتې په نیمایي کې د فراه ولایت په پشت رود ولسوالۍ کې د طالبانو اړوند یو بېس او د نشه ییزو توکو د ذخیرې مرکز ویجاړ کړ. دا کار د یادې ډلې د عوایدو د لړۍ د پرې کولو د کمپاین په ترڅ کې وشو.

همدارنګه، د زمري د ۲۶مې د عملیاتو په ترڅ کې د ملا مرجان په نامه د طالبانو د یوه محلي قوماندان په شمول ۵ تنه طالبان هم ونیول شول.‌ مقاماتو وویل چې په افغانستان کې د ناټو په مشرۍ د قاطع ملاتړ ماموریت د دغو عملیاتو هوایي ملاتړ کاوه.

د فراه د امنیه قوماندانۍ ویاند محب الله محب په یوه مرکه کې وویل، «امنیتي او دفاعي ځواکونو د فراه په ساج کلي کې د طالبانو په یوه بېس چې د حاجي مرجان تر مشرۍ لاندې یې کار کاوه، عملیات ترسره کړل. نوموړی په فراه ولایت کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د مشهورو کاروباریانو له ډلې څخه دی. د نشه ییزو توکو دغه مشهور کاروباري د هغه له څلورو ملګرو سره یوځای ونیول شو.»

هغه وویل، ملا مرجان «په دغه پټنځای کې له ۴۰۰ کیلوګرامو څخه ډېر بېلا بېل نشه ییز توکي جمع کړي وو چې د عملیاتو ترسره کوونکیو ځواکونو وسوزول.»

په عکس کې، یو ځانګړی افغان پولیس افسر د غوایي په ۸ مه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه ییزو توکو په یوه مرکز د حملې په ترڅ کې لیدل کیږي. [د فراه امنیه قومانداني]

په عکس کې، یو ځانګړی افغان پولیس افسر د غوایي په ۸ مه د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه ییزو توکو په یوه مرکز د حملې په ترڅ کې لیدل کیږي. [د فراه امنیه قومانداني]

محب وویل، طالبانو د ملا مرجان په بېس کې نشه ییز توکي پروسیس کول او بیا یې پلورل څو د یادې ډلې ترهګریز فعالیتونه پرې تمویل کړي.‌

هغه زیاته کړه، «طالبان په فراه ولایت کې د خپلو هڅو د برخې په توګه نشه ییز توکي تولیدوي، پروسیس کوي، قاچاق کوي او خرڅوي. حکومت پرېکړه کړې چې لومړی د طالبانو عایداتي سرچینې ویجاړې کړي

په هغو هوایي عملیاتو کې چې د غوايي په ۷مه ترسره شول، افغان او د ناټو په مشرۍ هوایي ځواکونو د فراه ولایت په بالابولوک ولسوالۍ کې د طالبانو د نشه ییزو توکو د تولید او پروسیس ۷۶ مرکزونه ویجاړ کړل او په ټنونو نشه ییز توکي یې وسوزول.‌

د طالبانو د نشه ییزو توکو کاروباریان

مقامات وایي چې طالبان هر کال د نشه ییزو توکو د قاچاق کولو له لارې ډېرې پیسې ګټي او بیا دغه پیسې د خپل تاوتریخجن کمپاین د تمویلولو لپاره استعمالوي.

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع وویل، «قاچاقچیان یعنې طالبان، او طالبان یعنې قاچاقچیان. د طالبانو غټ قوماندانان د نشه ییزو توکو تر ټولو غټ قاچاقچیان دي.»

هغه وویل، طالب قوماندانان د خپلو جنګیالیو لګښتونه له هغو پیسو څخه ورکوي چې هغوی یې د نشه ییزو توکو له قاچاق کولو څخه ترلاسه کوي.

قانع وویل، «طالبان نشه ییز توکي د پاکستان خواته سرحد ته وراړوي او هلته په ترلاسه کړو پیسو وسلې،‌ مهمات او چاودېدونکي توکي اخلي او بیا یې افغانستان ته راوړي. د طالبانو قوماندانان د نشه ییزو توکو د قاچاق له برکته په ترلاسه شویو عوایدو باندې په عصري او پرمختللیو وسلو باندې سمبال دي.»

هغه وویل، طالبان په فراه ولایت او په ځانګړې توګه په بکوا ولسوالۍ کې د نشه ییزو توکو د پروسیس کولو یو شمېر مرکزونه لري او زیاته یې کړه چې هوایي بریدونو دغه مرکزونه څو ځلې په نښه کړي دي.‌

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي په یوه مرکه کې وویل، «د نشه ییزو توکو قاچاقچیان او طالبان عین خلک دي، او ترهګر او فاسد کسان دواړه د نشه ییزو توکو له ناروا پیسو څخه ګټه ترلاسه کوي. د نشه ییزو توکو ناقانونه قاچاق په افغانستان کې د جدي ستونزو له جملې څخه ده، او زه هیله لرم چې مونږ به وکولی شو چې ویې دروو.

هغه زیاته کړه، قاچاقچیان نشه ییز توکي د هېواد له شمال څخه د هرات له لارې جنوبي ولایتونو انتقالوي،‌ او طالبانو د دغه فعالیت له امله په هرات کې د ګلران، کېشک کهنه، غوریان او شینډنډ ولسوالیو په څېر یو شمېر سیمې نا امنې کړي دي.

«طالبان نشه ییز توکي د فراه ولایت بکوا ولسوالۍ او نورو ځایونو ته چې هلته د هغوی د هیرویینو د تولید او پروسیس کولو مرکزونه موجود دي، لېږدوي، او بیا هغوی له هغو ځایونو څخه نشه ییز توکي په هلمند ولایت کې بهرامچې سیمې ته لېږدوي چې هلته یې بیا توزیع کوي.

نشه ییز توکي د وسلو او چاودېدونکو توکو لپاره

د ناقانونه نشه ییزو توکو له لارې ترلاسه شوې پیسې طالبان د دې وړ کوي چې وسلې او مهمات واخلي.‌

د کورنیو چارو په وزارت کې د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې معین محمد هاشم ارتاق د چنګاښ په ۹مه خبریالانو ته وویل، طالبان د نشه ییزو توکو له تولید، پروسیس، قاچاق او خرڅانه څخه په کال کې له ۳۹ میلیاردو افغانیو (۵۰۰ میلیونو ډالرو) څخه ډېره ګټه ترلاسه کوي.

هغه په هرات ولایت کې د ۳۱ ټنو نشه ییزو توکو د سوزولو په مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د خبرو پر وخت وویل، «امنیتي ځواکونه هڅه کوي چې د طالبانو مخه ونیسي. زمونږ زړورو ځواکونو د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د ځمکنیو او هوایي عملیاتو په ترڅ کې د نشه ییزو توکو د تولید او پروسیس کولو ۵۳ مرکزونه ویجاړ کړل.»

په هرات ولایت کې د مدني ټولنې یوه فعال جواد عمید په یوه مرکه کې وویل، «طالبان په نا امنو سیمو کې بزګران مجبوروي چې کوکنار وکري. هغوی د کوکنارو د تولید ملاتړ کوي او سیمې بې ثباته کوي چې د نشه ییزو توکو کرنې او قاچاق کولو ته لاره هواره کړي.»

هغه زیاته کړه، «که طالبانو له نشه ییزو توکو څخه ترلاسه کېدونکیو پراخو پیسو ته لاسرسی نه لرلای، هغوی به نه وای توانېدلي چې خپلو فعالیتونو ته دوام ورکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500