امنیت

ایران د افغانستان په لویدیځ کې د اپینو په برخه کې له طالبانو سره لاس یو کړ

د سلیمان راپور

افغان امنیتي ځواکونه هغه ۲۹ کیلوګرامه هیرویین ښیي چې د کب په ۲۲ مه په هرات ولایت کې د یوه ایراني د نیونې پر وخت، چې هڅه یې کوله ایران ته یې قاچاق کړي، ضبط شوي دي. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

افغان امنیتي ځواکونه هغه ۲۹ کیلوګرامه هیرویین ښیي چې د کب په ۲۲ مه په هرات ولایت کې د یوه ایراني د نیونې پر وخت، چې هڅه یې کوله ایران ته یې قاچاق کړي، ضبط شوي دي. [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

کابل -- امنیتي چارواکي وایي، د ایران اسلامي انقلابي ګارډ له طالبانو سره په دې کار کوي چې د نشه ییزو توکو د قاچاق شبکې جوړې کړي، نشه ییز توکي په اروپایي هېوادونو کې خرڅ کړي او د اورپکو دغه ډله پرې تمویل کړي.

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر بشیر بیژن سلام ټایمز ته وویل، «نشه ییز توکي د طالبانو لویه عایداتي سرچینه ده. د نشه ییزو توکو قاچاق د ایران او طالبانو مشترک هدفونه دي، ځکه چې هغوی د افغانستان له ناقانونه نشه ییزو توکو څخه په ګټه اخیستنه کې شریکې ګټې لري

بیژن وویل،‌«ایران، له طالبانو سره په همکارۍ کې، غواړي چې د افغانستان لوېدیځ ولایتونه ناامن کړي،او په دې توګه په هغو ولایتونو کې ځمکه د نشه ییزو توکو کرنې ته چمتو کړي،»

هغه وویل،‌د افغانستان په لوېدیځو ولایتونو د خپل نفوذ په زیاتولو سرهایران کولی شي چې د نشه ییزو توکو کرنه ممکنه کړي او په اسانۍ سره هغه په سرحد واړوي.

د کب په ۲۲ مه اخیستل شوی یو عکس یو ایرانی مشکوک کس د ایران - افغان پولې په اوږدو کې په اسلام کلا سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هغه له نیولو څخه وروسته ښودل کیږي.‌ [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

د کب په ۲۲ مه اخیستل شوی یو عکس یو ایرانی مشکوک کس د ایران - افغان پولې په اوږدو کې په اسلام کلا سیمه کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا د هغه له نیولو څخه وروسته ښودل کیږي.‌ [د هرات ولایت د رسنیو دفتر]

هغه وویل، «ایرانیان د افغانستان نشه ییز توکي ترکیې او نورو اروپایي هېوادونو ته تېروي او دغه توکي په افغانستان کې د طالبانو او په سیمه کې د نورو ترهګرو ډلو د تمویل لپاره کاروي،»

د اپینو جګړه

د فراه د ولایتي شورا یوه غړي دادالله قانع سلام ټایمز ته وویل، «په فراه کې جګړه اصلاً د اپینو جګړه ده،»

قانع وویل،‌د طالبانو جیګپوړي قوماندانان د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې اپین په هیرویینو باندې اړويچې بیا د ایران د سرحدي ځواکونو تر څارنې لاندې ایران ته انتقالېږي.

قانع وویل، «د [هرات ولایت لپاره د طالبانو د وژل شوي تش په نامه والي] عبدالرحمان نیکه، ورور، چې د فراه ولایت په بکوا ولسوالۍ کې د طالبانو یو بدنام قوماندان دی،‌ په ټنونو غیرقانوني نشه ییز توکي ایران ته وړي. د طالبانو دغه قوماندان په داسې حال کې، چې خپلې وسلې ورسره وي، ایران ته تګ راتګ کوي.»

هغه وویل، «په فراه ولایت کې امنیتي ځواکونو د نشه ییزو توکو ډېر ایراني قاچاقچیان نیولي دي،»

په نورو ولایتونو کې هم افغان مقاماتو په وروستیو میاشتو کې ګڼ شمېر ایرانیان، چې هڅه یې کوله نشه ییز توکي له سرحده تېر کړي،‌ نیولي دي.‌

د هرات ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولیزاده سلام ټایمز ته وویل، «د کب په ۲۲مه،یو ایرانی تبعه د هرات د امنیتي ځواکونو له خوا ونیول شو. هغه د لارۍ په یوه ټایر کې په مهارت سره ۲۹ کیلوګرامه نشه ییز توکي ځای پرځای کړي ول او هڅه یې کوله چې د اسلام کلا د بندر له لارې یې ایران ته واړوي.»

په یوه بله پېښه کې د سلواغې په ۱۲مه، په فراه ولایت کې امنیتي ځواکونو یو ایرانی تبعه، چې ۶۸ کیلوګرامه نشه ییز توکي ورسره ول، ونیو.

امنیه قوماندان فضل احمد شېرزاد هغه وخت خبریالانو ته وویل، د دغه ولایت د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې ځواکونو هغه نشه ییز توکي، چې د فراه ولایت له شیخ ابونصر فراهي بندر څخه انتقالېدل، کشف او ضبط کړل.

شېرزاد وویل، «موټروان، چې ځان یې نصیر او د ایران د مشهد د ښار اوسېدونکی معرفي کړ، لګیا وو چې دغه نشه ییز توکي په لارۍ کې بار او ایران ته انتقال کړي،»

قانع وویل، «د نشه ییزو توکو ایراني قاچاقچیان د استخباراتي ادارو په شمول د ایران له حکومت سره د لاس لرلو له لارې نشه ییز توکي قاچاقوي،»

ایران د نشه ییزو توکو قاچاقچیانو ته لارې برابروي

په هرات کې د پوځي چارو تحلیلګر محمد عارف کریمي سلام ټایمز ته وویل، «د ایران سرحد د نشه ییزو توکو د هغو قاچاقچیانو پر مخ تړلی چې د ایران وسله والو ځواکونو سره ارتباطات نه لري،»

هغه وویل، د هغو قاچاقچیانو لپاره، چې له ایراني مقاماتو سره «ارتباطات او همغږي لري»، سرحد پرانستی دی «او هغوی کولی شي چې په اسانۍ سره ناقانونه نشه ییز توکي انتقال کړي».‌

کیاني وویل، «نشه ییز توکي په پیل کې له هلمند څخه د هرات ولایت شینډنډ ولسوالۍ ته انتقالېږي، بیا فراه ولایت ته وړل کیږي،‌ او په پای کې له فراه څخه ایران ته وړل کیږي،»

هغه وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ له طالبانو او د نشه ییزو توکو له هغو قاچاقچیانو سره، چې په تور بازار کې رشد کوي، مستقیم ارتباطات لري. په حقیقت کې، طالبان د جګړې په ډګرونو کې د هغو پیسو د لګولو له لارې جګړه کوي چې د نشه ییزو توکو له قاچاق، او د ایران له ملاتړ څخه یې ترلاسه کوي.»

هغه وویل، «د ایران اسلامي انقلابي ګارډ‌ دغه تور اقتصاد د نشه ییزو توکو د قاچاق،‌ د قېمتي کاڼو د قاچاق او زمونږ هېواد ته د ټیټ کیفیت د شیانو د راصادرولو له لارې چلوي،‌»

کیاني وویل، «د طالبانو د ملاتړ او تجهیز له لارې، ایران غواړي چې د افغانستان لویدیځه برخه بې ثباته کړي،‌ څو په اسانۍ سره نشه ییز توکي خپل قلمرو ته انتقال کړي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500