هرات -- پژواک خبري اژانس راپور ورکړ، چې افغان امنیتي ځواکونو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۲ مه/ په هرات ولایت کې یو ایرانی تبعه، چې ایران ته د ډېر مقدار هیرویینو د قاچاق کولو په هڅو تورن دی، ونیو.
د هرات د امنیه قوماندانۍ ویاند عبدالاحد ولي زاده وویل، چې مشکوک کس ۲۹ کیلوګرامه هیرویین په خپل موټر کې ځای پرځای کړي ول او ایران ته په لاره وو چې د ایران - افغان پولې په اوږدو کې په اسلام کلا کې ونیول شو.
افغان چارواکي په طالبانو تور لګوي چې خپل جنګونه د قاچاقو له لارې تمویلوي.