روغتیا

چارواکو هرات ته د کوروناوایرس د رارسېدلو علت د تهران غلط معلومات وبلل

د عمر راپور

په هرات کې افغان چارواکو په ایراني رژیم باندې ملامتیا ورواچوله چې په ایران کې د نه کنټرولېدونکي کوروناوایرس په هکله د معلوماتو ورکولو په برخه کې شفاف نه دی او په دې توګه یې په افغانستان کې د ناروغۍ خپرېدا ته لاره هواره کړې ده. [عمر]

هرات -- ځایي چارواکي وایي، د ایران د رژیم له خوا په هغه هېواد کې د نه کنټرولېدونکي کوروناوایرس د خپرېدا په هکله د شفافیت نشتوالی د دې سبب شوی چې دغه ناروغي هرات ولایت ته ورسېږي.

په ایران کې، رسمي دولتي رسنیو د پنجشنبې په ورځ /د کب ۱۵مه/ وویل چې تر اوسه پورې په وایرس د ککړتیا له امله ۱۰۷ ناروغان مړه شوي او له ۳۰۰۰ څخه ډېر نور پرې ککړ دي.‌

خو ښایي اصلي شمېرې له دې نه لوړې وي، ځکه شواهد ښیي چې رژیم خلکو ته غلط معلومات ورکوي څو ځان له لا نورو نیوکو څخه وساتي.

له هغه وخت راهیسې وایرس افغانستان ته را اوښتی دی.‌

یو افغان طبي کارکوونکی د کب په ۸مه د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې له ایران څخه راستنېدونکي افغانان د کورونا وایرس د معلومولو لپاره معاینه کوي. [عمر]

یو افغان طبي کارکوونکی د کب په ۸مه د هرات ولایت په اسلام کلا بندر کې له ایران څخه راستنېدونکي افغانان د کورونا وایرس د معلومولو لپاره معاینه کوي. [عمر]

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د کب په ۶مه اعلان وکړ چې هغوی په هرات ولایت کې د کورونا وایرس یوه پېښه یي موندلې ده.

په هرات کې، په وروستیو کې یو ۳۵ کلن سړی چې تازه د ایران له قم ښار څخه راستون شوی وو په کوروناوایرس ککړ شوی وو. هغه په دغه ولایت کې د کورونا وایرس د ۳۰ مشکوکو ناروغانو په ډله کې وو،‌ خو د پاتې نورو ۲۹ د ازموینو پایلې منفي وې.‌

د هرات د عامې روغتیا ریاست رییس ډاکتر عبدالحکیم تمنا وویل، که ایران خپل د عامې روغتیا سیستم ته اجازه ورکړې وای چې کوروناوایرس ته چټک غبرګون وښیي، کېدای شوای چې رژیم د هغه خپرېدا کنټرول کړې، او ګاونډیو هېوادونو ته یې د خپرېدا مخه نیولې وای.‌

هغه وویل، «په پیل کې په ایران کې د کورونا وایرس څو پېښې وې، او که د خپرېدا مخه نیول شوې وای، کېدای شوای چې ګاونډیو هېوادونو ته لږ خپور شوی وای.»

تمنا زیاته کړه، «وروسته له هغه چې کوروناوایرس پټ کړای شو، زموږ حکومت مجبور شو چې د وایرس پر ضد د مبارزې لپاره ۱.۹ میلیارده افغانۍ (۲۵ میلیونه ډالر) ځانګړي کړي. چې په دې کارسره ایران افغانستان ته مالي زیان ور واړاوه.»

هغه وویل، د ناروغۍ د خپرېدا له امله تجارتي شرکتونه او عام خلک له سختو اقتصادي زیانونو سره مخامخ شوي دي.

د هرات ښار یوه اوسېدونکي جواد صدیقي وویل، «کوروناوایرس یوه وژونکې ناروغي ده چې نړۍ واله بڼه یې غوره کړې ده، او د ایران حکومت باید دا ناروغي پټه کړې نه وای. کله چې کورونا وایرس په لومړیو کې ایران ته ورسېد، د ایران حکومت باید د هغه په هکله خبرتیا زیاته کړې وای چې عامو خلکو مخنیوونکي ګامونه اخیستي وای او وایرس زموږ هېواد ته راننوتی نه وای.»

هغه وویل، دا چې تهران د وایرس خپرېدا پټه کړه، هغه افغانستان ته راورسېد او افغانان زیانمن شول.

د هرات ښار یوه بل اوسېدونکي وحید احمد محمدي وویل، اوس افغانستان باید جدي کامونه په دې برخه کې واخلي او خپل وګړي خوندي کړي.

هغه وویل، «په کار دی چې له ایران سره د افغانستان سرحدونه بند کړای شي چې افغانستان ته د کورونا وایرس د نورې خپرېدا مخه ونیول شي.»

د ایران په سرحد سخت روغتیایي ګامونه

د کب له ۵مې راهیسې، افغان حکومت له ایران سره په خپله پوله باندې سخت روغتیایي اقدامات کړي چې په هېواد کې د کوروناوایرس د خپرېدا مخه ونیسي.

د روغتیایي خدمتونو د برابرولو چارو کې د عامې روغتیا وزارت معین فدامحمد پیکان د کب په ۶مه په هرات ښار کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، په دې اقداماتو کې د هغو مسافرو معاینه کول هم شامل دي چې له ایران څخه راځي.‌

هغه وویل، «اصلي اندېښنه دا ده چې د ایران حکومت به په یو وخت په زرګونو افغانان له خپل هېواد څخه راوباسي چې له ایران څخه افغانستان ته به د کوروناوایرس د خپرېدا اندازه ډېره کړي،» او زیاته یې کړه چې تهران باید «تریو څه مودې پورې» داسې کار ونه کړي.

په هرات ولایت کې د روغتیا چاراکو یادونه وکړه چې، په سرحدونو کې له اخیستل شویو ګامونو سره سره، ډېر امکان شته چې له ایران څخه افغانستان ته د کوروناوایرس انتقال شي.

د هرات په حوزوي روغتون کې د انتاني ناروغیو د وارډ رییس ډاکتر محمد ابراهیم بسیم وویل، ټول هغه ناروغان چې د کورونا وایرس لرلو په شک یې ازموینه شوې ده له ایران څخه راغلي دي.‌

هغه زیاته کړه چې دا ناروغان افغانستان ته د ایران له قم، کرمان، تهران او مشهد څخه راغلي دي او په دغو ټولو ښارونو کې د کوروناوایرس د پېښو راپورونه ورکړل شوي دي.‌

هغه زیاته کړه چې، «له ایران سره پرانستي سرحدونه یوه جدي اندېښنه ده ځکه هغه کسان چې افغانستان ته راننوځي په کوروناوایرس ککړو کسانو سره په تماس کې ول، یعنې ډېر امکان شته چې وایرس هېواد ته راننوځي.»

بسیم وویل، «کوروناوایرس د ایران په ښارونو کې په چټکۍ سره خپرېږي، خو د ایران حکومت د کوروناوایرس د پېښو شمېر پټ ساتلی وو. دغې پالیسۍ په ایران او افغانستان کې د کوروناوایرس پر ضد مبارزه معلوله کړې ده.»

صنعت او تولید په منفي توګه متاثر شوی دی

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي وویل، مقاماتو په هرات ولایت کې بیړنی حالت اعلان کړی وو ځکه چې افغان ډاکترانو د کوروناوایرس لومړۍ پېښه هلته تشخیص کړې وه، او زیاته یې کړه چې مقاماتو د حمامونو، کافي خانو، لمباځایونو او د ودونو د تالارونو فعالیتونه ځنډولي دي.

هغه وویل، دا ګامونه د دې لپاره اخیستل شوي چې په هرات کې د کوروناوایرس د لا نور خپراوي مخه ونیول شي.‌

رحیمي زیاته کړه، «په هرات کې ماسکونو او نورو روغتیایي توکو ته اړتیا زیاته شوې ده، خو د تقاضا د ډېرښت له امله دغه توکي په بازار کې کم شوي دي. د تقاضا د ډېرښت له امله، د ماسکونو او نورو روغتیایي تامیناتو قېمتونه لوړ شوي چې مصرفوونکو ته غټ مالي زیانونه وررسوي.»

هغه وویل، «د دغه نازک حالت په ترڅ‌ کې، حکومت هڅه کړي چې هرات ته د اړتیا وړ روغتیایي تأمینات برابر کړي.»

هغه زیاته کړه، «کوروناوایرس عادي ژوند ټکنی کړی او په سوداګریو باندې یې منفي تاثیر کړی دی. افغان حکومت هڅه کوي چې د هغه د خپرېدا مخه ونیسي او وضعیت نورمال حالت ته راوګرځي.»

د هرات د کانونو او صنایعو رییس حمیدالله خادم تایید کړه چې دغه وایرس ځایي اقتصاد ته زیان ور رسولی دی.

هغه وویل، «په هرات ولایت کې د کورونا وایرس خپرېدلو په صنعت او تولید باندې منفي تاثیر کړی دی، او که دا حال روان وي، هغه به یو غټ اقتصادي زیان رامنځته کړي.»

هغه وویل، «د هرات په صنعتي ښارګوټي کې خام مواد راواردیږي، او په سرحدونو باندې د لګېدلو بندیزونو له امله، د خامو موادو واردات کم شوي دی. دغه حالت په صنعتي ښارګوټي کې تولیدات ورو کوي.»

خادم وویل، «که خامو موادو ته زموږ لاسرسی همداسې محدود پاتې شي او د کوروناوایرس د خپرېدا وېره زیاته شي، کارکوونکي به کار ته رانشي او غټ شمېر فابریکې به فعالیت ودروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دايران له هيواد سره بايد دمسافرو درفت امد څخه کلکه ډډه وشي سرحد تر هغه وخته وتړل شي تر څو دکرونا خطر کم او يا يې مخنيوى وشى بل داچې دکرونا په مرض اخته کسان تر هغه وخته قرنطين شي چې ښه شوي نه وي ،دپلې شا وخوا دکرونا قوي تدابير ونيول شي او نورو ولايتونو ته دکرونا دانتقال دمخنيوي لپاره په ژورو پلانونو سوچ وشي

ځواب ورکړئ

د دې ناروغۍ د خپرېدا د مخنیوي لپاره په کار ده چې خلک په غونډو، ورزشي مرکزونو او نورو ځایونو کې له ټولېدلو څخه ځانونه وژغوري. همدارنګه هغوی باید یو بل ته لاسونه ورنه کړي، یو بل ښکل نه کړي او یو بل ته غېږ ورنه کړي، او هڅه وکړي چې د اوبو او صابون په وسیله د لاسونو د پرې مینځلو له لارې فردي حفظ الصحه مراعت کړي.

ځواب ورکړئ

ټول هغه افغانان چې له ایران او په ځانګړې توګه له قم ښار څخه راستنېږي باید د یوې میاشتې لپاره ځانونه په کور کې قرنطین کړي، او که د کورونا وایرس اړوندې نښې له ځانه وښیي هغوی باید روغتیایي مرکزونو ته مراجعه وکړي چې ناروغي نورو خلکو ته ونه لېږدوي. دا یوه انساني وجیبه ده.‌هغه کډوال چې له ایران او چین څخه راستنېږي هغوی باید دا اصل مراعت کړي.‌

ځواب ورکړئ