روغتیا

ایران په کوروناوایرس ککړ کډوال د افغانستان ته رالیږي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په ایران کې افغان کډوال وایي، امنیتي ځواکونه هغوی راټولوي او په ایران کې د کوروناوایرس د خپرېدا په تور یې ملامتوي او رژیم ډله ډله کارګران افغانستان ته بېرته استوي.

هرات -- د ایران امنیتي ځواکونه په زرګونو هغه افغان کډوال چې د کوروناوایرس د لرلو شک پرې کېږي یا په کې تایید شوی وي، رانیسي، او په زور یې افغانستان ته اخراجوي او نړۍ والو خوندي کوونکیو میتودونو ته پام نه کوي یعنې دې ته فکر نه کوي چې نړۍ د مرګوني نړۍ نیوونکي وایرس له خپرېدا څخه خوندي شي.

ای اېف پي د دوشنبې په ورځ‌ د آی او اېم له قوله راپور ورکړ چې، په تېرو ۲۰ ورځو کې له وایرس وهلي ایران څخه شاوخوا ۷۰۰۰۰ افغانان راستانه شوي دي چې کتنه یې په سرحد کې د مؤظفو روغتیایي کارکوونکیو له توانه وتلې او په پراخه کچه د ناروغۍ د خپرېدا خطر یې زیات کړی دی.

د احمد احمدي په نامه یوه افغان کډوال چې په تهران کی یې کار کاوه وویل چې د ایران پوځ هغه او د هغه ۹ کلن زوی ونیو او د اسلام کلا د بندر له لارې یې افغانستان ته را واړول.‌

هغه وویل، «هغوی داسې کسان چې د ناروغۍ نښې په کې ښکاري افغانستان ته رااړوي خو هغه کسان چې کوروناوایرس لري او په جدي حالت کې وي هغه نیسي او قرنطین کوي یې.»

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې داخلېدلو ته انتظار کوي. [عمر]

له ایران څخه را اېستل شوي افغان کډوال د کب په ۲۲مه د هرات ولایت په اسلام کلا کې داخلېدلو ته انتظار کوي. [عمر]

یو جګپوړی ایرانی پوځي چارواکی د کب په ۱۱مه له یوې ساحې څخه لیدنه کوي چې هلته روغتیایي منسوبین داسې بېلابېل تخنیکونه ښیي چې د کوروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادله وکړي. [د ایران د دفاع وزارت]

یو جګپوړی ایرانی پوځي چارواکی د کب په ۱۱مه له یوې ساحې څخه لیدنه کوي چې هلته روغتیایي منسوبین داسې بېلابېل تخنیکونه ښیي چې د کوروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد مجادله وکړي. [د ایران د دفاع وزارت]

هغه زیاته کړه، «ایراني ځواکونو زه او زما ۹ کلن زوی ونیولو او ماته یې وویل چې زه ... ناروغي لرم، او بیا یې را واېستلم.»

یوه بل کډوال په تهران باندې تور ولګاوه چې په ساده ډول هر افغان چې ویني رانیسي او افغانستان ته یې را اړوي.

د نذیر احمد په نامه یوه ۶۵ کلن سړي چې په وروستیو کې له ایران څخه را اېستل شوی وو او اوس په هرات ښار کې د ملګرو ملتونو د کډوالو په کمپ کې ژوند تېروي، وویل، ایراني امنیتي ځواکونه هر هغه افغان چې هغوی یې ویني د کورونا وایرس د لرلو په تور اخراجوي.

هغه وویل، «ایراني پولیسو زه او څو نور کسان ونیولو، او موږ ته یې وویل چې موږ کوروناوایرس لرو او موږ باید خپل وطن ته ستانه شو.»

هغه زیاته کړه، «موږ په تهران کې کار کاوه او په یوه اپارتمان کې شریک اوسېدلو. هغوی موږ له خپلو کوټو څخه په کش کولو را واېستلو، په موټرو کې یې راواچولو او د افغانستان سرحد ته یې راوستلو. هغوی موږ ته وویل چې موږ افغانانو کوروناوایرس درلود چې ایرانیان مو پرې ککړ کړل.»

د هرات ولایت د کډوالو او راستنېدونکو د چارو رییس احمد جاوېد نادم تایید کړه چې د هغو افغان کډوالو شمېر چې د ایران له خوا را اېستل کېږي د پخوانیو میاشتو په پرتله زیات شوی دی.

هغه وویل، «هره ورځ، په لسګونو افغانان چې د ایران د حکومت له خوا را اېستل کیږي د اسلام کلا له لارې هرات ولایت ته راوړي. دا چې کوروناوایرس د ایران په ډېرو ښارونو کې په خپرېدلو دی، له ایران څخه د افغانانو را اېستل څو ځلې ډېر شوي دي.»

له ایران څخه افغانستان ته د کوروناوایرس انتقال

د ای اېف پي د راپور په اساس، چارواکو د سې شنبې په ورځ /د کب ۲۷مه/ وویل، ایران د سلواغې له ۳۰مې راهیسې د نوي کوروناوایرس له امله د ۹۸۸ کسانو مړینې ثبت کړي دي.

په افغانستان کې تر اوسه د ۲۱ کسانو ککړتیا تایید شوې ده چې اکثر یې په هرات کې او په هغو کډوالو کې دي چې په وروستیو کې د ایران له بېلابېلو ښارونو څخه راستانه شوي دي.

د کوروناوایرس نورې پېښې په بلخ، سمنګان، دایکندي او کاپیسا ولایتونو کې ثبت شوي دي.

د هرات د عامې روغتیا ریاست مرستیال ډاکتر محمد آصف کبیر وویل،‌په ټول ایران کې د کوروناوایرس د پراخو پېښو په پام کې نیولو سره، له ایران څخه افغانستان ته د افغان کډوالو په اخراج کې ډېرښت د اندېښنې وړ خبره ده.

هغه وویل، «د یوه لوړ شمېر کډوالو اخراج په هرات او نورو ولایتونو کې عامې روغتیا ته یو جدي ګواښ پیښوي ځکه چې دا کار په هېواد کې د کوروناوایرس د لا نور خپراوي چانسونه ډېروي. ټول هغه کسان چې په افغانستان کې کورونا وایرس لري هغوی په وروستیو وختونو کې له ایران څخه راستانه شوي دي.»

کبیر زیاته کړه، «د ایران حکومت باید هغه کسان چې د کوروناوایرس نښې لري د را اېستنې لپاره د افغانستان سرحد ته رانه ولي ځکه چې دغه کسان کولی شي چې په ټولنه کې وایرس په پراخه کچه خپور کړي.»

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د کب په ۲۴مه په خپل دفتر کې یوه خبري کانفرانس ته وویل، هغه افغان ناروغان چې کورونا وایرس لري او هغه کسان چې د دې ناروغۍ شک پرې کېږي له ایران څخه افغانستان ته راغلي دي، او د ناروغۍ د خپرېدا اصلي دلیل له ایران سره پرانستي سرحدونه دي.

هغه وویل، «په افغانستان کې د کوروناوایرس منشأ ایران دی. ټول هغه ناروغان چې د کورونا وایرس مثبتې پېښې په کې تایید شوي او په روغتون کې بستر شوي دي هغوی له ایران څخه راستانه شوي دي. که له ایران څخه د افغان کډوالو را اېستل یا راستنېدل دوام ومومي، دا به افغانانو ته یو غټ ګواښ پېښ کړي.»

رحیمي زیاته کړه، «ما د بهرنیو چارو وزارت او په کابل کې د مرکزي حکومت له نورو مقاماتو څخه غوښتي چې له ایران سره له دیپلوماتیکو لارو خبرې وکړي چې د دغه بحراني حالت په ترڅ کې د افغان کډوالو را اېستل ودروي. همدارنګه، زه به په هرات کې له ایراني کونسلګرۍ سره خبرې وکړم چې هرات ته هره ورځ د زرګونو کډوالو راننوتل ودروي.»

رحیمي وویل، افغانستان دې ته اړتیا لرله چې په چټک ډول لاس په کار شي او په تدریجي توګه د زیاتېدونکي بحران مخه ونیسي.

هغه وویل، «له ایران څخه افغانستان ته د راستنېدونکو او له بېلابېلو لارو څخه د راننوتونکو کسانو د شمېر په پام کې نیولو سره، اوس که موږ کوم ګامونه وانه خلو او په ګډه کار ونه کړو... موږ به د ایران د اوسني حالت په نسبت له بدتره حالت سره مخامخ شو.»

هغه وویل، «زه ډارېږم ... چې داسې یوه ورځ به راشي چې موږ به ونشو کولی چې د مړو جسدونه وشمارو.»

په ایران کې د روغتیایي خدمتونو کموالی

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت وویل، د کب له لومړیو څخه په ایران کې د کوروناوایرس له پراخې خپرېدا څخه وروسته، یو زیات شمېر افغانان چې را اېستل شوي نه وو په ایران کې د روغتیایي اسانتیاوو د نشتوالي له امله هېواد ته راستنېږي.

د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي د کب په ۲۲مه له هرات څخه د لیدنې په ترڅ کې وویل، د کب له لومړیو راهیسې له ایران څخه د افغان کډوالو راستنېدل د پخوانیو میاشتو په پرتله اوه برابره ډېر شوي دي.

بلخي وویل، «هره ورځ له ایران څخه له ۱۵۰۰۰ څخه ډېر خلک په هرات، فراه او نیمروز ولایتونو کې د سرحدونو له لارې راستنېږي چې ۱۰۰۰۰ یې یواځې د اسلام کلا د بندر له لارې هېواد ته راداخلېږي. افغان حکومت توانېدلی دی چې له ایران څخه د خپلو وګړو راستنېدل په مناسب ډول مدیریت کړي.»

هغه زیاته کړه، د کډوالو او راستنېدونکو د چارو د وزارت د راپورونو په اساس، په ایران کې د کوروناوایرس له امله ۶ تنه افغانان مړه شوي، په داسې حال کې چې یو زیات شمېر کسان په دې ناروغۍ باندې اخته شوي دي.‌

د مریم سلطاني په نامه یوې راستنې شوې افغانې چې په ایران کې یې کار کاوه وویل، «زه ډېره ناروغه وم،‌ خو هغوی ماته اجازه رانه کړه چې روغتون ته لاړه شم.»

هغې وویل، «په ایران کې ډېره زیاته وېره او غم خپور وو، او هغوی په ښار کې د افغانانو خوځښت محدود کړی وو.‌ کله چې موږ درملتونونو ته تللو، هغوی موږ ته د درملو له راکولو څخه انکار کاوه.»

د عبدالقدیر احمدي په نامه یوه افغان کډوال چې په وروستیو کې له ایران څخه هرات ولایت ته راستون شوی دی، وویل، په ایران کې روغتیایي خدمتونه ډېر خراب شوي دي ځکه چې مشتریان نشي کولی چې درمل ومومي، او د خوړو قېمتونه څو برابره زیات شوي دي.

هغه وویل، «د ایران حکومت زما درې ملګري چې په کوروناوایرس اخته ول بوتلل، او هغوی هېڅکله هم بېرته راستانه نشول. زه هېڅ نه پوهېږم چې حکومت چېرته بوتلل یا دا چې آیا هغوی ژوندي دي که مړه.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا د لعنتي امریکا کار دی. کورونا ناروغي په متحده ایالاتو کې له جوړو شویو بیولوجیکي وسلو څخه خپره شوې چې ایران او چین ویجاړ کړي. ولې دا ناروغي په نورو هېوادونو کې دومره سخته نه ده لکه څومره چې په ایران کې ده؟ دا روښانه ده چې د دې حالت تر شا د ملعونې امریکا لاس دی.‌

ځواب ورکړئ

لطفاً زما د هېواد په هکله دروغ مه وایئ او مه پرې لعنت وایئ. تاسو څه شواهد لرئ؟ آیا تاسو دومره ړانده یئ چې نه ګورئ چې هغه امریکا هم اغېزمنوي؟ آیا تاسو دې ته حاضر یئ چې یوه ورځ د لعنت ویلو او د یوه داسې ملت پر ضد د قضاوت کولو له امله د خدای په وړاندې ودرېږئ چې هغه د ټول بشریت د یووالي استازیتوب کوي او له زړه نه ورسره مینه لري؟ لطفاً د کرکې د وایرس مخه ونیسي مخکې له دې چې هغه ستاسو له شونډو څخه راوځي. هغه له تاسو یا بل چا سره په دې موضوع کې مرسته نه کوي. خدای دې پر تاسو رحم وکړي.

ځواب ورکړئ

مرګ په جنایتکار ایران. ایران د افغانستان د غریبو خلکو ازلي دښمن دی. هغه خلک چې په ایران کې یې ژوند کړی دی دغه هېواد ډېر ښه پیژني چې هغوی له غریبو افغانانو سره څومره بد چلند کوي. افغانان باید نفاق پرېږدي، سره متحد شي، ټول یو بل ته لاسونه ورکړي او په دې هېواد کې د سولې لپاره کار وکړي چې مونږ هم یو امن هېواد ولرو او زمونږ خلک په سوله کې ژوند وکړي او مجبور نشي چې د ایران په څېر مردارو هېوادونو ته کډه شي.

ځواب ورکړئ

افغانان باید ایران ترک کړي او خپل هېواد ته راستانه شي. ایرانیان افغانانو ته د انسانانو په سترګه نه ګوري، او د حیواناتو په څېر چلند ورسره کوي، خو په ایران کې افغانانو د هغه هېواد په پرمختګ کې د پام وړ رول لوبولی دی. دغو افغانانو د ایران او ایرانیانو لپاره سخت کارونه وکړل. که په افغانستان کې سوله راشي، او افغانان خپل هېواد ته راستانه شي، د ایران اقتصاد به خراب شي ځکه چې افغانان د ایران کاري ځواک دی. افغانان د هغه هېواد په ټولو برخو، زراعت، مالدارۍ، فابریکو، سوداګرۍ کې په کار کولو بوخت دي. اوس چې د کورونا ناروغي ایران ته رسېدلې یا خپره شوې ده، دغه هېواد باید هلته مېشتو افغانانو ته هم تداوي برابره کړي، خو ایران دا کار نه کوي، له دې امله افغان حکومت باید ژر تر ژره له هغه هېواد څخه کډوال را انتقال کړي.

ځواب ورکړئ