روغتیا

د چین، روسیې او ایران له خوا د کوروناوایرس په هکله خپاره شوي دروغ څرګند شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

خلک د ۱۳۹۸ د کب په ۲۸مه د چین د مرکزي هوبي ولایت په وهان ښار کې په خپل قرنطین شوي تعمیر کې د خوګ غوښې ترلاسه کولو ته په کتار ولاړ دي. د چین له خوا د حقیقت پټولو له هڅو سره سره، د نه انکار وړ علمي او روایتي شواهد ثابتوي چې کووېډ-۱۹ کوروناوایرس اصلا په وهان کې پیدا شوی وو. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

خلک د ۱۳۹۸ د کب په ۲۸مه د چین د مرکزي هوبي ولایت په وهان ښار کې په خپل قرنطین شوي تعمیر کې د خوګ غوښې ترلاسه کولو ته په کتار ولاړ دي. د چین له خوا د حقیقت پټولو له هڅو سره سره، د نه انکار وړ علمي او روایتي شواهد ثابتوي چې کووېډ-۱۹ کوروناوایرس اصلا په وهان کې پیدا شوی وو. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په داسې حال کې چې د کوروناوایرس نړۍ نیوونکې ناروغي د نړۍ په لر او بر کې په شدت سره دوام مومي، ډېر نړۍ وال تمرکز د چین، روسیې او ایران د حکومتونو له خوا د غلطو معلوماتو په فعالو کمپاینونو باندې ده.

دغه درې واړه حکومتونه د کووېډ - ۱۹ د خپرېدا د منشأګانو په هکله تحریف شویو روایتونو ته تبلیغ کوي.

دا په اسنادو ثابته شوې او د چین د حکومت پخوانیو اعلامیو حمایه کړې چې نوی کورونا وایرس اصلا د چین په وهان ښار کې راپیدا شوی وو.

په وایرس د ککړتیاوو لومړنۍ پېښې په وهان کې رامنځته شوې، او مخکې له دې چې چینایي مقامات د وایرس خپراوی مهار کړي، دغه مرګونی وایرس ټولې نړۍ ته خپور شو، چې ورځنی ژوند یې وځنډاوه، او تر ننه پورې یې په لسګونو زره کسان ناروغ کړل او له ۱۰ زرو څخه ډېر کسان یې ووژل.

د منځنۍ اسیا د هېوادونو وګړي، چې د کوروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ له امله د الوتنو له دریدو څخه وروسته په مسکو کې بند پاتې دي، د ۱۳۹۹ د وري په ۵مه د مسکو په ونوکووو هوایي ډګر کې الوتنو ته په تمه دي چې خپلو کورونو ته ستانه شي. [الېګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

د منځنۍ اسیا د هېوادونو وګړي، چې د کوروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ له امله د الوتنو له دریدو څخه وروسته په مسکو کې بند پاتې دي، د ۱۳۹۹ د وري په ۵مه د مسکو په ونوکووو هوایي ډګر کې الوتنو ته په تمه دي چې خپلو کورونو ته ستانه شي. [الېګزاندر نیمینوف/ای اېف پي]

یو ایراني روغتیایي کارکوونکی د کب په نیمایي کې په تهران کې د معاینې په یوه مرکز کې د لارویانو تبه ګوري. [اېسنا]

یو ایراني روغتیایي کارکوونکی د کب په نیمایي کې په تهران کې د معاینې په یوه مرکز کې د لارویانو تبه ګوري. [اېسنا]

له پراخو علمي او حکایتي شواهدو سره سره، د چین، روسیې او ایران رژیمونه د کووېډ - ۱۹ د منشأ په هکله غلط معلومات خپروي او هر یو یې دا کار د شیطاني دلایلو په اساس کوي.‌

چین له ځان نه ملامتیا لیرې کوي

بیجینګ د توطیې تیوریو ته په ودې ورکولو سرهپه فعالانه توګه هڅه کوي چې د نړۍ نیوونکي کورونا وایرس په خپرېدا کې د خپل رول په هکله انتقادونه لرې کړي.

دغه د توطیې تیورۍ د چیني وګړو له خوا نه بلکې د چین د حکومت د جګپوړو چارواکو له خوا خپرېږي.

وروسته له هغه چې چارواکي پوه شول چې دغه وایرس چې له چین څخه یې منشأ اخیستې ده د نړۍ په بېلابېلو برخو کې ناویلې ویجاړتیا رامنځته کړه، د چین د غلطو معلوماتو د خپرېدا ماشین په کار پیل وکړ.‌

د کب په لومړیو کې، لومړی د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند لیجیان ژاو د شک د دانې کرل پيل کړل او ویې ویل، «که څه هم چې کووېډ - ۱۹ په لومړي ځل په چین کې کشف شو، لاکن د دې معنی دا نه ده چې منشأ یې له چین څخه ده.»

د کب په ۲۲مه، ژاو په یوه ټویټ کې ولیکل، «ښایي دغه نړۍ نیوونکې ناروغي وهان ته د متحده ایالاتو اردو راوړې وي. شفاف واوسئ! خپل ارقام څرګند کړئ! موږ په متحده ایالاتو باندې حق لرو چې موږ ته وضاحت راکړي.»

ژاو د وري په ۳مه بیا خپله خبره په بله واړوله او په ټوېټر باندې یې ولیکل چې دغه وایرس ښایي په تېر وږي میاشت کې په متحده ایالاتو کې جوړ شوی وي او ویې ویل چې امریکایي مقامات باید د «صفر ناروغ» په هکله نور معلومات ومومي.

د چیني چارواکو له خوا د وړاندې کېدونکیو معلوماتو د ریښتنولۍ په هکله نړۍ واله اندېښنه په ډېرېدلو ده. هغوی د کب په ۲۸مه اعلان وکړ چې په چین کې د ککړتیا نورې پېښې نشته. ډېر کتونکي شک لري چې په چین کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي د ساحې په پام کې نیولو سره نوي کسان په وایرس نه دي اخته شوي.‌

بیجنګ او ورسره مسکو د وري په ۴مه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له خوا د ناروغۍ د خپراوي په هکله د وړاندیز شوې پرېکړې مخه ډب کړه.

د وړاندیز مسوده، «په نړۍ کې د کووېډ - ۱۹ د خپرېدا د بې سابقې حد په هکله د زیاتېدونکې اندېښنې په رابطه چې ښایي نړۍ والې سولې او امنیت ته ګواښ جوړ کړي» رڼا اچوي.‌

دغه طرحه د ناروغۍ د خپراوي په هکله «د بشپړ شفافیت» غوښتنه کوي -- او دا داسې اصطلاحات دي چې د ځینو په نظر د چین د دولت په رازساتنه باندې انتقاد ته اشاره کوي.

روسیه د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي

په ورته وخت کې، کریملېن هڅه کوي چې د کووېډ - ۱۹ په هکله غلطو معلوماتو ته وده ورکړي او د روغتیایي پاملرنې په سیستمونو باندې د خلکو د باور په کمزوري کولو سره بحران له بد نه بدتر کړي.

د اروپایي اتحادیې سټراټکام ایسټ ځانګړي مؤظف ځواک چې د روسیې له خوا د رامنځته شویو غلطو معلوماتو پر ضد عمل کوي مخکې د کب په میاشت کې ویلي وو چې هغوی د سلواغې له ۲مې راهیسې د کوروناوایرس په هکله د غلطو معلوماتو نږدې ۸۰ پېښې په ګوته کړې وې.

د هغوی پلان دا دی چې په لسګونو بېلابېل، ځینې وختونه متناقض روایات خپاره کړي او اضطراب او وېره رامنځته کړي.

په دغو مثالونو کې دا نظر هم شامل دی چې کوروناوایرس یوه بیولوجیکي وسله ده چې چین، متحده ایالاتو یا برتانیا جوړه کړې او اصلا د چین پر ځای په متحده ایالاتو کې رامنځته شوی یا دا چې دغه وایرس یوه وسیله ده او د دې لپاره کارول کیږي چې مطلقه واکمني رامنځته کړي.

هغه محققین چې له ځانګړي توظیف شوي ځواک سره کار کوي، وایي چې، د کریملین پلوي سرچینې دغه تیوریانې پخپله نه جوړوي، بلکې پرځای یې هغه تیوریانې چې منشأ یې د چین او ایران په څېر نورو ځایونو کې وي راټولوي او قوت ورکوي.

داسې ګومانونه شته چې د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د کوروناوایرس له بحران او د هغه په چاپېر د غلطو معلوماتو له کمپاینونو څخه په اساسي قانون کې د تغیراتو راوستلو لپاره چې د هغه واکمني اوږده کړي، استفاده کوي.

د ایران په خلکو باندې ایډیالوژۍ ته ترجیح ورکول

تهران په خپله برخه کې، د توطیې تیورۍ خپروي او تر ډېره دا وایي چې متحده ایالاتو دغه وایرس پیدا کړی دی، او په دې توګه هڅه کوي چې د ایران رژیم څخه دا ملامتیا په بل لور کړي چې د ناروغۍ د خپراوي پر ضد یې څنګه چار چلند کړی دی.

د متحده ایالاتو حکومت د کب په ۱۰مه له وایرس ځپلي ایران سره د مرستې کولو وړاندیز وکړ.

خو د مرستې د منلو او د ایران خلکو سره د مرستې کولو پر ځای، د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وري په ۳مه دغه وړاندیز رد کړ، او یوه بله د توطیې تیوري یې خپره کړه چې د مرستې دغه وړاندیز د دې لپاره دی چې په ایران کې د وایرس د بحران د بدترولو هڅې پټې کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر پمپیو د وري په ۴مه وویل، «خامنه اي دا وړاندیز د دې لپاره رد کړ چې هغه په نه ستړي کېدونکي ډول هڅه کوي څو د توطیې تیورۍ جوړې کړي او په ایرانیانو باندې ایډیالوژۍ ته ترجیح ورکړي.»

هغه وویل، «دغه رژیم د پېښو او مړینو په هکله د ایران خلکو او نړۍ ته د دروغو ویلو ته دوام ورکوي چې له بده مرغه د هغه څه په نسبت چې رژیم پرې اعتراف کوي ډېرې زیاتې دي.»

په دې هکله په نړۍ واله سویه اندېښنه په ډېرېدلو ده چې د ایران رژیم د کووېډ - ۱۹ د ناروغانو او مړینو د شمېرو په هکله خلکو ته د صحیح معلوماتو په رسولو کې شفاف نه دی.

تهران د وري په ۵مه د نوي کوروناوایرس له امله د ۱۲۲ نویو مړینو خبر ورکړ، چې د مړینو رسمي شمېر یې ۱۹۳۴ او د ټولو ککړ شویو کسانو شمېر یې ۲۴۸۱۱ ته ورسېد.

د مسؤلیت اخیستلو او د مرستې د منلو پرځای، داسې ښکاري چې خامنه اي د خپل هېواد هیلې عقیدې پورې تړي.

هغه ایرانیانو ته مشوره ورکړه چې «هر څوک باید له نړۍ نیوونکې ناروغۍ سره د مجادلې په برخه کې د مقاماتو لارښوونې تعقیب کړي څو خدای پاک د ایرانیانو لپاره،‌ د ټولو مسلمانانو او د ټولو انسانانو لپاره دا فاجعه پای ته ورسوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

هغه یو په بشپړ ډول پلان شوی جنګ وو او د نړۍ وال جنګ له پیلولو څخه پرته د دې لپاره ترسره شو څو نړۍ وال صلاحیتونه له لوېدیځ څخه اسیا ته انتقال کړي.‌

ځواب ورکړئ

که څه هم چې په وړاندې شویوعکسونو کې ستونزې شته، خو زه غواړم ووایم چې ستاسو خبره غلطه ده. په هالیووډ‌ کې جوړ شوي ډېر فلمونه او انیمېشنونه (کارټونونه) دې ناروغۍ ته اشاره کوي چې دا بېرته د توطیې تیورۍ ته، چې ډېرو امریکایي وړاندویونکو چې د پيسو په مقابل کې کار کوي یا راځئ ووایو چې د پروګرام طراحانو یې وړاندوینه کړې ده، ورګرځي. عکسونه غلط دي.‌ د خلکوعکس د یوه قصاب د دوکان په نسبت ډېر د پارکېنګ ځای ته ورته دی. وګورئ، په لین کې یو دوکان هم شته. دې خواته، د لین په مخکې یو ماشین دی او د قصاب د دوکان پرځای تر ډېره د یوه ټکسي په څېر ښکاري. دویم عکس په هوایي ډګر کې د یوه مړي دی چې د غوړیو تشه کوتۍ ورسره ده. درېیم عکس هېڅ نه معلومیږي او داسې ښکاري لکه د یوه شخص سر. په هرحال، تاسو کولی شئ چې په ازادانه توګه نظر ورکړئ، هېڅ د ستونزې احساس مه کوئ. هر څوک د خپل نظرمسؤل دی.

ځواب ورکړئ

ډېره ښه ليکنه ده مننه

ځواب ورکړئ

چینايان ولی مردای غوښې خوري دی خو انسانان دی حيوانان خوندي دي دومره اهمق خلق دي چي هرمردارشي خوي

ځواب ورکړئ

دامریکی نه دی سمه سپینه دسولی کوتره راته جوړه کړی. څه چی چین روسیه اوایران کوی دا یوحقیقت دی اوتاسی باید ورسره مرسته وکړی

ځواب ورکړئ

چین په نړۍ کې د کرونا وایرس د خپراوی اصلي عامل دی. که تاسو یوټیوب ته لاړ شئ او د ووهان [ښار] ویډیوګانې وګورئ، تاسو به وګورئ چې په ووهان کې خلک ځي او د سپي،‌ پيشو، خره، مار، موږک او هر ډول حیواناتو چې په ځمکه کې ژوند کوي، غوښه اخلي. داسې ویل کیږي چې کرونا وایرس له هماغو خلکو څخه خپور شوی چې د چین په عین ښار ووهان کې غیرقانوني غوښې خوري. اوس ځینې راپورونه ښیي چې په چین کې یو نوی ډول وایرس هم راوتلی او دغه وایرس د موږک د غوښې له خوړلو څخه راپیدا کیږي.‌ د چین خلک هر مردار شی خوري. د نړۍ ټول هېوادونه باید د چین په حکومت باندې فشار واچوي چې د غیرقانوني غوښو خوړل ودروي،‌ د نړۍ هېوادونه باید په چین باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي. اوس باید د چین حکومت د افغانستان په شمول د نړۍ له غریبو هېوادونو سره د کرونا وایرس په کنټرولولو کې مرسته وکړي.‌

ځواب ورکړئ

که دا وایرسونه د ښاپېرک، خوګ او داسې نورو د غوښې په خوړلو سره انتقالېدلی، لومړی، ولې دا وایرس د تېرو سلګونو کالو په ترڅ کې نه انتقالېده؟ دویم، د دغو غوښو خوړل یوازې په چین کې عام نه دي، بلکې د اسلامي هېوادونو په استثنا د نړۍ په ډېرو هېوادونو کې عام دي، حتی چې په متحده ایالاتو کې خلک د پیشو او داسې نورو غوښې خوري.‌ ولې په تېرو پېړیو کې له هغو هېوادونو څخه دغه وایرس نه انتقالېده؟ که دا وایرس انسان نه وای جوړ کړی یا بهتره ده ووایو چې که امریکا نه وای جوړ کړی، بیا نو دا وایرس په تېرو کالو کې چېرې وو چې اوس کشف شوی دی؟ ولې د اکثرو وایرسونو منشأ چین دی؟‌ آیا د غوښې له امله دی که له متحده ایالاتو سره د اقتصادي او سیاسي سیالۍ له امله؟

ځواب ورکړئ