روغتیا

د وهان د کروناوایرس په لابراتوار کې غیرمحفوظو تجربو د ناروغۍ د خپراوي منشأ تر پوښتنې لاندې راوستې ده

سلام ټایمز

یوه نرسه د سلواغې په میاشت کې د چین په وهان ښار کې د یوه روغتون په عاجله څانګه (آی سي یو) کې وسایل چمتو کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یوه نرسه د سلواغې په میاشت کې د چین په وهان ښار کې د یوه روغتون په عاجله څانګه (آی سي یو) کې وسایل چمتو کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

واشنګټن پوست د سې شنبې په ورځ /د وري ۲۶مه/ راپور ورکړ چې، امریکایي چارواکو په ۱۳۹۷ کې د چین په وهان ښار کې د یوه تحقیقاتي لابراتوار په هکله ګڼ شمېر خبرداري صادر کړل او ویې ویل چې هغوی د ښاپېرک په کروناوایرس، عین هغه وایرس چې په ۱۳۹۹ کې یې نړۍ په بله واړوله، د خطرناکو څېړنو د ترسره کولو پر وخت غیر کافي حفاظتي ګامونه اخیستي دي.

دغه معلومات دا ګومان غښتلی کوي چې نوی کرونا وایرس کووېډ - ۱۹ هغسې چې چینایي مقامات یې وایي د تازه غوښې له مارکېټ څخه نه، بلکې د حکومت له خوا تمویلېدونکي یوه لابراتوار څخه راوتلی دی.

په راپور کې راغلي چې، په بیجینګ کې د متحده ایالاتو سفارت په ۱۳۹۷ کې د غیرعادي ګامونو په لړ کې په مکرر ډول د ساینس جګپوړي دپلوماتان د وهان د وایرس پوهنې انستیتیوت (ډبلیو آی وي) ته ولېږل. د وهان د وایرس پوهنې انستیتیوت هغه وخت د دغو کتنو په هکله په انګلیسي ژبه خبرونه خپاره کړل خو تېره اونۍ یې له خپل وېب سایټ څخه لیرې کړل.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د چارواکو پیغامونو د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ په لابراتوار کې د خوندیتابه او د مدیریت د کمزورتیا په هکله خبرداري ورکړل، او په ځانګړې توګه «د ښاپېرک د کروناوایرسونو او انسان ته یې د احتمالي انتقال په هکله د لابراتوار د کار» او دا چې څنګه هغه «د یوه نوي سارس ډوله نړۍ نیوونکي په څېر خطر» رامنځته کوي، ځانګړې اندېښنه څرګنده کړه.‌

امنیتي کسان چې ماسکونه یې لګولي دي د ۱۳۹۹ د وري په ۲۳مه په وهان کې د وهان لیشینشن روغتون مخې ته ولاړ دي. [نویېل سیلیس/ای اېف پي]

امنیتي کسان چې ماسکونه یې لګولي دي د ۱۳۹۹ د وري په ۲۳مه په وهان کې د وهان لیشینشن روغتون مخې ته ولاړ دي. [نویېل سیلیس/ای اېف پي]

د سخت او حاد تنفسي ناسور (سارس) نړۍ نیوونکې ناروغي په ۱۳۸۱ کې اصلا په چین کې پیدا شوه او په ۱۳۸۲ کې یې په ګرده نړۍ کې له ۸۰۰۰ څخه ډېرې پېښې رامنځته کړې.‌

د ۱۳۹۷ د پیغامونو له جملې څخه یو داسې خبرداری ورکړای شوی چې، «د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ کې د تعاملاتو په ترڅ کې هغوی ولیدل چې نوی لابراتوار په مناسبه توګه د روزل شویو تکنیشنانو له سخت کمي سره مخامخ دی، او څېړونکي اړ دي چې دغه په لوړه سویه د نفوذ د تحدید لابراتوار په خوندي توګه وچلوي.»

داسې قوي شواهد نشته چې وښیي چې دغه وایرس لکه څنګه چې ځینې د توطیې تیوریسنان تور لګوي مهندسي شوی دی، او ساینس پوهان په پراخه کچه مني چې هغه له حیواناتو څخه رامنځته شوی دی.

په بیرکلي کې د کلیفورنیا پوهنتون د معلوماتو د ښوونځي یوه محقق ژیاو قیانګ وویل، یواځې دا چې وویل شي چې هغه له حیواناتو څخه رامنځته شوی دی دا باور له منځه نه وړي چې کیدای شي دا وایرس د وهان د وایرس پوهنې انسټیټیوټ څخه، چې کالونه یې په حیواناتو کې د ښاپېرک د کروناوایرسونو په ازموینو لګولي دي، راغلی دی.

هغه واشنګټن پوست ته وویل، دا لا معلومه نه ده چې آیا د نوي کروناوایرس منشأ وهان لابراتوار دی، خو د دغه لابراتوار په هکله اندېښنې بالکل په حقیقت ولاړې دي.‌

هغه وویل، زه فکر نه کوم چې دا دې د توطیې تیوري وي.‌ زه فکر کوم چې دا یوه منطقي پوښتنه ده چې باید وڅېړل شي او ځواب کړای شي. په دې پوهېدل چې دا وایرس څنګه رامنځته شو په راتلونکي کې د پېښېدلو د مخنیوي لپاره مهم دي.»

د تاریخ تکرار

بیجینګ څو میاشتې هڅې کولې چې د توطیې د تیوریو په خپرولو سره د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ مسؤلیت‌ له خپلو اوږو څخه لیرې کړي.

وروسته له هغه چې چارواکي پوه شول چې هغه وایرس چې اصلا په چین کې رامنځته شوی دی په نړۍ کې بې سارې ویجاړتیا رامنځته کوي، د چین د غلطو معلوماتو د خپرولو ماشین کار پيل کړ.

اروپایي اتحادیه، ناټو، او جي ۷ ټول د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله د ویجاړوونکیو غلطو معلوماتو د خپرولو، د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د خلکو د ژوند د په خطر کې اچولو او د دیموکراتیکو ټولنو د کمزوري کولو له امله د چین د رژیم پر ضد راوتلي دي.

د چین د چارواکو له خوا د راروانو معلوماتو د صحت په هکله هم نړۍ واله اندېښنه په ډېرېدلو ده. اوس هغوی ادعا کوي چې نور په ووهان کې چې وایرس په کې په لومړي ځل سر راپورته کړی وو د وایرس نوې پېښې نشته.‌

د نړۍ نیوونکې ناروغۍ د ماتولو لپاره د نړۍ والو هڅې مخکښ شخص ډاکتر انتوني فاوچي وویل، که په پیل کې چینایي چارواکو د نوي کروناوایرس په هکله شفاف معلومات ورکړي وای، اوس به نړۍ د کووېډ - ۱۹ پر ضد مبارزه کې په یوه بهتر وضعیت کې وای.

اوس چین هڅه کوي چې ځان د بحران په ترڅ کې د یوه سخي ځواک په توګه وښیي، او د افغانستان، پاکستان، منځنۍ اسیا، منځني ختیځ او اروپا په ګډون د نړۍ بېلابېلو برخو ته خوندي کوونکي وسایل صادروي.‌

په داسې حال کې چې بیجینګ د خپلو وسایلو د پلورلو له لارې په میلیونونو ګټه کوي، ډېر شمېر هېوادونه شکایت کوي چې طبي وسایل یې له معیار څخه ټیټ یا ناقص دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

وایرس که د حیوان له غوښې څخه خپور شوی او که له ساینسي لابراتواري کارونو څخه خپور شوی، پېښه په چین کې شوې ده او مسؤلیت یې د چین پر غاړه دی. چین باید وضاحت ورکړي او د کرونا وایرس د خپراوي په هکله نړۍ ته ځواب ووایي.

ځواب ورکړئ

په نړۍ کې د ټولو بدمرغیو مسؤل د چین، متحده ایالاتو، روسیې، برتانیا، او فرانسې په شمول د نړۍ ټول ځواکمن هېوادونه دي. هغوی د افغانستان په شمول د ټولو هغو کورنیو جنګونو چې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې روان دي، مسؤل دي. هغوی د اقلیم د تودېدلو مسؤل دي. هغه ساینسپوهان، چې دغو هېوادونو استخدام کړي چې طبعیت ویجاړ کړي او غیرقانوني کیندنې وکړي،‌ ځنګلونو ته ځي او په حیواناتو باندې څېړنې کوي.‌ هغوی څه غواړي چې په هغو حیواناتو باندې چې خدای پاک پیدا کړي دي وکړي؟ ولې یې نه پریږدي چې په خپله لاره لاړ شي؟ ولې دغه هېوادونه اتومي یا هستوي وسلې جوړوي؟‌ ولې دغو هېوادونو داسې لابراتوارونه جوړ کړي چې په خطرناکو شیانو باندې څېړنې کوي؟ د کرونا وایرس د خپراوي مسؤل یوازې چین نه دی، متحده ایالات او درې نور هېوادونه چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا دایمي غړي دي هم مسؤل دي.‌ کله چې چین په خپلو لابراتوارونو کې غیرخوندي تجربې کولې، ولې متحده ایالاتو او نورو هېوادونو له چین څخه ونه غوښتل چې دا کار ودروي، په داسې حال کې چې متحده ایالات او نور هېوادونه پرې خبر ول؟ د دغو هېوادونو لپاره، نه د هغو د خپلو خلکو روغتیا او نه هم د نورو هېوادونو د خلکو روغتیا اهمیت لري.‌ په متحده ایالاتو، ایټالیا، فرانسه او نورو هېوادونو کې هره ورځ په زرونو خلک د کرونا ناروغۍ له امله خپل ژوند له لاسه ورکوي. دا روښانه ده چې نه د ټرمپ بچیان او نه هم د کوم بل هېواد د مشر بچیان په کې مړه کیږي. ټول د نړۍ غریب خلک دي چې مړه کیږي.‌

ځواب ورکړئ