روغتیا

د نړۍ مشرانو له چین څخه د کروناوایرس د خپراوي په هکله د شفافیت غوښتنه وکړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

امنیتي منسوبین چې خوندي کوونکي لباسونه یې اغوستي د وري په ۲۳مه د چین په وهان ښار کې د وهان لیشینشان روغتون مخې ته ولاړ دي. [نویېل سیلیس/ای اېف پي]

امنیتي منسوبین چې خوندي کوونکي لباسونه یې اغوستي د وري په ۲۳مه د چین په وهان ښار کې د وهان لیشینشان روغتون مخې ته ولاړ دي. [نویېل سیلیس/ای اېف پي]

برلین -- په داسې حال کې چې بیجینګ د بحران د مدیریت په هکله له زیاتېدونکی فشار سره مخامخ دی، د جرمني لومړۍ وزیرې انګیلا میرکل د دوشنبې په ورځ /د غوايی ۱/ له چینی رژیم څخه وغوښتل چې د کروناوایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله تر ممکن حده پورې شفاف واوسي.

منتقدینو په چین باندې تور لګولی چې د ناروغۍ د خپراوي اندازې او ساحې ته یې تېر کال هغه وخت چې په لومړي ځل راڅرګند شو، په کمه سترګه کتلي، په داسې حال کې تیوریانې ښیي چې کیدی شي وایرس له یوه لابراتوار څخه خپور شوی وي.

میرکل د ناروغۍ د خپراوي د لومړیو ورځو په هکله چې اصلا د چین په وهان ښار کې رامنځته شو، د نورو معلوماتو غوښتنه وکړه.

میرکل د دوشنبې په ورځ په برلین کې خبریالانو ته وویل، «زه باور لرم چې څومره چې چین د وایرس د اصلي کیسې په هکله شفافیت وښیي، هومره په بهتر ډول به په نړۍ کې هر څوک پرې پوه شي.»

چینایي ساینسپوهان وایي،‌ ښایي چې وایرس په لومړي ځل د خامې غوښې په بازار کې چې پلورونکي د وحشي حیواناتو غوښې په کې پلوري انسانانو ته ورانتقال شوی وي.

دا تیوري ګانې چې وایرس په وهان کې د وایرس پوهنې له یوه ډېر خوندي لابراتوار څخه راوتلی دی د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مایک پمپیو په ګډون د امریکایي چارواکو له خوا راپورته شوي دي. نوموړي ویلي په دې هکله یوه څېړنه روانه ده چې وایرس څنګه «بهر نړۍ ته راووت».

د فرانسې ولسمشر ایمانویل مکرون تېره اونۍ فینانشیل ټایمز ته وویل چې دا به «ساده» وي چې فکر وشي چې چین له دغې ناروغۍ سره په صحیح توګه چلند کړی دی، او زیاته یې کړه چې، «ښکاره خبره ده چې داسې څه شته چې پېښ شوي مګرم موږ یې په هکله خبر نه یو.»

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب وویل، چین به د کروناوایرس د خپراوي په هکله له «سختو پوښتنو» سره مخامخ شي، په ځانګړې توګه دا چې، «هغه څنګه رامنځته شو او څنګه یې په اوایلو کې مخه ونه نیول شوه».‌

په ورته وخت کې، استرالیا د دغې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په وړاندې د نړۍ وال غبرګون په هکله د یوې خپلواکې څېړنې غوښتنه وکړه.‌

د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر ویلي چې هغه به په داسې یوه بیاکتنه باندې «تاکید» وکړي چې هغه به په قسمی توګه د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله د چینایانو غبرګون وارزوي.

لټي

په چینایي مقاماتو باندې تور لګېدلی چې په پیل کې د ناروغۍ خپراوي ته په کمه سترګه کتلي، او تېره اونۍ په وهان کې مقاماتو د مړو په شمېرلو کې په خپلو غلطیو اعتراف وکړ او ارقام یې ۵۰٪ زیات وښودل.‌

اسوسیټډ پرېس روانه اونۍ راپور ورکړ چې، د چین د مقاماتو له خوا د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس په هکله د نږدې یوې اونۍ اوږدې چوپتیا د نړۍ لپاره د دې فرصت د له لاسه ورکولو په قېمت تمامه شوه چې دغه نړۍ نیوونکې ناروغي په پیل کې له منځه ویسي.

چینایي چارواکي په پټه په دې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي پېښه شوې، خو د ناروغۍ د خپراوي مرکز ښار، وهان، ته یې اجازه ورکړه چې د یوې غټې مېلې کوربه توب وکړي چې په لسګونو زره کسانو په کې برخه واخیستله او وایرس یې ټولو خواوو ته خپور کړ.

د اسوسیټیډ پرېس له خوا د ترلاسه شویو داخلي اسنادو او د کارپوهانو د اټکلونو په اساس، دغه ځنډ د مرغومي له ۲۴مې څخه تر ۲۹مې پورې شپږ ورځې دوام وکړ. بالاخره، ولسمشر شي جین پینګ د مرغومي په ۳۰مه خلکو ته خبرداری ورکړ، خو د چوپتیا په مرحله کې تر دغه وخته پورې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان په وایرس ککړ شوي ول.

له چین څخه، وایرس ټولې ځمکې ته خپور شو، چې ژوند یې په بل مخ واړاوه، او غټ انساني او اقتصادي زیانونه یې ورسول.

تر سې شنبې /د غوایي ۲مې/ پورې، له ۲.۴ میلیونو څخه ډېرې د کروناوایرس پېښې تایید شوي او له ۱۷۰۰۰۰ څخه ډېر کسان مړه شوي دي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نړۍ ټول هېوادونه باید سره یو لاس شي او له دغه هېواد څخه د کرونا ناروغۍ د خپراوي په هکله یو روښانه ځواب وغواړي. کله چې کرونا وایرس په چین کې راپیدا شو، ولې د چین حکومت نړۍ د دغه وایرس د خطر په هکله خبره نه کړه؟ او اوس څنګه دا هېواد دغه وایرس مهاروي، په داسې حال کې چې په نړۍ کې نور ځواکمن هېوادونه لکه متحده ایالات، فرانسه، جرمني او داسې نور نشي کولی چې مهار یې کړي؟ چین باید په دې برخه کې یو روښانه ځواب وړاندې کړي. که چین د کرونا وایرس د خپراوي په هکله یو روښانه ځواب ورنه کړي، د نړۍ ټول هېوادونه باید له چین سره خپلې دپلوماتیکې اړیکې پرې کړي او اقتصادي بندیزونه پرې ولګوي.

ځواب ورکړئ