روغتیا

د مرغومي په میاشت کې د بیجینګ له خوا د کووېډ - ۱۹ پټولو ویجاړونکي خپراوي ته لاره هواره کړه

سلام ټایمز

د ۱۳۸۸ کال دا عکس په زرګونو هغه مسافر ښیي چې په وهان کې د اورګاډي سټېشن ته ننوځي څو د نوي کال له لمانځنو څخه وروسته بېرته کورونو ته د تګ لپاره ځانونه اورګاډو ته ورسوي. د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې، چینایي مقاماتو سره له دې چې پوهېدل چې مرګونی کووېډ -۱۹ په ښار کې په خپرېدلو دی، اجازه ورکړه چې عین فسټیوال ترسره شي.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ۱۳۸۸ کال دا عکس په زرګونو هغه مسافر ښیي چې په وهان کې د اورګاډي سټېشن ته ننوځي څو د نوي کال له لمانځنو څخه وروسته بېرته کورونو ته د تګ لپاره ځانونه اورګاډو ته ورسوي. د ۱۳۹۸ د مرغومي په میاشت کې، چینایي مقاماتو سره له دې چې پوهېدل چې مرګونی کووېډ -۱۹ په ښار کې په خپرېدلو دی، اجازه ورکړه چې عین فسټیوال ترسره شي.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

بیجینګ -- اسوسیټډ پرېس روانه اونۍ راپور ورکړ چې، د چین د مقاماتو له خوا د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس په هکله د نږدې یوې اونۍ اوږده چوپتیا د نړۍ لپاره د دې فرصت د له لاسه ورکولو په قېمت تمامه شوه چې دغه نړۍ نیوونکې ناروغي په پیل کې له منځه ویسي.

چینایي چارواکي په پټه په دې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي پېښه شوې، خو د ناروغۍ د خپراوي مرکز ښار، وهان، ته یې اجازه ورکړه چې د یوې غټې مېلې کوربه توب وکړي چې په لسګونو زره کسانو په کې برخه واخیستله او وایرس یې ټولو خواوو ته خپور کړ.

د اسوسیټیډ پرېس له خوا د ترلاسه شویو داخلي اسنادو او د کارپوهانو د اټکلونو په اساس، دغه ځنډ د مرغومي له ۲۴مې څخه تر ۲۹مې پورې شپږ ورځې دوام وکړ. بالاخره، ولسمشر شي جین پینګ د مرغومي په ۳۰مه خلکو ته خبرداری ورکړ، خو د چوپتیا په مرحله کې تر دغه وخته پورې لږ تر لږه ۳۰۰۰ کسان په وایرس ککړ شوي ول.

په لاس انجلېس کې د کلیفورنیا پوهنتون د ساري ناروغیو یوه متخصص زو فینګ ژانګ وویل، «که هغوی شپږ ورځې مخکې لاس په کار شوي وای، ډېر کم خلک به ناروغ شوي وای او طبي مرکزونو به کفایت کړی وای.»

یو سړی د ۱۳۹۹ د وري په ۲۳مه د چین په وهان ښار کې په هغه روغتون کې چې د کروناوایرس د ناروغانو لپاره یې چپرکټونه برابر کړي وو په یوه دېوال باندې د چین د ولسمشر شي جین پینګ د یوه جوړ شوي انځور مخې ته روان دی. [نویېل سیلس/ای اېف پي]

یو سړی د ۱۳۹۹ د وري په ۲۳مه د چین په وهان ښار کې په هغه روغتون کې چې د کروناوایرس د ناروغانو لپاره یې چپرکټونه برابر کړي وو په یوه دېوال باندې د چین د ولسمشر شي جین پینګ د یوه جوړ شوي انځور مخې ته روان دی. [نویېل سیلس/ای اېف پي]

د معلوماتو دغه رابرسېره کېدنې د داسې ډېرېدونکو شواهدو په ترڅ کې مخې ته راځي چې ښیي چې وایرس په وهان کې له یوه لابراتوار څخه چې په غیرمحفوظو شرایطو کې یې د ښاپېرک په کروناوایرسونو باندې خطرناکې څېړنې ترسره کولې په تصادفي توګه راوتلی دی، نه د خامې غوښې له مارکېټ څخه لکه بیجینګ یې چې ادعا کوي.

د شفافیت نشتوالی

شپږ ورځنی ځنډ د نږدې دوه اونیو په منځ کې پیل شو چې په ترڅ کې یې د چین د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) له محلي چارواکو څخه هېڅ پېښې ثبت نه کړې، په داسې حال کې چې د مرغومي له ۱۵مې څخه تر ۲۷مې پورې د هېواد په بېلابېلو برخو کې د کووېډ - ۱۹ په سلګونو ناروغان په روغتونونو کې بستر شوي ول.

کتونکي وایي، د بیجینګ له خوا په معلوماتو باندې کلک کنټرول، بیروکراسي او مشرانو ته د بدو خبرونو ورکولو ته د چمتووالي نه شتون مخکې ورکول شوي خبرداري بې اثره کړل.

د ییل پوهنتون د سیاسي علومو پوه ډانیل مټینګلي دې ټکي ته په اشارې چې د ولسمشر شي مطلقه واکمنۍ څنګه د چارواکو مخه ونیوله، وویل، «دغه کار د چارواکو لپاره شرایط سخت کړل او له هغوی څخه یې دا زړورتیا سلب کړه چې له کرښې څخه پښه واړوي.»

چینایي چارواکو یواځې وروسته له هغه حرکت پیل کړ چې د مرغومي په ۲۳مه له چین څخه بهر په تایلنډ کې لومړنۍ پېښه تشخیص شوه.

چینایي چارواکي چې د عوامو پر وړاندې یې خولې تړلې ساتلې وې، په پټه په دې لاره کې ګامونه اخیستل چې څنګه د ناروغۍ د خپراوي مخه ونیسي، خو په دې برخه کې د هغوی ناکامۍ چې د چین خلکو او نورو هېوادونو ته خبر ورکړي د هغوی د ګامونو م‍‍ؤثریت محدود کړی وو.‌

د دغه هېواد د روغتیا د ملي کمېسیون مسؤل وزیر ما ژیااووي د مرغومي په ۲۴مه د روغتیا ولایتي چارواکو سره یو محرم ټیلی کانفرانس ترسره کړ.

د ټیلی کانفرانس پر وړاندې غبرګون کې، د چین د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) د مرغومي په ۲۵مه یو د لوړې سطحې چټک غبرګون رامنځته کړ. یاد مرکز د روغتیا ولایتي چارواکو ته په ۶۳ پاڼو کې محرم هدایات، چې اسوسیټډ پرېس ترلاسه کړي دي، خپاره کړل.‌

خو په عام محضر کې، چارواکو دغه ګواښ ته په کمه سترګه وکتل.

د چین د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي مرکز (سي ډي سي) رییس لي قون د مرغومي په ۲۵مه د چین دولتي تلوېزیون ته وویل،‌ «زموږ وروستي معلومات ښیي چې له انسان څخه انسان ته د انتقالېدونکي دغې ناروغۍ خطر کم دی.»

بالاخره د مرغومي په ۳۰مه،‌ ولسمشر شي خلکو ته وویل چې د ناروغۍ دغه خپراوی «باید جدي ونیول شي».‌

وروسته یوې څېړنې وموندله چې، که حکومت یوه اونۍ مخکې په خلکو باندې فشار اچولی وای چې په خپلو کې یو له بل نه فاصله ونیسي، ماسکونه وکاروي او سفري محدودیتونه مراعت کړي، کېدای شوای چې د پېښو شمېر دوه پر درې راټیټ شوی وای.

ویجاړوونکی ځنډ

د بیجینګ له خوا ویجاړونکې چوپتیا په پېښو کې د یوې چاودنې د رامنځته کېدلو ځړی وکاره.

په وهان کې د ناروغۍ د پېښو شمېر په چټکۍ سره د مرغومي په ۲۷مه څلور، د مرغومي په ۲۸مه ۱۷ او د مرغومي په ۲۹مه ۱۳۶ ته زیات شول.

له چین څخه دغه وایرس ټولې ځمکې ته خپور شو چې ژوند یې په بل مخ واړاوه او د نه ویلو وړ انساني او اقتصادي زیانونه یې رامنځته کړل. تر جمعې /د وري ۲۹مې/ پورې، طبي کارکوونکیو په ګرده نړۍ کې ۲۱۶۵۵۰۰ پېښې ثبت کړي چې له دې جملې څخه ۱۴۵۷۰۵ کسان مړه شوي دي.

په چین کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي له محدودولو څخه وروسته، بیجینګ د ناقصو طبي تجهیزاتو خرڅلاو او د دغې نړۍ نیوونکې ناروغۍد منشأ په هکله په ټولنیزو رسنیو د غلطو معلوماتو خپرولو ته مخه کړه.

بیجینګ ان درې میاشتې وروسته، اوس هم د کووېډ - ۱۹ په هکله د شفافیت مخه نیسي. د ای اېف پي د راپور په اساس، د وري په ۲۹مه،‌ وهان په ناڅاپي توګه خپل د ښار په سطحه د مړینو شمېر ۱۲۹۰ زیات کړ. دا تعدیل په دغه ښار کې د مړو ټول شمېر ۳۸۶۹ ته رسوي.‌

خو دغه کار داسې پوښتنې راولاړوي چې په چین کې به د کووېډ - ۱۹ له امله څومره نورې مړینې له راپور ورکولو څخه پاتې وي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په نړۍ کې د کرونا د خپرولو اصلي عامل چین دی. په داسې حال کې چې کرونا وایرس په چین کې راپیدا شوی دی،‌ په هغه هېواد کې ټول ۴۵۰۰ کسان له دې ناروغۍ څخه مړه شوي دي، خو، یوازې په متحده ایالاتو کې په ورځ‌ کې ۴۵۰۰ کسان مړه کیږي. داسې ښکاري چې د کرونا ناروغۍ د خپراوي تر شا د چین لاس دی.‌ ستاسو راپور کاملاً صحیح دی. چین پوهېده چې یوه مرګونې ناروغي په لاره ده، خو دغه هېواد نه د وایرس د مهارولو لپاره کوم عملي ګامونه واخیستل نه یې خلکو ته په وخت وویل چې هغه یو نړۍ نیوونکی وایرس دی او له انسان څخه بل انسان ته انتقالیږي. که چین د کرونا وایرس پر ضد جدي کار کړی وای، کولی یې شوای چې د نن ورځې د مصیبت مخه ونیسي.

ځواب ورکړئ

مرګ په چټلو چینایانو. د دغو بودایانو له لاسه، د نړۍ خلک په داسې یوه ستونزمن حالت کې دي چې پخوا یې هېڅکله نه وو لیدلی. ټول هېوادونه باید له چین سره اړیکې پرې کړي، او پر بل هر هېواد، چې غواړي د خلکو ژوند بدمرغه کړي، باید بندیزونه ولګول شي.

ځواب ورکړئ

چین واقعاً د کرونا وایرس د خپراوي په مهارولو کې غفلت کړی دی. دغه هېواد د هغو زرګونو کسانو مسؤل دی چې په ګرده نړۍ کې د یاد وایرس له امله مړه شوي دي.‌ په چین باندې باید بندیزونه ولګول شي، او هغه باید غریبو هېوادونو ته جبران یا خساره ورکړي او له هغوی سره د کرونا ناروغۍ پر ضد مبارزه کې مرسته وکړي، او ټولې وسیلې او سهولتونه ورته برابر کړي.

ځواب ورکړئ