رسنۍ

د جي ۷ غړو هېوادونو د کوروناوایرس په تړاو د غلطو معلوماتو د کمپاین له امله په چین سخت انتقاد وکړ

سلام ټایمز او ای اېف پی

په شانګهای کې د هوایي ډګر د امنیتي ځواک یوه غړي د وري به ۷مه خوندي کوونکی لباس اغوستی دی. [هکتور ریتامل/ای اېف پي]

په شانګهای کې د هوایي ډګر د امنیتي ځواک یوه غړي د وري به ۷مه خوندي کوونکی لباس اغوستی دی. [هکتور ریتامل/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چارشنبې په ورخ /د وري ۶مه/ وویل چې د جي ۷ ځواکونو ډله د چین د رژیم له خوا د کوروناوایرس په هکله د غلطو معلوماتو د خپرولو په مخالفت کې متحد ولاړ دي.

د سترو صنعتي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د ویډیوکانفرانس له لارې د بحران په هکله خبرې اترې وکړې، او یو مجلس یې چې په پام کې وه په متحده ایالاتو کې ترسره شي په دې ډول خلاصه کړ.‌

پمپیو وویل چې په دې هکله د هغه او د نورو جي ۷ هېوادونو -- برتانیا، کاناډا، فرانسې، جرمني، ایټالیا او جاپان د جګپوړو دپلوماتانو نظر سره یو دی.

پمپیو خبریالانو ته وویل، «له دغو هېوادونو څخه هر یو چې نن سهار په یاد مجلس کې موجود وو د غلطو معلوماتو د هغه کمپاین په هکله پوره خبر وو چې د چین کمونست ګوند په کې لاس لري او هڅه کوي چې له حقیقت څخه لاره بدله کړي.‌»

پمپیو وویل، بیجنګ په ټولنیزو رسنیو باندې په داسې یوه کمپای کې برخه لرله او اوس یې هم لري چې د توطیې داسې تیوري ګانې په کې شاملې دي چې د متحده ایالاتو ښکېلتیا په ګوته کوي.‌

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند د کب په نیمایي کې په ټوېټر ولیکل چې، دغه وایرس امریکایي عسکرو وهان ته راوړ. دا هغه ښار دی چې وایرس په کې د تېر کال د وروستۍ ربعې په پیل کې کشف شو.‌

پمپیو د چین پروپاګند ته په اشارې وویل، «دا خبرې د لېونیانو دي.»

دغه وایرس د نړۍ په بېلابېلو برخو کې له ۲۱۰۰۰ څخه ډېر کسان وژلي، خو بیجینګ د عامه اړیکو داسې کمپاین روان کړی چې ښیي چې دغه هېواد وایرس تر کنټرول لاندې راوستی دی.‌

د چین رژیم همدارنګه بهرنیو هېوادونو ته مرستې لېږي او هڅه کوي چې ځان د یوه خیرغوښتونکي ځواک په توګه وښیي.‌

د بیجینګ له خوا د پتې هڅه

پمپیو په بیجینګ باندې تور ولګاوه چې په پيل کې یې د وایرس په هکله خبرونه پټ ساتلي وو او په دې توګه یې نړۍ له خطر سره مخامخ کړه.‌

د چیني چارواکو له خوا د ترلاسه شویو معلوماتو د صحت په هکله په نړۍ واله کچه اندېښنه په ډېرېدلو ده. هغوی د کب په ۲۸مه اعلان وکړ چې په چین کې په محلي کچه په وایرس د ککړتیا نوې پېښې نشته. په دغه هېواد کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي د ساحې په پام کې نیولو سره، ډېر کتونکي شک لري چې چین دې په وایرس باندې نوې ککړتیاې ونه لري.

پمپیو وویل، د بیجینګ له تورونو سره سره هم متحده ایالات د چین په ګډون له ټولو هېوادونو سره همکاري غواړي.‌

پمپیو وویل، د متحده ایالاتو حکومت او د متحده ایالاتو خصوصي خیریه ټولنې په ورته ډول کار کوي څو په نړۍ کې د کووېډ - ۱۹ پر ضد مجادله کې مرسته وکړي، او په دې برخه کې یې د وري په ۱ د متحده ایالاتو د هوایي ځواک له خوا ایټالیا ته مهمو روغتیایي تأمیناتو رسول یاد کړل.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

کرونا وایروس چه په نړۍ کي هر هیواد کوشش کوي چه ددغي وایروس مخه ونیسۍ. ممکن چه دغه وایروس هغه خلکو ښکار کیږي چه د ویني تویونــــے په برخه کي ډیر رول لري!

ځواب ورکړئ

دا چی دا تباه کوونکي وايروسي ناروغي دومره په چټکۍ سره ټولی نړۍ ته خپره شوه د نړۍ ټولو انسانانو ته يې حيرانوونکې سوالونه پيدا کوي زه فکر نکوم د طبابت د قانون له هندارې چی يوه ناوغي دی په دومره چټکۍ سره ټولی نړۍ ته خپره شي او يو ستر بشري ناورين دی را مينځ ته کي دا به د وخت په تيريدو جوته شي ددی تر شا ډيری خبری دی اوس دی د نړۍ ستر زبر ځواک او پرمختللې او شتمن هيوادونه چی ددی ناورين مسوليت يې په غاړه دی بايد جدي اقدامات تر لاسه کي فقير او جنګ ځپلو هيوادونو ته دی مرستی واستوي لکه افغانستان او داسی نور هيوادونه او د‌ بشر د لا تلفاتو مخه دی ونيسي کنه نو دا ناروغي به کلونه کلونه پدی هيوادونو کی د يوی منبع په صفت پاتی وي هم خلک وژني او هم به بيرته نورو هيوادونو ته سرايت کوي چين ، امريکا او نور پرمختللي هېوادونه بايد ژرترژره لاس په کار شي واکسين او يا يې درمل پيدا کي او فقيرو ، ضعيفو او جنګ هيوادونو ته يې هم واستوي ځکه مسووليت يي د همدوی په غاره دی او دا ناروغي د همدوی تولید دی

ځواب ورکړئ

واقغاً چه نړۍ دغه وایروس ریښتیا
د یو ستر ناورین سره مخ کـــړه خـــــــــو
افغانستان کـــي به انشاءالله دومره جیدي نه وی ۴۰ کاله جنګ په افغانستان کی تیر شو ډیر مرګونه مو ولیدل الله تغالی به اوس
په یو څو میاشتو کی ددوی نه دی افغان وینی تویونی غچ وخلی انشاءالله

ځواب ورکړئ

فکر کوم چی هر زبر زواک هیواد کوشش کوی چی خپل هیواد ددی ویروس په مقابل کی کمزوری ونه شیی او غواری دخپلو تلفاتو شمیره درسته ونه شیی امریکا هم داسی یو هیواد نه ده چی د غریبو هیوادونو لپاره دی لازم اقدامات وکری موژ باید هغه سه چی معلوم دی چی دکرونا په وراندی مبارزه وکروو او له خپلو سنتی تگلارو سره عمل وکروو

ځواب ورکړئ

چین او امریکا باید په ګډه د نورو غټو قوتونو سره یوځای د کورونا پر ضد لاس په کار شي. دا د بشریت د وجود سوال دی چې ټول یې په ځوابولو کې مسؤلیت لري.

ځواب ورکړئ

زه ډېر خفه یم چې نړۍ اوس خپل بهترین بچیان له لاسه ورکوي. زه هیله لرم چې د هغوی لپاره به مناسب حل برابر شي.

ځواب ورکړئ