روغتیا

ایران، په داسې حال کې چې په کوروناوایرس د ککړو کسانو شمېر په ډېرېدلوده، د مجادلې لپاره د متحده ایالاتو مرسته رد کړه

سلام ټایمز او ای اېف پي

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وري په ۳مه د یوې تلوېزیوني وینا په ترڅ کې ملت ته خبرې کوي. [اېرنا]‌

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د وري په ۳مه د یوې تلوېزیوني وینا په ترڅ کې ملت ته خبرې کوي. [اېرنا]‌

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي د یکشنبې په ورځ /د وري ۳مه/ وویل د هغه هېواد به هېڅکله هم د نوي کورونا وایرس پر ضد مجادله کې د متحده ایالاتو مرسته ونه مني. دا په داسې حال کې ده چې دغه هېواد د ککړ شویو کسانو د شمېر او د وایرس پر ضد مجادله کې د ناوړه پالیسیو په اساس د نړۍ د روغتیا لپاره په زیاتېدونکي ګواښ بدلېدونکی دی.

ایران د ایټالیا، هسپانیا او چین تر څنګ د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې کووېډ - ۱۹ ناروغۍ سخت ځپلی دی، او د روغتیا وزارت د دوشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ وویل چې د مړینو وروستۍ رسمي شمېرې یې ۱۸۱۲ ته پورته شوي دي.‌

د دغه وزارت ویاند کیانوش جهانپور وویل، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ۱۴۱۱ نویو پېښو په ثبتېدلو سره د هغو کسانو شمېر ۲۳۰۴۹ ته ورسېد چې معایناتو یې وایرس مثبت ښودلی دی.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کب په ۱۰مه وویل، که ایراني مشران وغواړي واشنګټن چمتو دی چې د وایرس پر ضد مجادله کې له ایران سره مرسته وکړي.

په دې عکس کې چې د کب په ۲۸مه اخیستل شوی د ایران د کابینې یو نهیلی غړی له ولسمشر حسن روحاني سره د کتنې په ترڅ کې ښودل شوی دی. [اېرنا]

په دې عکس کې چې د کب په ۲۸مه اخیستل شوی د ایران د کابینې یو نهیلی غړی له ولسمشر حسن روحاني سره د کتنې په ترڅ کې ښودل شوی دی. [اېرنا]

خامنه اي په یوه تلوېزیوني وینا کې د امریکا وړاندیزونه رد کړل او داسې د توطیې تیوري یې خپره کړه چې د مرستې د وړاندیز هدف دا وو چې په ایران کې د وایرس بحران له بد نه بدتر کړي.‌

ایران، د چین او روسیې په څېر په فعالانه توګه د وایرس په هکله د توطیې تیورۍ خپروي چې د غلطو او ګمراه کوونکیو معلوماتو په خپرولو سره د خلکو ژوند لا نور له خطر سره مخامخ کوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ /د وري ۴مه/ په خامنه اي باندې سخت انتقاد وکړ او ویې ویل چې د هغه «دروغو» نړۍ له ډېر غټ خطر سره مخامخ کړې ده.

داسې ښکاري چې خامنه اي د مرستې د منلو پر ځای د خپل هېواد هیلې عقیدې پورې تړي.

هغه ایرانیانو ته مشوره ورکړه چې «هر څوک باید له نړۍ نیوونکې ناروغۍ سره د مجادلې په برخه کې د مقاماتو لارښوونې تعقیب کړي څو خدای پاک د ایرانیانو لپاره،‌ د ټولو مسلمانانو او د ټولو انسانانو لپاره دا فاجعه پای ته ورسوي.»

خو اوس په ایراني مقاماتو باندې باور د بل هر وخت په پرتله تر ټولو ټیټ حد ته رسېدلی دی.‌

مبهم ارقام

په ایران کې د ناروغۍ د خپرېدا له پیل راهیسې، د ایران د رژیم له خوا خلکو ته د صحیح معلوماتو په ورکړه کې د شفافیت د نشتوالي په هکله په نړۍ واله کچه اندېښنه په ډېرېدلو ده ځکه چې په دغه هېواد کې د کورونا وایرس نه کنټرول شوې ناروغي ګاونډي هېوادونه او سیمه تهدیدوي.‌

له دې سره سره چې ایران په نړۍ کې یو له هغو هېوادونو څخه دی چې وایرس سخت ځپلی دی، لاکن دغه هېواد د نورو هېوادونو په څېر د خلکو د لیرې ساتلو لپاره ګامونه نه دي اخیستي.

په ځانګړې توګه، د هغو پېښو چې نوی یې راپور ورکول کیږي او ورسره د مړینو شمېر د هغو هېوادونو په پرتله چې د وایرس د کنټرولولو لپاره یې ډېر سخت میتودونه تر لاس لاندې نیولي دي، کمزوری دی.

د مثال په توګه په ایټالیا کې چې د خلکو په خوځښت باندې یې سخت محدودیتونه لګولي دي، شمېرې مخ په لوړیدو دي چې هره ورځ په کې ۸۰۰ نوي کسان مړه کیږي او ۵۰۰۰ نوي کسان په کې په وایرس ککړیږي.

نورو جزیات هم ښیي چې له تهران څخه راتلونکي رسمي ارقام د واقعي ارقامو په پرتله ډېر ټیټ دي.‌

د مثال په توګه د ایران سرې میاشتې د جمعې په ورځ /د وري ۱/ وویل چې د کب له ۲۷مې راهیسې د ۱۳ هغو ولایتونو چې کورونا سخت ځپلي دي شاوخوا درې میلیونه اوسېدونکي په چټک ډول د وایرس د خپرېدا له امله د سرک له لارې د هېواد نورو برخو ته تللي دي.‌

د روغتیا وزارت ویاند جهانپور هغوی «داسې یو اقلیت وباله چې لارښوونې یې په پام کې نه نیولې.»

د مصنوعي سپوږمۍ له لارې اخیستل شوی عکسونه او په ځمکه جوړې شوې ویډیوګانې ښیي چې ایراني مقاماتو په قم کې په یوه حضیره کې ۱۰۰ متره ژورې کندې اېستلي ديچې د وایرس قربانیان په ډله ییز ډول په کې خښ کړي.‌

د دولت نورو څرګندونو هم د ایران د رژیم په اړه د عامه ذهنیت په برخه کې د ستونزو په حلولو کې هېڅ مرسته نه ده کړې.

ولسمشر حسن روحاني تېره اونۍ د تلوېزیون له لارې خپره شوې یوه وینا کې وویل، «ځینې پوښتي چې ولې حکومت مداخله نه کوي، خو زه فکر کوم چې موږ په پام وړ اندازه مداخله کړې ده.»

هغه په داسې حال کې چې تر څنګ یې ماسک لرونکی وزیران ولاړ ول، وویل، «د داسې ګامونو په ګډون چې نورو هېوادونو نه دي اخیستي، غټ کارونه شوي دي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا طبیعي ده چې د ایران حکومت او مشران د متحده ایالاتو مرسته ردوي. د متحده ایالاتو له خوا د مرستې وړاندیزهغسې چې تاسو فکر کوئ یو بشردوستانه وړاندیز نه دی. متحده ایالاتو پخپله تر اوسه پورې د خپلې ستونزې لپاره د حل لاره نه ده موندلې، بیا نو تاسو له ایران سره څنګه مرسته کولی شئ؟ ټول هېوادونه د دې ناروغۍ پر وړاندې مجادله کې په عین وضعیت کې دي ځکه چې هغه یوه نوې ناروغي ده او هېڅ هېواد هم داسې مؤثر درمل نه لري چې د دې ناروغۍ پر ضد مجادله وکړي. له دې امله، دا روښانه ده چې متحده ایالات غواړي چې د ایران په خلکو باندې خپل حاکمیت ته لاره هواره کړي، البته دا توان نه لري چې مرسته برابره کړي.‌

ځواب ورکړئ

د ایران مشران احمقان دي. سره له دې چې هغوی پخپله نشي کولی چې د کورونا وایرس پر ضد مجادله وکړي او مهار یې کړي، هغوی د متحده ایالاتو مرسته ردوي.

ځواب ورکړئ

هېوادونه باید خپلې سیالۍ یو طرف ته کېږدي او ټول باید یو بل ته لاسونه ورکړي او د کورونا وایرس پر ضد مجادله وکړي. که د دې ناروغۍ پر ضد ګډه مبارزه ونشي، په ځمکه باندې موجود ټول انسانان به له منځه لاړ شي. ایران باید د کورونا وایرس پر ضد له متحده ایالاتو څخه مرسته وغواړي ځکه چې په ایران کې وضعیت ډېر جدي دی اوهغوی په دې ونه توانېدل چې کنټرول یې کړي.

ځواب ورکړئ