روغتیا

په عکسونو کې: افغانستان د کوروناوایرس پر ضد مجادلې ته تیاری کوي

د عمر راپور

د فقیري خیریه ټولنې یو غړی د کب په ۱۸مه خلکو ته وړیا ماسکونه او روغتیایي تجهیزات ورکوي چې د کوروناوایرس د خپرېدا مخه ونیسي. خیریه ټولنې او د مدني ټولنې سازمانونه د دې لپاره ماسکونه او نور طبي تجهیزات برابروي چې له اوسېدونکیو سره د یادې ناروغۍ د خپراوي په مهارولو کې مرسته وکړي. [عمر]

د ترافیک پولیسو یو افسر او یو شمېر افغانانو د کب په ۱۸مه په هرات ښار کې ماسکونه اغوستي چې د کورونا وایرس خپرېدا ودروي. [عمر]

د ترافیک پولیسو یو افسر او یو شمېر افغانانو د کب په ۱۸مه په هرات ښار کې ماسکونه اغوستي چې د کورونا وایرس خپرېدا ودروي. [عمر]

یو شمېر ماشومان د کب په ۱۸مه په هرات ښار کې د فقیري خیریه ټولنې له یوه غړي څخه وړیا ماسکونه ترلاسه کوي. [عمر]

یو شمېر ماشومان د کب په ۱۸مه په هرات ښار کې د فقیري خیریه ټولنې له یوه غړي څخه وړیا ماسکونه ترلاسه کوي. [عمر]

یوه جوس جوړونکي د کب په ۱۸مه په هرات ښار کې ماسک لګولی دی. [عمر]

یوه جوس جوړونکي د کب په ۱۸مه په هرات ښار کې ماسک لګولی دی. [عمر]

په دې عکس کې چې د کب په ۱۸مه اخیستل شوی، د هرات یو شمېر صرافان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کوروناوایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره یې ماسکونه لګولي دي. [عمر]

په دې عکس کې چې د کب په ۱۸مه اخیستل شوی، د هرات یو شمېر صرافان په داسې حال کې لیدل کیږي چې د کوروناوایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره یې ماسکونه لګولي دي. [عمر]

یو روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۱مه په هرات ولایت کې له ایران څخه اسلام کلا بندر ته د یوه راستانه شوي افغان معاینه کوي. افغان چارواکي وایي، له ایران څخه هره ورځ له ۱۰ زرو څخه تر ۱۵ زرو پورې افغان کډوال افغانستان ته بېرته را داخلیږي. په ایران کې د کورونا وایرس په خپرېدلو سره، ایراني رژیم د افغان کډوالو را اېستل زیات کړي دي. [عمر]

یو روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۱مه په هرات ولایت کې له ایران څخه د اسلام کلا بندر له لارې هرات ولایت ته د یوه راستانه شوي افغان د کورونا وایرس د معلومولو معاینه کوي. [عمر]

یو روغتیایي کارکوونکی د کب په ۲۱مه په هرات ولایت کې له ایران څخه د اسلام کلا بندر له لارې هرات ولایت ته د یوه راستانه شوي افغان د کورونا وایرس د معلومولو معاینه کوي. [عمر]

دیني عالمانو د کب په ۲۶مه په هرات ښار کې ماسکونه لګولي چې د کوروناوایرس د خپرېدا مخه ونیسي.‌ دیني عالمانو او ځایي چارواکو د هرات اوسېدونکي هڅولي چې د کورونا وایرس د خپرېدا د مخنیوي لپاره د سترو مذهبي مراسمو د ترسره کولو څخه ډډه وکړي. [عمر]

یو رضاکار شخص چې خوندي کوونکی لباس یې اغوستی دی د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین په ترڅ کې په یوه مسافروړونکي موټر باندې عفوني ضد درمل شیندي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص چې خوندي کوونکی لباس او ماسک یې اغوستی دی د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین په ترڅ کې په موټرو باندې عفوني ضد درمل شیندي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص چې خوندي کوونکی لباس او ماسک یې اغوستی دی د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین په ترڅ کې په موټرو باندې عفوني ضد درمل شیندي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص چې خوندي کوونکی لباس او د مخ ماسک یې اغوستی دی د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین له پیلولو څخه مخکې ځان تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو رضاکار شخص چې خوندي کوونکی لباس او د مخ ماسک یې اغوستی دی د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین له پیلولو څخه مخکې ځان تیاروي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه چې ماشومان ورسره دي او د کورونا وایرس د خپراوي پر ضد د یوه خوندي کوونکي ګام په توګه یې د مخ ماسکونه لګولي دي د کب په ۲۸مه په کابل کې په یوه سرک باندې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یوه ښځه چې ماشومان ورسره دي او د کورونا وایرس د خپراوي پر ضد د یوه خوندي کوونکي ګام په توګه یې د مخ ماسکونه لګولي دي د کب په ۲۸مه په کابل کې په یوه سرک باندې روان دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

کابل -- افغانان د کوروناوایرس د خپراوي د کمولو لپاره ګامونه پورته کوي او د یادې ناروغۍ پر ضد مجادله کې له نورې نړۍ سره هم لاسی کیږي.

د نوي کال نوروز مېله چې هر کال د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې ترسره کیږي او په پام کې وه چې د وري په ۱ پيل شي، په هېواد کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي له امله لغوه کړای شوه.

سربېره پر دې، روغتیایي کارکوونکي د کابل په څېر ښارونو کې د ګڼه ګوڼې په ځایونو کې عفوني ضد درمل شیندي او خلکو ته ماسکونه ورکوي.

په هرات ولایت کې، چې هلته ډېر افغان کډوال په زور سره له ایران څخه راستنېدلو ته مجبوریږي، دیني عالمانو او ځایي چارواکو خلک هڅولي چې د لویو مذهبي مراسمو له ترسره کولو څخه ډډه وکړي ترڅو د وایرس د خپرېدا مخه ونیسي.‌

یو روغتیایي کارکوونکی د کب په ۱۸مه د هرات د صرافۍ په مارکېټ کې دننه عفوني ضد درمل شیندي چې د کوروناوایرس د خپرېدا مخه ونیسي. [عمر]

یو روغتیایي کارکوونکی د کب په ۱۸مه د هرات د صرافۍ په مارکېټ کې دننه عفوني ضد درمل شیندي چې د کوروناوایرس د خپرېدا مخه ونیسي. [عمر]

رضاکاران د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین په ترڅ کې داسې بروشرونه وېشي چې خبرتیایي معلومات په کې چاپ شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

رضاکاران د کب په ۲۸مه په کابل کې د کووېډ - ۱۹ د خپراوي پر ضد د یوه وقایوي کمپاین په ترڅ کې داسې بروشرونه وېشي چې خبرتیایي معلومات په کې چاپ شوي دي. [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

روغتیایي کارکوونکي له ایران سره په سرحدي سیمه کې د کورونا وایرس د نښو د معلومولو لپاره افغان کډوال هم معاینه کوي.‌

د افغانستان خلاصې پولې، د طبي اسانتیاوو کموالی، د لاسونو او غېږې ورکولو کلتور او په کلیوالو سیمو کې د خلکو بې سوادي ښیي چې د یادې ناروغۍ خپراوی ښایي په یوه غټه ننګونه باندې واوړي.

روغتیایي چارواکو د نوي کوروناوایرس ۲۴ پېښې تایید کړې دي، خو د نږدې ۳۵ میلیونو خلکو په دغه هېواد کې یواځې شاوخوا ۳۰۰ کسان معاینه شوي دي. په ګاونډي ایران کې، له ۱۰۰۰ څخه ډېر خلک د دغه په لوړه کچه ساري وایرس له امله مړه شوي دي.

ډېر هغه افغانان چې ناروغي په کې ثابته شوې ده هغه کډوال دي چې په وروستیو کې د ایران له بېلابېلو ښارونو څخه راستنېدلو ته مجبور شوي دي.

په ورته وخت کې، د ایران امنیتي ځواکونه په زرګونو هغه افغان کډوال چې د کوروناوایرس د لرلو شک پرې کېږي یا په کې تایید شوی وي، رانیسي، او په زور یې افغانستان ته اخراجوي او نړۍ والو خوندي کوونکیو معیارونو ته پام نه کوي یعنې دې ته فکر نه کوي چې نړۍ د مرګوني نړۍ نیوونکي وایرس له خپرېدا څخه خوندي شي.

په ایران کې د کوروناوایرس پراخ خپراوي ته په پام سره، د افغانستان د عامې روغتیا چارواکو د وایرس د خپرېدا پړه له ایران څخه په داسې حساسو شرایطو کې افغانستان ته د افغان کډوالو په جبري ستنولو باندې واچوله.

ای اېف پي د دوشنبې په ورځ‌ /د کب ۲۶مه/ د مهاجرت د نړۍ وال سازمان (آی او اېم) له قوله راپور ورکړ چې، په تېرو ۲۰ ورځو کې له وایرس وهلي ایران څخه شاوخوا ۷۰۰۰۰ افغانان راستانه شوي دي چې کتنه یې په سرحد کې د مؤظفو روغتیایي کارکوونکیو له توانه وتلې او وېرې شته چې ناروغي په پراخه کچه خپره شي.

د هرات والي عبدالقیوم رحیمي د کب په ۲۴مه په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «په افغانستان کې د کوروناوایرس منشأ ایران دی.»

رحیمي وویل، «ټول هغه ناروغان چې کورونا وایرس په کې تایید شوی او بستر شوي دي له ایران څخه راستانه شوي دي.‌ که له ایران څخه د افغان کډوالو را اېستنه یا راستنېدنه دوام ومومي، دا به د افغانانو لپاره یو غټ ګواښ جوړ کړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

12 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

له ایران څخه د لسګونو زرو کډوالو راستنېدنه او همدارنګه د حکومت او موسساتو له خوا د پلان د نشتوالي له امله د عامه خبرتیا د سطحې ټیټوالی او بې پروایي دا احتمال رامنځته کوي چې په افغانستان کې به د ایران، ایټالیا او هسپانیا په نسبت لا لویه فاجعه رامنځته شي، او هغه خلک به چې له جګړې څخه ژوندي وتلي دي له منځه وېسي.‌ له دې امله، د هېواد ټول خلک باید ځانونه د کرونا ناروغۍ پر ضد سمبال کړي.‌ دا د یوه بشر مسؤلیت او دیني وجیبه ده چې د دغه پټ دښمن (کرونا وایرس) پر ضد مجادله وکړي. دا دښمن په هیچا باندې هم رحم نه کوي او د ځمکې، وخت، چاپېریال په شمول هر ژوندی شی ککړوي او ژوبلوي.

ځواب ورکړئ

اوسنی حالت دا ایجابوي چې پانګوونکي او سوداګر باید له حکومت او خلکو سره مالي او تخنیکي مرسته وکړي څو هغوی د خطرناک کورونا وایرس د خپراوي پر ضد مجادله وکړي او مهار یې کړي، او باید هڅې وشي چې د هېواد له داخل او خارج څخه تر ممکن حده ډېرې پیسې او اسانتیاوې ترلاسه شي. که اړتیا وي، خصوصي روغتیایي مرکزونه، ښوونځي، پوهنتونونه او حتی جوماتونه باید په وایرس د ککړ شویو خلکو د تداوۍ او مراقبت د مرکزونو په توګه وکارول شي.

ځواب ورکړئ

دا د دې وخت دی چې حکومت د ښارونو د قرنطین کولو په هکله پرېکړه وکړي، اضطراري حالت اعلان کړي، او تګ راتګ منع کړي. خلک باید په داسې بحراني حالت کې په خپلو کورونو کې پاتې شي او بهر او د ګڼه ګوڼې ځایونو ته له تللو څخه ځانونه کلک وساتي.

ځواب ورکړئ

دافغانستان حکومت او خلکو کورونا وایرس ته په جدي نظر نه دي کتلي ځکه چې په دې هېواد کې د ناروغۍ یوازې د یو څو مثبتو پېښو په هکله راپور ورکړل شوی دی، خو په دې هېواد کې د پېښو د شمېر کموالی دا معنی نه لري چې په وایرس ککړ شوي خلک په کې نشته یا دا چې دغه وایرس خپور شوی نه دی یا دا چې په صحیح توګه مدیریت کیږي یا کنټرولیږي، بلکې له دې امله چې اسانتیاوې او مجهز روغتونونه نشته، پروګرامونه شفاف نه دي، او په هېواد کې حکومتي شبکې متحدې او همغږې نه دي، تشخیصي بستې او لابراتوارونه نشته، او نه هم کار پوه او کافي اندازه ټیمونه موجود دي.

ځواب ورکړئ

لطفاً افغانستان کښې کرونا ویروس جدی ونیسی خدای مکړه دی نه امکاناتو درلودلو له کبله ټول له بینه لاړ نشو.

ځواب ورکړئ

د وایرس د لا نورې خپرېدا د مخنیوي غوره لاره یوازې په کور کې دننه قرنطین کېدل او د صحي سپارښتنو مراعتول دي (چې لاسونه ډېر ځلې په صابون ووینځل شي...). خدایه، د افغانستان په مظلومو، بې چاره او غریبو خلکو باندې رحم وکړې او له دې افت او نورو ناروغیو او مصیبتونو څخه یې په امن کړې. امین

ځواب ورکړئ

زه موافق یم

ځواب ورکړئ

که څه هم چې په ځینې هېوادونو کې د کوروناوایرس خپراوی تازه پیل شوی دی، خو د خپرېدا جریان یې د هغه څه په نسبت چې یو څوک فکر کوي ډېر چټک دی. د دغه وایرس پر ضد په نړۍ واله کچه د مجادلې لپاره له اخیستل شویو ګامونو سره سره، افغانستان چې د سیاسي بحران په منځ کې راګېر دی، تر اوسه پورې کوم جدي ګامونه نه دي اخیستي. که حکومت پام ونه کړي، مشران او خلک خپله خپله لاره ونیسي، مونږ به ډېر ژر په خپل هېواد کې یوه غټه فاجعه وګورو چې په زرګونو خلک به ووژني.‌

ځواب ورکړئ

د نوي کورونا وایرس یا کوویډ – ۱۹ د چټک خپراوي له امله، په نړۍ کې ډېرو هېوادونو خپل ځمکني او هوایي سرحدونه یو له بل سره بند کړي، خو له ایران سره د افغانستان سرحدونه اوس هم پرانستي دي، په داسې حال کې چې په دې هېواد کې په یاده ناروغۍ د ککړو خلکو شمېر ډېر دی. مونږ له افغان حکومت څخه په کلکه غوښتنه کوو چې ژر تر ژره له ایران سره خپل سرحدونه بند کړي.

ځواب ورکړئ

په داسې حال کې چې ویل کیږي په افغانستان کې روغتیایي اسانتیاوې صفر دي، له بده مرغه چې د خلکو په منځ کې لا تراوسه د کوروناوایرس د خپراوي خطرونه جدي نه دي نیول شوي.‌

ځواب ورکړئ

د افغانستان حکومت او خلکو کوروناوایرس ته په جدي نظر نه دي کتلي ځکه چې په دې هېواد کې د ناروغۍ یوازې د یو څو مثبتو پېښو په هکله راپور ورکړل شوی دی، خو په دې هېواد کې د پېښو د شمېر کموالی دا معنی نه لري چې په وایرس ککړ شوي خلک په کې نشته یا دا چې دغه وایرس خپور شوی نه دی یا دا چې په صحیح توګه مدیریت کیږي یا کنټرولیږي، بلکې له دې امله چې اسانتیاوې او مجهز روغتونونه نشته، پروګرامونه شفاف نه دي، او په هېواد کې حکومتي شبکې متحدې او همغږې نه دي، تشخیصي بستې او لابراتوارونه نشته، او نه هم کار پوه او کافي اندازه ټیمونه موجود دي.

ځواب ورکړئ

دا د خوښۍ خبره ده چې خیریه ټولنې له حکومت سره اوږه په اوږه کار کوي. په کار دی چې ټول مسؤلیتونه یوازې حکومتي ادارو ته پرې نښودل شي او ولسي مدني ټولنې هم په داسې کارونو کې برخه واخلي او خلکو ته عامه پوهنه ورکړي. ولس هم باید د معلوماتو ترلاسه کولو ته لېوالتیا وښیي ځکه دا د ټولو مسؤلیت دی چې نه یوازې پخپله او فامیلونه یې روغ پاتې شي بلکې نورو خلکو ته هم ضرر ونه رسوي. یو پیغام مې د مسجدونو امامانو او خطیبانو ته دی چې باید د خرو په څېر ځېل ونه کړي او په جوماتونو کې د جماعت داسې لمونځونو ته خلک ور ونه بولي چې له ۱۰ څخه ډېر کسان په کې ودریږي. اسلام او مسلمان باید د یوه مهذب او پرمختللي بشر په توګه ژوند وکړي، نه د یوه وروسته پاتې فکر سره.‌

ځواب ورکړئ