روغتیا

چین نړۍ ته د کورونا وایرس په خپرېدلو کې د خپل رول د پټولو لپاره د توطیې تیورۍ خپروي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو کارکوونکی د کب په وروستیو کې په تهران کې په کوڅو کې دوا شیندي څو په چین کې د پیل شوي نړۍ نیوونکي کوروناوایرس خپرېدا پڅه کړي. [اصغر خمسه/اېرنا]

یو کارکوونکی د کب په وروستیو کې په تهران کې په کوڅو کې دوا شیندي څو په چین کې د پیل شوي نړۍ نیوونکي کوروناوایرس خپرېدا پڅه کړي. [اصغر خمسه/اېرنا]

چین د وایرس د منشأ په هکله د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې سخته هڅه کوي چې په نړۍ کې د نړۍ نیوونکي کوروناوایرس په خپرېدلو کې د خپل رول په هکله انتقادونه له ځان نه چپ کړي.

د توطیې دغه شیطاني تیورۍ چینایي وګړي نه، بلکې د چین د حکومت لوړ رتبه کسان یې خپروي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت ویاند ژاو لیجیان تېره اونۍ په چینایي او انګلیسي ژبو په ټوېټر لیکلی وو، ښایي چې د نړۍ نیوونکې ناروغۍ «صفر ناروغ» له متحده ایالاتو څخه راغلی وي -- نه د چین له وهان ښار څخه چې د لیندۍ په میاشت کې په کې د پېښو لومړني راپورونه ورکول شوي وو.

ژاو چې په ټولنیزو رسنیو کې د خپلو پاروونکیو بیانونو له امله مشهور دی، په خپل ټویټ کې لیکلي وو، «ښایي چې دغه نړۍ نیوونکې ناروغۍ وهان ته د متحده ایالاتو اردو راوړې وي. شفاف اوسئ! خپل معلومات له خلکو سره شریک کړئ! متحده ایالات د دې پوروړي دي چې موږ ته وضاحت راکړي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت وویل، متحده ایالاتو د کب په ۲۳مه د ژاو له سوزوونکیو ټویټونو څخه وروسته د چین سفیر احضار کړ او د هغه بیان یي «ریشخند» وباله.‌

د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي وویل،‌ «چین هڅه کوي چې د یوې نړۍ نیوونکې ناروغۍ په خپرولو کې د خپل رول په هکله، او له نړۍ نه یي د پټولو له امله ورته متوجه انتقادونه له ځان نه چپ کړي.»

دغه چارواکي وویل، «د توطیې د تیوریو خپرول خطرناک او ریشخند وهل دي. موږ غوښتل چې حکومت ته خبرداری ورکړو چې د چین د خلکو د خیر لپاره، د نړۍ د خلکو د خیر لپاره به موږ دا ونه زغمو.»

پوهان تر ډېره په دې نظر دي چې، دغه نړۍ نیوونکې ناروغي په وهان کې په یوه مارکېټ چې د انسانانو د خوراک لپاره یې د نا اشنا حیواناتو غوښه خرڅوله پیل شوه.‌

د متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د نړۍ نیوونکې ناروغۍ په هکله د اضطراري حالت د اعلانولو لپاره یې ژورنالستانو ته خبرې کولې هم د چین د توطیې تیوري رد کړه.‌

ټرمپ وویل، «هغوی پوهېږي چې هغه له کوم ځای نه راپیدا شو.‌ موږ ټول پوهېږو چې هغه له کوم ځای څخه راپیدا شو.»

د غلطو معلوماتو خپرول د کمونست ګوند د دولت نوی تکتیک نه دی.‌ متحده ایالات تل په ځانګړې توګه د چین د پروپاګند هڅې شنډوي.

غوړېدونکې د توطیې تیوریانې

په ټولنیزو رسنیو داسې د توطیې تیورۍ په پراخه کچه خپرې شوي دي چې وایي نوی کورونا وایرس سخت تاثیر لري، چې په نړۍ کې یې ۵۳۰۰ کسان وژلي او ۱۴۰ زره نور یې ککړ کړي دي.‌

تېره میاشت، څرګنده شوه چې د روسیې اړوندو په زرګونو د ټولنیزو رسنیو اکاونټونو داسې یوه همغږې هڅه پیل کړې وه چې د کوروناوایرس په هکله د توطیې تیوریانې خپرې کړي.‌هغوی ویل چې د کوویډ - ۱۹ د خپرېدا تر شا متحده ایالاتو لاس درلود.

هغو امریکایي چارواکو چې د روسیې د غلطو معلوماتو په وړاندې د مبارزې لپاره توظیف شوي ول، وویل، په ټوېټر، فیسبوک او انسټاګرام باندې جعلي اکاونټونه د روسانو خبرې په څو ژبو باندې خپروي.

سربېره پر دې، خلکو ته د صحیح معلوماتو په وړاندې کولو کې د ایران د رژیم په ناکامۍ نړۍ واله اندېښنه زیاته شوې ده ځکه چې د کورونا ناروغۍ نه کنټرول شوی خپراوی په ګاونډیو هېوادونو کې او ترې اخوا ګواښ رامنځته کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو څومره غلط خبرونه خپروئ. دا ټول بې معنی الفاظ ختم کړئ.

ځواب ورکړئ

دا ټوله د خدای سزا ده چې چینایانو ته یې ورکړه. چینایانو د اویغور مسلمانانو په مقابل کې ډېر ظلم وکړ. هغوی یې ووژل او ژوندي یې وسوزول. د اویغوریانو ګناه څه وه چې چینایانو دومره په بې دردۍ سره وژل؟ د هغوی ګناه دا وه چې یوازې د یوه خدای عبادت یې کاوه.‌ د هغوی ګناه دا وه چې بودایان نه ول. له دغو ټولو ظلمونو څخه وروسته، خدای په هغوی باندې کورونا ناروغي مسلطه کړه. دا هم ممکنه ده چې د هغو کسانو په منځ کې چې کورونا ناروغۍ ووژل، ځینې داسې خلک شته چې چینایي مسلمانانو باندې یې ظلمونه کړي او هغوی یې وژلي دي. اوس باید هغوی خدای ته ځواب ورکړي. د هغوی ګناه دوه برابره شوه. د هغوی لومړۍ ګناه دا وه چې هغوی بودایان ول او بودا چې یو انسان وو هغه یې په خدایۍ نیولی وو او عبادت یې کاوه. د هغوی بله ګناه دا وه چې بې ګناه مسلمانان یې وژل.

ځواب ورکړئ

هو، دا سل فیصده ریښتیا دی.

ځواب ورکړئ

د نړۍ ټول هېوادونه باید په چین باندې اقتصادي بندیزونه ولګوي ځکه چې کورونا وایرس له چین څخه خپور شو. چینایان هر ډول غیر قانوني حیوانات خوري، او داسې ویل کیږي چې کورونا وایرس د ښاپېرک د ښوروا د خوړلو په نتیجه کې رامنځته شوی دی. چینایان هر هغه څه چې په ځمکه باندې ګرځي، خوري. هغوی د سپي، پیشو، خره، مار، موږک، کروکډیل غوښه خوري او حتی د خپلو مړو ماشومانو غوښه خوري، او د دغو ټولو حیواناتو د غوښې خوړل په قران کریم کې منع شوي دي. د خوګ د غوښې خوړل چې قران کریم تاکید کوي چې خلک یې باید ونه خوري نن د ساینس په وسیله ثابته شوې ده چې خوراک یې انسان ته ضرر رسوي او دا چې بکتریا یې په پخلي کې په اسانۍ سره نه وژل کیږي. دا خبره ساینس اوس کوي، خو قران کریم دا وینا څوارلس سوه کاله مخکې کړې ده.‌ نو د نړۍ ټول خلک باید قران کریم تعقیب کړي. قران کریم د دې لپاره راغلی چې نه یوازې مسلمانانو ته هدایت وکړي، بلکې د دې لپاره دی چې ټولو انسانانو ته هدایت وکړي. چینایان باید توبه وباسي او حقیقي خدای ته رجوع وکړي او اسلام ته راواوړي. یوازې اسلام کولی شي چې د نړۍ د نن ورځې ستونزې حل کړي. قران کریم چې د اسلام کتاب دی د ژوند د اصولو یا قواعدو په هکله خبرې کوي چې انسان باید څنګه په دې نړۍ کې ژوند وکړي. قران کریم د پاکوالي او حفظ الصحې د ساتنې وینا کوي او وایي چې پاکوالی د ایمان جز دی. قران کریم د ساینس او ټکنالوجۍ په هکله خبره کوي. قران کریم په عبادت کولو باندې تاکید کوي او وایي چې د انسان د خلقت هدف عبادت دی او انسانان باید په خپلو ورځنیو پنځه وخته لمونځونو کې خپل خدای یاد کړي، او هغه یا هغې ته د ژوند ورکولو له امله د خدای شکر وباسي. تاسو ولیدل چې ډونالډ ټرمپ چې نن د نړۍ تر ټولو متکبر انسان او د نړۍ د تر

ځواب ورکړئ