روغتیا

په داسې حال کې چې په ګرده نړۍ کې وېره په زیاتېدلو ده، روسیه د کورونا وایرس په هکله غلط معلومات خپروي

سلام ټایمز او ای اېف پي

په عکس کې، سیلانیانو د کب په ۵مه د ایټالیا په وینیس ښار کې د سان مارکو پیزا رسټورانټ ته د تګ پر مهال د کارنیوال د معمولو جشنونو په ترڅ‌ کې خوندي کوونکي ماسکونه لګولي دي.‌ دغه جشنونه د کورونا وایرس د خپرېدا له امله په تېرو دوه ورځو کې لغوه شوي ول.[اندریا پټارو/ای اېف پي]

په عکس کې، سیلانیانو د کب په ۵مه د ایټالیا په وینیس ښار کې د سان مارکو پیزا رسټورانټ ته د تګ پر مهال د کارنیوال د معمولو جشنونو په ترڅ‌ کې خوندي کوونکي ماسکونه لګولي دي.‌ دغه جشنونه د کورونا وایرس د خپرېدا له امله په تېرو دوه ورځو کې لغوه شوي ول.[اندریا پټارو/ای اېف پي]

مسکو -- د روسیې اړوند د ټولنیزو رسنیو په زرګونو حسابونو یوه همغږه هڅه پيل کړې چې د نوي کوروناوایرس په هکله د توطیې تیورۍ خپرې کړي، دا په داسې حال کې ده چې د دوشنبې په ورځ /د کب په ۵مه/ په ایران کې د زیات شمېر کسانو په مرګ او په اسیا، منځني ختیځ او اروپا کې د خپراویو د بدترېدلو له امله په ګرده نړۍ کې د ناروغۍ د خپرېدا وېرې زیاتې شوې دي.‌

د قصدي دروغو دغه کمپاین هغو بې اساسه د توطیې تیوریو ته وده ورکوي چې د کوویډ - ۱۹ د خپرېدلو تر شا د متحده ایالاتو لاس دی. په دې توګه، هغوی له روغتیايي اندېښنو څخه په استفادې سره هڅه کوي چې په نړۍ کې د متحده ایالاتو نوم بد کړي.

هغو امریکایي چارواکو چې د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو پر ضد د مقابلې لپاره ګومارل شوي دي ای اېف پي ته وویل، په ټوېټر، فیسبوک او انسټاګرام باندې له مجازي اکاونټونو څخه په استفادې سره په بېلابېلو ژبو د روسیې تبلیغاتو ته وده ورکول کیږي.‌

د اروپا او ایروایشیا لپاره د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت سرپرست مرستیال فیلېپ ریکر وویل، «روسیه غواړي چې د نفاق تخم وکري او د تور پورې کولو د پټو او ګواښونکیو نفوذي کمپاینونو له لارې د متحده ایالاتو ادارې او ملګرتیاوې له داخل څخه کمزورې کړي.»

د کوریا پېسټ کنټرول ټولنې یو کارکوونکی چې خوندي کوونکی جامې یې اغوستی دی د کب په ۵مه د دې لپاره عفوني ضد مایع شیندي ترڅو په سیول کې د کوویډ - ۱۹ د تازه کورونا وایرس د خپرېدلو مخه ونیسي. [جونګ یون جی/ای اېف پي]

د کوریا پېسټ کنټرول ټولنې یو کارکوونکی چې خوندي کوونکی جامې یې اغوستی دی د کب په ۵مه د دې لپاره عفوني ضد مایع شیندي ترڅو په سیول کې د کوویډ - ۱۹ د تازه کورونا وایرس د خپرېدلو مخه ونیسي. [جونګ یون جی/ای اېف پي]

روسیه د دولتي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو د زرګونو حسابونو په کارولو سره په مجازي ډول غلط معلومات خپروي او ګډوډي، وېره او کرکه رامنځته کوي. [آرشیف]

روسیه د دولتي رسنیو او د ټولنیزو رسنیو د زرګونو حسابونو په کارولو سره په مجازي ډول غلط معلومات خپروي او ګډوډي، وېره او کرکه رامنځته کوي. [آرشیف]

هغه وویل، «د کوروناوایرس په هکله د غلطو معلوماتو په خپرولو سره، د روسیې ګواښونکي فعالان یو ځل بیا له نړۍ وال روغتیایي غبرګون څخه د خلکو د مخ اړونې له لارې د عامو خلکو خوندیتوب ګواښي.»

په هغو ادعاګانو کې چې په وروستیو اونیو کې په مجازي بڼه خپرېږي داسې تورونه شامل دي چې دغه وایرس د متحده ایالاتو له خوا یوه هڅه ده چې «د چین پر ضد اقتصادي جګړه وکړي»، هغه یوه بیولوجیکي وسله ده چې د متحده ایالاتو مرکزي استخباراتي ادارې جوړه کړې یا د لویدیځوالو له خوا د داسې هڅو برخه ده «چې د چین پر ضد تبلیغات پرمخ بوځي.»

د غلطو معلوماتو د خپرولو کمپاین د مرغومي په وروستیو کې د امریکایي څارونکو له خوا وروسته له هغه په ګوته شو چې چینایي چارواکو په وهان، هغه ښار کې چې ناروغي ترې خپره شوې ده، د نوي کوروناوایرس له امله د درېیم کس مړینه اعلان کړه.

په چین کې -- چې وایرس په کې تېر کال سر راپورته کړ -- د مړینو رسمي شمېر نژدې ۲۶۰۰ ته رسېدلی دی.

خو په نوره نړۍ کې د وایرس خپرېدل د تېرې اونۍ په ترڅ کې چټک شول، چې ایران، جنوبي کوریا او ایټالیا په کې د تر ټولو بدو متاثر شويو ځایونو په توګه ظاهر شوي.

افغانستان، بحرین او کویټ هم د دوشنبې په ورځ خپلۍ لومړۍ د وایرس پېښې تایید کړې او په دې توګه یې د هغو هېوادونو شمېر له ۳۰ څخه زیات کړ چې د وایرس پېښې په کې شوي دي.

له دغو حسابونو څخه تر دې مخکې د اوکراین او سوریې په هکله هم پوستونه شوي وه.‌

د نوي کورونا وایرس په هکله غلط معلومات او غلطې تیورۍ یو جدي ګواښ بلل کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزارت د نړۍ والې ښکېلتیا د مرکز لپاره د یوه چمتو شوي راپور پربنسټ چې ای اېف پي لیدلی دی، څو زره هغه حسابونه -- چې پخوا په دې پېژندل شوي وو چې په سوریه کې د جګړې، په فرانسه کې د زېړ واسکټو د اعتراضونو او د چیلي د پراخو لاریونونو په څېر پېښو کې یې د روسیې په ملاتړ تبلیغات کول -- د خپرېدونکې ناروغۍ په هکله «تقریبا سره ورته» تبلیغات خپروي.

په راپور کې راغلي، دغه حسابونه چې روبوټونه نه بلکې انسانان یې چلوي په عین وخت کې په انګلیسي، هسپانوي، ایټالوي، جرمني او فرانسوي ژبو خپرونې کوي او کېدای شي چې د روسیې نیابتي پروګرامونو پورې تړلي وي یا د آر ټي او سپوتنیک په څېر د روسیې له خوا حمایه کېدونکيو رسنیو څخه خپرېدونکیو راپورونو ته ورته پیغامونه خپاره کړي.

امریکایي چارواکي وایي،‌ د روسیې د دولت له خوا حمایه کېدونکو رسنیو د مرغومي په ۳۰مه د وایرس په هکله د لوېدیځ ضد تبلیغاتو خپرول پیل کړل او په ورپسې ورځ یې د ټولنیزو رسنیو چلوونکیو په ټوله نړۍ کې پوسټونه خپرول پیل کړل.

د نړۍ والې ښکېلتیا د مرکز ځانګړي استازي او رییسې لي ګبریل چې د تبلیغاتو او غلطو معلوماتو د افشاکولو وظیفه پرغاړه لري، وویل، «په دې حالت کې، موږ وکولی شوای چې د هغوی د غلطو معلوماتو فعال ایکوسیستم وګورو چې دولتي تلوېزیون، مرستیالو وېب سایټونو او د ټولنیزو رسنیو په زرګونو دروغجنو چلوونکیو عین موضوع ګانې پرمخ بیولي.»

امریکایي چارواکوویل، د ډېرو پخوانیو خبري پېښو پر وخت به دغو حسابونو تر ۷۲ ساعتونو پورې په فعال ډول پوستونه کول، خو د تېرې میاشتې په ترڅ کې د نوي کوروناوایرس په هکله پيغامونه هره ورځ پورته کېدل -- او دا د داسې یوې کیسې په هکله چې ښایي ژر له خبري سرلیکونو څخه ونه لوېږي د روسیې پانګونه ښیي.

د ښکېلتیا د نړۍ وال مرکز یوه بل چارواکي وویل، «دا د روسانو له خوا د تبلیغاتو د مقابلې پخوانۍ طریقه ده.»

تر دې مخکې د مرغومي په میاشت کې، فیسبوک وویل چې هغوی د یوې وروستۍ هڅې په لړ کې د روسیې د استخباراتو اړوند په لسګونو اکاونټونه له منځه وړي چې په ټولنیزو رسنیو د تقلب او غلطو معلوماتو د خپرېدا مخه ونیسي.

د روسیې له خوا حمایه کېدونکې شبکې، چې ۷۸ د فیسبوک او څلور د انسټاګرام حسابونه په کې شامل وو، تر ډېره په اوکراین او ګاونډیو هېوادونو باندې تمرکز کاوه او په سوریه کې د شخړې، په کریمیا کې د اتنیکي ترینګلتیاوو او په ۱۳۹۳ کې په اوکراین کې د مالیزیا د هوایي کرښې د یوې الوتکې د لوېدلو په هکله به یې پوسټونه کول.‌

فیسبوک د تلې په میاشت کې وویل چې هغوی روسیې پورې تړلي یو شمېر حسابونه چې مالکانو یې هڅه کوله د متحده ایالاتو د ۱۳۹۹ د ولسمشرۍ په ټاکنو کې لاسوهنه وکړي، وتړل.

دغو حسابونو په سینټ پیترزبرګ کې مېشتې د انټرنټي تحقیقاتو د ادارې (آی آر ای) هغه پيغامونه چې په ۱۳۹۵ کې یې د امریکا د ولسمشرۍ د ټاکنو برخه وال په نښه کول، بیا خپرول.‌

روسیه بحران ژوروي

واشنګټن وایي، د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو وروستی کمپاین خپرېدونکې ناروغۍ ته غبرګون سختوي ځکه عام خلک د لویدیځ له خوا غبرګون ته د شک په سترګه ګوري.‌

د روغتیا د نړۍ والې ادارې (ډبلیو اېچ او) رییس تیدروس ادانوم ګیبریوز خبرداری ورکړی وو چې که هېوادونه د وایرس پر ضد په چټکۍ سره ځانونه چمتونه کړي، «دا ناروغي به هر لوري ته لاړه شي.»

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت یوه چارواکي چې نه یې غوښتل نوم یې یاد شي، وویل، داسې ښکاري چې روسي فعالانو ته اجازه ورکول شوې ده چې له قید پرته غلط معلومات خپاره کړي.‌

چارواکي وویل، «د دې ټکي له پام کې نیولو څخه پرته چې آیا یوه ځانګړې موضوع په لوړه کچه رهبري کیږي که نه، په حقیقت کې هغوی ازادانه وړتیا لري چې په دې فضا کې فعالیت وکړي او هومره خرابی وکړي چې توان یې لري او کېدای شي ټکان ورکونکې پایلې ولري.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

11 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ښه

ځواب ورکړئ

نړۍ د یوې ناوړه ډلې یا کس له خوا مجبوریږي. نړۍ د یوه ګواښوونکي پروګرام په اساس رهبري کیږي. هېڅ شی هم تصادفي نه دی: سارس، میرس، انفلوینزا، او دغسې کورونا (کوویډ -۱۹). یو غټ طاعون یا دویمه توره وبا په لاره ده، او هغه د ټولو وختونو په نسبت تر ټولو ډېره خطرناکه ده، چې د ټولو پخوانیو فرضیو تعبیرونه به راوباسي. دا ټول نړۍ یوه نوي نړۍ وال نظام ته ور جوړوي، او یو واحد شخص، یهودي انتي کرېست به نوی نظام اداره کوي. د حل لاره دا ده چې جهاد باید اسراییلو ته واېستل شي څو د نړۍ وال بحران او انساني فاجعې مخه ونیول شي. که نه، اسراییل به انساني هولوکسټ پیل کړي، چې وېره یې د انسان د پیدایښت په پیل کې پرښتو احساس کړې وه. پرښتو ویلي وو چې انسان به په ځمکه کې فساد وکړي، چې دغه د اسراییلو د نړۍ وال کولو لپاره د انسان قرباني کول دي.‌

ځواب ورکړئ

تاسو داسې لیکل کړي چې ښیي تاسو یو ژورنالست نه یئ، بلکې تاسو د قضیې برخه یئ.

ځواب ورکړئ

که دا خبره یوې بې طرفه رسنۍ کړې وای مونږ به منلې وای، لاکن تاسو خو د امریکا له څا نه اوبه څښئ. ستاسو خبرې پخپله ښیي چې تاسو دروغ وایئ. تاسو واقعاً اوازې جوړوئ او خپروئ. تاسو یوه بې طرفه رسنۍ نه یئ.

ځواب ورکړئ

که امریکا لاس نه لري، بیا به حتماً اسراییل ښکېل وي. تاسو فقط یو ځل د کورونا وایرس د خپرېدا چارټ وګورئ. آیا اسراییل په کې وینئ؟ نه، ما تر اوسه نه دی لیدلی. اصلاً، دا یو شخصي نظر دی، خو په هر حال بې له دې چې خلک باید وپوهیږي یا ونه پوهېږي،‌ دا کار چا وکړ، تاسو ډېر ښه پوهېږئ. د بشریت د تاریخ په اوږدو کې، د خدای له خوا د عذاب وعدې په سخت ډول عملي شوي دي او داسې چې یو څوک یې فکر نشي کولی.‌ نو له خدای نه ووېرېږئ، او له انسانانو سره مینه وکړئ. یو له بل سره مینه وکړئ. که نه، خدای پاک په قران کریم کې په دخان سورت کې په واضح ډول اخطار ورکړی دی.‌ هغه څوک چې نه پوهېږي هغوی باید لاړ شي او دغه سورت ولولي او ستاسو وخت به ضایع نشي.‌

ځواب ورکړئ

د دې چټیاتو په لیکلو باندې تاسو څومره پیسې ترلاسه کړي دي؟ ښه، دا روښانه ده چې دا د امریکا کار دی. په یوه کتاب کې چې په ۲۰۱۰ کې خپور شوی وو راغلې وو چې په ۲۰۲۰ کې به له چین څخه یو وارس خپور شي. د کتاب نوم د تیارې سترګې (The Eyes of Darkness) دی.

ځواب ورکړئ

ستاسو متن هسې چټیات وو، زما وخت یې راته ضایع کړ.

ځواب ورکړئ

ستاسو سترګې او دماغ دواړه له کاره لویدلي، هغه هېواد او جاسوسان یې چې تل نړۍ او خلکو ته ستونزې جوړوي هغه روسیه نه بلکه آمریکا ده. له شرق نه تر غرب پورې د ټولو هېوادونو په کورنیو او بهرنیو چارو کې چې لاسوهنې کوي هغه آمریکا ده، پټ جنایتونه چې کوي هغه آمریکا ده، په جهان کې یې چې شر رامنځته کړی هغه آمریکا ده. او د دې راپور جوړونکی هم د آمریکا پلوی دی. لږ له الله ج نه و ویریږﺉ له آمریکا نه مه ویریږﺉ.

ځواب ورکړئ

ښکاره خبره ده چې کورونا وایرس خپور شو او د خپرېدا سبب یې اقتصادي جګړه ده.‌

ځواب ورکړئ

امریکا ملعونې اقتصادي جنګ پيل کړی دی چې د اسیا د لویې وچې اقتصاد کمزوری کړي. ډونالډ ټرامپ د څه لپاره هندوستان ته لاړ؟‌ دلیل څه وو؟ دلیل دا دی چې هندوستان په طب کې ښه دی او د کورونا وایرس ضد درمل یې جوړ کړي دي.‌ هغه هندوستان ته لاړ چې هغوی ته ووایي چې د وایرس ضد درمل خپاره نه کړي. که نه، هغه به هندوستان ته نه وای تللی.

ځواب ورکړئ

کورونا وایرس د امریکا کار دی.

ځواب ورکړئ