رسنۍ

د بیجینګ دپلوماتان د غلطو معلوماتو د یرغل په پراخولو کې د کریملېن له تکتیکونو څخه استفاده کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو زینتي قاب چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ یو عکس ښیي په بیجینګ کې د تیانانمین څلورلارې تر څنګ د سوغاتونو په یوه پلورنځي کې د فقید کمونست مشر ماوو زیدونګ د مجسمې تر شا لیدل کیږي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

یو زینتي قاب چې د چین د ولسمشر شي جین پینګ یو عکس ښیي په بیجینګ کې د تیانانمین څلورلارې تر څنګ د سوغاتونو په یوه پلورنځي کې د فقید کمونست مشر ماوو زیدونګ د مجسمې تر شا لیدل کیږي. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

بیجېنګ -- د چین رژیم خپل معلوماتي جنګ نوې کچې ته رسوي. هغوی هغه ازمویل شوي او دقیق تکتیکونه چې کریملېن ترې استفاده کړې ده را اخلي او خپل چالونه هم ورسره یوځای کوي ترڅو د توطیې تیورۍ خپرې کړي او په یو شمېر جنجالي موضوعاتو ملامتیا له ځان نه لرې کړي.

په مجازي ډګر کې -- د هغو ویب پاڼو په ګډون چې په چین کې دننه بندې دي -- بیجنګ په ټولنیزو رسنیو کې خپل دپلوماتیک حضور زیاتوي -- او دا چې چین ته په مجازي نړۍ کې په کومه سترګه کتل کیږي د ذهنیتونو په بدلولو کې په ډیریدونکي ډول له برغلیز چلند څخه کار اخلي.

شاوخوا یو نیم کال مخکې، چینایي دپلوماتانو په ټوېټر کې چې له یوټیوب، ګوګل او فیسبوک سره یوځای په چین کې بند دي، ډېر کم حضور درلود.

د متحده ایالاتو یوې څېړنیزې ادارې بروکینګز انسټیټیوټ د لړم په ۷مه په یوه اعلامیه کې وویل خو اوس له ۱۷۰ څخه ډېر چینایي سفارتونه یا کونسلګرۍ د ټولنیزو رسنیو له دغه پلېټ فارم څخه استفاده کوي.

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د وري په ۱۹مه په بیجینګ کې د یوې پوښتنې د ځواب به حال کي. ژاو د چین له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو سرچینو څخه یوه ده. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د وري په ۱۹مه په بیجینګ کې د یوې پوښتنې د ځواب به حال کي. ژاو د چین له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو سرچینو څخه یوه ده. [ګرېګ بېکر/ای اېف پي]

د چینایي رژیم له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو جبهو څخه یوه له کووېډ-۱۹ سره د مبارزې په برخه کې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کووېډ-۱۹ له امله د بندیزونو او زیاتېدونکیو مړینو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده،‌ بیجینګ او د هغه د رسنیو دستګاه هڅه کوي وښیي چې څنګه چین له دې ستونزې څخه بیغمه شوی دی. دلته د حکومت له خوا د یوه دایر شوي پروګرام په ترڅ کې، ښځې له وایرس څخه له خوندي کوونکيو وسایلو څخه پرته د وږي په ۶مه د چین په وهان ښار کې د عکسونو اخیستلو لپاره ولاړې دي.

د چینایي رژیم له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو له مهمو جبهو څخه یوه له کووېډ-۱۹ سره د مبارزې په برخه کې ده. په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کووېډ-۱۹ له امله د بندیزونو او زیاتېدونکیو مړینو له امله له ستونزو سره لاس او ګرېوان ده،‌ بیجینګ او د هغه د رسنیو دستګاه هڅه کوي وښیي چې څنګه چین له دې ستونزې څخه بیغمه شوی دی. دلته د حکومت له خوا د یوه دایر شوي پروګرام په ترڅ کې، ښځې له وایرس څخه له خوندي کوونکيو وسایلو څخه پرته د وږي په ۶مه د چین په وهان ښار کې د عکسونو اخیستلو لپاره ولاړې دي.

دا تش په نامه «لېوه مبارز» دپلوماتان -- چې نوم یې د افراطي چینایي وطنپالو له فلم څخه اخیستل شوی دی -- د توطیې متضادې تیورۍ تبلیغوي. دغه تیورۍ داسې طرحه شوي دي ترڅو ګډوډي رامنځته کړي او په دواړو کورنیو او بین المللي مسایلو کې ملامتیا له ځان نه لرې کړي.

بیجینګ هغه وخت هڅې پیل کړې کله چې د ۱۳۹۷ د کب په میاشت په هانګ کانګ کې د چین پر ضد اعتراضونه راوپارېدل، د ۱۳۹۸ په مرغومي کې د تایوان د ولسمشرۍ ټاکنو څخه مخکې زیات شول او په ورپسې میاشتو کې هغه وخت لوړې کچې ته ورسېدل چې معلومه شوه چې د کووېډ-۱۹ کروناوایرس وبا نړۍ ته په خپرېدلو ده.

د اتلانتیک شورا د ډیجیټل فورنزیکي تحقیقاتو د لابراتوار رییس ګراهام بروکي د غبرګولي په میاشت کې نیویارک ټایمز ته وویل، «چین، په ځانګړې توګه د تېر یو نیم کال په ترڅ کې د تایوان د ټاکنو او د هانګ کانګ د اعتراضونو په غبرګون کې دې ته ډېرېدونکې لېوالتیا ښودلې ترڅو په خپلو مجازي نفوذي عملیاتو کې یرغلیز چلند غوره کړي.» اتلانتیک شورا یوه څېړنیزه اداره ده چې مرکز یې په واشنګټن کې دی.‌

بیجینګ په کریملېن او تهران باندې اتکا کوي

د همیلتن ۲.۰ د معلوماتو په اساس، د چین د دپلوماتیکو حسابونو د تعقیبوونکیو شمېر په تېر کب میاشت کې له ۱۵۵۵۶۶۸ څخه په وږي کې ۳۰۲۵۲۸۳ ته زیات شو چې دا د روسي، چینایي او ایراني حکومتي چارواکو له خوا د تبلیغ شویو روایاتو چې په ټولنیزو رسنیو او دولتي خبري او رسمي اعلامیو کې خپاره کیږي، یو تحلیل وړاندې کوي.

بروکینګز وویل، په داسې حال کې چې د بیجینګ «لیوه مبارزین» معمولا د رژیم له خوا د حمایه کېدونکیو وېب پاڼو او خبري رسنیو موضوعات تبلیغوي، خو هغوی له ایراني او روسي دولتي رسنیو او هم له غربي «نفوذ کوونکیو» څخه د خارجي یا «مستقلو» تاییدوونکیو په توګه استفاده کوي.

بروکینګز وویل، په دغو تش په نامه نفوذ کوونکیو کې «د بدیلو رسنیزو سرچینو، ژورنالستانو، جعلي پوهانو، فعالانو او د توطیې د تیوریسنانو نهیلې حلقه چې وار له مخه په مسکو او نورو مخالفو پلازمېنو کې یې په امریکا ضد پروپاګند کې لاس درلود» شامله ده.

بروکېنګز وویل، «چین د خپلو نایبو نفوذ لرونکیو د شبکې په نشتوالي کې، د لویدیځ پر ضد د پیغام خپرولو لپاره د روسیې، وینزویلا او ایران له دولتي رسنیو څخه استفاده کوي چې دا کار د چین له جیوپولیټیکو ګټو سره ښه برابر دی، او په ورته وخت کې خپل ځان له مسؤلیت څخه خلاصوي او د مشروعیت پرده پرې ورزیاتوي.»

په متحده ایالاتو کې د جرمني په مارشال فنډ کې د دیموکراسۍ د تأمینولو د اتحاد چې همیلتن ۲.۰ یې جوړ کړی دی، په وینا، د ۱۳۹۸ د لړم له میاشتې راهیسې، له چینایي دولتي رسنیو څخه پرته، د هغو پنځو رسنیو له ډلې څخه چې د چینایي دپلوماتانو له خوا ډېرې بیا ټویټ شوي دي درې رسنۍ د ایران یا روسیې د حکومت له خوا تمویلېدلې.

هغه وویل، د ایران پرېس ټي وي او د روسیې آر ټي او سپوتنیک نیوز په ترتیب سره درېیم، څلورم او پنځم ډېرې بیا ټویټ شوې رسنۍ وې.

د بروکینګز د راپور له مخې، د تېرو شپږو میاشتو په ترڅ کې، آر ټي او د وینزویلا ټیلي سور د ۱۰ هغو رسنیو په ډله کې وې چې چینایي دپلوماتانو ډېرې بیا ټویټ کړې وې، په داسې حال کې چې اکچولي داد آر ټي (د آر ټي د هسپانوي ژبې رسنۍ» او سپوتنیک انټرنېشنل د ۲۰ غټو رسنیو په ډله کې وې.

د کووېډ-۱۹ په هکله د غلطو معلوماتو ایسته کول

که څه هم چې بیجینګ د پروپاګند د خپرولو لپاره له ټولنیزو رسنیو څخه په استفاده کې ډېر یرغلیز او سرسخت موقف لري،‌ د ټولنیزو رسنیو شرکتونه په دې کار کوي ترڅو دغه ډول کمپاینونه له منځه وېسي. هغوی وایي چې په هغو کې پوخوالی نشته او په اسانۍ سره پیژندل کیږي.

په یوه ډېره مهمه پېښه کې، د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د کب په ۲۲مه -- یوه ورځ وروسته له هغه چې د روغتیا نړۍ والې موسسې (ډبلیو اېچ او) دغه ناروغي د یوې وبا په توګه اعلان کړه -- یوه نه تایید شوې ادعا ټویټ کړه چې د متحده ایالاتو پوځ ښایي «دا وبا وهان ته» چې د وبا مرکز وو راوړې وي.‌

دغه ټویټ، چې د ګلوبل ریسرچ کاناډا په نامه یوه مشهور کریملېن پلوه بلاګ پورې یې اړه لرله، په چټکۍ سره له لسو څخه د ډېرو چینایي دپلوماتانو او سفارتونو له خوا بیا ټویټ شو. د چین دولتي رسنیو ورپسې ګڼ شمېر راپورونه خپاره کړل ترڅو دغه ادعا غښتلې کړي.

ژاو چې اوس په یاد پلېټ فارم کې له ۷۷۴۰۰۰ څخه ډېر تعقیبوونکي لري، هم د توطیې له یوه وېب پاڼې څخه، چې وړاندیز یې کاوه چې د کروناوایرس په چین کې نه بلکې په متحده ایالاتو کې راپیدا شوی ده، لیکنې ټویټ کړې.

ټوېټر له هغه وخت راهیسې هغه ټویټونه او د هغو سرچینې معلومې کړي دي چې تر ډېره بد غوښتونکي، خراب، له تاوتریخوالي څخه ډک یا ګمراه دي.

ټوېټر د غبرګولي‌ په ۲۲مه وویل چې هغوی ۲۳ زره داسې حسابونه کشف کړي او له منځه وړي دي چې په یوه داسې همغږې هڅه کې «په لوړه کچه ښکېل» وو چې په هانګ کانګ کې یې د اعتراضونو په هکله او د کروناوایرس پر وړاندې د چین د کمونست ګوند د غبرګون په هکله غلط معلومات خپرول.

هغوی شاوخوا ۱۵۰ زره حسابونه چې د بیا ټویټ کولو او لایک کولو له لارې د چینایي پیغامونو پیاوړي کولو ته ځانګړي شوي وو له منځه وېوړل.

د استرالیا د ستراتیژیکې پالیسۍ انسټیټیوټ کې د نړۍ والې انټرنټي پالیسۍ د مرکز رییس فیرګوس هانسن چې د حسابونو په کشفولو کې یې له ټوېټر سره کار کاوه، ولیکل، «که څه هم چې د چین کمونست ګوند به د چین خلکو ته اجازه ورنه کړي چې له ټوېټر څخه کار واخلي، خو زموږ تحلیل ښیي چې دغه هیواد غواړي چې په نړۍ واله سطحه د پروپاګند او د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره ورڅخه استفاده وکړي.»

هغه نیویارک ټایمز ته وویل، «د دې په څېر متواتر، پټ او غولوونکي نفوذي عملیات ښیي چې دغه ګوندي دولت به خپل سیاسي ځواک ته پېښ بهرني ګواښونه تر کومه حده په نښه کړي.»

مخ پر زوال ځواکونه د مخ پر ودې ځواکونو په مقابل کې

په داسې حال کې چې د چین رژیم د روسیې او نورو دولتونو له خوا حمایه شویو د غلطو معلوماتو کمپاینونو څخه استفاده کوي، د بیجینګ چلند یو څه جلا دی.‌

د روسیې معلوماتي ستراتیژي دا ده چې لویدیځ بې اعتباره کړي، او دا کار اکثر د ګډوډۍ او اختلاف د رامنځته کولو له لارې کوي.‌

کریملېن هڅه کړې ده چې دا کار د لویدیځ په ټاکنو کې د لاسوهنې، په متحده ایالاتو کې نژادي او ټولنیزو ستونزو ته د لمن وهلو، او د لویدیځو ساینسپوهانو او طب د بې اعتباره کولو لپاره د مکررو هڅو له لارې وکړي.

په توپیر سره، بیجینګ دې ته ډېره اندېښنه لري چې خپل نړۍ وال تصویر بیا ورغوي. مثلا، هڅه کوي چې دا کار د کروناوایرس په نړۍ وال غبرګون کېد یوه اتل په توګه د چین د روایت د تبلیغولو او د پروپاګند د زړو کمپاینونو له لارې کوي چې په سینکیانګ کې د مسلمانو اقلیتونو پر ضد د رژیم د چلند په هکله نړۍ واله غندنه وننګوي.

د دیموکراسۍ د تأمینولو اتحاد د وري په ۱۰مه وویل، «روسیه چې د ډېرو حسابونو له مخې یو مخ پر زوال ځواک دی، هڅه کوي چې د لویدیځ د بې اعتباره کولو او بې ثباته کولو له لارې د لویدیځ پر وړاندې خپله نسبي کمزوري جبیره کړي.»

په راپور کې راغلي، «چین چې یو مخ پر ودې ځواک دی، غواړي ترڅو نړۍ وال نظام ته داسې بڼه ورکړي چې د هغه له ګټو سره برابر وي.»

راپور وایي، د مثال په توګه، د هغو ویډیوي موادو چې د چین د رسنیزو چینلونو سي جي ټي اېن او سي سي ټي وي له خوا خپاره شوي دي له ۵۰٪ څخه ډېرو یې په چین باندې تمرکز کړی دی،‌ په داسې حال کې چې د آر ټي امریکا او آر ټي یو کی له خوا د خپرو شویو ویډیوي محتویاتو یواځې ۴٪ د روسیې په کورنیو مسایلو، کلتور یا سیاست باندې تمرکز کړی دی.‌

د دغه راپور په اساس، «د مسکو ستره موخه دا ده چې په هېواد کې دننه د احتمالي فعالانو لپاره د دیموکراسۍ جذابیت کم او په حقیقت کې د دوې د اداره کولو د ستونزمنولو له لارې یې تضعیف کړي.»

همدارنګه بیجینګ غواړي چې «د استبدادي واکمنۍ پر وړاندې د یوه جذاب بدیل په توګه د دیموکراتیکو نظامونو جذابیت کم کړي،» خو هغوی دا کار «د خپل حکومتي موډل د پیاوړتیاوو د ښودنې له لارې کوي».

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین، ایران او روسیه د امریکا لپاره یو جدي ګواښ ګڼل کیږي. که دا هېوادونه سره لاسونه یو کړي، هغوی به امریکا ویجاړه کړي. چین د سیمې په لوی اقتصادي قوت باندې بدلېدونکی دی. سربېره پر دې چې دغه هېواد یو اقتصادي ځواک دی، د پوځي قوت په حساب هم له ډېرو هېوادونو څخه مخکې دی، او ښایي چې په نژدې راتلونکي کې له امریکا سره هم سیالي وکړي. د دې لپاره چې امریکایي زبرځواک ته ماتې ورکړي، چین له روسیې سره لاس یو کړی دی او ایران د امریکا پر ضد توطیه جوړوي. که چېرې امریکا د افغانستان د سولې مسئله حل نه کړي، د افغانستان جګړه به د امریکا لپاره درنه تمامه شي، او چین به د پاکستان له لارې د امریکا پر ضد طالبان تمویل کړي. د امریکا لپاره به دا بهتره وي چې له طالبانو سره سوله وکړي او هغوی کابل ته راولي او په افغان حکومت کې یې شریک کړي.

ځواب ورکړئ

چین باید د نړۍ ټولو هېوادونو ته د کرونا وایرس د خپراوي تاوان ورکړي او له ټولو خلکو څخه بخښنه وغواړي، ځکه چې دغه هېواد ونشوای کولی چې وایرس مهار کړي.

ځواب ورکړئ

زه له تاسو سره موافق یم. چین باید مجبور شي چې تاوان ورکړي.‌ زه یو له هغو خلکو یم چې په اسیا او افریقا کې د متحده ایالاتو، برتانیا او اروپا په سیاست باندې ټینګ نقد کوي. زه په افغانستان کې د ناټو له خوا، په فلسطین کې د متحده ایالاتو له خوا، په کشمیر کې د هندوستان له خوا ترسره شوي جنګي جنایتونه په کلکه غندم، خو مونږ باید دا هېر نه کړو چې مونږ تل کولی شو چې له امریکایانو، برتانویانو، اروپایانو سره استدلال وکړو. مونږ کولی شو چې په هغوی باندې نقد وکړو. مونږ دا حق لرو چې د دغو هېوادونو د مشرانو د دفترونو او ان استوګنځایونو په مخکې لاریونونه وکړو. تر دې چې مونږ کولی شو د هغوی په رسنیو کې خپلې لیکنې خپرې کړو، خو آیا یو څوک کولی شي چې په چین کې یا د چین په متحدینو – روسیه، ایران، میانمار کې د مخالفت ګوته پورته کړي؟‌ چین وښودله چې چمتو دی چې ټوله سیاره ویجاړه کړي. وګورئ چې د چین نژدې ملګري ایران او روسیه په سوریه، عراق، لبنان، او میانمار کې څه کوي.
'صمد یو'

ځواب ورکړئ