رسنۍ

په داسې حال کې چې نړۍ اوس هم له وبا سره لاس او ګرېوان ده، چین خپل عادي حالت باندې ویاړي

سلام ټایمز او ای اېف پي

ښځې د وایرس په وړاندې د خوندیتوب له وسایلو پرته د وږي په ۶مه د چین په وهان ښار کې د عکسونو اخیستنې لپاره ولاړې دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

ښځې د وایرس په وړاندې د خوندیتوب له وسایلو پرته د وږي په ۶مه د چین په وهان ښار کې د عکسونو اخیستنې لپاره ولاړې دي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لومړني ښوونځي زده کوونکي د وږي په ۱۱مه د چین په وهان ښار کې د نوي سمستر په لومړۍ ورځ په درس کې برخه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لومړني ښوونځي زده کوونکي د وږي په ۱۱مه د چین په وهان ښار کې د نوي سمستر په لومړۍ ورځ په درس کې برخه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د وږي په ۱۱مه، د چین په وهان کې، ښوونکي د لومړني ښوونځي زده کوونکیو ته د نوي سمستر په لومړۍ ورځ ښوونځي ته د راتګ له امله هرکلی وایي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د وږي په ۱۱مه، د چین په وهان کې، ښوونکي د لومړني ښوونځي زده کوونکیو ته د نوي سمستر په لومړۍ ورځ ښوونځي ته د راتګ له امله هرکلی وایي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لومړني ښوونځي زده کوونکيو د وږي په ۱۱مه د چین په وهان ښار کې د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ملي بیرغ نیولی ده.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لومړني ښوونځي زده کوونکيو د وږي په ۱۱مه د چین په وهان ښار کې د بیرغ پورته کولو په مراسمو کې ملي بیرغ نیولی ده.‌ [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لامبو د حوض مینه وال د زمري په ۲۵مه د چین په وهان کې په یخو اوبو له لامبلو څخه وروسته د یوې اجرأ ننداره کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لامبو د حوض مینه وال د زمري په ۲۵مه د چین په وهان کې په یخو اوبو له لامبلو څخه وروسته د یوې اجرأ ننداره کوي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

یو موزیک غږونکی د زمري په ۲۵مه د چین په وهان کې د زرګونو نندارچیانو په وړاندې ننداره وړاندې کوي.

یو موزیک غږونکی د زمري په ۲۵مه د چین په وهان کې د زرګونو نندارچیانو په وړاندې ننداره وړاندې کوي.

په زرګونو مېله کوونکي د زمري په ۲۵مه د چین په وهان کې د کروناوایرس په هکله له اندېښنې څخه پرته سره یو ځای ټول شوي دي.

په زرګونو مېله کوونکي د زمري په ۲۵مه د چین په وهان کې د کروناوایرس په هکله له اندېښنې څخه پرته سره یو ځای ټول شوي دي.

د چین په ملي موزیم کې په ښودل شویو انځورګریو کې یو انځور د کروناوایرس په وبا کې د دغه هېواد هڅې د «اتلولۍ» په څېر ښودلي دي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

د چین په ملي موزیم کې په ښودل شویو انځورګریو کې یو انځور د کروناوایرس په وبا کې د دغه هېواد هڅې د «اتلولۍ» په څېر ښودلي دي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

د چین په ملي موزیم کې د پانګ ماوکون له خوا جوړ شوی یو انځور «ابدیت او اختصار» ښیي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

د چین په ملي موزیم کې د پانګ ماوکون له خوا جوړ شوی یو انځور «ابدیت او اختصار» ښیي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

داسې ښکاري چې د چین دولتي رسنۍ غواړي نړۍ ته وښیي چې دغه هېواد د کروناوایرس له وبا څخه راوتلی دی، دا په داسې حال کې ده چې هېوادونه اوس هم د کووېډ-۱۹ له امله -- چې له چین څخه پیل او خپور شو -- له سختو بندیزونو څخه کړېږي، او دغه رسنیز کمپاین ته په عصبانیت سره ګوري.

د مثال په توګه، د چین د کنټرول شویو رسنیو چینلونو د سې شنبې په ورځ /د وږي ۱۱مه/ د هغو زرګونو زده کوونکیو عکسونه خپاره کړل چې په وهان کې ښوونځیو ته لاړل. وهان د چین هغه مرکزي ښار دی چې په لومړي ځل تېر کال کروناوایرس په کې سر راپورته کړ.

د غوایي په میاشت کې د لېسو له بېرته پرانستل کېدلو څخه وروسته، اوس نږدې ۱.۴ میلیونو زده کوونکیو د ښار په شاوخوا ۲۸۰۰ وړکتونونو، لومړنیو او منځنیو ښوونځیو کې زده کړې بیا پيل کړې.

په ډېرو عکسونو کې تمرکز په هغو زده کوونکیو باندې شوی چې د چین بیرغ یې پورته کړی دی.

زده کوونکي د چین په وهان ښار کې چې کووېډ-۱۹ په کې سر پورته کړی وو د وږي په ۱۱مه د نوي سمستر لومړۍ ورځ پیلوي او په ښکاره د وایرس په هکله هېڅ اندېښنه نه لري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

زده کوونکي د چین په وهان ښار کې چې کووېډ-۱۹ په کې سر پورته کړی وو د وږي په ۱۱مه د نوي سمستر لومړۍ ورځ پیلوي او په ښکاره د وایرس په هکله هېڅ اندېښنه نه لري. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دغه عکسونه د چین په ټولو دولتي او اړوندو رسنیو کې خپاره شول او په ښکاره داسې هڅه وشوه چې په بهرنیو هېوادونو کې موجود نظریات تر اغېز لاندې راولي.‌

په چین کې ژوند یوه مېله ده

دې ته ورته د زمري په وروستیو کې، د چین دولتي رسنیو د زرګونو برخه والو داسې عکسونه او ویډیوګانې خپاره کړل چې په وهان کې د اوبو په یوه پارک کې یې د لمبا په جامو کې له ماسکونو څخه پرته د الیکترونیک موزیک په یوه فسټیوال کې ګډاګانې کولې.

د اوبو په مخکې سټېج باندې ولاړ یوه اجرأ کوونکي راغونډ شویو خلکو ته لاس ښوراوه، چې خلکو هم بیرته په ګڼه ګوڼه کې لاسونه پورته او ښورول، په داسې حال کې چې یوه بل اجراکوونکي چې د اوبو د فوارې په تخته باندې ولاړ وو خپل نندارچیان په هغوی باندې په ورښکته کېدلو سره چې تر شا یې د اوبو دارې روانې وې، خوشحالول او خندول.

څو ورځې مخکې،‌چینایي چارواکو د کوویډ-۱۹ وبا پر ضد مجادله کې خپل «د اتلوالې کارونه» ستایل او یادول.

د دغو هڅو تر ټولو وروستۍ بېلګه کې، د چین ملي موزیم د «یووالی د پیاوړتیا» په نامه یوه نوې ننداره پرانستله چې داسې انځورګرۍ، بتان او خطاطي یې نندارې ته وړاندې کړه چې داسې څه ښیي چې د رژیم په وینا د دغه بحران په وړاندې غبرګون کې یې بریالیتوب په ګوته کوي.

معکوسه نتیجه

دا د بې پروایۍ صحنې، حضوري زده کړې، مېلو ته تلل او د اتل په توګه د چین ځان ښودنه ښایي د نړۍ په ګوټ ګوټ کې په هغو خلکو باندې چې له دغې بې ساري وبا څخه چې اصلا په وهان کې راپیدا شوه، سخت کړېږي، ښه اغېز ونه کړي.

د پنجشنبې تر ورځې/د وږي ۱۳مې/ پورې، کووېډ-۱۹ له ۲۶ میلیونو څخه ډېر انسانان ککړ کړي، ۸۶۰۰۰۰ نور یې وژلي، او د نړۍ هر هېواد ته یې بې شمېره سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او روغتیایي زیانونه وراړولي دي په داسې حال کې چې د پای ته رسېدلو څرک یې هم نه ښکاري.

د وبا په برخه کې د بیجینګ د اصلي رول او د یوه نړۍ وال اتل په توګه په دوامداره توګه ځان ښودنه کې فرق ته په پام سره به د بیجینګ رسنیزې هڅې یوه ځانګړې ستونزه وي.

د ۱۳۹۸ په وروستیو کې، په داسې حال کې چې چینایي چارواکي پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي رامنځته شوې ده، تر نږدې یوې اونۍ پورې یې هېڅ ونه ویل، او پرې یې ښودل چې وایرس په وهان کې ځای ونیسي او ګردې نړۍ ته خپور شي،‌ په داسې حال کې چې د ناروغۍ د خپراوي شواهد یې په قصدي توګه خرابول یا یې له منځه وړل.

د بحران له پيل راهیسې، بیجینګ د توطیې تیوریو ته په ودې ورکولو سره سخته هڅه کوله چې د کروناوایرس په وبا کې د خپل رول پر وړاندې انتقادونه له ځان نه لیرې کړي او په داسې حال کې ونیول شو چې په ټولنیزو رسنیو باندې یې د وایرس په هکله ډېر غلط خبرونه خپرول.

په ورته وخت کې، چینایي کمپنۍ له دغې وبا څخه د ګټې وټې د ترلاسه کولو لپاره استفاده کوي.

شنونکي وایي، چین د وري او غبرګولي تر منځ له ۵۰ میلیاردو څخه ډېر ماسکونه صادر کړي دي چې دا د تېر کال د ټول تولید لس برابره ډېر دی.

د دغې هڅې د برخې په توګه، چینایي چارواکي په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبوروي چې په فابریکو کې کار وکړي او د ځاني خوندیتابه وسایل جوړ کړي، چې ډېر یې بې کیفیته او غیر مؤثر ثابت شوي دي .

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین د نړۍ ټول خلک تباه کړل، او اوس د کووېډ-۱۹ د ماتې مراسم لمانځي. کرونا وایرس د نړۍ ټولو هېوادونو ته د چین د حکومت د غفلت له امله خپور شو. که چېرې حکومت دغه وایرس په صحیح توګه کنټرول کړی وای، زه فکر نه کوم چې ټولو هېوادونو ته به خپور شوی وای. اوس باید چین او چینایان د شرم احساس وکړي او کووېډ-۱۹ ته د ماتې ورکولو په هکله هېڅ هم ونه وایي. چین باید د نړۍ له ټولو خلکو څخه د کرونا ناروغۍ د خپراوي له امله بخښنه وغواړي.‌

ځواب ورکړئ

چین د کرونا وایرس په مهارولو او ماتې ورکولو کې ډېر بریالی وو. چین او چینایانو وکولی شوای چې کرونا وایرس ته ماتې ورکړي. که څه هم چې کووېډ-۱۹ له چین څخه خپور شو، لاکن په چین کې د ایټالیا، متحده ایالاتو، هندوستان او نورو هېوادونو په نسبت د مړینو شمېر ډېر کم وو. داسې معلومه شوه چې چین نه یوازې په پوځي او اقتصادي برخو کې یو غټ قوت دی، بلکې د طب په برخه کې یې هم ډېر پرمختګ کړی دی‌.‌

ځواب ورکړئ