رسنۍ

د چین له خوا پخپله ځان د کووېډ - ۱۹ د اتل په توګه مطرح کول په وبا کې د هغه له اصلي رول سره توپير لري

سلام ټایمز او ای اېف پي

د چین په ملي موزیم کې په ښودل شویو انځورګریو کې یو انځور د کروناوایرس په وبا کې د دغه هېواد هڅې د «اتلولۍ» په څېر ښودلي دي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

د چین په ملي موزیم کې په ښودل شویو انځورګریو کې یو انځور د کروناوایرس په وبا کې د دغه هېواد هڅې د «اتلولۍ» په څېر ښودلي دي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

بیجینګ -- د چین رژیم په پوره ځواک سره هڅه کويچې ځان د کووېډ - ۱۹ وبا پر ضد مبارزه کې «د اتل په توګه» مطرح کړي، خو پخپله ځان دغه ډول ښودل د ناروغۍ په خپراوي او له نړۍ وال بحران څخه ګټه اخیستنه کې د بیجینګ د رول له حقیقت څخه مخالف دی.‌

د ۱۳۹۸په وروستۍ ربعه کې په وهان کې د مرګونې وبا له کشف راهیسې، د چین کمونست ګوند هڅه کړې چې خپل ځان د کووېډ-۱۹ پر ضد مبارزه کې د مخکښ په توګه مطرح کړي.‌

د دغو هڅو په تر ټولو وروستۍ بېلګه کې، د چین ملي موزیم د «یووالی پیاوړتیا» په نامه یوه نوې ننداره پرانستله چې داسې انځورګرۍ، بتان او خطاطي یې نندارې ته وړاندې کړل چې هغه څه ښیي چې رژیم وایي د دغه بحران په وړاندې غبرګون کې د هغه بریالیتوب په ګوته کوي.

د بیجینګ په موزیم کې نندارې ته د اېښودل شویو غټو نقاشیو په منځ کې، یو انځور له خوشحالۍ نه حیرانه یوه نرسه په داسې حال کې ښيي چې د ولسمشر شي جین پینګ یو لیک خپلو همکارانو ته لولي.

د چین په ملي موزیم کې د پانګ ماوکون له خوا جوړ شوی یو انځور «ابدیت او اختصار» ښیي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

د چین په ملي موزیم کې د پانګ ماوکون له خوا جوړ شوی یو انځور «ابدیت او اختصار» ښیي. [جیانګ ډونګ/چاینا ډیلي ورځپاڼه]

چاینا ډیلي دولتي ورځپاڼې ولیکل، «که څه هم چې هنرمندان د کروناوایرس پر ضد د مبارزې په کار کې په لومړي صف کې نه ول، لاکن هغوی په ټول توان سره هڅه کوي چې په لومړي صف کې د موجودو کسانو د اتلولۍ فعالیتونه مستند کړي او په دې توګه په دې برخه کې د هغوی غټه همکاري وستایي.»

د خونې په منځ کې د ژوندیو سرتېرو په اندازه مجسمې لیدل کیږي چې له الوتکې څخه راښکته کیږي ترڅو د متاثرو اوسېدونکیو مرستې ته ځانونه ور ورسوي. هغوی داسې یونیفورمونه اغوستي چې د اوږده مارش -- په ۱۹۳۰مو میلادي کالونو کې د کورنۍ جګړې په ترڅ کې د کمونستو چریکانو د یوې برخلیک ټاکونکې ازموینې -- یوه صحنه ژوندۍ کوي.

یو انځور یوه نرسه په داسې حال کې ښیي چې د مخ ماسک یې لګولی او د یوه همکار پوره خوندي کوونکی لباس برابروي، په داسې حال کې چې یو بل انځور د هېواد ډېر مشهور طبي متخصص ژونګ نانشان له نږدې څخه ښیي چې په ماسک باندې یې اوښکې را روانې دي.‌

د زمري تر وروستیو پورې، اټکل ۲۰ میلیونه خلک په کووېډ -۱۹ اخته شوي دي چې ۷۵۰ زره یې مړه شوي، او دا داسې یو بې ساري بحران ښیي چې د نړۍ په هر هېواد کې یې بې حسابه سیاسي، اقتصادي او روغتیایي زیانونه رسولی او د پای ته رسېدلو څرک یې نه لګیږي.

پټول

دغه پروګرام او د رژیم له خوا په ټولنیزو رسنیو او خبري چاپېریال کې د غلطو معلوماتو د خپرولو روانې هڅې د نړۍ وال روغتیایي بحران پر وړاندې د بیجینګ په غبرګون کې غټ توپیر په ګوته کوي.

نړۍ وال شنونکي او کتونکي وایي، که رژیم له پیله په دې برخه کې شفافیت ښودلی وای چې کووېډ - ۱۹ څومره خطرناک دی، نړۍ به وخت لرلی چې غبرګون وښیي، چې د زرګونو خلکو ژوند به ژغورل شوی او د روانې ګډوډۍ ډېره مخه به نیول شوې وای.‌

اسوسیټیډ پرېس د وري په میاشت کې راپور ورکړ، چینایي چارواکي، چې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي په خپرېدلو ده، تقریبا تر یوې اونۍ پورې هېڅ ونه ویل، او اجازه یې ورکړه چې وایرس په وهان کې اغېز وکړي او نړۍ ته خپور شي.

په ورته وخت کې، د متحده ایالاتو، استرالیا،‌ نیو زیلېنډ، کاناډا او برتانیا د پنځه سترګو استخباراتي ادارو له خوا د یوه برابر شوي استخباراتي راپور په اساس، د چین رژیم په قصدي توګه د کروناوایرس د خپراوي شواهد لغوه یا ویجاړ کړي.

په دغه ۱۵ مخیز راپور کې چې د لندن دي سټرډی ټیلیګراف ترلاسه کړی وو، راغلي چې، د چین حکومت -- د هغو ډاکترانو چې په ښکاره یې خبرې کولې د خولې بندولو یا «ورکولو»، په لابراتوارونو کې د کووېډ -۱۹ د شواهدو د له منځه وړلو او پوهانو ته په واکسین باندې د کار کولو لپاره د نمونو د نه ورکولو له لارې د وایرس په هکله خبرونه داسې پټ کړي وو چې «نور هېوادونه یې له خطر سره مخامخ کړي دي».

د وایرس له پیل راهیسې، بیجینګ ډېره هڅه کوله چې د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې په کروناوایرس وبا کې د خپل رول په هکله د انتقاد ګوته له ځانه لیرې کړي.

اروپایي اتحادیې د غبرګولي په ۲۱مه یو راپور خپور کړ او تور یې ولګاوه چې چینایي او روسي رژیمونو هڅه کوله چې د کووېډ-۱۹ په ترڅ کې «د هدفي نفوذي عملیاتو او د غلطو معلوماتو د خپرولو په کمپاینونو» سره اروپايي دیموکراسي کمزورې او خپل اعتبار زیات کړي.‌

ټوېټر د غبرګولي په ۲۳مه وویل چې د چین د حکومت د غلطو معلوماتو د کمپاینونو له ۱۷۰ زرو څخه ډېر حسابونه یې حذف کړي دي.‌

له وبا څخه ګټه اخیستل

په ورته وخت کې، چینایي شرکتونه له دغې وبا څخه داسې ګټه اخلي ترڅو عواید ترلاسه کړي.‌

چین ډېره زیاته هڅه وکړه چې د ماسکونو په څېر د ځاني خوندیتوب تجهیزات جوړ کړي ترڅو د ناروغۍ د خپراوي په ترڅ کې یې کمبود پوره کړي. د کال په لومړۍ نیمایي کې له ۷۳۰۰۰ څخه ډېرو شرکتونو ځانونه د ماسک جوړونکیو په توګه ثبت کړل -- چې ۳۶ زرو یې یواځې د وري په میاشت کې چې قېمتونه او تقاضا ډېره شوه، ځانونه ثبت کړل.‌

شنونکي وایي، چین د وري او د غبرګولي تر منځ له ۵۰ میلیاردو څخه ډېر ماسکونه صادر کړل -- چې د تېر کال د ټول تولید ۱۰ برابره زیاتوالی ښیي.

د شنونکو په وینا،‌ چین دې ته چمتو دی چې د نړۍ تر ټولو ډېر ماسکونه برابر کړي، او غټې کمپنۍ یې په نړۍ کې د وایرس په خپرېدلو سره خپل تولید زیاتوي.

د نیویارک ټایمز د یوه ویډیوي راپور په اساس، د دغې هڅې د برخې په توګه، چینایي مقامات په شین جیانګ سیمه کې مسلمان اقلیتونه دې ته مجبوروي چې د ځاني خوندیتابه د تجهیزاتو په فابریکو کې کار وکړي. دغه راپور د سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او حکومتي اسنادو په اساس جوړ شوی دی.‌

دا پروګرام د بیجینګ له خوا د داسې یوې هڅې برخه ده چې د تېرو څو کالونو په ترڅ‌ کې یې د قزاق او قرغز نژادو په ګډون له یو میلیون څخه ډېر مسلمانان د قانون د زده کړې کیمپونو ته لېږلي دي.‌

دغه ماسکونه په ګرده نړۍ کې خرڅیږي یا د پروپاګند د یوې وسیلې په توګه په خیریه چارو کې کارول کیږي چې شنونکي یې «د ماسکونو دپلوماسي» او د وایرس له امله له رامنځته شوې ملامتیا څخه د ځان خلاصولو چاره بولي -- په داسې حال کې چې دغه قمار د توکو د کیفیت د خرابوالي له امله په ځینې حالتونو کې ناوړه پایلې لرلي دي.‌

په یوه موقع کې،‌یوې چینایي کمپنۍ نیم میلیون «جعلي» د کووېډ -۱۹ ماسکونه خرڅ کړل چې ډاکتران پرې خوندي کړي. دغې کمپنۍ په دروغو ادعا کوله چې ماسکونه یې د هغو طبي کارکوونکیو لپاره چې د کروناوایرس له ناروغانو سره کار کوي د اېن ۹۵ په معیار برابر دي، او هغوی په دروغو ادعا کوله چې هغه په رسمي توګه تایید شوي دي.‌

د چین له خوا له قانون څخه سرغړونه د جعلي یا ټیټ کیفیت روغتیایي تجهیزاتو په تأمیناتو پورې محدوده نه ده.

د متحده ایالاتو د پلټنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) او د متحده ایالاتو د سایبري امنیت او بېخبنا د امنیت ادارې (سي آی اېس ای) د غوایي په میاشت کې خبرداری ورکړ چې، د چین له خوا ملاتړ کېدونکي هکران هڅه کوي چې د کووېډ-۱۹ لپاره د معالجې او واکسینونو اړوند تحقیق او علمي معلومات غلا کړي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چین حکومت باید په یوه نړۍ واله محکمه کې محاکمه شي او په دغه هېواد کې د کرونا وایرس د خپرېدلو په هکله سپیناوی وکړي.‌ په نړۍ کې د زرونو خلکو په وژلو سربېره،‌ چین د نړۍ ټولو هېوادونو ته زیانونه یا تاوانونه ور اړولي دي. د ټولو هېوادونو سوداګرو تاوانونه وکړل. د دغو ټولو تاوانونو او وژنو سبب د چین حکومت او خلک ول. خدای دې ټول هلاک کړي. امین

ځواب ورکړئ

خدای دې بې دینه چینایان په خپل قهر او غضب اخته کړي. د نړۍ خلک د دغو چټلو چینایانو له لاسه خراب شول. که دغو چټلو خلکو د پیشوګانو او سپیانو او نورو حیواناتو غوښه نه خوړلی، کرونا ناروغي به له کوم ځای نه راخپرېدله؟ اوس چینایان راځي او وایي چې هغوی کووېډ-۱۹ ته ماتې ورکړې ده. هغوی باید د شرم احساس وکړي، او د اتلولۍ او د وایرس د ماتولو په هکله خبرې ونه کړي.‌

ځواب ورکړئ

تاسو چې هر څه لیکي کیدای شي په خپل ځای صحیح وي خو زه فکر کوم چې چینایان ډېر غټر حرامیان او هوښیار خلک دي. زه فکر کوم چې دا کار هغوی قصدا وکړ او وایرس یې را واېست بیا یې د کوریج ساحه ورته محدودوه او داسې وټاکله چې دوی وکولی شي په اسانۍ سره یې مهار کړي خو په عین وخت کې یې نورې نړۍ ته وباسي او خپور یې کړي او په نړۍ باندې خپل جوړ شوي شیان خرڅ کړي. والله اعلم

ځواب ورکړئ