روغتیا

چین د کووېډ-۱۹ د فاجعې په ترڅ کې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې د ریکارد په کچه اقتصادي وده کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

دا عکس چې د تلې په ۵مه اخیستل شوی، مېلې ته تلونکي خلک د چین په وهان ښار کې چې کووېډ-۱۹ په کې راوټوکېد، روان دي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

دا عکس چې د تلې په ۵مه اخیستل شوی، مېلې ته تلونکي خلک د چین په وهان ښار کې چې کووېډ-۱۹ په کې راوټوکېد، روان دي. [هېکتور ریتامال/ای اېف پي]

بیجېنګ -- په داسې حال کې چې د نړۍ اکثر اقتصادونه له ستونزو سره مخامخ دي ځکه چې د کووېډ-۱۹ وبا سوداګریو ته سختې ضربې ورکړې او بې شمېره خلک یې له کارونو څخه واېستل، چین -- چې نوی کروناوایرس په کې راپیدا شوی وو -- راپور ورکړی چې د ریکارډ په کچه وده یې کړې ده.

رسمي ارقامو د دوشنبې په ورځ /د لیندۍ ۱۰مه/ وښودله چې د چین د فابریکو فعالیت د لړم په میاشت کې د درې کالونو په موده کې په تر ټولو چټک ډول وده وکړه.‌

د پېرودنې د مدیرانو شاخص [ (Purchasing Managers' Index (PMI] چې په چین کې د تولیداتو یو مهم مقیاس دی، په روان کال کې د وایرس پر ضد د مبارزې لپاره له سختو اقداماتو څخه وروسته په پراخه کچه بیرته پیاوړی شوی او په دې میاشت کې ۵۲.۱ ته رسېدلی دی.‌

د پېرودنې د مدیرانو شاخص د کب په میاشت کې چې نړۍ له نړۍ والې وبا سره مخامخ شوه ۳۵.۷ ته راښکته شو.

د روغتیایي پاملرنې یو کارکوونکی چې د ځاني خوندیتابه جامې یې پر تن دی د لیندۍ په ۷مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د کووېډ-۱۹ یو ناروغ تداوي کوي. د لیندۍ تر ۱۰مې پورې، کووېډ-۱۹ په ګرده نړۍ کې له ۶۰ میلیونو څخه ډېر خلک ککړ کړي، او نږدې ۱.۵ میلیونه یې وژلي دي. [هېلموت فوهرېنګر/ای پي ای/ای اېف پي]

د روغتیایي پاملرنې یو کارکوونکی چې د ځاني خوندیتابه جامې یې پر تن دی د لیندۍ په ۷مه د اتریش په پلازمېنه ویانا کې د کووېډ-۱۹ یو ناروغ تداوي کوي. د لیندۍ تر ۱۰مې پورې، کووېډ-۱۹ په ګرده نړۍ کې له ۶۰ میلیونو څخه ډېر خلک ککړ کړي، او نږدې ۱.۵ میلیونه یې وژلي دي. [هېلموت فوهرېنګر/ای پي ای/ای اېف پي]

د وري په میاشت کې، پي اېم آی هغه وخت ۵۲.۰ ته پورته شو چې چینایي فابریکو د ځاني خوندیتابه د وسایلو (پي پي اي) چې ډېر یې تقلبي او بې اغېزې ثابت شوي دي - تولید او خرڅلاو زیات کړ.

په ورپسې میاشتو کې، پي اېم آی د ۵۰ او ۵۱ تر منځ وړاندې وروسته کېده -- چې له ۵۰ نومرو څخه، چې وده له رکود څخه جلا کوي پورته و -- او د تلې په میاشت کې ۵۱.۴ ته ورسېد.

داسې تمه کېږي چې چین یواځینی غټ اقتصاد دی چې په دې کال کې یې د ریکارډ په کچه مثبته وده کړې ده.‌

له وبا څخه ګټه ترلاسه کول

چین، له وبا څخه د ګټې ترلاسه کولو په یوه هڅه کې داسې یو غټ پروګرام پیل کړ چې د ځاني خوندیتابه وسایل لکه ماسکونه تولید کړي څو د ناروغۍ د خپراوي په ترڅ کې د هغو کمی پوره کړي. د کال په لومړۍ نیمایي کې له ۷۳ زرو څخه ډېرو کمپنیو ځانونه د ماسک جوړونکیو په توګه ثبت کړل چې په دې ډله کې له ۳۶ زرو څخه ډېرو کمپنیو یواځې د وري په میاشت کې چې قېمتونه لوړ او تقاضا زیاته شوه، خپل ځانونه ثبت کړل.‌

شنونکي وایي، چین د وري او غبرګولي تر منځ له ۵۰ میلیاردو څخه ډېر ماسکونه صادر کړي دي چې دا د تېر کال د ټول تولید څخه ۱۰ برابره ډېر دی.

نیویارک ټایمز په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او حکومتي اسنادو کې د تثبیت شویو معلوماتو په اساس یو ویډیوي راپور ورکړ چې، د دغې هڅې د برخې په توګه، چینایي چارواکو په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبور کړل چې د ځاني خوندیتابه د وسایلو د جوړولو په فابریکو کې کار وکړي.

دا پروګرام د بیجینګ د یوې هڅې برخه دی چې د تېرو څو کالونو په ترڅ کې یې له قومي پلوه د قزاقانو او قرغزانو په ګډون له یوه میلیون څخه ډېر مسلمانان د مغز وینځلو کمپونو ته لېږلي دي.

بیجینګ دغه ماسکونه په نړۍ واله کچه پلوري یا یې د یوه پلان له مخې چې شنونکي یې «د ماسکونو دپلوماسي» بولي د مرستو په توګه کاروي څو د وایرس له امله رامنځته شوې ملامتیا څخه ځان خلاص کړي -- لاکن دغه لوبه یې د خراب کیفیت له امله په ځینې حالتونو کې معکوسه پایله لرله.

په یوه پېښه کې، یوې چینایي فابریکې له یوه میلیون څخه ډېر د کووېډ-۱۹ «تقلبي» ماسکونه چې د ډاکترانو د خوندي کولو په موخه جوړ شوي وو، وپلورل. یادې کمپنۍ دوه د دروغو ادعاوې وکړې: دا چې ماسکونه د طبي کارکوونکیو لپاره چې د کروناوایرس له ناروغانو سره کار کوي د اېن ۹۵ په معیار پوره وو او بله دا چې په رسمي توګه تایید شوي وو.‌

په وروستیو اونیو کې، د چین رژیم «د واکسین دپلوماسي» زیاته کړې ده -- چې د کووېډ - ۱۹ د یوه مؤثر واکسین له ژمنې څخه په استفادې سره په هغو سیمو کې چې د خپلو ګټو لپاره یې حیاتي بولي، د تبادلې د یوې وسیلې په توګه کار اخلي.

چین د یوه اتل په توګه

د چین رژیم د وبا په خپرولو کې د هغه له رول لرلو، او په بحران کې یې د رول له پټولو سره سره، د کووېډ - ۱۹ د وبا پر ضد مبارزه کې په فعاله توګه د خپلې «اتلولۍ» په روایت باندې ټینګار کوي.

د دغې هڅې د برخې په توګه، د چین ملي موزیم د زمري په میاشت کې د «یووالی پیاوړتیا» په نامه یوه ننداره پرانستله چې داسې انځورګري، بتان او خطاطي یې نندارې ته وړاندې کړل چې د رژیم په وینا د دغه بحران په وړاندې غبرګون کې یې بریالیتوب په ګوته کوي.

د چین دولتي رسنۍ هم غواړي نړۍ ته وښیي چې دغه هېواد د کروناوایرس له وبا څخه راوتلی دی، دا په داسې حال کې ده چې هېوادونه اوس هم د کووېډ-۱۹ له امله -- چې له چین څخه پیل او خپور شو -- له سختو بندیزونو څخه کړېږي، او دغه رسنیز کمپاین ته په عصبانیت سره ګوري.

د ۱۳۹۸ په وروستیو کې، چینایي چارواکو چې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي په خپرېدلو ده، تقریبا تر یوې اونۍ پورې هېڅ ونه ویل، اجازه یې ورکړه ترڅو وایرس په وهان کې اغېز وکړي او نړۍ ته خپور شي، او د ناروغۍ شواهد یې په قصدي توګه له منځه وېوړل.

د بحران له پیل راهیسې، بیجینګ ډېره هڅه کوله چې د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې په کروناوایرس وبا کې د خپل رول په هکله د انتقاد ګوته له ځانه لیرې کړي، او هم په خبرونو او ټولنیزو رسنیو کې د وایرس په هکله په ښکاره د غلطو معلوماتو په خپرولو ونیول شو.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چین د پاکستان یو نژدې ملګری دی، او هر هېواد چې له پاکستان سره دوستي کوي هغه شیطان دی. چین تر اوسه پورې حتی یو ځل نه دي ویلي چې ولې پاکستان ترهګرو ته روزنه ورکوي او بیا یې افغانستان ته رالېږي؟ چین په دې خوښ دی چې په افغانستان کې جنګ روان وي چې متحده ایالات خپل د ترهګرۍ ضد جنګ کې ناکام شي، لاکن متحده ایالاتو یو ډېر هوښیار تصمیم ونیو چې له طالبانو سره یې خبرې اترې پیل کړې او له هغوی سره یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره هوکړه لاسلیک کړه. اوس باید متحده ایالات هڅه وکړي چې بین الافغاني مذاکرات بریالي شي چې په افغانستان کې تلپاتې سوله راشي او بد غوښتونکي هېوادونه د افغانستان له نیابتي جنګ څخه ګټه وانه خلي.‌

ځواب ورکړئ

په راتلونکو څو کالو کې به د چین کالني عواید د متحده ایالاتو او جرمني له عوایدو څخه ډېر شي،‌ او په نژدې راتلونکي کې به چین د نړۍ په زبرځواک باندې بدل شي. له دې امله، د افغانستان په شمول هغه هېوادونه چې د چین خواوشا ته پراته دي باید احتیاطي ګامونه پورته کړي.‌ لومړنی کار چې چین به یې وکړي دا وي چې خپل ګاونډي هېوادونه به اشغال کړي او بیا به د خپلو ځواکمنو سیالانو په لور وخوځېږي.

ځواب ورکړئ