اقتصاد

د چین اقتصاد به له کووېډ -۱۹ څخه په ګټه اخیستنې سره تر ۱۴۰۷ پورې د نړۍ تر ټولو غټ اقتصاد وګرځي

سلام ټایمز

دا عکس چې د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۴مه اخیستل شوی، د چین په شانګهای ښار کې د کرسمس له رارسېدلو څخه مخکې له یوه پلورنځي څخه بهر، خلک په داسې حال کې ښیي چې ماسکونه یې نه دي لګولي او د کرسمس په مناسبت په څراغونو د روښان شوي جوړښت مخې ته سلفي عکسونه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

دا عکس چې د ۱۳۹۹ د مرغومي په ۴مه اخیستل شوی، د چین په شانګهای ښار کې د کرسمس له رارسېدلو څخه مخکې له یوه پلورنځي څخه بهر، خلک په داسې حال کې ښیي چې ماسکونه یې نه دي لګولي او د کرسمس په مناسبت په څراغونو د روښان شوي جوړښت مخې ته سلفي عکسونه اخلي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په برتانیا کې د اقتصادي او سوداګریزو څېړنو د مرکز په وینا، په داسې حال کې چې د کروناوایرس د خپراوي په ترڅ کې اکثرو اقتصادونو ډېر زیانونه ولیدل، چین دې ته چمتو شوی چې تر ۱۴۰۷ کال پورې، پنځه کاله مخکې له هغه چې پخوا یې وړاندوینه شوې وه، د نړۍ تر ټولو غټ اقتصاد وګرځي.‌

راپور وایي، د نړۍ په اقتصاد کې د چین ونډه په ۲۰۰۰ میلادي [۱۳۷۹] کال کې له ۳.۶٪ څخه سږ کال ۱۷.۸٪ ته پورته شوې ده، او دغه هېواد به تر ۲۰۲۳ میلادي [۱۴۰۲] کال پورې «لوړ عاید لرونکی هېواد» وګرځي.‌

په داسې حال کې چې نړۍ د وبا له اقتصادي اغېزو سره لاس او ګرېوان ده، په نړۍ وال بازار کې د چین ونډه په ډېرېدونکي ډول لویه شوې، او دا کار د تخنیکي صنعت او د ځاني خوندیتابه د وسایلو د خرڅلاو په نتیجه کې شوی دی.

په متحده ایالاتو کې د پیترسن د نړۍ والې اقتصاد پوهنې د انسټیټیوټ په وینا، ان مخکې له دې چې د کروناوایرس وبا پیل شي، چین د ځاني خوندیتابه د وسایلو تر ټولو غټ صادروونکی وو چې په نړۍ کې د مخ د ماسکونو، جامو او خوندي کوونکو عینکو نږدې نیمایي یې چمتو کول.‌

په عکس کې چې د لړم په ۸مه اخیستل شوی، د چین د جیانګ سو ولایت په لیان یونګانګ ښار کې د ماسکونو جوړونې یوه فابریکه ښودل شوې ده.‌ د چین د اقتصادي ودې یو عامل د ځاني خوندیتابه د وسایلو په صادراتو کې ډېرښت ښودل شوی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

په عکس کې چې د لړم په ۸مه اخیستل شوی، د چین د جیانګ سو ولایت په لیان یونګانګ ښار کې د ماسکونو جوړونې یوه فابریکه ښودل شوې ده.‌ د چین د اقتصادي ودې یو عامل د ځاني خوندیتابه د وسایلو په صادراتو کې ډېرښت ښودل شوی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د لړم په لومړیو کې، په بیجینګ کې د لینک مېډ (LyncMed) په نامه د ځاني خوندیتابه د وسایلو جوړوونکي یوه غټ شرکت مؤسس او اجرائیه رییس پاول وانګ د متحده ایالاتو د عامه خپرونو ادارې ته وویل چې د هغه د کمپنۍ د خرڅلاو حجم د تېر یوه کال په پرتله ۱۰ برابره ډېر شوی دی.

هغه وویل، «په اوړي کې له یوه سرسري سکوت څخه وروسته، چې وایرس په ډېرو ځایونو کې کم شو، اوس په ډېر قوت سره بیا د توکو د چمتو کولو غوښتنې راځي.»

چین د ځاني خوندیتابه د وسایلو له پلورنو څخه ګټه ترلاسه کوي، او دا کار د هغه اقتصاد په بې ساري چټکتیا سره قوي کوي. د لړم په میاشت کې، د هغه صادرات په ډېر چټک ډول زیات شول، چې د ریکارډ په کچه سوداګریزه ګټه یې ور په برخه کړله.‌

رویټرز د لیندۍ په ۱۶مه د چین د ګمرکاتو ادارې څخه د ترلاسه کړو معلوماتو په اساس راپور ورکړ چې د لړم په میاشت کې د چین عمومي صادرات د یوه کال مخکې وخت په پرتله ۲۱.۱٪ ډېر شول، او د ۱۳۹۶ له سلواغې راهیسې یې هغه ته تر ټولو چټکه وده ور په برخه کړله. په راپور کې راغلي، هغوی همدارنګه د شنونکو له خوا د ۱۲.۰٪ ډېرښت تمې په اوبو لاهو کړې او په لړم کې له ۱۱.۴٪ څخه هم چټکه شوله.

د بشري حقونو له سرغړونو څخه ګټه ترلاسه کول

چین به تر ۲۰۲۸ میلادي (۱۴۰۷) کال پورې د نړۍ تر ټولو ستر اقتصاد شي، خو په کوم قېمت؟

له وبا څخه د ګټې اخیستنې په لړ کې، چین ډېرې هڅې وکړې ترڅو د کمبود د پوره کولو لپاره د ځاني خوندیتابه وسایل تولید کړي. د کال په لومړۍ نیمایي کې له ۷۳۰۰۰ څخه ډېرو شرکتونو خپل نومونه د ماسکونو د جوړونکیو په توګه ثبت کړل -- او په دې لړ کې یواځې د وري په میاشت کې چې قېمتونه او تقاضا زیات شول -- له ۳۶۰۰۰ څخه ډېرو نویو کمپنیو خپل نومونه ثبت کړل.

نیویارک ټایمز په سلګونو ویډیوګانو، عکسونو او حکومتي اسنادو کې د تثبیت شویو معلوماتو په اساس یو ویډیوي راپور ورکړ چې، د دې هڅې په لړ کې، چینایي چارواکو په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبور کړي ول ترڅو د ځاني خوندیتابه د وسایلو جوړولو فابریکو کې کار وکړي.

راپور زیاتوي چې د چنګاښ تر ۱۰مې پورې، د ځاني خوندیتابه د وسایلو ۵۱ فابریکو، چې له وبا څخه مخکې څلورو څخه دغه شمېر ته زیاتې شوې وې، په سینکیانګ کې چې ډېر اوسېدونکي یې مسلمانان دي فعالیت کاوه، او له ۵۱ څخه لږ تر لږه ۱۷ یې له ځایي کارکوونکيو څخه استفاده کوله. ‌

په راپور کې راغلي، په یوه ویډیو کې ټایمز په یوه فابریکه کې د اویغوریانو لپاره د استوګنې د جلا خونو داسې عکسونه چې د سټیلایټ له لارې اخیستل شوي دي، ښیي. په دغو فابریکو کې کارکوونکي اویغوریان مجبور دي چې د ښوونې په اونیزو پروګرامونو او د ماندرین ژبې په کورسونو کې برخه واخلي.

یوه خبریال وویل، دغو فابریکو ته کارکوونکي «په خپله خوښه نه ورځي»، او بیجینګ داسې جبري سهمیې تطبیقوي چې هغوی مجبور کړي چې برخه واخلي، او دا تر نړۍ وال قانون لاندې د جبري کار یو ډول دی.

د چنګاښ په میاشت کې د چین د ځاني خوندیتابه د وسایلو په جوړونکیو فابریکو کې له مسلمانانو څخه د ناوړه استفادې له افشا کېدلو څخه وروسته، د برتانیا حکومت د چین په رژیم باندې تور ولګاوه چې په سینکیانګ کې د قزاق او قرغز نژادو په ګډون د نژادي او مذهبي اقلیتونو پر وړاندې په «سخت ځوروونکي» چلند سره «له بشري حقونو څخه ښکاره سرغړونې» کوي.

د متحده ایالاتو د سوداګرۍ وزارت د چنګاښ په ۳۰مه اعلان وکړ چې هغه د اویغور اقلیت پر وړاندې له بشري حقونو څخه په سرغړونو کې د لاس لرلو له امله ۱۱ چینایي سوداګریز شرکتونه په تور لست کې نیولي دي.

چینایي مقاماتو ادعا کړې چې، د سینکیانګ د ځاني خوندیتابه د وسایلو کار «د کارګرانو د انتقال د یوه پروګرام» برخه دی چې «له محلي اوسېدونکیو سره مرسته کوي څو په کار کولو سره له فقر څخه راوځي او یوه ګټور ژوند ته مخه کړي.»

خو په حقیقت کې دغه پروګرام د بیجینګ د یوه داسې نوښت برخه دی چې د تېرو څو کالونو په ترڅ کې یې د قزاق او قرغز نژادو په ګډون له یوه میلیون څخه ډېر چینایي مسلمانان د ښوونې کمپونو ته لېږلي دي.

د «کارکوونکیو د انتقال پروګرام» د بیجینګ یوه بل پروګرام ته ورته دی.‌

د وایرس د منشاء د ورکولو هڅې

د ناروغۍ له خپرېدلو راهیسې بیجینګ هڅه کوي چې د وایرس د منشاء په هکله شکونه راپورته کړي.‌

مثلا، د پیپلز ډیلي په نامه دولتي ورځپاڼې د لړم په نیمایي کې د فیسبوک په یوه پوسټ کې ولیکل، «ټول موجود شواهد ښیي چې کروناوایرس د منځني چین په وهان کې نه دی پیل شوی.»

همدارنګه د لړم په میاشت کې، بیجینګ په چټکۍ سره د یوه ایټالوي طبي ژورنال یوه څېړنه په خپله ګټه واړوله چې لیکلي یې وو کروناوایرس ان د ۱۳۹۸ د وږي په میاشت کې په ایټالیا کې موجود وو، او د څېړنې د نتایجو مهم جزیات یې لیرې کړل او د ناروغۍ د خپراوي د منشأګانو په هکله یې له سطحي معلوماتو څخه په استفادې سره شکونه راپورته کړل.

حقیقت دا دی چې ټول شواهد د چین وهان ښار د دغه نړۍ وال بحران د مرکز په توګه په ګوته کوي.

د ۱۳۹۸ په وروستیو کې، چینایي چارواکو چې پوهېدل چې یوه مرګونې ناروغي په خپرېدلو ده، تقریبا تر یوې اونۍ پورې هېڅ ونه ویل، اجازه یې ورکړه ترڅو وایرس په وهان کې اغېز وکړي او نړۍ ته خپور شي، او د ناروغۍ شواهد یې په قصدي توګه له منځه وېوړل.

د بحران له پیل راهیسې، بیجینګ ډېره هڅه کوله چې د توطیې تیوریو ته د ودې ورکولو له لارې په کروناوایرس وبا کې د خپل رول په هکله د انتقاد ګوته له ځانه لیرې کړي،او هم په خبرونو او ټولنیزو رسنیو کې د وایرس په هکله په ښکاره د غلطو معلوماتو په خپرولو ګیر راغای.

د دغو هڅو د برخې په توګه، د چین رژیم د وبا په خپرولو کې د هغه له رول لرلو، او په بحران کې یې د رول له پټولو سره سره، د کووېډ - ۱۹ د وبا پر ضد مبارزه کې په فعاله توګه د خپلې «اتلولۍ» په روایت باندې ټینګار کوي.

د چین ملي موزیم د زمري په میاشت کې «د پیاوړتیا یووالی» په نامه یوه ننداره پرانستله او داسې نقاشي، بتان او خطاطي یې نندارې ته وړاندې کړل چې د رژیم په وینا د دغه بحران په وړاندې غبرګون کې یې بریالیتوب په ګوته کوي.

د چین دولتي رسنۍ هم غواړي نړۍ ته وښیي چې دغه هېواد د کروناوایرس له وبا څخه راوتلی دی، دا په داسې حال کې ده چې هېوادونه اوس هم د کووېډ-۱۹ له امله -- چې له چین څخه پیل او خپور شو -- له سختو بندیزونو څخه کړېږي، او دغه رسنیز کمپاین ته په غوسې سره ګوري.

همدارنګه، چین د ناروغۍ په ترڅ کې هڅه کړې ده ترڅو خپل نرم قوت زیات کړي، مخ پر ودې هېوادونو سره یې ژمنه کړې چې خپل واکسین به هغوی ته ورکړي او په دې توګه یې «د واکسین دپلوماسۍ» ته مخه کړې ده.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که امریکا غواړي له چین سره سیالي وکړي ښه لاره یې دا ده چې هغه صنایع چې چین په کې کار کوي امریکا هم په کې کار پیل کړي. د دې لپاره چې خدمتونه د امریکا په نسبت ارزان برابر کړي کولی شي چې په افغانستان کې له افغانانو سره شریکې یا داسې فابریکې جوړې کړي چې افغانستان ته په نسبی ډول ټکس ورکوي او افغانستان ځای ورکړي. دغه کارونه اروپایی هیوادونه هم کولی شي. اوس په امریکا کې د یوه عادي کارکوونکي تنخا شاید دوه زره ډالر وي خو په افغانستان کې که یوه کارکوونکي ته پنځه سوه ډالر ورکول شي په خوښۍ سره پرې کار کوي. په دې ډول به هم د افغانستان اقتصاد ښه شي هم به د امریکایانو او اروپایانو لپاره د توکو د جوړېدنې اډه برابره شي.

ځواب ورکړئ

که چین غواړي چې د نړۍ تر ټولو غټ اقتصاد جوړ شي، هغه باید پیسې په قانوني لاره وګټي. دا صحیح کار نه دی چې پيسې په ناقانونه لاره وګټل شي. حتی که پخپله چینایان پوه شي چې کرونا وایرس چې په زرونو چینایان یې ووژل د چین له خوا د پیسو ګټلو لپاره جوړ شوی وو، ښایي چې هغوی د نظام پر ضد ودریږي او ښایي چې د چین حکومت نه یوازې د نړۍ د هیوادونو په منځ کې محبوبیت له لاسه ورکړي، بلکې همدارنګه د چینایانو تر منځ هم اعتبار له لاسه ورکړي.‌

ځواب ورکړئ

د نړۍ ټول هیوادونه باید د چین له طبي تجهیزاتو او د کووېډ-۱۹ له درملو څخه بایکاټ‌ وکړي او پرې نه ږدي چې چینایي وسایل یې هېواد ته ورداخل شي، ځکه چې د کرونا وایرس د خپرېدلو په نتیجه کې د نړۍ ټولو هېوادونو ته ډېر زیات تاوانونه ور واوښتل،‌ او د دغو تاوانونوعامل د چین حکومت او خلک ول.‌ د نړۍ خلک باید په خپلو مارکیټونو کې نه یوازې چینایي‌ طبي تجهیزات،‌ بلکې ټول چینايي تولیدات بند کړي. که چین او د هغه خلکو له پيل نه کرونا وایرس کنټرول کړی وای، نړۍ به هیڅکله هم له دغې مرګونې پېښې سره نه وای مخامخ شوې.‌

ځواب ورکړئ