روغتیا

په وهان کې د کلبونو مینه وال په خپله ازادۍ ویاړي خو نړۍ لا هم له ستونزو څخه کړېږي

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

خلک د سلواغې په ۲مه د چین په وهان کې له یوه نایټ کلب څخه لیدنه کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

خلک د سلواغې په ۲مه د چین په وهان کې له یوه نایټ کلب څخه لیدنه کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

وهان -- په تیاره کې د سوی ځلاند غوږونه،‌ د لوړ اواز موزیک او د ماسکونو پر وړاندې د انعطاف وړ چلند: په وهان کې له نږدې یوه کال سخت بندیز څخه وروسته چې په دغه ۱۱ میلیونه نفوس لرونکي ښار کې یې ژوند په ټپه درولی وو، یو ځل بیا د شپې له مخې نندارې پیل شوې.

په داسې حال کې چې د چین د نورو سیمو په ګډون، په نوره نړۍ کې اوس هم بندیزونه لګېدلي او په وایرس د اخته کېدنو پېښې په کې په ډېرېدلو دي،‌ د نوي کروناوایرس د راټوکېدلو په مرکز وهان کې ځوانان د خپلې ازادۍ باټې وهي.

د ښار په منځ کې د سوپر مونکي په نامه نایټ کلب کې د جامو اغوستلو کړنلاره یا د ډېرو مهمو کسانو (وي آی پي) لست نشته.

څه چې لازم دي دا دي چې لږ تر لږه له یوې دروازې څخه تېر شي، ماسک ولري او د بدن تودوخه یې وکتل شي. که څوک له ۳۷.۳ سانتیګراد څخه لوړه تبه یا لړزه ولري ساتونکي دغه ډول مېلمانه ننوتلو ته نه پرېږدي.

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، خلک د چین د منځني هوبي ولایت په مرکز وهان کې له یوه نایټ کلب څخه لیدنه کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، خلک د چین د منځني هوبي ولایت په مرکز وهان کې له یوه نایټ کلب څخه لیدنه کوي. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، خلک د چین په وهان ښار کې له یوه نایټ کلب څخه لیدنه کوي، په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کروناوایرس وبا له امله د اوږدو بندیزونو او محدودیتونو له کړاوونو سره مخامخ ده. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په دې عکس کې چې د سلواغې په ۲مه اخیستل شوی، خلک د چین په وهان ښار کې له یوه نایټ کلب څخه لیدنه کوي، په داسې حال کې چې نوره نړۍ د کروناوایرس وبا له امله د اوږدو بندیزونو او محدودیتونو له کړاوونو سره مخامخ ده. [هیکتور ریتامال/ای اېف پي]

په داخل کې، چې د کلب مینه وال له کڼوونکي لوړ اواز لرونکي موزیک او ړندوونکې لېزر رڼا سره د غولي پر مخ نڅا کوي، دغه قواعد اکثر وختونه په ټینګه نه تعقیبیږي.

په داسې حال کې چې ماسکونه په دروازه کې جبري دي، موزیک غږونکي او د پروګرام برخه وال یې له ملګرو سره د خبرو کولو، نڅا کولو او سګرټ څکولو پر وخت لیرې کوي.

ډېر په دې خوښ دي چې د تېر کال له سخت قرنطین څخه، چې د یوه نوي نامعلوم وایرس پر وړاندې د مجادلې لپاره لګول شوی وو، وروسته ښار ته راوتلي دي.

یوه سړي چې شاوخوا دېرش کاله عمر یې درلود او ځان یې د ژو په نامه معرفي کړ، ای اېف پي ته وویل، «زه له دوه څخه تر درې میاشتو پورې په کور دننه ایسار وم... هیواد د وایرس پر ضد ډېره ښه مجادله وکړه، او اوس زه کولی شم چې په پوره ارامۍ کې بهر وځم.»

تېر اوړی، په نوره نړۍ کې چې کروناوایرس په کې ډېر زیانونه واړول، د انټرنټ کاروونکي په وهان کې د اوبو په یوه پارک کې د یوې سترې مېلمستیا عکسونو سخت حیران کړل.‌

ګټې او دروغ

د خوندونو او خوښیو احساس او له یخ سره د شامپاین شرابو څښل له هغه ریاضت څخه چې مقامات یې په بیجینګ کې تبلیغوي ډېره فاصله لري.

خو د چین قیانګ په نامه یوه سړي چې د ۲۰ کالونو په شاوخوا کې عمر یې درلود په عملي توګه د وبا د له منځه وړلو له امله د کمونست ګوند ستاینه وکړه. دا په داسې حال کې ده چې په تېرو څو ورځو کې د هیواد په نورو برخو کې د ناروغۍ پېښې ډېرې شوي دي.‌

هغه وویل، «د چین حکومت ښه دی. د چین حکومت هر څه د خپلو خلکو لپاره کوي او خلک تر ټولو مهم دي او لوړه درجه لري او له نورو هېوادونو څخه توپیر لري.»

د قیانګ خبرې د وبا له پيل راهیسې د بیجینګ د دولتي رسنیو د غلطو معلوماتو هغه پراخ کمپاین منعکسوي چې د وایرس پر ضد مجادله کې په هېواد دننه د بیجینګ بریا او د لویدیځو حکومتونو د «ناکامۍ» ډول غږوي.

هغه د چین «بریا» د بیجینګ د مستبد سیاسي موډل د بهترۍ د ثبوت په توګه ستایي.

په داسې حال کې چې د کروناوایرس له امله په چین کې د مړینو رسمي شمېر له ۵۰۰۰ څخه کم دی،‌ بیجینګ دا خپله بریا بولي او هڅه کوي دا روایت پیاوړی کړي چې څنګه یې کووېډ-۱۹ مهار کړ،واکسینونه یې جوړ کړل او اقتصاد یې بېرته لارې ته برابر کړ.

حقیقت دا دی چې د چین رژیم د ۱۳۹۸ په وروستیو کې د دغې تنفسي ناروغۍ، چې لومړی یې سر راوټوکاوه، په هکله خبرونه غلي کړلاو ابتدایي مشورې یې د ناروغۍ د خپرېدا خطرونه کم اهمیته وبلل.‌

په پیل کې د بیجینګ چوپتیا -- او بیا له ملامتیا نه د ځان خلاصولو لپاره د غلطو معلوماتو د خپرولو کمپاینونو -- دې ته لاره هواره کړه چې وایرس په ګرده نړۍ کې خپور شي، له دوو ملیونو څخه ډېر خلک ووژني او د نړۍ اقتصادونه سخت زیانمن کړي.

روانه اونۍ چین راپور ورکړ چې په ۲۰۲۰ میلادي کال کې یې جي ډي پي ۲.۳٪ وده کړې ده.که څه هم چې دا په لسیزو کې تر ټولو ټیټه درجه ده خو هغه یواځنی لوی اقتصاد دی چې د وبا په ترڅ کې مثبت ارقام خپروي.

د دغې ودې ډېره برخه د چین د رژیم د هغو هڅو له برکته ده چې له وبا څخه یې ګټه واخیستله.

چین یو پراخ پروګرام پیل کړ چې د کمښت د پوره کولو لپاره د ځاني خوندیتابه وسایل تولید کړي. د کال په لومړۍ نیمایي کې له ۷۳۰۰۰ څخه ډېرو شرکتونو خپل نومونه د ماسکونو د جوړونکیو په توګه ثبت کړل -- او په دې لړ کې یواځې د وري په میاشت کې چې قېمتونه او تقاضا زیات شول -- له ۳۶۰۰۰ څخه ډېرو نویو کمپنیو خپل نومونه ثبت کړل.

نیویارک ټایمز د چنګاښ په میاشت کې راپور ورکړ چې، د دې هڅې په لړ کې، چینایي چارواکو په سینکیانګ کې مسلمان اقلیتونه مجبور کړل چې د ځاني خوندیتابه د وسایلو جوړولو په فابریکو کې کار وکړي. په راپور کې راغلي چې د چنګاښ تر ۱۰مې پورې، د ځاني خوندیتابه د وسایلو ۵۱ فابریکو، چې له وبا څخه مخکې څلورو فابریکو څخه دغه شمېر ته زیاتې شوې وې، په سینکیانګ کې فعالیت کاوه.

سوداګري د معمول په څېر ده؟‌

په داسې حال کې چې ډېری هڅه کوي چې بېرته عادي حالت ته وګرځي، ځینې تاییدوي چې وایرس چارې بدلې کړې.

چین وویل، په کلب کې له وبا څخه د مخکې وخت په پرتله د خلکو شمېر کم دی.

د نایټ کلب د ځانګړې نښې د ساتنې د چارو مدیر لي بو وویل چې وایرس د هغه کار ته سخت زیان ور اړولی دی.‌

هغه ای اېف پي ته وویل، «په نورو هېوادونو کې د نورو قرنطینونو په پرتله، زموږ هېواد لږ تر لږه نیم پرانستی دی،‌ خو مشتریان اوس هم د ناارامۍ احساس کوي.» د لي بو د اټکل له مخې په وهان کې د شپې له مخې ساعت تېرۍ شاوخوا ۶۰ - ۷۰٪ کمې شوي دي.

د ځینو ادارو له خوا لګېدلو سختو مقرراتو ستونزې رامنځته کړي دي، ځکه چې د برخه والو شمېر کم دی او وار له مخه د وخت ټاکل ضرور دي.

همدارنګه، کاروونکي مجبور دي چې د مسیر یو اپلیکیشن وښیي او ثابته کړي چې د هغوی روغتیا صحیح ده.‌

بیا هم د ننوتلو لپاره دا چارې کافي نه دي.‌

د ای اېف پي څو ژورنالستانو ته اجازه ور نه کړل شوه چې اېمهان کلب ته ننوځي ځکه چې د هغوی اپلیکیشنونو ښودله چې هغوی له بیجینګ څخه راغلي دي.

د چین د پلازمېنې یوې جنوبي سیمې د وایرس د بلې ککړوونکې بڼې، چې په برتانیا کې یې سر را پورته کړی وو، د موجودیت په هکله راپور ورکړ او مقاماتو د سلواغې په ۱ نېټه ۱.۶ میلیونو اوسېدونکیو ته د قرنطین حکم وکړ.‌

په ورته وخت کې، په وروستیو اونیو کې له سلګونو نویو عفونتونو څخه وروسته، د رغونې د چارو کارکوونکي ۲۴ ساعته په دې کار کوي چې په شیجیازهوانګ ښار کې، چې ۱۱ میلیونه اوسېدونکیو ته په کې د سخت قرنطین حکم شوی دی، د قرنطین یو لوی مرکز ورغوي.

دولتي رسنیو تېره اونۍ راپور ورکړ چې د هیبي ولایت په شاوخوا کلیو کې له ۲۰ زرو څخه ډېر اوسېدونکي په داسې مرکزونو کې چې د ځانګړیو مقاماتو له خوا اداره کیږي قرنطين شوي دي.

په ورته وخت کې، چارواکو د مرغومي له ۲۹مې څخه په جیلین ولایت کې نږدې درې میلیونه خلک وروسته له هغه قرنطین کړل چې هغوی په یوه مسافر پلورونکي باندې تور ولګاوه چې له ۱۰۰ څخه ډېرو کسانو ته یې ناروغي ور ولېږدوله.

د ناروغۍ دغو خپراویو چین د سلواغې په ۲۴مه د راروان سپوږمیز نوي کال له رخصتۍ څخه مخکې د ناروغۍ د پېښو یوې احتمالي څپې ته تیارسۍ کړی دی.

چارواکي ګومان کوي چې د دغې ملي مېلې په ترڅ کې به په یوه ورځ کې شاوخوا ۴۰ میلیونه چینایان سفر کوي، چې دا د وایرس په کمولو کې د بیجینګ ادعا شوې «بریا» ګواښي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

چینایان باید وشرمېږي او لږ تر لږه د کرونا ماتې ونه لمانځي ځکه چې هغوی هم وایرس خپور کړ او هم یې اوس د ماتې په هکله خبرې هم کوي.‌

ځواب ورکړئ

۲۰۲۰ کال چین د ټولې انسانانو ته دوزخ وګرځاوه. په کار دی چې ملګري ملتونه او ځواکمن هیوادونه له چین نه غوښتنه وکړي چې لږ تر لږه هغه پیسې چې د کرونا په جریان کې یې ګټلي دي له نورو هیوادونو سره او په ځانګړې توګه د نورو هیوادونو د کورونا د قربانیانو له کورنیو سره شریکې کړي. جرم که چین کوي که روسیه، امریکا یا بل هیواد باید چې سزا یې ورکول شی.

ځواب ورکړئ