روغتیا

بیجینګ ومنله چې چینایي واکسین د کووېډ-۱۹ پر ضد یواځې ۷۹٪ اغېزمن دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

روغتیایي کارکوونکی جیورجیو فرانیوټي د مرغومي په ۸مه په مکسیکو ښار کې د فایزر/بایو اېن ټېک جوړ د کووېډ -۱۹ واکسین اخلي. [الفرېډو ایستریلا/ای اېف پي]

روغتیایي کارکوونکی جیورجیو فرانیوټي د مرغومي په ۸مه په مکسیکو ښار کې د فایزر/بایو اېن ټېک جوړ د کووېډ -۱۹ واکسین اخلي. [الفرېډو ایستریلا/ای اېف پي]

د چین د درمل جوړونې لویې کمپنۍ سینوفارم د چارشنبې په ورځ /د مرغومي ۱۰مه/ وویل چې، د هغې له خوا جوړ شوي د کروناوایرس واکسین د درېیم پړاو ازموینو وموندله چې هغه ۷۹٪ اغېزمن دی، او دا د فایزر - بایو اېن ټېک او موډېرنا له خوا د جوړو شویو سیالو ستنو په پرتله کمزوری دی.

چین، چې یادې وبا په لومړي ځل په کې سر راپورته کړ، له لوېدیځ سره د کووېډ-۱۹ واکسینونو د جوړونې لپاره په سیالۍ بوخت دی، چې پنځه یې وار له مخه د کلینیکي ازموینو په درېیم پړاو کې دي خو یو یې هم په رسمي توګه تایید شوی نه دی.‌

د مرغومي د ۱۰مې اعلان لومړني معلومات وو چې د چین د واکسین د کاندید د اغېز په هکله خپاره شول.

د بیجینګ د بیولوژیکي تولیداتو انسټیټیوټ چې د سینوفارم فرعي شرکت دی او د چین د ملي بایوټیک ګروپ سره یوځای د یوه واکسین په جوړولو باندې کار کوي، وویل، «د کووېډ-۱۹ پر ضد د سینوفارم سي اېن بي جي بیجینګ واکسین خوندي کوونکی اغېز ۷۹.۳۴٪ دی.»

په اعلامیه کې راغلي چې سینوفارم د چین د درمل جوړونې تنظیموونکې ادارې څخه د کروناوایرس د غیر فعال واکسین د تایید غوښتنه کړې ده. هغه داسې یوه پېچکاري ده چې د پتوجېن له اجزاوو څخه په کې کار اخیستل شوی دی.

خو د چین رژیم هڅه کوي چې د خپلو نومول شویو واکسینونو لپاره، چې د ازموینې د نتایجو په برخه کې د شفافیت نشتوالي یې مخه نیولې ده، نړۍ وال اعتبار ترلاسه کړي.

هغه د درېیم پړاو ازموینو د بشپړولو په برخه کې چې باید په بهر کې ترسره شي، ورو دی.

په ورته وخت کې، لویدیځ هېوادونه له ازموینې څخه وروسته د واکسین د توزیع او تایید په برخه کې پرمخ تللي دي.‌

د فایزر - بایو اېن ټېک او موډېرنا د پرمختللیو نومول شویو واکسینونو د سلګونو میلیونو ډوزونو د پېرودلو لپاره چې په ترتیب سره ۹۵٪ او ۹۴٪ اغېز لري، غوښتنې شوي دي.‌

د شفافیت نشتوالی اعتبار کمزوری کوي

د چین د روغتیایي چارواکو او د واکسین جوړوونکیو له خوا د شفافیت نشتوالي په ګرده نړۍ کې د چین له خوا د کووېډ-۱۹ د واکسینونو کاندیدانو باندې باور کمزوری کړی دی.

دا د چین هغه هڅې چې کوښښ کوی ترڅو خپل زوبل شوی اعتبار، چې د وبا په هکله یې په پیل کې د خبرونو په پټولو سره نړۍ له یوې فاجعې سره مخامخ کړه او د یوه واکسین د جوړولو د وروستیو هڅو له لارې یې غواړي بیرته ورغوي،زیان رسوي.

مثلا د لیندۍ په ۲۳مه په برازیل کې ترسره شوې یوې سروې وموندله چې ۵۰٪ ځواب ویونکیو وویل چې هغوی به په چین کې جوړ شوی واکسین وانه خلي، په داسې حال کې چې صرف ۴۷٪ نورو وویل چې دوې به یې واخلي.‌

دغه سروې د واکسین د نسبتا کمزوری اغېز په هکله د خبرونو له خپرېدلو څخه مخکې ترسره شوې وه.

د موډېرنا،‌ استرازینیکا او جانسن اینډ جانسن له خوا د جوړېدونکیو واکسینونو برخلاف، د چین درمل جوړونکیو د خپلو واکسینونو د خوندیتوب یا اغېز په هکله لږ معلومات خپاره کړي وو.‌

د لوېدیځ په واکسینونو باندې د باور او د هغو د غوښتنو په زیاتېدلو سره، د چین رژیم -- چې د روسیې د سپوتنیک V د ازمېښتي واکسین لپاره د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین وروستیو علني تبلیغاتو په څېر یوه تکتیک ته یې مخه کړې ده -- او لاس په کار شوی ده ترڅو په خپل هېواد کې جوړ شوي واکسینونه بې وزلو هېوادونو ته وړاندې کړي.

خو دغه سخاوت کاملا د بشردوستۍ په اساس نه دی بلکې بیجینګ هیله لري چې په اوږده موده کې پرې دپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا کې د نړۍ والې روغتیا د څانګې یوه جګپوړي غړي هوانګ یانژونګ د لیندۍ په نیمایي کې ای اېف پي ته وویل، «په دې کې شک نشته چې چین د واکسین دپلوماسي کوي او هڅه کوي ترڅو خپل ژوبل شوی حیثیت بیا ورغوي.»

په ورته وخت کې د چین د روغتیا چارواکو روانه اونۍ وویل،‌ په وهان کې د موجودو انتي باډیو په هکله خپاره شوي معلومات ښیي چې ښایي د وبا په دغه مرکز کې د پېښو شمېر د هغه شمېر په نسبت چې پخوا یې راپور ورکول شوی وو ۱۰ برابره ډېر وي.

دا خبرونه په داسې حال کې مخې ته راځي چې د روغتیا د نړۍ وال سازمان (ډبلیو اېچ او) له خوا د وایرس د منشأ د څېړنې له پیل څخه یواځې څو اونۍ مخکې د دوشنبې په ورځ /د مرغومي ۸مه/ یوه چینایي ژورنالسته په چین کې د کووېډ-۱۹ د ناروغۍ د لومړیو پړاوونو په هکله د راپور ورکولو له امله په څلورکاله حبس محکومه شوه.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

زه فکر کوم چې د کووېډ-۱۹ په رامنځته کولو کې د نړۍ غټ ځواکونه ښکېل دي. کله چې هغوی کولی شي چې د درېمې نړۍ په هېوادونو کې د خپلو وسلو د خرڅولو لپاره جنګ رامنځته کړي او خلک ووژني، هغوی دا هم کولی شي چې داسې مرګونی وایرس خپور کړي، بیا ورته درمل جوړ کړي او په بیلیونونو او تریلیونونو ډالر وګټي، ځکه چې هغوی داسې غټ قوتونه دي چې د ژوند په ټولو چارو کې لومړۍ خبره کوي او د درملو په جوړولو کې هم مخکې دي.‌ که د افغانستان په څېر یو وروسته پاتې هېواد د وایرس لپاره درمل جوړوي، ښایي د نړۍ خلک یې ونه کاروي، خو که د چین، امریکا، روسیې او جرمني په څېر غټ اقتصادي هېوادونه درمل جوړ کړي، هر څوک چمتو دی چې وایې خلي. دې ته د پانګوالۍ یا کپېټلېزم نظام وایي، هغوی ناروغي رامنځته کوي او بیا مارکېټ ته درمل وړاندې کوي. دا مهمه نه ده چې څومره خلک په کې مړه کیږي.

ځواب ورکړئ