روغتیا

خامنه اي ایرانیانو ته د کووېډ - ۱۹ امریکایي او برتانوي واکسینونو د رسیدو مخه نیسي

سلام ټایمز

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي د مرغومي په ۱۹مه د یوې وینا په ترڅ کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې اعلان یې وکړ چې هغه به ایرانیانو ته د امریکایي او برتانوي واکسینونو د ور رسېدلو مخه ونیسي. [د ستر مذهبي مشر دفتر]

د ایران ستر مذهبي مشر علي خامنه اي د مرغومي په ۱۹مه د یوې وینا په ترڅ کې په داسې حال کې لیدل کیږي چې اعلان یې وکړ چې هغه به ایرانیانو ته د امریکایي او برتانوي واکسینونو د ور رسېدلو مخه ونیسي. [د ستر مذهبي مشر دفتر]

د ایران ستر مذهبي مشر د جمعې په ورځ /د مرغومي ۱۹مه/ د حکومت له خوا له متحده ایالاتو او برتانیا څخه د کووېډ-۱۹ د واکسینونو د واردولو مخه ونیوله، او د دغه هېواد چې په منځني ختیځ کې د ناروغۍ له بدترین حالت سره مخامخ دی، انتخابونه یې محدود کړل‌.

علي خامنه اي په یوه ټویټ کې ولیکل، «په متحده ایالاتو او برتانیا کې د جوړو شویو واکسینونو واردول ممنوع دي.»

تر دې مخکې، په یوه وینا کې چې د تلوېزیون له لارې په ژوندۍ بڼه خپرېدله، خامنه اي وویل چې دغه واکسینونه «د اعتماد وړ نه دي»، او زیاته یې کړه چې ښایي متحده ایالات او برتانیا «غواړي ترڅو خپل واکسینونه په نورو هېوادونو باندې وازمويي.»

هغه وویل، «که فایزر کولی شي چې یو واکسین جوړ کړي، متحده ایالات یې باید د خپلو خلکو لپاره استعمال کړي،» او زیاته یې کړه چې هغه یوه فرانسوي واکسین ته هم «هیله من» نه دی.‌

متحده ایالاتو د مرغومي په ۸مه په ایران باندې د کووېډ -۱۹ د واکسینونو پلورل تایید کړل.

د نړۍ هېوادونو وار له مخه د متحده ایالاتو له خوا په دقیق ډول د ازمویل شوي فایزر - بایو اېن ټېک واکسین او د برتانیا د اکسفورد - استرازینیکا واکسین ترلاسه کول پیل کړي، یا یې ورته نومونه لیکلي چې ترلاسه یې کړي.

د جمعې په ورځ،‌ په داسې حال کې چې تنظیموونکیو د متحده ایالاتو د موډېرنا کمپنۍ له خوا د یوه واکسین د جوړونې په هکله زرغون څراغ ورکړ، برتانیا خپل د واکسین جوړونې د پراخ پروګرام د هڅو په لړ کې د کروناوایرس پر ضد خپل درېیم واکسین هم تایید کړ.‌

سیاست ته په خلکو ترجیح ورکول

خامنه اي په خپله وروستۍ وینا کې وویل، «که مناسبه وي، له متحده ایالاتو او برتانیا پرته له نورو هېوادونو څخه د واکسینونو په را واردولو کې هېڅ ستونزه نشته.»

په داسې حال کې چې ایراني چارواکو تر اوسه پورې د چینایي واکسین له پېرودلو څخه انکار کړی دی، سرې میاشتې د جمعې په ورځ وویل چې حکومت هغوی ته خبر ورکړی چې د کووېډ-۱۹ واکسینونه به د «یوه ختیځ هېواد» له لارې برابر کړای شي.

موجود ارتباطات او سوداګریز تړونونه دې قوي احتمال ته اشاره کوي چې ایران به چینایي یا روسی واکسین وپېري. ایراني چارواکو پخوا د دغو واکسینونو د پېرودنې پر وړاندې خبرداری ورکړی، او یادونه یې کړې وه چې هغوی یواځې هغه واکسینونه تاییدوي چې د متحده ایالاتو اېف ډي ای یا د اروپایي اتحادیې د روغتیا چارواکو ازمویلي وي.‌

هغوی دا موقف د چینایي واکسینونو د کیفیت د تایید شوي ټیټوالي او جانبي عوارضو له امله نیولی وو.‌د چین د سینوفارم کمپنۍ له خوا جوړ شوي د کروناوایرس واکسین د درېیم پړاو ازموینو موندلې وه چې هغه یواځې ۷۹٪ اغېزمن دی.

نړۍ والو کتونکیو د روسیې د سپوتنیک V واکسین په هکله چې په لومړي ځل د چنګاښ په میاشت کې جوړ شو، هم شک ښودلی وو او داسې اندېښنې یې راپورته کړې وې چې کېدی شي د واکسین په جوړولو کې د کریملین سیالي د واکسین مؤثریت او خوندیتوب اغېزمن کړي.

د مرغومي په لومړیو کې د ترلاسه شویو رسمي معلوماتو په اساس، له ۱.۲ میلیونو څخه ډېر ایرانیان په کووېډ-۱۹ اخته شوي، چې شاوخوا ۵۵۰۰۰ یې مړه شوي دي، خو ان د ایران د روغتیا چارواکي اعتراف کوي چې د اخته کسانو او مړو شمېرې له هغه څه نه ډېرې لوړې دي چې رسمي ارقام یې ښیي.‌

د روحاني اداره او اسلامي انقلابي ګارډ چې په قسمي توګه د کروناوایرس د روان بحران د مدیریت مسؤل دی،‌ د دغې ناروغۍ د خپرېدا په مهارولو کې ناکام شوي دي.

هغوی د خپل غلط مدیریت د پټولو لپاره د دروغو روایاتو ته مخه کړې ده. خامنه اي د جمعې په ورځ په خپلو کړو خبرو سره ثابته کړه چې نوموړی د ایرانیانو په عامه روغتیا او ګټو باندې سیاسي اتحادونو ته ترجیح ورکوي.‌

په داسې حال کې چې د ایران رژیم د کووېډ- ۱۹ د بحران پر وړاندې په خپل غبرګون کې پاتې راغلی،په دروغو د دغه حالت پړه د متحده ایالاتو په بندیزونو باندې ور اچوي، او داسې ټینګ کمپاین یې پیل کړی چې ایرانیان له دې امله د ضروري درملو له کموالي سره مخامخ دي.‌

په ایراني واکسین باندې بدګوماني

په ورته وخت کې، ایران د خپل واکسین په جوړولو باندې کار کوي، او په رضاکارانو باندې یې انساني ازموینې پیل کړي دي.

خو په سیمه کې هغو خلکو چې خبرې ورسره شوي دي، وار له مخه په ایران کې د جوړېدونکي واکسین پر وړاندې بدګوماني ښودلې او وایي چې په متحده ایالاتو یا اروپا کې جوړ شوي واکسین ته ترجیح ورکول د جیوپولټیک یا فرقه ایي فکټورونو پر ځای په ساینسي پلټنه باندې ولاړ دي.‌

د جنوبي لبنان په نباتیه سیمه کې د یوه دولتي ښوونځي ښوونکې لینا مروه وویل، «که ماته وویل شي چې د دوو واکسینونو، یوه امریکایي او بل ایراني، په منځ کې یو غوره کړم، زه به حتما لومړی غوره کړم ځکه چې ډېر باوري دی.»

مصري ډاکتر طارق محمد چې په ایپیډیمیولوجي او وایرولوجي کې تخصص لري هم په ایران کې د یوه احتمالي جوړېدونکي واکسین په هکله شک وښود.‌

هغه وویل، «په عمومي توګه زه په ایراني طبي توکو باندې اعتماد نه لرم ځکه چې هغه د منځني ختیځ، شمالي افریقا او مصر د درمل جوړونې په نقشه کې هېڅ ځای نه لري.»

د عراق د ذي قار ولایت د روغتیا ریاست ویاند ډاکتر صلاح غیاد د لړم په میاشت کې وویل، «د واکسین په غوره کولو کې، عراق کاملا په هغو واکسینونو باندې تکیه کوي چې د نړۍ روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) تایید کړي وي، او هر هغه واکسین چې دغې ادارې تایید کړي وي هغه به په دې هېواد کې تایید شي.»

د پنجشنبې په ورځ،‌ د روغتیا وزارت مرستیال ایرج حریرچي وویل چې ایران داسې یوه هوکړه لاسلیک کړې چې د ډبلیو اېچ او د سي او وي ای اېکس (COVAX) سیستم له لارې واکسیونه وپېري، او دا یوازنۍ هوکړه ده چې ایران د واکسین د پېرودلو لپاره کړې ده.

د خامنه اي له خبرو نه لږ وروسته، د ایران د سرې میاشتې ټولنې د فایزر - بایو اېن ټېک د واکسین د ۱۵۰۰۰۰ دوزو ترلاسه کولو شوې هوکړه باطله کړه. دغه واکسینونه په متحده ایالاتو کې د بشردوستانو له خوا مرسته کېدل او په پام کې وه چې په را روانو اونیو کې ایران ته ولېږل شي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د خامنه اي د نوم له اخیستلو نه مخکې سل ځلې خپله خوله ووینځئ. آیا تاسو فکر کوئ‌ چې د ایران حکومت او د ایران خلکو باید اجازه ورکړې وای چې امریکایي واکسین ایران ته راشي او د ایران مسلمانو خلکو ته زرق شي؟ د امریکا واکسینونه د ایرانیانو لپاره د زهرو په څېر دي چې هغوی به له منځه وېسي. خامنه اي ښه پرېکړه وکړه چې د امریکایي واکسینونو د ورود مخه یې ونیوله.‌ مرګ په ملعونه امریکا. ژوندی دې وي ایران او خامنه اي او د نړۍ شیعه ګان.

ځواب ورکړئ

امریکایان هره ورځ ستاسو ښځې او میندې واکسینوي.

ځواب ورکړئ