روغتیا

د چینایي واکسین ازموینې ودرول شوې: رضا کار نشي کولی لاسونه وخوځوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو روغتیایي کارکوونکی د لیندۍ په ۱۹مه د پیرو په پلازمېنه لیما کې د یوې ازمېښتي مرحلې په ترڅ کې یو رضاکار دې ته چمتو کوي چې د چینایي شرکت سینوفارم له خوا تولید شوی د کووېډ - ۱۹ واکسین واخلي. [ایرنیسټو بیناویډیس/ای اېف پي]

یو روغتیایي کارکوونکی د لیندۍ په ۱۹مه د پیرو په پلازمېنه لیما کې د یوې ازمېښتي مرحلې په ترڅ کې یو رضاکار دې ته چمتو کوي چې د چینایي شرکت سینوفارم له خوا تولید شوی د کووېډ - ۱۹ واکسین واخلي. [ایرنیسټو بیناویډیس/ای اېف پي]

لیما، پيرو -- پيرو وروسته له هغه د درمل جوړونې د چینایي کمپنۍ سینوفارم له خوا د جوړ شوي کووېډ-۱۹ واکسین کلینیکي ازموینې وځنډولې چې د ازمېښتي رضاکارانو له ډلې څخه لږ تر لږه په یوه کې یې نیورولوجیکې ستونزې څرګندې شوې.

ځایي رسنیو د جمعې په ورځ /د لیندۍ ۲۱مه/ د پیرو د روغتیا د ملي انسټیټیوټ له قوله راپور ورکړ چې یادې ادارې، وروسته له هغه چې یوه رضاکار د خپلو لاسونو خوځولو کې ستونزې وښودلې، پرېکړه وکړه چې دغه ازمېښتي پړاو ودروي.

سر څېړونکي جرمن ملاګا رسنیو ته وویل، «څو ورځې مخکې موږ، له خپل مسؤلیت سره سم، تنظیموونکيو مقاماتو ته زیګنال ورکړ چې زموږ په ازموینو کې د برخه والو له جملې څخه یوه داسې نیورولوجیک اعراض وښودل چې د ګیلاین بییر ناسور شرایطو ته ورته والی لري.»

ګیلاین بییر سنډروم یا ناسور داسې یوه نادره او غیرساري بې نظمي ده چې د مټونو او لېنګیو خوځښت اغېزمنوي. پیرو د ۱۳۹۸ په چنګاښ میاشت کې له ګڼو پېښو څخه وروسته په پنځو سیمو کې روغتیایي بیړنی حالت اعلان کړ.‌

په ۱۳۵۰مو کالونو کې، د خوګ د زکام د یوې ویجاړوونکې څپې پر وړاندې د امریکایانو د واکسین کولو پروګرام وروسته له هغه ودرول شو چې د واکسین شویو کسانو له ډلې څخه په ۴۵۰ کسانو کې دغه سنډروم یا ناسور چې کېدی شي د فلج سبب وګرځي، سر راپورته کړ.

په پام کې وه چې د سینوفارم د واکسین لپاره د پیرو کلینیکي ازموینې د شاوخوا ۱۲۰۰۰ کسانو له ازمویلو څخه وروسته په دې اونۍ کې پای ته ورسیږي.

د یادې کمپنۍ رییس د لړم په میاشت کې وویل، نږدې یو میلیون خلکو د عاجل استعمال لپاره د سینوفارم واکسین ترلاسه کړی دی، لاکن هغه کوم مشخص شمېر ورنه کړ.‌

د یادې کمپنۍ ډېر ازمېښتونه د متحده عرب اماراتو، بحرین، مصر، پاکستان، اردن، پیرو او ارجنټاین په ګډون بهرنیو هېوادونو کې ترسره کېږي.

دغه شرکت ادعا کوي چې د واکسین په جوړولو کې «له ټولو اړخونو په نړۍ کې مخکښ دی»، خو بیا یې هم د روانو ازمېښتي چارو په هکله کلینیکي شواهد وړاندې نه کړل.

ویل کیږي چې، ډېر هغه کسان چې په چین کې واکسین ورته تطبیق شوی دی د درمل جوړونکیو په ازمېښتونو کې رسمي برخه وال نه دي او ویل کیږي چې دا کار یې په داوطلبانه توګه کړی دی.

له دې سره سره، کتونکي وایي چې د هغې سیالۍ په ترڅ کې چې چین غواړي د کووېډ - ۱۹ لپاره د تایید شوي واکسین جوړونکی لومړنی هېواد واوسي، بیجینګ خپل وګړي تشویقوي -- یا یې مجبوروي -- ترڅو دغه واکسین واخلي.

زیاتېدونکی شک او تردید

د چین د روغتیایي چارواکو او واکسین جوړونکیو له خوا د شفافیت نشتوالي په ګرده نړۍ کې د چین د کووېډ - ۱۹ واکسین د کاندیدانو په هکله باور کمزوری کړی دی.

همدارنګه دا د چینایي رژیم هغو هڅو ته ضربه رسوي چې د وبا په هکله د خبرونو د پټولو له امله یې نړۍ له ناورین سره مخامخ کړه او د واکسین جوړونې لپاره په خپلې وروستۍ هڅې سره غواړي خپل بایللی اعتبار بیاورغوي.

مثلا، یوې سروې چې د یکشنبې په ورځ /د لیندۍ ۲۳مه/ ترسره شوه، وموندله چې په برازیل کې ۵۰٪ د سروې ګډونوالو داسې ځواب ورکړ چې هغوی به په چین کې جوړ شوی واکسین وانه خلي، خو ۴۷٪ وویل چې هغوی به یې واخلي.

چین د سینوفارم په ګډون څلور واکسینونه د جوړونې وروستیو پړاوونو ته رسولي، او په یو شمېر هېوادونو کې په پراخه کچه انسانانو ته د شویو ازموینو په اساس ښه پرمختللي دي.

خو د موډېرنا، استراتیزینیکا او جانسن اینډ جانسن له خوا د جوړو شویو واکسینونو پرخلاف، چینایي درمل جوړوونکیو د خپلو د واکسینونو د خوندیتوب او مؤثریت په هکله لږ معلومات خپور کړی.

لندن کنسلټنسي ایرفینیټي وويل، د لړم د میاشتې تر وروستیو پورې د چین د واکسین جوړونې مخکښو شرکتونو سینوواک او سینوفارم له ۵۰۰ میلیونو څخه د کمو دوزونو لپاره غوښتنې ترلاسه کړې وې چې ډېرې یې د هغو هېوادونو له خوا وې چې په ازمېښتي پړاوونو کې یې برخه اخیستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې د برتانیا استرازینیکا وار له مخه د ۲.۴ میلیاردو دوزو غوښتنې ترلاسه کړي او فایزر د نږدې نیم میلیارد دوزو غوښتنې ترلاسه کړي دي.

په لویدیځو واکسینونو باندې د باور او د هغو د غوښتنو په زیاتېدلو سره، د چین رژیم د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین ته ورته تکتیک څخه کار اخلي چې د خپل هېواد د تجربوي واکسین سپوتنیک V د مشهورولو په وروستۍ هڅه کې یې، داسې ګام واخیست چې په خپل هېواد کې جوړ واکسینونه یې غریبو هېوادونو ته وړاندې کړل.

خو دغه سخاوت کاملا د بشردوستۍ په اساس نه دی بلکې بیجینګ هیله لري چې په اوږده موده کې پرې دپلوماتیک ملاتړ ترلاسه کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو اړیکو شورا کې د نړۍ والې روغتیا د څانګې یوه جګپوړي غړي هوانګ یانژونګ ای اېف پي ته وویل، «په دې کې شک نشته چې چین د واکسین دپلوماسي کوي او هڅه کوي چې خپل ژوبل شوی حیثیت بیا ورغوي.»

هغه وویل، «همدارنګه د چین د نړۍ وال نفوذ د زیاتولو او د جیوپولټیکي مسایلو د هوارولو لپاره د یوې وسیلې په توګه ورڅخه کار اخیستل کیږي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

2 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا نوی جوړېدونکی واکسین باید لومړی یوه حیوان ته تطبیق شي چې وکتل شي چې آیا هغه کوم جانبي عوارض لري که نه. وروسته باید هغه انسانانو ته تطبیق شي. د کرونا واکسین هم کېدی شي خطرناک وي.‌ ښایي چې هغه د کرونا وایرس درملنه وکړي، خو ښایي چې نورې ستونزې رامنځته کړي.‌ خلک باید د کرونا واکسین د اخیستلو په هکله ډېر پام وکړي.‌

ځواب ورکړئ

مونږ به دا واکسین تطبیق نه کړو. خدای (ج) دې پخپله مونږ خوندي وساتي.‌

ځواب ورکړئ