روغتیا

سروې: ډېر روسي ډاکتران به د مسکو د کووېډ-۱۹ واکسین تطبیق نه کړي

سلام ټایمز

د یوې روسۍ بایوټېک کمپنۍ یو کارکونکی د غوایي په ۳۱مه په سینټ پیترزبرګ کې د کروناوایرس په واکسین باندې کار کوي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

د یوې روسۍ بایوټېک کمپنۍ یو کارکونکی د غوایي په ۳۱مه په سینټ پیترزبرګ کې د کروناوایرس په واکسین باندې کار کوي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

مسکو -- د روسیې آر بي سي رسنۍ د تېرې میاشتې په نیمایي کې راپور ورکړ چې په روسیه کې له نیمایي څخه ډېر پوښتل شوي ډاکتران وایي، هغوی به د کریملین له خوا ډېر تبلیغ شوي د کروناوایرس واکسین تطبیق نه کړي.

د پوښتل شویو ډاکترانو له ډلې څخه ۵۲٪ ویلي چې هغوی به ناروغانو ته «سپوتنیک V» واکسین تطبیق نه کړي.‌

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې په واکسین باندې اعتماد نه لري، ۶۶٪ د هغه د مؤثریت په هکله د کافي معلوماتو نشتوالی یاد کړ، په داسې حال کې چې ۴۸٪ وویل چې دا ناشونې ده چې یو بریالی واکسین دې دومره په چټکۍ سره جوړ کړای شي.

د آر بي سي مالک ګریګوري بیریزکین دی چې د روسیې د ولسمشر ولادیمیر پوتین یو متحد دی. یوې روسۍ دولتي رسنۍ آر آی ای هم د دغې نه ستایونکې سروې خبر خپور کړ.

د روغتیايي پاملرنې د کارپوهانو له خوا خبرداري

وروسته له هغه چې دغه واکسین د زمري په ۲۱مه په ډېر زور او شور سره اعلان شو، په ګرده نړۍ کې روغتیایي پوهانو او طبي شنونکو خبرداری ورکړ او ډېرو وړاندیز وکړ چې دغه نه ثابت شوی، نه ازمویل شوی درمل ښایي له کووېډ-۱۹ څخه ډېر خطرناک وي.

په ګمالیا دولتي انسټیټیوټ باندې چې دغه واکسین یې را اېستلی دی وروسته له هغه انتقادونه زیات شول چې څېړونکیو او پخپله رییس یې څو میاشتې مخکې ځانونو ته د هغه نمونه تطبیق کړه او کارپوهانو د هغوی دغه کار غیرمعمول او په انسانانو باندې د ازموینو د پیلولو چټکه طریقه وبلله.‌

کتونکیو پخوا اندېښنې ښودلې وې چې روسي څېړونکیو دا کار په لږو پیسو او لږ وخت کې د چارواکو له خوا د فشار په نتیجه کې کړی دی.

د لندن په امپریل کالج کې یو معافیت پوه داني التمان وویل، «هر هغه واکسین چې خوندي او مؤثر نه وي، د هغه له خپرېدلو څخه رامنځته شوي زیانونه،‌ کولی شي چې زموږ موجودې ستونزې دومره سختې کړي چې د مهارولو وړ نه وي.»

حتی ایران، چې په نړۍ کې د کووېډ - ۱۹ د عفونت له امله د هغو هېوادونو په ډله کې دی چې په لوړه سطحه ډېر کسان په کې مړه او ککړ شوي دي، د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۸مه/ د کریملېن د دې ادعاو په هکله شک څرګند کړ چې د کروناوایرس یو خوندي واکسین یې جوړ کړی دی.

د ایران د کووېډ -۱۹ د مؤظف ځواک یوه غړي علي رضا زالي وویل، «د دې لپاره چې واکسین وکارول شي، د نړۍ وال روغتیایي سازمان په څېر معتبرې او مستقلې موسسې باید پرې نظر ورکړي او تائید یې کړي،‌ چې دا کار تر اوسه پورې نه دی شوی.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو پوهان باید په روسیه کې جوړ شوی واکسین وګوري، او ټول هېوادونه باید له روسیې سره همکاري وکړي چې د نړۍ ټول هېوادونه ورته لاسرسی ولري، ځکه چې کووېډ-۱۹ یو مرګونی وایرس دی، اوهغه به د نړۍ د ټولو خلکو ژوند واخلي.‌

ځواب ورکړئ

هر نوی واکسین چې راوځي هغه له ځان سره شکونه او بې باورۍ رامنځته کوي. دغه په روسیه کې جوړ شوی واکسین باید وکتل شي چې آیا په ریښتیا سره د کووېډ-۱۹ د تداوۍ لپاره دی که نه. سربېره پر دې،‌ د هغه جانبي عوارض هم باید وکتل شي چې، خدای مه کړه، هغه نورې څه ستونزې رامنځته نه کړي، ځکه چې که چېرې دغه واکسین د کروناوایرس درملنه وکړي خو د انسانانو لپاره یوه بله ستونزه رامنځته کړي، بیا به واکسین ګټور نه وي. نو، مونږ باید د روسي واکسین په تطبیق کې عجله ونه کړو. دغه واکسین باید له نورو پلټنو څخه وروسته تطبیق شي.‌

ځواب ورکړئ

فکر کوم چې روسیه غواړي د خپل جوړ کړی واکسین په ذریعه د انسانانو ژوند له ګواښ سره مخامخ کړی. مخکی له دی چی دغه واکسین بازار ته عرضه شی باید وڅیړل شی چی په رښتیا د کرونا وایرس لپاره ده کنه.

ځواب ورکړئ