روغتیا

ساینس پوهانو خبرداری ورکړ چې ښایي روسی واکسین تر کووېډ - ۱۹ ډېر خطرناک وي

سلام ټایمز او ای اېف پي

یو کارکونکی چې خوندي کوونکی جامې یې اغوستی دی د غوایي په ۳۱مه په ستریلنا کې د روسیې د هغې بایوټیک کمپنۍ په یوه تالار کې روان دی چې د کروناوایرس واکسین جوړوي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

یو کارکونکی چې خوندي کوونکی جامې یې اغوستی دی د غوایي په ۳۱مه په ستریلنا کې د روسیې د هغې بایوټیک کمپنۍ په یوه تالار کې روان دی چې د کروناوایرس واکسین جوړوي. [اولګا مالتسیوا/ای اېف پي]

مسکو -- په ګرده نړۍ کې روغتیایي پوهانو او طبي شنونکو د ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو ادعاګانو په هکله خبرداری ورکړی دی چې وایي روسیې د کروناوایرس پر ضد لومړنی واکسین جوړ کړی دی، ډېری حتی وا یې چې ښایي دغه نه ثابت شوی، نه ازمویل شوی درمل په حقیقت کې د کووېډ‌-۱۹ په پرتله ډېر خطرناک وي.‌

پوتین د سې شنبې په ورځ /د زمري ۲۱مه/ وویل، دغه واکسین خوندي دی او د هغه له لوڼو څخه یوې دا واکسین لګولی دی. په واکسین باندې «سپوتنیک ۵» چې په ۱۹۵۰ کې د شوروي یو مخکښ سټیلایټ وو، نوم اېښودل شوی دی.‌

کارپوهانو چې د نړۍ وال روغتیایي سازمان (ډبلیو اېچ او) کسان هم په کې شامل دي، وویل، هغوی اندېښنه لري چې د روسیې د څېړنو په هکله لږ معلومات موجود دي.‌

یو له څو هغو شیانو څخه چې د ادعا شوي واکسین په هکله معلوم دي دا دي چې هغه د روسیې د پوځ په څو درجنه «رضاکارانو» باندې ازمویل شوی دی.‌

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د زمري په ۲۱مه ادعا وکړه چې د روسیې روغتیایي چارواکو په بریالیتوب سره یو خوندي واکسین جوړ کړی دی. [کریملېن]

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د زمري په ۲۱مه ادعا وکړه چې د روسیې روغتیایي چارواکو په بریالیتوب سره یو خوندي واکسین جوړ کړی دی. [کریملېن]

د لندن په امپریل کالج کې یو معافیت پوه داني التمان وویل، «هر هغه واکسین چې خوندي او مؤثر نه وي، د هغه له خپرېدلو څخه رامنځته شوي زیانونه،‌ کولی شي چې زموږ موجودې ستونزې دومره سختې کړي چې د مهارولو وړ نه وي.»

د جرمني د روغتیا وزارت ویاند وویل، «د ناروغ خوندیتوب تر ټولو ستر لومړیتوب دی. د روسیې د واکسین د کیفیت، مؤثریت او خوندیتوب په هکله هېڅ معلومات نشته.»

په ګمالیا دولتي انسټیټیوټ باندې چې دغه واکسین یې را اېستلی دی وروسته له هغه انتقادونه زیات شول چې څېړونکیو او پخپله رییس یې څو میاشتې مخکې ځانونو ته د هغه نمونه تطبیق کړه او کارپوهانو د هغوی دغه کار غیرمعمول او په انسانانو باندې د ازموینو د پیلولو چټکه طریقه وبلله.‌

کتونکیو پخوا اندېښنې ښودلې وې چې روسي څېړونکیو دا کار په لږو پیسو او لږ وخت کې د چارواکو له خوا د فشار په نتیجه کې کړی دی.

د متحده ایالاتو د انتاني ناروغیو پوه انتوني فاوچي وویل، زه فکر کوم چې د ازموینو له ترسره کولو څخه مخکې د توزیع لپاره د واکسین د چمتووالي ادعاګانې یواځې ستونزې جوړوي.»

د متحده ایالاتو د روغتیا او بشري خدمتونو منشي الېکس ازر د چارشنبې په ورځ /د زمري ۲۲مه/ د یوه ټیلیفوني کانفرانس په ترڅ کې خبریالانو ته وویل، «دا مهمه ده چې موږ خوندي، مؤثر واکسینونه جوړ کړو او ارقام باید روښانه وي... دا د مخکې کېدلو سیالي نه ده.»

هغه زیاته کړه، «په روسیه کې له ابتدایي ازموینو څخه ترلاسه شوي ارقام افشا شوي نه دي؛‌ هغه روښانه نه دي.»

د قزاقستان په یوه روغتون کې د کووېډ - ۱۹ متخصصې ډاکترې اصیل ساليیېوا وویل، «زه د روسي مقاماتو په دې ادعاګانو باندې چې هغوی واکسین د استعمال لپاره چمتو کړی دی لږ باور لرم.»

ساليیېوا وویل، «د ازمویلو په پروسه کې، کېدی شي یو واکسین په اول کې خوندي معلوم شي، خو کېدی شي چې پایلې یې ډېرې وروسته څرګندې شي. تاسو نشئ کولی چې د میلیونونو خلکو روغتیا په خطر کې واچوئ، حتی په داسې حالت کې چې خطر د توجیه وړ هم کیدی شي وي.»

په قرغزستان کې د منځنۍ اسیا د امریکایي پوهنتون مالیکولر جینټیک پوه بولوت کالمیرزایوف خبرداری ورکړ چې، «د روسیې د واکسین جوړونکي پخپله هم نه پوهیږي چې واکسین تر څومره وخت پورې کار کوي ځکه چې هغوی کومې اوږدمهالې، په پراخه کچه کلینیکي څېړنې نه دي ترسره کړي.»

هغه زیاته کړه،‌ له نورو ازموینو څخه پرته به په راتلونکي کې ډېرې «حیرانتیاوې» رابرسیره شي.‌

په اسلام اباد کې د پاکستان د حکومت د کووېډ -۱۹ د مرکز یوه غړي ډاکتر جاوېد چیمه وویل، «که روسی واکسین مخکې هم بازار ته راوځي لاکن هغه باید د استعمال لپاره انتخاب نشي ځکه چې د هغه د خوندیتوب هېڅ تضمین نشته.»

په اسلام اباد کې د روغتیا ملي انسټیټیوټ کې د واکسیناسیون یوه متخصص محمد رفیق وویل، «موږ ډارېږو چې که واکسیناسیون له مناسبو ازموینو څخه پرته پیل شي، کېدی شي چې خلکو ته د ګټې په نسبت تاوان ډېر ورسوي.»

د لومړي کېدلو انګېزې

په دې برخه کې ډېر دلایل موجود دي چې ولې کریملین د لومړي کېدلو لپاره د یوه خطرناک یا غیرمؤثر «واکسین» د جوړولو لپاره فشار اچوي.‌

هغه محبوبیت چې پوتین پخوا د روسانو په منځ کې درلود هغه په تېرو دوه کالونو کې ډېر کم شوی دی، ځکه چې نوموړی د خپلو سیاسي پلویانو په منځ کې چې یو وخت ورته متعهد وو د نارضایتۍ له یوې قاطع او زیاتېدونکې څپې سره مخامخ دی.‌

د هغه موقف وروسته له هغه کمزوری شو چې کریملېن په ۱۳۹۷ کې د تقاعد د عمر په زیاتولو، او بیا په ۱۳۹۸ کې د مسکو ښار د شورا لپاره د سیالۍ په لړ کې د بېلابېلو مخالفو نوماندانو د نوماندۍ په مخنیوي سره ډېر روسان په قهر کړل.‌

په مسکو او د هېواد په نورو برخو کې ستر لاریونونه او نیونې معمول ګرځېدلي دي، او دا وخت د روسیې په ختیځو ولایتونو کې ستر لاریونونه ترسره کیږي.‌

روسي وګړي د تېرو پنځو کالونو په ترڅ کې په پرله پسې توګه د عوایدو کمښت او د اقتصاد خرابېدلو ته اندېښمن دي. د همدې سې شنبې په ورځ /د زمری ۲۱مه/ د روسیې د دولتي احصایو ادارې وویل چې د دغه هېواد اقتصاد په دویمه ربعه کې ۸.۵٪ زیان لیدلی دی.‌

په دې توګه، کتونکي وایي چې د هغه واکسین په هکله چې ډېره غوښتنه یې کېدله، د جوړولو ادعا د پوتین وروستی سیاسی مانور په ګوته کوي.

همدارنګه، د روسیې رژیم چې پوتین یې کنټرولوي، تمه لري چې له دغه نه ازمویل شوي واکسین څخه ډېره ګټه ترلاسه کړي.‌

د روسیې د مستقیمې پانګونې د صندوق (RDIF) رییس کیریل دیمیتريوف وویل، تمه ده چې د دغه صنعت تولید د وږي له میاشتې څخه پیل شي او دا چې ۲۰ هېوادونو «له یو میلیارد دوزو څخه ډېر واکسین د پيرودلو لپاره لومړني غوښتنلیکونه» ورکړي دي.‌

هغه وویل، روسیه له بهرنیو شریکانو سره یوځای دې ته چمتو ده چې په یوه کال کې په پنځو هېوادونو کې ۵۰۰ میلیونه دوزه واکسینونه جوړ کړي.

د لویدیځو روغتیایي سیستمونو پر ضد بریدونه

پوتین دا ادعاوې له یوې میاشتې څخه لږ وروسته له هغه وکړې چې برتانیا، متحده ایالاتو او کاناډا د هکرانو په یوه ګروپ باندې، چې د روسیې استخباراتو سره نږدې اړیکې لري، تور ولګاوه چې هڅه کوي د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د کووېډ -۱۹ واکسین د جوړونې په برخه کې د پرمختګ معلومات غلا کړي.

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډامینیک راب وویل هغه د دغو تورونو په هکله «کاملا باوري» دی او دغه کار یې «وحشتناک او شرموونکی» وباله.‌

د چین رژیم هم د کووېډ - ۱۹واکسین د غلا په هڅه نیول شوی دی، چې په نتیجه کې یې متحده ایالاتو د چنګاښ په میاشت کې چین د انټرنټي جنایتکارانو لپاره یو خوندي ځای وباله.

د روسیې رژیم څو میاشتې کیږي چې ښه په درز د نوي کروناوایرس د وبا په هکله غلط معلومات خپروي. یوې څېړنې وښودله چې دا د پوتین له خوا د لویدیځ د روغتیایي پاملرنې د سیستمونو او د امریکایي پوهانو د بې اعتباره کولو یو اوږدمهالی کمپاین یوه برخه ده.

اروپایي اتحادیې د وري په میاشت کې په یوه څېړنه کې وویل، د مرګوني وایرس په هکله د روسیې له خوا د غلطو معلوماتو کمپاین په ګرده نړۍ کې د خلکو ژوند له خطر سره مخامخ کوي او هدف یې دا دی چې په روغتیایي سیستمونو باندې د اعتماد د کمزوری کولو له لارې په لویدیځ کې بحران بدتر کړي.

[له الماتي څخه کنات التینبایوف او له پېښور څخه اشفاق یوسفزي د دې راپور په برابرولو کې همکاري کړې ده]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په دغه ډول څرګندونو سره، روسیه یوه غټه غلطي کوي ځکه دا معلومه نه ده چې په راتلونکي کې به دغه واکسین څه جانبي عوارض ولري.‌ روسیه یوازې غواړي چې د نړۍ پام د خپل ځان په لوري ور واړوي او بس.

ځواب ورکړئ

یوازې د اروپا او امریکا توکي اصلي دي، او د نورو هېوادونو توکي ټیټ کیفیته او نقلي دي. د روسیې، امریکا او اروپا تاریخ له داسې کیسو څخه ډک دی چې مونږ ښه یو او تاسو بد یئ. تاسو روسي واکسین کله تطبیق کړي چې تاسو نړۍ په دې خبرو کڼه کړه چې زیانونه لري؟ منطق څه وایي؟

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې روسیه به د خپل واکسین له لارې د نړۍ د انسانانو ژوند واخلي.

ځواب ورکړئ

پوتین دروغ وایي چې روسیې د کووېډ-۱۹ د تداوۍ لپاره واکسین جوړ کړی دی. ښایي هغه واکسین چې کندهاري حکیم جوړ کړی دی له روسي واکسین څخه بهتر وي ځکه چې هغه په افغانستان کې په زرونو خلک جوړ کړل. که چېرې د کووېډ-۱۹ واکسین یو اتل ولري، بې له شکه چې اتل به یې کندهاری حکیم وي.‌

ځواب ورکړئ

تر اوسه پورې هیڅوک هم نه دی توانېدلی چې د کووېډ-۱۹ لپاره واکسین جوړ کړي. هر هېواد چې وایي چې کېدی شي واکسین یې جوړ کړی وي هغه دروغ وایي. هغوی هڅه کوي چې ځانونه په سیمه کې مشهور کړي او ځان ته توجه جلب کړي. ښایي چې تر ډېرو کالو پورې د کووېډ-۱۹ تداوي ونه موندل شي ځکه چې هغه یوه مرموزه ناروغي ده.‌

ځواب ورکړئ