روغتیا

روسي هکران د کروناوایرس واکسین د تحقیقاتو د غلا په هڅه ونیول شول

سلام ټایمز او ای اېف پي

د متحده ایالاتو په مریلنډ ایالت کې ډاکتران د کب په میاشت کې په یوه لابراتوار کې کار کوي چې د کووېډ - ۱۹ لپاره واکسین جوړ کړي. [اندریو کبالیرو رینولډز/ای اېف پي]

د متحده ایالاتو په مریلنډ ایالت کې ډاکتران د کب په میاشت کې په یوه لابراتوار کې کار کوي چې د کووېډ - ۱۹ لپاره واکسین جوړ کړي. [اندریو کبالیرو رینولډز/ای اېف پي]

لندن - برتانوي امنیتي چارواکو د پنجشنبې په ورځ‌ /د چنګاښ ۲۶مه/ څرګنده کړه چې روسي هکران هغه موسسې په نښه کوي چې د کروناوایرس واکسین په جوړولو بوختې دي.

د برتانیا د انټرنټي خوندیتوب ملي مرکز (اېن سي اېس سي) وویل، د APT29 ګروپ له خوا بریدونه روان دي خو تر اوسه یې د واکسین د پلټنې او جوړونې برتانوي، امریکایی او کاناډایي موسسې په نښه کړي دي.‌

هغه وویل، «د انټرنټي خوندیتوب ملي مرکز داسې ارزونه کوي چې APT29 چې بل نوم یې 'the Dukes' یا 'Cozy Bear' دی تقریبا د روسیې د استخباراتي خدمتونو د برخې په توګه کار کوي، او زیاته یې کړه چې امریکایي او کاناډایي امنیتي ادارې په دې برخه کې هم نظره دي.‌

د انټرنټي خوندیتوب ملي مرکز (اېن سي اېس سي) وویل، «د APT29 له خوا د ناوړه فعالیت کمپاین روان دی، چې تر ډېره حکومتي، دپلوماتیک، تحقیقاتي، د روغتیایي پاملرنې هدفونه په نښه کوي تر څو قېمتي تفکري ملکیت غلا کړي.»

د انټرنټي خوندیتوب د ملي مرکز رییس پاول چیچیستر وویل، «موږ د هغو موسساتو پر ضد چې د کروناوایرس وبا پر ضد د مجادلې په لاره کې حیاتي فعالیت ترسره کوي دغه منفور بریدونه غندو.»

د برتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومینیک راب د دغو موندنو په باب، چې له داسې لارښوونو سره یوځای خپرې شوې وې چې موسسات څنګه کولی شي چې له انټرنټي بریدونو څخه د ځانونو د خوندي کولو په برخه کې مرسته وکړي، غوسه څرګنده کړه.

هغه وویل، «دا کاملا د نه منلو وړ ده چې روسي استخباراتي ادارې هغه څوک په نښه کوي چې د کروناوایرس د وبا پر ضد د مجادلې په برخه کې کار کوي.»

د انټرنټي بریدونو او غلطو معلوماتو کمپاینونه

دغه اخطار د هغو خبرداریو او راپورونو د لړۍ یوه بله کړۍ ده چې په ایران، شمالي کوریا، روسیه او چین کې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکیو هکرانو باندې تور لګوي چې د کروناوایرس د وبا اړوند ناوړه فعالیتونه ترسره کوي. په دغو فعالیتونو کې د دروغو له خبرونو څخه نیولې د کارکوونکو او ساینسپوهانو تر په نښه کولو پورې چارې شامل دي.

د متحده ایالاتو د پلټتنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) او د انټرنټي امنیت او بېخبنا امنیتي ادارې (سي آی اېس ای) د غوایي په ۲۴مه خبرداری ورکړ چې د چین له خوا ملاتړ کېدونکي هکران هڅه کوي چې د کووېډ - ۱۹ د معالجو او واکسینونو اړوند تحقیقات او تفکري ملکیت غلا کړي.

په هغې میاشت کې برتانیا او متحده ایالاتو دا خبرداری هم ورکړ چې د تنظیم شویو جنایتکارانو له خوا د روغتیایي کارپوهانو پر ضد په انټرنټي بریدونو کې زیاتوالی راغلی دی چې «اکثر د نورو دولتونو فعالانو پورې اړه لري.»

د متحده ایالاتو د پلټتنو فدرالي ادارې (اېف بي آی) او د انټرنټي امنیت او بېخبنا امنیتي ادارې (سي آی اېس ای) وویل چې هغوی د «پاسورډونو د ماتولو» ډېر تکتیکونه -- چې هکرانو هڅه کولو په عادي ډول د استعمالېدونکیو پاسورډونو له لارې د روغتیایي پاملرنې د ادارو او طبي پلتنې د موسساتو حسابونو ته لاسرسی ومومي،‌ کشف کړي دي.

په ورته وخت کې، په ځانګړې توګه چینایي او روسي رژیمونو داسې همکارۍ زیاتې کړي چې د کروناوایرس د وبا په اړه د دروغو روایات خپاره کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړۍ والې ښکېلتیا د مرکز منتظمې لي ګبریل چې بهرني تبلیغات تعقیبوي، وویل، «ان د کووېډ - ۱۹ له بحران څخه مخکې، موږ د روسیې او د چین د ولسي جمهوریت تر منځ د پروپاګند د خپرولو په برخه کې د پام وړ همغږي لیدلې وه.»

د ای اېف پي د راپور له مخې، هغې د غوایي په ۱۹مه خبریالانو ته وویل، «خو د دې وبا په راتګ سره دغه همکاري ډېره چټکه شوې ده.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ډیر د شرم ځای ده چې روسیې په شان یو پیاوړی هېواد چې ځان ته ډغرې وهي او له امریکا سره سېالي کوي بیا ځي د امریکا علمي څېړني غلا کوي.

ځواب ورکړئ

روسیه په نړۍ کې تر ټولو قوي استخبارات لري چې کی جي بي یې بولي. کی جي بي د نړۍ تر ټولو ډېره مؤثره د معلوماتو شریکوونکې اداره ده. دغه اداره ډېر ماهر او تجربه لرونکي هکران لري. تر دې چې روسي هکران د متحده ایالاتو، چې د روسیې ازلي دښمن دی، د ټولو استخباراتي معلوماتو په هکله خبر دي. دغه هکران د هرو هغو نویو شیانو په هکله معلومات لري چې متحده ایالات یې کشفوي. هغوی هغه نوي تحقیقات او پلټنې چې په متحده ایالاتو کې ترسره کیږي غلا کوي ځکه چې په نړۍ کې هیڅوک هم نشي کولی چې د ساینس او ټکنالوجۍ، طب، وسلو، د ناسا د پلټنو او داسې نورو په برخو کې له امریکا سره سیالي وکړي.‌ له دې امله، روسیه تل هڅه کوي چې د خپلو هکرانو په وسیله د امریکا تحقیقات او پلټنې غلا کړي، او دا ځل هم دغه هېواد هڅه کړې چې د کووېډ – ۱۹ واکسین فارمول غلا کړي.‌ ستاسو د اخبار له امله ډېره مننه. ډېر په زړه پورې معلومات په کې دي.‌ هغه راپورونه چې تاسو یې خپروئ نورې رسنۍ یې نه خپروي. اکثر وختونه ستاسو راپورونه نوي او زمونږ لپاره جالب وي. یو بل ښه شی چې ستاسو رسنۍ یې لري دا دی چې په درې ژبو کې خپرونې کوي.‌ زه ډېر وختونه دری او پښتو جملې له انګلیسي سره مقایسه کوم او په دې توګه خپله انګلیسي تمرینوم. اوس زما انګلیسي د پخوا په نسبت ډېره ښه شوې ده. کله چې زه انګلیسي متن لولم، زه پرې ډېر ښه پوهېږم، خو یوازې په انګلیسي کې لیکلو سره ستونزه لرم.

ځواب ورکړئ

روسان هم ډېر شرمېدلي خلک دي.‌ تر اوسه یې داسې څه ونه کړل چې نړۍ ته یې خیر ورسیږي. روسیه، چین، امریکا، برتانیا او دغه د جي ۷ دي که د جي ۸ هېوادونه چې قوي اقتصادونه لري دوی باید خپلې اتومي وسلې ټولې له منځه وېسي، د نورو وسلو له جوړولو نه لاس واخلي او پيسې د بشر د پرمختګ په لاره کې ولګوي چې د خدای دا عظیمه نړۍ لا نوره عظیمه شي. اتومي وسله به یوه ورځ نه یوه ورځ هیوادونه ویجاړ کړي او د خدای دا ښکلی مخلوق به بیا د ناګاساکي او هیروشیما په څېر قتل، ژوبل او معلول کړي. مه پرېږدئ چې نړۍ بیا د ویر په ټغر کېني.‌ تل دې وي سوله په نړۍ او بالخصوص افغانستان کې.

ځواب ورکړئ