تکنالوژي

چین د انټرنټي مجرمینو لپاره په یوه خوندي پټنځای باندې بدل شوی دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د وري په ۲۰مه په بیجینګ کې په ورځنۍ رسنیزه معلوماتي غونډه کې خبرې کوي. دغه وزارت په ګرده نړۍ کې د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره په بیجینګ کې د روانو هڅو په اصلي مرکز باندې بدل شوی دی. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

د چین د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ژاو لیجان د وري په ۲۰مه په بیجینګ کې په ورځنۍ رسنیزه معلوماتي غونډه کې خبرې کوي. دغه وزارت په ګرده نړۍ کې د غلطو معلوماتو د خپرولو لپاره په بیجینګ کې د روانو هڅو په اصلي مرکز باندې بدل شوی دی. [ګریګ بیکر/ای اېف پي]

واشنګټن -- امریکایي چارواکو د سې شنبې په ورځ /د چنګاښ ۳۱مه/ وویل، په دو چینایي وګړو باندې په رسمي توګه د کووېډ - ۱۹ واکسین د تحقیق د غلا کولو د تور لګېدلو او په ګرده نړۍ کې د سلګونو کمپنيو له هک کولو څخه وروسته، چین د انټرنټي جرمونو د ترسره کوونکیو لپاره په یوه خوندي ځای باندې بدل شوی دی.

د متحده ایالاتو د لوی څارنوالۍ مرستیال جان ډیمرز د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «چین اوس د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر څنګ د هېوادونو په هغه شرموونکي کلب کې چې انټرنټي جنایتکارانو ته خوندي ځای برابروي، خپل ځای نیولی دی.»

د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت وویل، ۳۴ کلن لي ژیاویو او ۳۳ کلن ډونګ جیاژي چې په چینګدو کې د برېښنایي انجنیرۍ په کالج کې ټولګیوال وه، د تېرو۱۰ کالونو راهیسې د کمپیوټري هک کولو په کمپاین کې ښکېل دي.

دغه وزارت وویل، «په نښه شویو کمپنیو کې د نورو تر څنګ د پرمختللې تګنالوجۍ تولیدات، طبي وسایل، ساختماني او صنعتي انجنیري، سوداګري، تعلیمي، او د لوبو د سافټ ویر، د لمریزې انرجۍ، درمل جوړونې، دفاعي چارو اړوندې کمپنۍ شاملې وې.»

وزارت وویل، «په وروستیو کې، مدعی علیه کسانو د هغو کمپنیو په کمپیوټري شبکو کې د کمزورتیاوو لټون پيل کړی وو چې کووېډ - ۱۹ واکسینونه، ازمېښتي ټکنالوجي، او معالجې برابروي.»

په چین کې پټېدل

باور کیږي چې دواړه په چین کې دي او بیجینګ یې خوندي کوي.

د دفاع وزارت چارواکو وویل، لي او ډونګ بایوټیک کمپنۍ په نښه کړې وې خو داسې نه ښکاري چې د کووېډ -۱۹ کوم تحقیق دې یې له خطر سره مخامخ کړی وي.‌

د عدلیې وزارت وویل، همدارنګه هغوی «غیرحکومتي موسسې او فردي عقیدوي مخالفین، روحانیون، او د ولسواکۍ او بشري حقونو فعالان» په نښه کړي دي.

د شوې ادعا په اساس، لي او ډونګ د دولتي امنیت وزارت ته د هغو کسانو د شخصي ایمیل حسابونو پاسورډونه په لاس ورکړي چې بیجینګ ته مطلوب دي.‌

په دغو دو کسانو باندې تور دی چې د سافټ ویر کمپنیو څخه یې د سرچینو کوډونه،‌ د درمل جوړونې کمپنیو څخه یې د انکشاف لاندې درملو په هکله معلومات او د دفاعي قراردادیانو څخه یې د وسلو طرحې او ازمېښتي معلومات غلا کړي دي.‌

ادعا کیږي چې لي او ډونګ د دفاعي قراردادیانو څخه د پوځي سټیلایټ پروګرامونو، پوځي بې سیم شبکو او د مخابروي سیستمونو او د مایکرو ویو او لېزر سیستمونو په هکله معلومات غلا کړي دي.

امریکایي چارواکو د غوایي په میاشت کې خبرداری ورکړ چې د چین له خوا ملاتړ کېدونکي هکران هڅه کوي چې د کووېډ - ۱۹ د معالجې او واکسینونو اړوند تحقیقات او علمي لاسته راوړنې غلا کړي.

د بیجینګ له خوا یا په امر د ترسره شویو انټرنټي جرمونو د یوې اوږدې تاریخچې لرلو سره سره، د بهرنیو چارو د وزارت ویاند وانګ وینبین وویل،‌ «د چین حکومت د انټرنټي امنیت یو قوي ملاتړی دی، او تل یې د انټرنټي بریدونو او انټرنټي جرمونو د ټولو ډولونو مخالفت کړی او پر ضد یې ګامونه پورته کړي دي.»

انټرنټي بریدونه، او غلط معلومات خپرول

د چین له خوا تر ټولو تازه هک په هغو خبرتیاوو او راپورونو باندې اضافه کیږي چې په ایران، شمالي کوریا، روسیه او چین کې د حکومت له خوا ملاتړ کېدونکو هکرانو باندې تور لګوي چې د کروناوایرس د وبا اړوند ناوړه فعالیتونه ترسره کوي. دغه فعالیتونه د دروغو د خبرونو له خپرولو څخه نیولې د کارکوونکیو او ساینسپوهانو تر نښه کولو پورې رسېږي.

د غوایي په میاشت کې، برتانیا او متحده ایالاتو د تنظیم شویو جنایتکارانو له خوا «چې تر ډېره د نورو دولتونو فعالانو سره تړاو لري» د روغتیایي ماهرانو پر ضد د انټرنټي بریدونو د زیاتېدلو په هکله خبرداری ورکړ.

د متحده ایالاتو د انټرنټي امنیت او د بېخبنا د امنیت ادارې او د برتانیا د انټرنټي امنیت ملي ادارې وویل چې هغوی په پراخه کچه داسې «د پاسورډ خپرېدلو» تکتیکونه کشف کړي -- چې له لارې هکران هڅه کوي چې په عام ډول استعمالېدونکیو پاسورډونو له لارې حسابونو ته لاسرسی وکړي -- او غواړي چې د روغتیایي پاملرنې ادارې او د طبي تحقیق موسسې په نښه کړي.

په ورته وخت کې، د چین او روسیې رژیمونو په ځانګړې توګه په دې برخه کې همکاري زیاته کړې چې د کروناوایرس د وبا په هکله غلط روایات خپاره کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو د وزارت د نړۍ والو چارو د مرکز منتظمې ليا ګبریال چې بهرني تبلیغات څاري، وویل، «ان د کووېډ - ۱۹ له بحران څخه مخکې موږ موندلې وه چې د روسې او د چین د ولسي جمهوریت تر منځ تر یوې مشخصې کچې پورې همغږي شته.»

ګبریال وویل، «بیجینګ د وخت له غوښتنو سره سم او په زیاتېدونکي ډول له داسې تخنیکونو څخه کار اخلي چې مسکو یې له ډېرې مودې راهیسې کاروي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د چین دولت د مسلمانانو قاتل دی. د چین پوځیان په مسلمانانو ډېر سخت ظلمونه کوي او خلک خپل مذهبي عبادت ترسره کولو ته نه پریږدي. اسلامي هېوادونه باید د چین پرخلاف ودریږي او د چین حکومت نه وغواړي چې په مسلمانانو دې نور ظلمونه ودروي. که یې ونه دروي تول اسلامي دولتونه دي خپلي دیپلوماټیکي اړیکه له دغه هېواد سره پرې کړئ.

ځواب ورکړئ