تجزيه

د چین د رژیم له خوا نړۍ والې ټولنې ته د پېښ ګواښ له امله خبرداری په زېاتېدلو دی

سلام ټایمز او ای اېف پي

د چین د پوځي لاریو یو کاروان له منځنۍ اسیا څخه په لږه فاصله کې په یوه جنجالي سیمه کې، چې بیجینګ په کې په اقتصادي او پوځي لحاظ په ډېرېدونکي ډول سنګربندي کوي، د یوه ژوندي اورني تمرین په ترڅ کې وسلې او تجهیزات انتقالوي. [د چین د دفاع وزارت له خوا اخیستل شوی عکس]

د چین د پوځي لاریو یو کاروان له منځنۍ اسیا څخه په لږه فاصله کې په یوه جنجالي سیمه کې، چې بیجینګ په کې په اقتصادي او پوځي لحاظ په ډېرېدونکي ډول سنګربندي کوي، د یوه ژوندي اورني تمرین په ترڅ کې وسلې او تجهیزات انتقالوي. [د چین د دفاع وزارت له خوا اخیستل شوی عکس]

یو شمېر هېوادونه له کالونو راهیسې چین ته د یوه ستراتیژیک ګواښ په نظر ګوري، خو په وروستیو کې د نړۍ په بېلابېلو برخو کې د بیجېنګ د عملونو پایلو د خبرتیا درجه ډېره پراخه کړې ده.‌

د هیمالیا له لیرې پرتو درو څخه رانیولې تر کوچنیو استوایي ټاپوګانو پورې، د چین مخ پر ودې جسور رژیم ځان په داسې شخړو کې ښکېل کړی دی چې پخوا یې ساری نه وو.

دغه مقابلې د ولسمشر شي جینپینګ د هغې ملت پالې هڅې برخه ده چې غواړي د یو وخت کمزوری چین په نړۍ کې د ادعاوو له مخې د برلاسۍ یوه مناسب ځای ته ورسوي او د محتاطانه دپلوماسۍ د ماضي ګردونه له ځان نه وڅنډي.

په لندن کې د لیرې ختیځ او افریقایي مطالعاتو د ښوونځي د چینایي انسټیټیوټ رییس سټیو څانګ وویل، «داسې یو احساس موجود دی چې د چین لپاره د دې وخت را رسېدلی دی چې په هر څه کې د خپل ځای ادعا وکړي.»

په عکس کې، د چین د پوځي اډو له ډلې څخه یوه اډه لیدل کیږي چې د جنوبي چین په سمندر کې په مصنوعي ټاپوګانو باندې جوړه شوی دی. [آرشیف]

په عکس کې، د چین د پوځي اډو له ډلې څخه یوه اډه لیدل کیږي چې د جنوبي چین په سمندر کې په مصنوعي ټاپوګانو باندې جوړه شوی دی. [آرشیف]

د ۱۳۹۸ د غبرګولي په میاشت کې په مسکو کې د چین ولسمشر شي جینپینګ ته د کریملېن د ښه راغلاست ویلو مراسم، چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په کې په منځ کې ولاړ دی. په څرګنده له دوستانه اړیکو سره سره، متفاوتې ګټې په ډېرېدونکي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابوي. [د کریملېن له خوا اخیستل شوی عکس]

د ۱۳۹۸ د غبرګولي په میاشت کې په مسکو کې د چین ولسمشر شي جینپینګ ته د کریملېن د ښه راغلاست ویلو مراسم، چې روسی ولسمشر ولادیمیر پوتین په کې په منځ کې ولاړ دی. په څرګنده له دوستانه اړیکو سره سره، متفاوتې ګټې په ډېرېدونکي ډول د دواړو هېوادونو تر منځ اړیکې خرابوي. [د کریملېن له خوا اخیستل شوی عکس]

هغه وویل، د دې معنی دا ده چې د شي دا غوښتنه چې «توره راوباسي» عملي کړای شي.

د قلمرو په سر جنجالونه

د هانګ کانګ پخواني برتانوي والي کرېس پټین د چنګاښ په ۱۸مه د برتانوي قانون جوړونکیو له خوا تنظیم شوي یوه آنلاین بحث ته وویل، «له هندوستان څخه تر جاپان ... تر استرالیا تر کاناډا پورې، چینایان په ګرده نړۍ کې خلک ځوروي او پرمخ ځي.»

هغه په هانګ کانګ کې د چین له خوا تحمیل شوي یوه جنجالي امنیتي قانون ته، چې د دغه ښار غوړېدلې کورواکي او د ولسواکۍ دودونه یې پای ته ورسول، په اشارې سره وویل، «هغه څه چې په هانګ کانګ کې پېښ شوي دي یواځې د چین د کمونست ګوند له خوا د ترسره شویو اقداماتو یوه برخه ده او له دې واقعیت څخه استفاده کوي چې موږ ټول د کروناوایرس په مسئله باندې ډېر تمرکز کوو.»

په منځنۍ اسیا کې، په سیمه کې داسې یو جیوپولیتیک تحول روان دی چې روسي او چینایي رژیمونه په کې د نفوذ ترلاسه کولو لپاره په خپلو کې سره سیالي کوي.

بیجینګ د منځنۍ اسیا له دولتونو سره پوځي همکاري زیاتوي چې مسکو یې ډېر وارخطا کړی دی.‌

د چین پوځي چارواکي د قزاقستان، تاجکستان او قرغزستان د دفاع وزیرانو سره منظمې کتنې ترسره کوي، او بیجینګ له سیمې سره په بېلابېلو بڼو مرستې کوي. مثلا، ترکمنستان له چین څخه د هوایي دفاع سیستمونه، بې پیلوټه الوتکې او سپک زغرګاډي ترلاسه کوي. قزاقستان او ازبکستان له چین څخه د خپلو وسله والو ځواکونو لپاره جنګي بې پیلوټه الوتکې او تخنیکي مرسته ترلاسه کوي.‌

بیجینګ له تاجکستان سره، چې له چین او افغانستان دواړو سره سرحد لري، پوځي همکارۍ ته ځانګړې پاملرنه کوي. تاجکستان د بل هر هېواد په نسبت له افغانستان سره اوږد سرحد لري.

څو کاله مخکې، چین په تاجکستان کې د افغانستان له واخان دهلېز څخه په څو میلو فاصله کې یو پوځي مرکز جوړ کړ. دا داسې یو حرکت وو چې ډېر ورته په افغانستان کې د بیجینګ د یرغل د پیل په سترګه ګوري. افغانستان د چین د امنیت او د لویې وچې د نیولو لپاره د هیلو کیلي ده.

د تېرو څو کالونو په ترڅ کې د چین دولتي کمپنیو او بانکونو په منځنۍ او جنوبي اسیا کې د بېخبناوو د جوړولو، د کانونو د اېستلو او پورونو د ورکړې تړونونه کړي دي، او له افغانستان، پاکستان او طالبانو سره د دغه هېواد ژورې دپلوماتیکې اړیکې د دې غټې نښې دي چې د چین نفوذ به راشي.

د جنوبي چین په سمندر کې، بیجینګ د نورو هېوادونو د قلمرونو د قرباني کولو له لارې، مصنوعي ټاپوګان جوړوي او د سرچینو د ترلاسه کولو په بې شرمانه لټون سره دروند پوځي حضور ټینګوي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چنګاښ په ۲۳مه وویل، «موږ د سمندرونو د ازادۍ د دفاع او بشپړتیا ته د درناوي په لړ کې له نړۍ والې ټولنې سره ولاړ یو او د جنوبي چین په سمندر او پراخه سیمه کې له زور څخه د ګټه اخیستونکیو له خوا هر فشار ردوو.»

بیجینګ د هند سمندرګي په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او اکمالاتو د سټېشنونو یوه غاړکۍ جوړه کړې ده. دغه بندرونه چې په ظاهره تجارتي بڼه لري، په بالقوه توګه نظامي ارزښت هم لري چې د چین په چټکۍ سره وده موندونکي سمندري ځواک ته به فرصت ورکړي چې خپل لاسرسی پراخ کړي.

بیجینګ په هېوادونو باندې له خپل مالي برلاسي څخه استفاده کوي څو په ستراتيژیکو سیمو او بندرونو کې په ځانګړې توګه د پاکستان په ګوادر او د ایران په جاسک کې په زور سره کنټرول ترلاسه کړي.

بدغوښتونکی خارجي نفوذ

د چین رژیم د ډېر پرمختللي ناوړه بهرني نفوذ په کمپاین کې ښکېل دی، چې په کې له رشوت، د غلطو معلوماتو د خپرولو له کمپاینونو، حق السکوت او پټو معاملو څخه کار اخلي.‌

په داسې حال کې چې ټوېټر، یوټیوب، ګوګل او فیسبوک په چین کې بند دي، او دغه هېواد خبرونو او معلوماتو ته د لاسرسي د محدودولو لپاره یو «غټ فایروال» کاروي، چینایي دپلوماتان او دولتي رسنۍ په منافقانه توګه بهر ته له لاسرسي څخه ګټه اخلي او په وروستیو کالونو کې یې د بیجینګ د تعبیرونو د تبلیغولو لپاره دغه ډول سایټونو ته مخه کړې ده.

د اکسفورډ انټرنټ انسټیټیوټ د چنګاښ په ۹مه خپاره شوي یوه راپور کې وویل، د روسي او چینایي ژورنالستانو له خوا د کروناوایرس په هکله خپاره شوي غلط معلومات په ګرده نړۍ کې د مشهورو خبري رسنیو له خوا په ټولنیزو رسنیو د خپرو شویو موادو په نسبت ډېر کتونکي او اورېدونکي مومي.

ټوېټر د غبرګولي په ۲۳مه وویل، هغوی د چین د حکومت له خوا د غلطو معلوماتو د خپرولو د کمپاینونو اړوند له ۱۷۰۰۰۰ څخه ډېر حسابونه حذف کړي دي.

اروپایي اتحادیې د غبرګولي په ۲۱مه یو راپور خپور کړ چې په کې په چینایي او روسي رژیمونو باندې تور لګېدلی وو چې هڅه کوي چې «د هدفي نفوذي عملیاتو او د غلطو معلوماتو د کمپاینونو» له لارې د کووېډ - ۱۹ کروناوایرس د وبا په ترڅ کې اروپایي ولسواکي کمزورې کړي او خپل اعتبار وځلوي.

د متحده ایالاتو د فدرالي تحقیقاتو ادارې (اېف بي آی) او د متحده ایالاتو د انټرنټي امنیت او د بېخبنا د امنیت ادارې (سي آی اېس ای) د غوایي په میاشت کې خبرداری ورکړ چې د چین له خوا ملاتړ کېدونکي هکران هڅه کوي چې د کووېډ -۱۹ د معالجې او واکسینونو اړوند علمي لاسته راوړنې غلا کړي.

د علمي لاسته راوړنو غلا، جاسوسي

په زبرځواک باندې د بدلېدلو د هدف ترلاسه کولو لپاره، بیجینګ دا ضروري بولي چې د معاصرې ټکنالوجۍ د ترلاسه کولو په برخه کې غټ پرمختګونه وکړي.‌

خو د دې پرځای چې د نوښت سخت زیار په ځان وګالي، ډېر وختونه د نورو علمي لاسته راوړنې غلا کوي او بیا یې د هماغو کمپنیو پر ضد چې د دوی د بریدونو قرباني شوي وي د سیالۍ لپاره کاروي.‌

د اېف بي آی رییس کرېستوفر وری وویل، «داسې ښکاري چې دوه ځلې فرېب ترسره کوي،» او زیاته یې کړه چې بیجینګ له پوځي تجهیزاتو څخه نیولې تر بادي توربینونو او د وریژو او جوارو تر تخمونو پورې د هر څه تحقیقات په نښه کوي.

هغه د چنګاښ په ۱۷مه په هډسن انسټیټیوټ کې د خبرو پر مهال وویل، «د چین حکومت د غلا او بد غوښتونکي نفوذ په یوه پراخ کمپاین کې ښکېل دی، او هغه کولی شي چې دغه کمپاین په مطلق مؤثریت سره ترسره کړي. هغوی محاسبه کوي. هغوی پرله پسې کار کوي. هغوی صبورانه کار کوي. او هغوی د یوې ازادې، دیموکراتیکې ټولنې یا د قانون د حاکمیت پروا نه کوي.»

وري وویل، «چین چې د چین د کمونست ګوند له خوا رهبري کیږي خپلو هڅو ته به دوام ورکړي چې زموږ نظرونه غلط ثابت کړي، زموږ په پالیسۍ جوړونکو باندې نفوذ وکړي، زموږ د خلکو نظرونه ګډوډ کړي او زمونږ معلومات غلا کړي. هغوی به له ټولو وسیلو څخه او په ټولو برخو کې کار واخلي او دا حالت د غبرګون د ښودلو لپاره زموږ د ټولو وسیلو او ټولو سکتورونو کار ته اړتیا لري.»

هغه وویل، «د چین حکومت، د زرو استعدادونو د تش په نامه پروګرام په څېر د استعدادونو د استخدام د پروګرام له لارې، هڅه کوي چې ساینسپوهان تطمیع کړي چې -- که د مالکیت د معلوماتو د غلا کولو یا د صادراتو د کنټرول له اصولو څخه د سرغړونې له لارې وي او که د ګټو د ټکر د اصولو له مخې -- خو چې په پټه زموږ پوهه او ابتکار چین ته وېسي.»

«همدارنګه، د چین حکومت له هک کولو څخه ازادانه استفاده کوي چې د کمپنیو او اشخاصو معلومات غلا کړي او هغوی د دې کار د ترسره کولو لپاره له پوځي او غیر دولتي دواړو ډلو هکرانو څخه استفاده کوي.»

د متحده ایالاتو د لوی څارنوالۍ مرستیال جان ډیمرز د متحده ایالاتو د عدلیې وزارت په یوه اعلامیه کې وویل، «چین اوس د روسیې، ایران او شمالي کوریا تر څنګ د هېوادونو په هغه شرموونکي ګروپ کې چې انټرنټي جنایتکارانو ته خوندي ځای برابروي، خپل ځای نیولی دی.»

له بشري حقونو څخه سرغړونې

د چین د حکومت له خوا «د تورې لوڅولو» په پروګرام کې په هېواد کې دننه له بشري حقونو څخه سختې سرغړونې هم شاملې دي.‌

چینایي مقاماتو له یوه میلیون څخه ډېر اویغوریان او نور مسلمان اقلیتونه په شینجیانګ کې راټول کړي، د بیا تعلیم ورکولو په کمپونو کې یې بند کړي دي او د مغز وینځنې پراخ کمپاین پرې عملي کوي، او شواهد ښیي چې ښځې یې په سیستماتیک ډول شنډې کیږي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د چنګاښ په ۱۹مه د تیلیفون له لارې یوه کانفرانس ته په خبرو کې دغه وضعیت «د پېړۍ شرم» وباله او په شینجیانګ کې د جبري کار، په پراخه کچه توقیف او د زېږونې د غیر داوطلبانه کنټرول په ګډون «وحشیانه او سیستماتیکې سرغړونې» یې وغندلې.

تبعید شویو اویغوریانو د چنګاښ په ۱۷مه په هاګ کې موجودې محکمې ته د خپلې قضیې د ملاتړ لپاره د یوې غټې دوسیې په سپارلو سره، د جرمونو نړۍ والې محکمې (آی سي سي) څخه وغوښتل چې د چینایي رژیم له خوا ترسره شوې نسل وژنې او د بشر ضد جرمونه وڅېړي.

په ورته وخت کې، بیجینګ د تر کنټرول لاندې کسانو د فکر ازادي کمزورې کوي.

مثلا، په هانګ کانګ کې چینایي مقاماتو ښوونځیو ته امر کړی دی چې تر نوي امنیتي قانون لاندې، چې د خپلواکۍ یا کورواکۍ لپاره غږونو په څېر ځانګړي نظریات یې جرم بللی دی، کتابونه د بیاکتنې لپاره لیرې کړي.‌

په دغه مالي مرکز کې کتابتونونو ویلي دي چې هغوی هغه کتابونه چې ازادي غوښتونکیو فعالانو لیکلي دي له مخې لیرې کوي، او متحده ایالاتو د جورج اورویل د ۱۹۸۴ کال لیکل شوي کتاب ته په اشارې سره دغه حرکت «اورویلیان» بللی دی. د هغه کتاب په ټولنه کې د حکومت له خوا د سخت کنټرول، دکتاتورۍ، د افرادو د پراخ او ظالمانه نظارت په عواقبو باندې تمرکز کوي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

۲ برخه دوشنبې او ماسکو د دغه خطر احساس کړی او سر له همدا اوسه یې د چینایي ګامونو په کاونټر کولو لاس پورې کړی خو په کابل کې تر اوسه په دې تړاو خاموشي او بې تفاوتي حاکمه ده. په افغانستان کې د سولې بهیر بریالیتوب او له امریکا او اروپا سره د اړیکو د نوي پړاو پیل او په تېره د هیواد سیاسي صحنې ته د طالبانو بریالۍ ننوتنه به موږ ته دا فرصت په لاس راکړي چې سیمه ایز ستراتیژیکي سیاستونه د خپلو اوږدمهاله ګټو بر محور را وڅرخوو. د چین د هژمونیزم تداوم به ماسکو ته دا فرصت په لاس ورکړي چې د خپلو ستراتیژیکي سیاستونو کمپ له شرقي نه غربي ته بدل کړي ځکه هغه ګواښ چې له شرقي چینه د روسیې امنیت او تمامیت ته متوجه دی، هغه تر هغه ګواښ ډېر جدي دی چې له غربي ناټو نه متوجه وو، روسان وتوانیدل چې د طبیعي ګازو د کارت په کارولو سره اروپایان د روسیې پر وړاندې له جارحانه مانورونو لاس په سر کړي، خو چین د خپل پوځي او اقتصادي ځواک په نشه کې تر دې دمه په حاشیوي ضد استراتیژیکي اقداماتو کې رَی هم نه وهي او دغه ښامار یواځې د مستقیمې ستراتیژیکي ښکېلونې پر مټ ماتیدلای شي. نوټ: په تړونې کې مقاله په دې تړاو ګټوره ده. (عنایت الله) https://jamestown.org/program/beijing-implies-tajikistans-pamir-region-should-be-returned-to-china/?fbclid=IwAR2ruFseTU-mGWVC-LLsoTdPwbixXK88A8jx7nkBJKlRC9imD8wjfXMKcyY

ځواب ورکړئ

۱ برخه چین زموږ په ګاونډ کې ډېر په چټکۍ سره د یوه نوي استعماري او استکباري ځواک په بڼه د تبارز په حال کې دی. دغه هیواد له یوه پلوه هڅه کوي چې د (One road one belt) په نوم د خپل اقتصادي او ستراتیژیکي ښامار. تر ټوله نړۍ را تاو کړي او له بله پلوه یې د افغانستان په شمال کې په نژدې راتلونکې کې پر پامیرونو د خپل تسلط ټینګولو په موخه یو لړ پاروونکو اقداماتو ته لاس اچولی دی. د چین یو وتلی حزبي دولتي تاریخپوه په خپله یوه وروستنۍ مقاله(چې حواله یې په مل څېړنه کې شته)، لیکي چې پامیرونه (که د افغانستان دي یا د تاجکستان) له تاریخي پلوه د چین برخه ده چې په نولسمه پیړۍ کې د چین له لاسه وتلي دي او دا چې ژر وي که په ځنډ دغه سیمه به بېرته له چین سره په زور یا په رضا وصل کیږي. چین د همدې موخې لپاره زموږ د هیواد شمالي پولې ته څېرمه د پوځي تأسیساتو د یوه ځنګل ودانول پیل کړي دي. چین د مقبوضه ختیځ ترکستان د تاشقرغان په ښار کې د یوې لویې هوایي اډې د ودانولو کار پیل کړی دی، له دې پرته یې په سیمه کې پر دیرشو نورو هوایي دګرونو او د سړکونو پر یوه جال هم کار روان ساتلی دی. تر بدو بتره یې لا دا چې چین د ختیځ ترکستان یا سنکیانګ نژدې یو میلیون کیلومتره مربع ساحه غصب کړي او د دغه ځای ترکمن او قزاق مسلمانان یې په نازي ډوله تعذیبي کمپونو کې ساتلي دي. له یوه پلوه د ختیځ ترکستان مستعمره کول او له بل پلوه د افغانستان او تاجکستان پر پامیرونو د مالکیت کاذبه ادعا هغه څه دي چې په نژدې راتلونکي کې یې ورباندې له کابل او دوشنبې دواړو سره د ستراتیژیکو ناندریو یو ناپایه دور بیل کیدای شي. (پاتې په بله تبصره کې)

ځواب ورکړئ

افغانستان د چین د امنیت او د لویې وچې د نیولو لپاره د هیلو کیلي ده داخبره می ډیره زړه ومنله

ځواب ورکړئ

وګورئ! نړۍ څومره پرمختګ کړی دی، او د افغانستان حالات وګورئ. چین یو مصنوعي ټاپو جوړوي، خو مونږ نشو کولی چې حتی ځانونو ته برق جوړ کړو. د افغانستان برېښنا اوس هم له ګاونډیو هېوادونو څخه راواردیږي، په داسې حال کې چې افغانستان ډېرې زیاتې اوبه لري چې کولی شي نورو هېوادونو ته برېښنا صادره کړي. نړۍ والې ټولنې له افغانستان سره په میلیاردونو ډالر مرسته وکړه، خو داسې اساسي کارونه یې ونه کړل چې افغانستان پرځان بسیا کړي. د لوی اختر په دې ورځو کې، د افغانستان ځینې ولایتونه برق نه لري، ځکه چې تاجکستان خپله برېښنا پرې کړې ده، ځکه پخپله ورته اړتیا لري، او د افغانستان ډېره برېښنا له تاجکستان څخه راځي. په هر حال، ستاسو خبر زما لپاره ډېر جالب وو، په ځانګړې توګه د مصنوعي ټاپو عکس زما لپاره یو نوی شی وو. ډېره زیاته مننه.

ځواب ورکړئ

خدای دې چین ته طاقت نه ورکوي. که چین د متحده ایالاتو په څېر یو نړۍ وال زبرځواک شي، پوه شئ چې اسیایي‌ هېوادونه به ترې ښه ورځ ونه ویني. چینایان ډېر ظالم خلک دي ځکه چې د هغوی اکثریت بودایان دي او بودایان ډېر بې رحمه خلک دي.

ځواب ورکړئ

سره له دې چې د چین او روسیې په نسبت ماته امریکا ښه ښکاري لاکن په وروستیو کالونو کې د امریکا په نسبت د چین نړۍ واله پالیسۍ مخکې ده. په وروستیو کالونو کې چې د لیبیا، عراق، سوریې په شمول عربي نړۍ او افغانستان کې څه پېښ شول او لا روان دي، انسانان د چرګانو په څېر وژل کیږي، که امریکایان یې ومني یا نه، مسؤلیت یې په یو نه یو ډول امریکا ته راجع کیږي. بلې خواته چې بیا سړی وګوري، چین په پاکستان کې د نژدې ۵۰ میلیارده ډالرو پانګونې پلان روان کړی دی، دغسې یې په ایران کې هم پرمختیایي پروګرامونه په پام کې نیولي دي. زه فکر کوم چې د امریکا لپاره به غوره دا وي چې له خپل غرور نه راښکته شي، او د نړۍ له هېوادونو سره د مینې، بشردوستۍ، او صمیمیت په فضا کې روابط جوړ کړي. تل دې وي د افغانستان - امریکا دوستي.‌ مرګ د پاکستان په ترهګر پوځ او آی اېس آی.

ځواب ورکړئ