ديپلوماسي

له ایران سره د چین پټ تړون د سیمه ییز تاوتریخوالي وېره رامنځته کړې ده

سلام ټایمز

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د چین ولسمشر شي جین پینګ د ۱۳۹۴ د سلواغې په ۳مه په تهران کې د ښه راغلاست د مراسمو په ترڅ کې قطعه معاینه کوي. د یادو دوهېوادونو تر منځ د دغه پټ تړون چې اوس د نهایي کېدلو په درشل کې دی، جوړښت د دغې دولتي کتنې په ترڅ کې پیل شوی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ایران ولسمشر حسن روحاني او د چین ولسمشر شي جین پینګ د ۱۳۹۴ د سلواغې په ۳مه په تهران کې د ښه راغلاست د مراسمو په ترڅ کې قطعه معاینه کوي. د یادو دوهېوادونو تر منځ د دغه پټ تړون چې اوس د نهایي کېدلو په درشل کې دی، جوړښت د دغې دولتي کتنې په ترڅ کې پیل شوی دی. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د ایران او چین رژیمونو په پټه خوله یو لوی اقتصادي او امنیتي مشارکت طرحه کړی چې د انرژۍ او نورو سکتورونو کې به د چین د میلیاردونو ډالرو پانګونې ته لاره هواره کړي.

خو ډېر کتونکي وایي چې دغه ۲۵ کلن تړون به سیمې او له سیمې څخه اخوا ډېر منفي تاثیرات رامنځته کړي، ځکه چې یو کمزوری شوی او کونج ته شوی ایرانی رژیم -- چې د اقتصادي ناکامۍ د کمره پر څنډه ولاړ دی، ،له واکمن رژیم سره له غټ کورني خفګان سره مخامخ دی،او د هستوي وسلو د روان تعقیب له امله د نړۍ له ډېرو هېوادونو سره یې اړیکې پرې دي او د منځني ختیځ او جنوبي اسیا په بېلابېلو برخو کې اورپکي په وسلو سمبالوي -- د زړور او بې پروا چین له خوا خوندي کړای شي.

نیویارک ټایمز د چنګاښ په ۲۱مه راپور ورکړ چې، دغه مشارکت چې د ۱۸ مخونو په وړاندیز شوې هوکړه کې یې تفصیل بیان شوی دی، د بانکوالۍ، مخابراتو، بندرونو، رېللارو او په لسګونو نورو پروژو کې د چین حضور پراخ کړي.‌ یوه ایراني چارواکي او د تېلو سوداګر وویل چې په مقابل کې به چین د راتلونکیو ۲۵ کالونو په ترڅ کې په غټ تخفیف سره او په منظمه توګه ایراني تېل ترلاسه کړي.‌

راپور وړاندې لیکي، دغه سند د ژورې پوځي همکارۍ، د ګډې روزنې او تمرینونو، د ګډې پلټنې او د وسلو د انکشاف او استخباراتي معلوماتو د شریکولو په هکله معلومات وړاندې کوي.

له دغه تړون څخه یوه ځانګړې اندېښنه په ایران کې له وړاندیز شویو بندري مرکزونو څخه ده چې د عمان سمندر په اوږدو کې دوه بندرونه هم په کې شامل دي، چې کېدی شي د چین سمندري ځواکونه ترې کار واخلي. چین وار له مخه د هند سمندر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او بیا تأمینولو د سټېشنونو یوه غاړکۍ جوړه کړې ده. په دې عکس کې د چین جنګي بېړۍ په ۱۳۹۸ کې په ارام سمندرګي کې لیدل کیږي. [د چین سمندري ځواکونه]

له دغه تړون څخه یوه ځانګړې اندېښنه په ایران کې له وړاندیز شویو بندري مرکزونو څخه ده چې د عمان سمندر په اوږدو کې دوه بندرونه هم په کې شامل دي، چې کېدی شي د چین سمندري ځواکونه ترې کار واخلي. چین وار له مخه د هند سمندر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او بیا تأمینولو د سټېشنونو یوه غاړکۍ جوړه کړې ده. په دې عکس کې د چین جنګي بېړۍ په ۱۳۹۸ کې په ارام سمندرګي کې لیدل کیږي. [د چین سمندري ځواکونه]

له ایران سره د چین مرسته به دا معنی ولري چې بیجینګ به د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکرو ته مستقیمه مرسته برابروي. دا د ایران د پوځ یو مټ دی چې رسما د یوه ترهګر سازمان په توګه نومول شوی دی. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

له ایران سره د چین مرسته به دا معنی ولري چې بیجینګ به د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکرو ته مستقیمه مرسته برابروي. دا د ایران د پوځ یو مټ دی چې رسما د یوه ترهګر سازمان په توګه نومول شوی دی. [عکس د ایران د دفاع وزارت څخه]

د ای اېف پي د راپور له مخې، د ایران د بهرنیو چارو وزیر محمد جواد ظریف روښانه کړه چې له چین سره د هوکړې په برخه کې «پټ څه نشته»؛ خو تر اوسه پورې د ایران پارلمان ته د تایید لپاره نه ده سپارل شوې او نه عامه شوې ده، چې په ایران کې په دې هکله شکونه راپورته کوي چې حکومت څومره دې ته چمتو دی چې بیجینګ ته لاره ورکړي.

له هغه وخت نه چې پخواني پاپولست ولسمشر محمود احمدي نژاد تېره میاشت له یوه بهرني هېواد سره روان مذاکرات وغندل، د چین تر پلان لاندې تړون د ایران په ټولنیزو رسنیو کې د بحث یوه ګرمه موضوع ګرځېدلې ده.

په ایران کې د سیاسي اقشارو تر منځ منتقدینو اندېښنې راپورته کړي چې حکومت د اقتصادي کمزورتیا او نړۍ والې انزوا په ترڅ کې په پټه د وطن د «پلورلو» سودا کوي.

ظریف وویل، «کله چې تړون نهایي شي» ملت به خبر کړای شي او زیاته یې کړه چې دغه اراده وار له مخه هغه وخت څرګنده کړای شوه چې ولسمشر شي جین پینګ په ۱۳۹۵ کې له ایران څخه لیدنه وکړه.

د نیویارک ټایمز د راپور له مخې،‌ د سند په لومړۍ جمله کې راغلي دي، «دوه لرغوني اسیایي هېوادونه، د سوداګرۍ، اقتصاد، سیاست، کلتور او امنیت په برخو کې دوه شریکان چې سره ورته لید او ډېرې دوه اړخیزې او څو اړخیزې ګټې لري به یو بل د ستراتیژیکو شریکانو په توګه قبول کړي.»

د ایران ستر مذهبي مشر آیت الله علي خامنه اي په څرګنده له چین سره د ستراتیژیکې ملګرتیا ملاتړ کړی دی.‌

د پوځي مرستې په هکله ځانګړی خبرداری

د پوځي مرستې، روزنې او استخباراتي معلوماتو د شریکولو په برخو کې د هوکړې پراختیا غټ خطر رامنځته کوي.‌

له ایران سره د چین مرسته به دا معنی ولري چې بیجینګ به د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ عسکرو ته مستقیمه مرسته برابروي. دا د ایران د پوځ یو مټ دی چې رسما د یوه ترهګر سازمان په توګه نومول شوی دی.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ په ۱۳۵۸ کې له اسلامي انقلاب څخه وروسته رامنځته شو او د نورو دودیزو پوځي واحدونو پر خلاف چې سرحدونه خوندي کوي، د دوی ماموریت دا وو چې د اخندي رژیم ساتنه وکړي.

په تېرو څو لسیزو کې په منځني ختیځ او اخوا دې خوا کې د ډېرو ترهګریزو پېښو تړاو د ایران اسلامي انقلابي ګارډ ته ورکول شوی دی.

د اسلامي انقلابي ګارډ قدس ځواک چې نوم یې له بیت المقدس څخه اخیستل شوی دی په بهرني ماموریتونو کې تخصص لري چې د لبنان د حزب الله او د فلسطین د حماس ګروپ په ګډون افراطي ګروپونو ته روزنه، پیسې او وسلې برابروي.‌

قدس ځواک د سوریې په کورنۍ جګړه کې د دغه هېواد د رژیم د ځواکونو ډېر مهم ملاتړی وو.

په سیمه کې د خپل نفوذ د پراخولو او د حاکمیت ترلاسه کولو په لړ کې، قدس ځواک افغان، پاکستاني، عراقي او یمني ځوانان استخداموي‌ چې په سوریه کې د دغې ډلې د ګټو لپاره جنګ وکړي.

دغه ستراتیژي د فاطمیون لوا په موجودیت ښه څرګندیږي. په دغه واحد کې د ۱۳۹۲ او ۱۳۹۶ تر منځ شاوخوا ۵۰ زره کډوال استخدام شوي چې په سوریه کې جنګ وکړي، او د ذینبیون غونډ چې پاکستاني عناصر یې د اسلامي انقلابي ګارډ‌ له خوا روزنه او وسلې ترلاسه کوي او بیا یې ایران سوریې ته انتقالوي چې د اسلامي انقلابي ګارډ د اړوندو نورو ډلو او د سوریې د رژیم تر څنګ جنګ وکړي.

د چینایي بندرونو غاړکۍ

د نیویارک ټایمز لیکنه چې دلته یې ټوله لیدل کیږي، وایي، منتقدینو د چین د پانګونې پخوانیو پروژو ته اشاره کړې چې په افریقا او اسیا کې یې هېوادونه پوروړي کړي او بالاخره په بیجینګ کې د مقاماتو په ګرو کې پاتې شوي دي. یوه ځانګړې اندېښنه په ایران کې له وړاندیز شویو بندري مرکزونو څخه ده چې د عمان سمندر په اوږدو کې دوه بندرونه هم په کې شامل دي.

یو بندر په جاسک کې دی چې د فارس خلیج له دروازې هورموز تنګي څخه بهر پروت دی. هغه به چینایانو ته په اوبو کې یو ستراتيژیک موقعیت په لاس ورکړي. د نړۍ ډېر تېل په دې لاره وړل کیږي.

چین وار له مخه د هند سمندر په اوږدو کې یو لړ بندرونه جوړ کړي دي، چې د جنوبي چین له سمندر څخه تر سویز کانال پورې یې د تېلو د بیا اچولو او بیا تأمینولو د سټېشنونو یوه غاړکۍ جوړه کړې ده. په څرګنده له تجارتي ماهیت سره سره، بندرونه په بالفعل ډول نظامي ارزښت هم لري چې د چین په چټکۍ سره انکشاف موندونکي سمندري ځواک ته فرصت ورکوي ترڅو خپل لاسرسی پراخ کړي.

د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو د دوشنبې په ورځ /د چنګاښ ۲۳مه/ وویل، متحده ایالات به د چین په جنجالي جنوبي سمندرګي کې د سرچینو د لاسته راوړلو لپاره د بیجنیګ هڅې د یوه غیرقانوني اقدام په توګه وګوري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

7 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د منطق له مخې، له امریکا سره د ایران دښمني ناشونې ده. د ایران د ښه چانس او طلایي بخت له امله، په سیمه او نړۍ کې د امریکا ګټې تل د ایران هغو سره ورته دي. امریکا په خپل سیاسي تاریخ کې، له بش څخه ډېر بدغونی ولسمشر نه درلود چې هېڅ ملي او بین المللي قوانینو ته یې اهمیت نه ورکاوه او ایران یې د فتنې مرکز وباله، خو په عملي ډګر کې یې د هغه پر ضد هېڅ اقدام ونه کړ. ټولې نړۍ انتظار کاوه چې بش به په ایران باندې برید وکړي، خو بش دا کار ونه کړ، ځکه چې د دواړو هېوادونو ګټې سره ورته وې. د متحده ایالاتو له خوا د افغانستان او عراق د اشغال په مسئله کې، د ایران زرغون څراغ روښانه وو. نو تاسو نور څه شواهد غواړئ؟ تر دې لېوني ډونالډ ټرمپ له خپل زوم کوشنېر سره په مشوره د ایران په هکله یو څه شفاهي خبرې وکړې، خو په حقیقت کې یې، له ایران سره هېڅ کار ونه درلود. ایران له امریکا، چین او روسیې څخه پیسې ترلاسه کوي، خو شتمن کیږي نه، ځکه چې د هغه پیسې د هغه په ولس نه لګول کیږي، بلکې د بشار حکومت، یمن او فلسطین ته ځي،‌ او د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ، چې د رژیم اکسېجن دی، داخلي لګښتونه پرې پوره کیږي. د ایران رژیم د شیعه فرقې قرباني دی چې د امام زمان د وختي عروج لپاره یې جنګ ته مخه کړې ده.‌ د شیعه دود له مخې، څومره چې ډېره وینه توییږي، هومره ژر به امام زمان راپورته شي.‌ په حقیقت کې، د ایران د حکومت ټولې داخلي او خارجي هڅې د دې فرقه یي مسئلې په چاپېر راڅرخي، او دې ته مه حیرانېږئ.

ځواب ورکړئ

ډېر ښه! تاسو ښه په دقت او مناسب ډول لیکلي دي.

ځواب ورکړئ

زه فکر کوم چې تاسو د ایران او ترهګرې امریکا تر منځ غلطي کړې ده. داسې نه ده؟ اوه، اصلاً ستاسو اجوره د عین نړۍ وال ترهګر له خوا تادیه کیږي. په لنډه په یوه جمله کې: تاسو احمق یئ.

ځواب ورکړئ

یو طرف ته پاکستان ځان د اسلامي نړۍ اتل او اتومي هېواد لرونکی ملک بولي او بل طرف ته ایران ځان د اسلامي نړۍ اتل او د شیعه ګانو مشر او د انقلاب خپرونکی بولي، خو په عین وخت کې دواړه بې غیرته، پست، رزیل او شرمېدلي ملکونه له چین سره چې د مسلمانانو پر وړاندې ډېر ظالمانه چلند کوي، دوستۍ جوړوي او خپل ملکونه په کمونست چین باندې خرڅوي. د چین موجود نظام د مسلمانانو لپاره زهر دی. تاسو وګورئ چې په امریکا کې مسلمانان په عزت سره ژوند کوي، خپل جوماتونه او مدرسې لري، اسلامي کلتوري پروګرامونه لمانځي، په برتانیا کې دغسې د عزت ژوند لری، په جرمني کې د عزت ژوند لري، په فرانسه کې د عزت ژوند لري.... خو په چین کې مسلمانان وهل کیږي، شکنجه کیږي او توهین کیږي لاکن بیا هم د پاکستان او ایران شیطاني نظامونه له چین سره دوستي کوي او خپل هېوادونه ورباندې پلوري.

ځواب ورکړئ

چین به د نړۍ راتلونکی زبرځواک وي ځکه چې هغه په اقتصادي، پوځي او د نفوس د شمېر په حساب په نړۍ کې مخکې دی. که چین په ځواک کې له امریکا څخه مخکې شي، پوه شئ چې ایران او پاکستان به د سیمې، په ځانګړې توګه د عربي هېوادونو، او د سیمې د هېوادونو لپاره په سرطان واوړي، ځکه چې چین د ایران او پاکستان اصلي متحد دی، او هغه به له دغو دوو هېوادونو سره مرسته وکړي چې وده وکړي.‌

ځواب ورکړئ

که ایران په ریښتیا یو اسلامي هېواد وي او لږ وقار او عزت هم ولري،‌ هغوی باید له چین سره اړیکې پرې کړي او له چیني مقاماتو څخه په هغه وطن کې له چینایي مسلمانانو سره د کېدونکي چلند پوښتنه وکړي.‌ چینایي عسکر په دوامداره توګه د مسلمانانو سپکاوی کوي او شکنجه کوي یې، او هغوی دا کار نه ودروي.‌

ځواب ورکړئ

آیا تاسو له امریکا څخه په افغانستان او عراق کې د مسلمانانو د وژلو په هکله پوښتنه کړې ده؟‌! امریکایي!

ځواب ورکړئ