امنیت

ایران له فاطمیون ډلې څخه په سیمه ایزو لوبه کې د لاسپوڅي په توګه ګټه اخلي

د نجیب الله راپور

یو عکس، چې د فبرورۍ په لومړیو کې په ټولنیزو رسنیو خپور شو، د فاطمیون لوا غړي ښیي چې د ایران په مشهد کې لاریون کوي او د دغه هېواد د مشرعلي خامنه یي عکسونه یې پورته کړي دي.

یو عکس، چې د فبرورۍ په لومړیو کې په ټولنیزو رسنیو خپور شو، د فاطمیون لوا غړي ښیي چې د ایران په مشهد کې لاریون کوي او د دغه هېواد د مشرعلي خامنه یي عکسونه یې پورته کړي دي.

کابل -- د ایران د انقلابي ګارډ له خوا ملاتړ کېدونکې ملېشه، فاطمیون ډله، کې د جګړې کولو لپاره د افغان کډوالو دوامدار استخدام په افغانستان کې د ایران د ارادو په هکلهاندېښنې راپورته کوي.

د تېرو پنځو کالو په ترڅ کې، ایران په زرونو افغانان، چې په ایران کې اوسېږي، د پیسو او په ایران کې د اقامې د ترلاسه کولو په بدل کې، د دې لپاره استخدام کړي چې د سوریې د رژیم په استازیتوب جګړه وکړي.

پداسې حال کې چې په سوریه کې د فاطمیون ډلې ویل شوې موخه چې هغه د اسلامی دولت (داعش) په وړاندې مبارزه ده په ختمیدو ده،، د فاطمیون ډلې هدف او راتلونکی تر پوښتنې لاندې دی.

یوه اندېښنه دا ده چې ایران به دغه تقریبا ۲۰ زره کسیزه فاطمیون ډله د دې لپاره وکاروي چې د داعش په وړاندې د جنګ کولو په بهانه په سیمه کې خپلې سیاسي هیلې پرې پوره کړي.

ویرکوونکي د ۲۰۱۶ د اپریل په ۲۶ مه د ایران په قم کې سره راټول شوي، چې د فاطمیون لوا هغه ۷ غړي، چې په سوریه کې وژل شوي ول، ښخ کړي. [آی اېل اېن ای/مصطفی معراجي]

ویرکوونکي د ۲۰۱۶ د اپریل په ۲۶ مه د ایران په قم کې سره راټول شوي، چې د فاطمیون لوا هغه ۷ غړي، چې په سوریه کې وژل شوي ول، ښخ کړي. [آی اېل اېن ای/مصطفی معراجي]

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخېل سلام ټایمز ته وویل، «ایران تل د افغانستان په چارو کې لاسوهنه کوي، او تر دې حده چې ان د طالبانو په لاسونو کې په ایران کې جوړې وسلې لیدل شوي دي. سربېره پر دې، ایران حتی له طالبانو سره د داعش په وړاندې د جنګ کولو په پلمه طالبان قوي کوي.»

امرخېل خبرداری ورکړ، چې افغانستان ته د فاطمیون د جنګیالیو راستنېدا د دغه هېواد امنیت له خطر سره مخامخ کوي.

هغه وویل، افغانستان ته په راستنېدا، هغه افغانان، چې په فاطمیون ډله کې استخدام شوي ول، اکثر وختونه له یاغي ځواکونو، د منظمو جرمونو له کړیو او تښتونکیو داړو سره یوځای کیږي، ځکه چې دغو افرادو یو څه وخت په جنګ کې تېر کړی او د جګړې کلتور یې خپل کړی دی.

د ایران نیابتي جنګونه

په کابل کې مېشت افغان تحلیلګر احمد بهروز سلام ټایمز ته وویل، «د فاطمیون ډلې د جوړولو له لارې، ایران نه یوازې په سوریه، عراق او یمن کې له دغو افرادو څخه کار اخیستی، بلکې... کولی شي چې له هغوی څخه په افغانستان کې هم په نیابتي جګړو کې کار واخلي،»

هغه وویل، «د فاطمیون ډلې په جوړولو او تمویلولو کې، ایران لوی هدفونه لټوي، چې یو یې دا دی چې له دغې ډلې څخه په افغانستان کې کار واخلي،»

په کابل کې د استخباراتي چارو تحلیلګر او پخواني پوځي افسر جاوېد کوهستاني وویل، ایران د فاطمیون ډله د دې لپاره جوړه کړه چې د ادعا له مخې په عراق او سوریه کې جګړه وکړي.

هغه وویل، خو په افغانستان کې موجود ټولنیز او کلتوري جوړښتونه وار له مخه داعش ته دا اجازه نه ورکوي چې وده وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ځینې هېوادونه هڅه کوي چې په افغانستان کې لاسوهنه وکړي، خو په افغانستان کې د فاطمیون ډلې په څېر ډلو استخدام د توجیه وړ نه دی.»

کوهستاني وویل، افغانستان له نظري پلوه دې حد ته رسېدلی چې حتی پخواني افراطي مشران هم نور خپله پخوانۍ له تاوتریخوالي ډکه روحیه نه لري او هغوی هم د افراطیت، ځانمرګو بریدونو او چاودنو پر ضد ولاړ دي.

'د ایران لویه فرېبکاري'

افغان عوام او تحلیلګران وایي، ایران ځینې افغانان د هغوی له مذهبي تمایلاتو څخه په ناوړه استفادې او د هغوی له نهیلو حالاتو څخه په ګټه اخیستنې سره په فاطمیون ډله کې استخدام کړي دي.

د کابل یوه ۲۷ کلن اوسېدونکي محسن رضایي، چې په ایران کې څو میاشتې اوسېدلی، سلام ټایمز ته وویل، «ایران د 'په سوریه کې د سیده زینب مزار خوندي کړئ' تر شعار لاندې یو شمېر ځوانان غولولي، او هغوی یې د سوریې جګړې ته لېږلي دي،»

رضایي وویل، د هغه ځینې ملګرو هغه ته وړاندیز وکړ چې له فاطمیون ډلې سره یوځای شي او له مذهبي مقدسو ځایونو څخه دفاع وکړي او په ایران کې د اقامت جواز ترلاسه کړي خو هغه رد کړ.

هغه وویل، «زه ایران ته د دې لپاره لاړم چې کار پیدا کړم، خو له فاطمیون ډلې سره د یوځای کېدلو د وړاندیز په ترلاسه کولو سره، ما غوره وګڼله چې ... په خپل وطن کې ځان ته کار پیدا کړم.»

هغه وویل، «زه دې کار ته د ایران د یوه لوی فرېب په سترګه ګورم. هغوی یو شمېر ساده افغانان لېږي چې د مقدسو مزارونود دفاع په نامه په سوریه کې جنګ وکړي، په داسې حال کې چې په حقیقت کې ایران یوازې خپله اجندا او پالیسۍ پرمخ بیایي.»

بې کاري د ناوړه استفادې یوه سرچینه

په کابل کې یوه سیاسي تحلیلګر، احمد بهروز، وویل، ایران یو شمېر افغانان د هغوی له ناخبرۍ او ساده توب څخه په استفادې سره د دې لپاره استخدام کړي چې د سوریې په جګړه کې جنګ وکړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «اکثرهغه افغانان، چې سوریې ته تللي، هغه کسان دي چې په افغانستان کې د کارونو د نشتوالي له امله، ایران ته د کار په لټون پسې کډه شوي او هلته د مالي امتیازاتو او د ایران د قانوني اقامې د ترلاسه کولو په بدل کې له فاطمیون ډلې سره یوځای شوي دي،»

هغه وویل، «ایران زمونږ هېوادوالو ته نظامي روزنه ورکړې او حتی ځینو ته معاشونه ورکوي، چې په خارج کې په خپلو جنګونو کې په دوامداره توګه ترې استفاده وکړي،»

بهروز وویل، بېکاري د هغو جدي ننګونو له ډلې څخه ده چې افغانستان ورسره مخامخ دی، او زیاته یې کړه چې دا د افغان حکومت دنده ده چې خپلو اتباعو ته د کاري فرصتونو په برابرولو کې هېڅ هڅې ونه سپموي، او په دې توګه تقلب کوونکي هېوادونه له هېڅ افغان څخه ناوړه استفاده ونه کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

طالبان او پښتانه د ایران او پاکستان تر لاس لاندې اجیران او وسیلې دي. زه فکر نه کوم چې ایران دې له طالبانو څخه، چې د ایران له خوا روزل شوي دي، تېر شي او له فاطمیون سره مرستې کولو ته مخه کړي. دلیل دا دی چې فاطمیون یوازې داسې یو ګروپ دی چې د افغان حکومت د بې لیاقتۍ او بې کفایتۍ څخه ګټه اخلي‌؛ داسې یو حکومت چې حتی دومره نشي کولی چې خپلو خلکو ته خواړه برابر کړي، او له دې امله، د دې هېواد ځوانان باید یا له طالبانو سره یوځای شي -- لکه پښتانه یې چې کوي -- یا له نورو سره چې له فاطمیون سره یوځای کیږي.‌ اصلي ګناهګار افغان حکومت او د افغان ټولنې نه رضایت ول چې خپل هېواد او خپلې ګټې یې د نننۍ نړۍ په قبایلي حکومتولۍ کې جوړې کړي دي.

ځواب ورکړئ

په نړۍ کې نژدې اوه میلیونه خلک د خوړو او جنسي عمل په هکله په فکر کولو بوخت دي، په داسې حال کې چې نړیوال امپریالیزم د مسلمانانو ژوند، شتمنۍ او عزت له منځه وړي. او اوس چې یو شمېر بېلابېلې معتبرې جبهې د ظهور لپاره د مقاومت په استازیتوب، له ځواکونو سره یوځای شوي او د بې عدالتۍ او ظلم پر ضد راپورته شوي، بیا تاسو دې ته اړتیا نه لرئ چې له هغوی څخه ډېر پاک واوسئ یا په سوال او ځواب کې اخته شئ. په دې دور کې، باید چې دین او سیاست یو له بل نه سره جلا نه وي.

ځواب ورکړئ

فاطمیون لوا د افغانستان لپاره ښه ده ځکه چې هغوی وار له مخه د دې لپاره تربیه شوي چې په نژدې راتلونکي کې له داعش، طالبانو او نورو ډلو سره وجنګېږي. افغانستان چې خوندي وي ایران به ورسره خوندي وي.‌

ځواب ورکړئ

د یوه بې وظیفې، وږي سړي لپاره، چې دا امکان یې ګواښي چې د هغه ښځه او ماشومان به فحاشۍ ته مخه کړي، تر ټولو مهم هدف دا دی چې خواړه پیدا کړي چې خپله کورنۍ پرې مړه کړي. د هغه لپاره، دا فرق نه کوي چې هغه ډوډۍ له چا نه ترلاسه کوي. له داعش نه یې ترلاسه کوي که له فاطمیون، طالبانو، مافیا یا د جنایتکارانو له بانډونو څخه. د یوه ځوان‌، تعلیم یافته او بې وظیفې شخص لپاره چې په دې نه وي توانېدلی چې د غني د ولسمشرۍ له پیل راهیسې تر دې مهاله ځان ته کار پیدا کړي، دا بهتره ده چې له فاطمیون سره یوځای شي یا مړ شي او شپږ فټه ښکته لاړ شي؟؟!

ځواب ورکړئ

شه معلومات دی

ځواب ورکړئ

فاطمیون یې وسله وال ترهګر دي چې کولی شي د افغانانو لپاره سبا سرخوږی پیدا کړي خو په عین حال کې په افغانستان کې د فرهنګي او مرستندویو مرکزونو په نامه هم ګڼې ادارې لري چې افغان ضد او افغانستان ضد عنتاصر په کې روزي. میاشت یوه نیمه مخکې چې په کابل کې د تبیان په نامه مرکز باندې حمله وشوه د بي بي سي یوه ایراني خبریال جمال موسوي په خپل ټویټر لیکلي وو چې تبیان یو فرهنګي مرکز نه بلکې سیاسي حزب دی چې د ایران له انقلابي ګارډ او ولایت فقیه سره ارتباط لري خو د دې معنی دا نه ده چې نړیواله ټولنه دې د ترهګرو اصلي ځاله (پاکستان) هېر کړي. د شیطاني فکرونو اصلي روزنځی پاکستان دی.

ځواب ورکړئ