امنیت

په عکسونو کې: د ایران مرګانیو جنګونو افغان ماشومان بې پلاره کړل

سلام ټایمز

د فاطمیون د یوه مړه جنګیالي یو ماشوم د تلې د میاشتې په ۱ د ایران د اصفهان ولایت په کاشان ولسوالۍ کې د دفاع د مقدسې اونۍ د لمانځلو په تېرېدلو کې برخه اخلي. [آرشیف]

د فاطمیون پلوي ډلې د وږي په ۹ مه د ایران په مشهد کې د یوې غونډې کوربه توب کوي، او د ګڼ شمېر هغو ماشومانو د پیدایښت ورځې لمانځي چې په وږي او زمري کې پیدا شوي او پلرونه یې د سوریې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي. [آرشیف]

یوه ماشوم د وږي په ۲۹ مه د ایران په مشهد کې په مذهبي مراسمو کې د خپل پلار یو عکس په لاس کې نیولی دی. د راپورونو له مخې، د هغه پلار په سوریه کې د فاطمیون لوا غړی وو چې ووژل شو. [آرشیف]‌

یو ماشوم د تلې د میاشتې په ۱ د ایران د اصفهان ولایت په کاشان ولسوالۍ کې د فاطمیون په ملاتړ د دفاع د مقدسې اونۍ د لمانځلو په تېرېدلو کې برخه اخلي. [آرشیف]

د فاطمیون د دوه وژل شویو جنګیالیو د کورنیو غړي د زمري په ۴ مه د ایران په اراک کې د وژل شویو د یوې زېږ کلیزې په مراسمو کې برخه اخلي. [آرشیف]‌

سید ابراهیم رییس السعادتی، چې معمولاً د ابراهیم رییسي په نامه مشهور دی او د ایران د استان قدس رضوي خیریه ادارې سرپرست او رییس دی، د وږي په ۲۹مه د ایران په مشهد کې له یو شمېر هغو ماشومانو سره ګوري چې پلرونه یې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره د جنګ کولو پر وخت وژل شوي دي. [آرشیف]‌

د فاطمیون پلوي ډلې د وږي په ۹ مه د ایران په مشهد کې د ګڼ شمېر هغو ماشومانو د پیدایښت ورځې لمانځي چې د وږي په میاشت کې پیدا شوي او پلرونه یې د سوریې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي. [آرشیف]

د فاطمیون پلوي ډلې د زمري د میاشتې په ۲۰ مه د ایران په مشهد کې د یوې غونډې کوربه توب کوي، او د ګڼ شمېر هغو ماشومانو د پیدایښت ورځې لمانځي چې د زمري په میاشت کې پیدا شوي او پلرونه یې د سوریې په جنګ کې له لاسه ورکړي دي. [آرشیف]

د راپورونو له مخې، الیاس [ښي] د ایراني رسنیو له لارې وویل، «زه غواړم چې د پلار په څېر مې 'شهید' شم،» د ګروپ په وینا، الیاس د یوه افغان تبعه زوی دی چې د ۲۰۱۵ په جګړه کې په سوریه کې د فاطمیون لوا لپاره د جنګ کولو پر وخت ووژل شو. [آرشیف]

ایران -- د ایران فاطمیون لوا، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا حمایه کېدونکې یوه ملېشه ده، او له شیعه افغانانو څخه تشکیل شوې ده، د وژل شویو غړو له ماشومانو څخه د استخدام د یوې هڅې د برخې په توګه ناوړه استفاده کوي.

د تېرو څو میاشتو په ترڅ کې، دې ملېشې د دغه ډول ماشومانو په لسګونو عکسونه په آنلاین ډول خپاره کړي چې د ښودنې په مراسمو کې برخه اخلي، او د هغو زرګونو کسانو یاد کوي چې په سوریه کې د تهران د ګټو د ساتنې لپاره وژل شوي دي.

د فاطمیون د وژل شویو عسکرو په یاد د ویر کولو دغه ډول عامې ښودنې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ او د ایران د مشرانو له خوا د یوې محاسبه شوې ستراتیژۍ برخه دي. هغوی هڅه کوي چې له نورو افغانانو، پاکستانیانو او د اسلامي نړۍ له نورو شیعه ګانو څخه ناوړه استفاده وکړي او دې ته یې جوړ کړي چې په سیمه کې د تهران د ویجاړوونکې اجندا د پرمخ بوولو لپاره وجنګیږي.

د پردې تر شا پټ د ایران له خوا د استخدام غولوونکي تخنیکونه دي، چې د پیسو او د ایران د اقامې د جوازونو د ورکړې د دروغو وعدې په کې شاملې دي. البته، پرعکس یې، د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ چارواکي اکثر وختونه بې وزلي افغان کډوال ګواښي، چې که هغوی جنګ ته تلل رد کړي، هغوی به افغانستان ته واېستل شي.

د فاطمیون د وژل شویو جنګیالیو د کورنیو غړي د وږي په ۹ مه د تهران ولایت په صفا دشت کې په عیدالغدیر لمانځنو کې برخه اخلي. [آرشیف]

په سټېج جوړ شوي مراسم همدارنګه د ایران له خوا د هغو کسانو د ملاتړ د ښودنې لپاره ترسره کیږي چې په سوریه او نورو ځایونو کې جنګ کوي او مړه کیږي، خو د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ مرسته اکثر وختونه د تهران له خوا د جنازې د مراسمو د لګښت په ورکولو سره پای ته رسېږي ځکه چې دغه هېواد پخپله له سختو اقتصادي ستونزو سره لاس او ګرېوان دی.

دغه ډول پېښې یوه مسئله روښانوي چې: افغانان، چې د ایران د ګټو لپاره جنګیږي، په سوریه کې وژل کیږي،‌ او خپل ماشومان بې پلاره او بې ملاتړه تر شا پرېږدي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

څومره غټ شرم! په افغانستان کې د داعش ډلې پر ضد د جنګ کولو پرځای، هغوی هلته د یوه داسې هېواد په استازیتوب او ګټو لپاره جنګ کوي چې تل یې د افغانانو لپاره بدې هیلې لرلي دي. شرم دې وي په تاسو جاهلو خلکو چې خپل ژوند یا ملکیتونو ته هېڅ ارزښت نه ورکوئ! هغوی له تاسو او ستاسو له کورنیو څخه په خپله ګټه استفاده کوي.‌

ځواب ورکړئ

وضعه ډېره خرابه ده.‌

ځواب ورکړئ

د دغو خلکو په حال دې افسوس وي! ځکه چې د هغو کسانو په هکله، چې د سوریې په جګړه کې برخه اخلي، تاسو افغانان نه یئ. داعش له تاسو سره په دشت برچي کې څه وکړل؟‌

ځواب ورکړئ

افغان حکومت باید له ایران څخه په جدی شکل وغواړی تر څو په ایران کی افغان میشت وګړی خپل هیواد ته په عزت کی راستانه کړی , او همدارنګه افغانان باید خپل هیواد پخپله جوړ کړی حفیظ الله هوشمند کابل ولایت

ځواب ورکړئ