امنیت

په ایران باندې تور دی چې په افغانستان کې د مذهبي جنګ د پارولو لپاره په جوماتونو کې چاودنې کوي

د سلیمان راپور

خلک د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۲مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په یوه ویجاړ شوي جومات کې ګرځي. ځانمرګو بمي بریدګرو، چې چادرۍ یې اغوستې وې، هغه وخت په جومات کې چاودنې وکړې چې جومات د جمعې په ورځ له عبادت کوونکیو څخه ډک وو، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول او له ۸۰ ډېر نور ټپیان شول. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

خلک د ۱۳۹۷ د زمري په ۱۲مه د پکتیا ولایت په مرکز ګردېز کې له یوه ځانمرګي برید څخه وروسته په یوه ویجاړ شوي جومات کې ګرځي. ځانمرګو بمي بریدګرو، چې چادرۍ یې اغوستې وې، هغه وخت په جومات کې چاودنې وکړې چې جومات د جمعې په ورځ له عبادت کوونکیو څخه ډک وو، چې په نتیجه کې یې لږ تر لږه ۲۹ کسان ووژل شول او له ۸۰ ډېر نور ټپیان شول. [فرید ظاهر/ای اېف پي]

کابل -- پخواني چارواکي خبرداری ورکوي، چې ایران هڅه کوي څو وېره خپره کړي او په افغانستان کې یو «مذهبي جنګ» رامنځته کړي او په دې توګه ځوان شیعه مسلمانان ورجذب کړي چې له فاطمیون لوا سره یوځای شي.‌

فاطمیون لوا، چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ یو بې بندوباره واحد دی، له شیعه افغانانو څخه تشکیل شوی، چې د ایران او د سوریې د رژیم په شمول د هغه د ملګرو په ګټه جنګ کوي.

د ملي امنیت ریاست د معلوماتو د تحلیل د ریاست پخواني مرستیال،‌ اجمل بلوچ زاده، وویل، «ایران د هغو افرادو او ادارو په شمول، چې د هغه له استخباراتي خدمتونو سره خواخوږي لري او د کلتوري بنسټونو او زیارتونو د شرکتونو تر پوښښ لاندې کار کوي، د خپلو نفوذي عناصرو له لارې، ځوانان د دې لپاره جذبوي چې له فاطمیون لوا سره یوځای شي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دغه ځوان افراد بیا له نورو ولایتونو څخه کابل ته راځي، څو نیمروز او هرات ولایتونو ته او له هغه ځای څخه ایران ته بوتلل شي. په ایران کې، دغو سړیو ته روزنه او تجهیزات ورکول کیږي او بیا توظیف کیږي چې د سوریې جنګ ته لاړ شي.»

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ جیګپوړي مشران او بسیجي ملېشې د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې له تهران څخه بهر د فاطمیون لوا له سلګونو غړو سره یوځای په یوه کتنه کې برخه اخلي. د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندانان د فاطمیون مناسب افغان جنګیالي په سوریه کې لومړیو کرښو ته لېږي. [آرشیف]

د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ جیګپوړي مشران او بسیجي ملېشې د ۱۳۹۷ د وري په میاشت کې له تهران څخه بهر د فاطمیون لوا له سلګونو غړو سره یوځای په یوه کتنه کې برخه اخلي. د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ قوماندانان د فاطمیون مناسب افغان جنګیالي په سوریه کې لومړیو کرښو ته لېږي. [آرشیف]

فاطمیون لوا وخت په وخت په خپلو خپرونو کې له ماشومانو څخه کار اخلي څو خپل ځان د یوې ملېشې پرځای ډېر یو له کورنیو سره علاقه مند نوښت وښیي. دلته د لړم په ۱۰ مه د عراق په کربلا کې د فاطمیون په یوه خېمه کې دننه د فاطمیون د هغو غړو د زامنو او لورګانو عکسونه اخیستل شوي چې پلرونه یې په سوریه کې وژل شوي دي. [آرشیف]

فاطمیون لوا وخت په وخت په خپلو خپرونو کې له ماشومانو څخه کار اخلي څو خپل ځان د یوې ملېشې پرځای ډېر یو له کورنیو سره علاقه مند نوښت وښیي. دلته د لړم په ۱۰ مه د عراق په کربلا کې د فاطمیون په یوه خېمه کې دننه د فاطمیون د هغو غړو د زامنو او لورګانو عکسونه اخیستل شوي چې پلرونه یې په سوریه کې وژل شوي دي. [آرشیف]

هغه وویل، «ایران په افغانستان کې د شیعه ګانو په منځ کې د وېرې د خپرولو له لارې، او په جوماتونو او نورو عبادت ځایونو کې د ځانمرګو بریدونو او چاودنو په ترسره کولو سره، هڅه کوي څو داسې وښیي چې په افغانستانکې د داعش له خوا د شیعه ګانو د له منځه وړلو پروسه پیل شوې ده. په داسې بهانو سره، ایران په فاطمیون لوا کې د شیعه ځوانانو استخدام زیات کړی دی.»

بلوچ زاده وویل، «ایران په اروزګان او غزني ولایتونو کې په وروستیو جنګونو کې ښکېل وو او غوښتل یې چې شیعه ګانتحریک کړي او دا ورته وښیي چې دا یو مذهبي او فرقه یي جنګ دی،»

هغه زیاته کړه، «په ورته وخت کې، ایران غواړي چې د افغانستان په سیاسي او امنیتي چارو کې لاسوهنه وکړي او ډېره هڅه کوي چې د بېلابېلو یاغي ګروپونو د ملاتړ کولو او د فاطمیون لوا د رامنځته کولو په شمول په هره ممکنه لاره په افغانستان کې یو مذهبي او فرقه یي جنګ راوپاروي،»

د افغانستان امنیت ته یو ګواښ

اوسني او پخواني افغان امنیتي چارواکي وايي،دغه د فاطمیون جنګیالي -- که له سوریې څخه ژوندي راوځي -- د افغانستان لپاره یو احتمالي امنیتيګواښ رامنځته کوي.‌

د افغانستان د ملي امنیت شورا کې د ګواښونو د ارزونې پخواني رییس، آرین شریفي، سلام ټایمز ته وویل، «یو زیات شمېر ځوان شیعه افغانان، چې مغزونه یې ور وینځل شوي دي، او اوس یې په سوریه کې جنګونه او تاوتریخوالي تجربه کړي دي،به افغانستان ته په راستنېدلو سره سمدلاسه د افغانستان په شخړه ور ګډ شي.په دغه صورت کې به یوه بله جبهه پرانستل شي، یو مذهبي جنګ به پیل شي، چې د افغانستان لپاره به یو ډېر لوی خطرناک حالت رامنځته کړي.»

شریفي وویل، «د فاطمیون لوا... زمونږ هېواد ته درې ډوله ګواښونه:‌ افغان اتباعو، په ځانګړې توګه افغان کډوالو ته چې په ایران کې مېشت دي یو بشري ګواښ، د افغانستان ملي امنیت ته یو احتمالي ګواښ، او له نورو هېوادونو سره د افغانستان په دپلوماتیکو اړیکو منفي تاثیر رامنځته کړي دي،»

د دفاع وزارت یوه پخواني ویاند، جنرال محمد رادمنش، دغه خبرداري تکرار کړل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغه افغانان. چې په سوریه کې جنګېږي له وسلو او جنګ سره دومره روږدي کیږي چې افغانستان ته د هغوی په راستنېدلو سره به د هېواد لپاره په یوه خطر واوړي،»

بلوچ زاده زیاته کړه، «د فاطمیون لوا جنګیالي یوه دښمن هېواد ته د کارکوونکي جنګي ځواک په توګه افغانستان ته په راستنېدلو سره د ملي امنیت لپاره یو لوی ګواښ رامنځته کوي،»

د شیعه زیارت کوونکیو استخدام

له فاطمیون لوا سره دوه ډلې افغانان یو ځای شوي دي: اکثر یې وار له مخه په ایران کې د کډوالو په توګه ژوند کوي، او یو کوچنی ګروپ په افغانستان کې دننه دي چې ایرانۍ پروپاګند ځان ته ورجذب کړي دي.‌

شریفي وویل، «زمونږ د معلوماتو په اساس، په ایران کې دننه یو شمېر افغان کډوال، او همدارنګه یو شمېر نور افغانان، په فاطمیون لوا کې استخدام شوي دي. د استخدام مرکزونه په بامیان، هرات، دایکندي، کابل، او ګڼو نورو ولایتونو کې واقع دي.»

هغه روښانه کړه، «له ازادو او محرمو سرچینو څخه د ترلاسه شویو معلوماتو په اساس، یو شمېر افغانان، چې د زیارتونو د سفرونو له لارې ایران ته سفر کوي، په پای کې له فاطمیون لوا سره یوځای کیږي،»

هغه زیاته کړه، «په ۲۰۱۷ کې، د ۱۴۰۰۰ او ۲۱۰۰۰ تر منځ افغانانو د فاطمیون لوا په لیکو کې د ایران په ګټه د سوریې، عراق او یمن په جنګونو کې جګړې کولې. اوس هم عین شمېر افراد په فاطمیون لوا کې خدمت کوي، او دا امکان شته چې ایران به په افغانستان کې د مجربو ځوانو جنګیالیو له دغې ډلې څخه ناوړه ګټه پورته کړي.»

له افغانانو څخه د 'استهلاکي عسکرو' په توګه کار اخیستل

تحلیلګران وایي،داسې ښکاري چې ایران به د فاطمیون له اېستل شویو جنګیالیو څخه د افغانستان د امنیت او سیاسي چاپېریال د ګډوډولو لپاره کار واخلي ځکه هغوی وار له مخه دا کار د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا د حمایه کېدونکو طالب جنګیالیو له لارې کوي.‌

په کابل کې د سیاسي چارو یوه تحلیلګر عبدالکریم هاشمي وویل، «د فاطمیون لوا په چوکاټ کې د افغان ځوانانو په استخدام سره، ایران دوه هدفونه تعقیبوي. لومړی دا دی چې په سیمه، لکه سوریه، عراق او یمن کې خپل هدفونه ترسره کړي، او دویم دا چې له هغوی څخه په افغانستان کې په راتلونکو سیاسي او پوځي انکشافاتو کې استفاده وکړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «ایران د فاطمیون اورپکي تربیه کوي او هغوی په جنګ کې د استهلاک کېدونکو عسکرو په توګه کاروي څو د سوریې په نیابتي جنګ کې خپل هدفونه ترسره کړي،»

هاشمي وویل، «په داسې حال کې، چې د دغو جنګیالیو یو شمېر وژل شوي دي، احتمال شته چې نور د جنګ په ډګر کېد تجربې لرلو له امله په سرسختو جنګیالیو باندې بدل شي. دغه مجرب جنګیالي به داسې څوک وي چې ایران به د افغانستان په راتلونکو انکشافاتو او سیاسي لوبو کې ترې استفاده وکړي.»

هغه وویل، افغانستان کولی شي چې په عراق کې د ایران له لاسوهنې څخه زده کړه وکړي.‌

هغه وویل، «په عراق کې د ایران استخباراتي ادارې د شیعه ګانو د جوماتونو د په نښه کولو او هغوی ته د انفجار ورکولوتجربه لري څو شیعه ګان تحریک کړي. دغه تجربه په افغانستان کې تکراریږي،‌ او ایرانیان دا کار د دې لپاره کوي چې د فاطمیون لوا لپاره د افرادو استخدام زیات کړي.»

د ایران - طالبانو اتحاد

د دفاع وزارت پخواني چارواکي،‌ رادمنش، وویل،‌د ایران اسلامي انقلابي ګارډ وار له مخه په ایران کې دننه د طالبانو په لیکو کې عناصر حمایه کوي څو پهافغانستان کې پرې د متحده ایالاتو ګټې او د پرمختګ بهیر ټکنی کړي.

هغه وویل، «د دې لپاره چې له متحده ایالاتو سره ټکر وکړي، ایران دغو ډلو ته په خپله خاوره کې تجهیزات برابروي. د طالبانو ځینې کسانو ته د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د تفتان، مشهد، قم او بندر عباس په سیمو کې روزنه ورکوي.»

رادمنش وویل، «ایران د دې لپاره د طالبانو ملاتړ کوي چې متحده ایالات پرې وننګوي،»

هغه وویل، ایران «له فراه او نیمزو څخه تر هلمند ولایتونو پورې او له هلمند څخه د پاکستان تر کوېټې پورې یو دهلېز جوړ کړی،» او زیاته یې کړه چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ «طالبانو ته پرمختللې وسلې او تجهیزات ورکوي».

هغه وویل، «تر دې چې داسې راپورونه هم شته چې طالب قوماندانان او د دغه ګروپ مشران خپل مجلسونه د ایران په مشهد کې د هما په نامه یوه هوټل کې ترسره کوي،»

هغه زیاته کړه، «د طالبانو مشران د هویت د نه افشا کېدا لپاره په ایراني پاسپورټونو سفرونه کوي، او یو شمېر طالبان د ایران په بېلابېلو برخو کې دننه ژوند کوي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

4 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

تاسو ډېر بدبخت یئ چې غواړئ متحده ایالات په افغانستان کې پاتې شي. ایران به له فرقه ییزې سیالۍ څخه استفاده ونه کړي، خو تاسو به ترې ګټه واخلئ ځکه چې تاسو په افغانستان کې ناامني غواړئ.

ځواب ورکړئ

افغان حکومت او پوځ باید له شیعه ګانو سره ډېره مرسته وکړي. هغسې ناخبري، لکه په تېرو اونیو کې چې په اروزګان او غزني کې پېښه شوه او د پښتنو له خوا د هزاره ګانو په وړاندې په ځانګړې توګه باید د غرور او کبر چلند ونشي.

ځواب ورکړئ

دا کوم نوی شی نه دی او زه ورته بالکل حیران نه یم. ټول هغه څه، چې زه یې په دې لیکنه کې لولم، بېخي هغه څه دي چې افغانستان ته د دغو خلکو له راستنېدلو څخه وروسته به پېښ شي. دا د افغانستان د استخباراتو وظیفه ده چې مطمئنه کړي چې نور کسان استخدام نشي او د هر هغه کس پلټنه وکړي چې احتمالي تهدید ښکاري. مونږ یو داسې ځانګړي وظیفوي ځواک ته ضرورت لرو چې دا مسئله یا نورې مسلې حل کړي، که نه، دا به بل د وینو حمام جوړ کړي. آی اېس آی د زینبیون لوا په وړاندې، چې پاکستانیان دي او ایران ته تللي وو، ډېر ښه عملیات کوي. افغان استخبارات باید د دې ډلو په غیرفعال ګرځولو کې ډېر فعال وي.

ځواب ورکړئ

چې ریښتیا خبره وي، پخوا مونږ په افغانستان کې د پاکستان د منافقانه سیاستونو په هکله خبر وو خو د ایران د چټل اخوندي رژیم په چلوټو خبر نه وو. له سلام ټایمز خبري ویب سایټ نه مننه چې په افغانستان کې د ایران د منافقتونو په هکله معلومات ورکوي. دا معلومات باید زیات خپاره شي او افغانان د ایران د بېلابیلو ورانوونکیو سیاستونو په هکله خبر شي.‌

ځواب ورکړئ