امنیت

د ایران وعده خلافي ګانو په افغانستان او پاکستان کې د زرګونو خلکو ژوند وران کړ

سلام ټایمز

کتونکي د تلې په ۲۴مه د ایران په مشهد کې د امام رضا زیارت سره نږدې د فاطمیون د هغو غړو پوسټرونه ګوري چې په سوریه کې وژل شوي دي. [آرشیف]

کتونکي د تلې په ۲۴مه د ایران په مشهد کې د امام رضا زیارت سره نږدې د فاطمیون د هغو غړو پوسټرونه ګوري چې په سوریه کې وژل شوي دي. [آرشیف]

په ۱۳۹۰ کې، د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، د ډېرو هغو جرمونو او وحشتونو له ډلې څخه چې د ایران رژیم په کې لاس لري، په شخړه کې د ایران د هدفونو د پرمخ بوولو لپاره له ځوانو افغانانو او پاکستانیانو څخه ناوړه استفاده احتمالا یو له ډېرو فجیع کارونو څخه ده چې په هکله یې لږ خلک پوهېږي.

د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د فاطمیون لوا چې له افغانانو څخه تشکیل شوې ملېشه ده، او زینبیون غونډ چې له پاکستانیانو څه جوړه ملېشه ده، تمویلوي، روزي او تجهیزوي.

د راپورونو له مخې، د تېرو څو کالونو په ترڅ کې د سوریې په جنګ کې، تر ډېره د ایران د یوه نږدې متحد ولسمشر بشار الاسد د رژیم د ملاتړ په عملیاتو کې په زرګونو افغان او پاکستاني جنګیالي وژل شوي او ټپي شوي دي.

د سوریې د کورنۍ جګړې له لومړیو ورځو راهیسې، د اسلامي انقلابي ګارډ فعالانو د ایډیالوژۍ، مالي امتیازاتو او فشار له ګډولې څخه په استفادې سره افغانان او پاکستانیان د سوریې د جنګ په میدانونو کې د اور د لرګیو په توګه کارولي دي.

د فاطمیون لوا غړي د تلې په ۲۶مه د سوریې په حلب کې د ویر په مراسمو کې برخه اخلي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي د تلې په ۲۶مه د سوریې په حلب کې د ویر په مراسمو کې برخه اخلي. [آرشیف]

د اسلامي انقلابي ګارډ‌ استخدام کوونکي ژمنه کوي چې دغه ځوانان به له مقدسو شیعه زیارتونو څخه دفاع کوي او په بدل کې به یې غټې تنخاګانې او د ایران تابعیت ترلاسه کوي.‌

خو حقیقت بېخي بل ډول دی.

د زیان منونکو کسانو څخه ګټه اخیستل

د کب په میاشت کې، د پاکستان امنیتي منسوبینو په کراچۍ کې څو داسې کسان ونیول چې د زینبیون غونډ او په پاکستان او بهر کې فعالو نورو شیعه اورپکو ګروپونو سره د اړیکو شک پرې کېده.‌

د راپورونو له مخې، ورپسې پلټنو د هغوی اړیکې تایید کړې، او دا یې وښودله چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د کراچۍ، کوېټې، پېښور او پاړه چینار په ګډون د هېواد له بېلابېلو برخو څخه زیان منونکي پاکستاني شیعه ګان استخداموي.‌

په داسې حال کې چې ښایي د ایران اسلامي انقلابي ګارډ د پاکستان له داخل څخه په سلګونو ځوان شیعه ګان د زینبیون غونډ لپاره استخدام کړي وي، راپورونه ښیي چې د وخت په تېرېدلو سره دغه سازمان خپل تمرکز د هغو پاکستاني شیعه ګانو استخدام ته اړولی دی چې ایران ته د زیارتونو یا کار لپاره سفرونه کوي.‌

دغه تغیر ښایي له دې امله وي چې پاکستاني امنیتي ځواکونو ایران پورې تړلیو شیعه اورپکو ګروپونو باندې یو لړ عملیات ترسره کړل. حکومت هغوی د خپل ملي امنیت لپاره یو ګواښ بولي.

د موقعیت له پام کې نیولو څخه پرته، داسې ښکاري چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ‌ استخدام کوونکي اکثر هغه زیان منونکي شیعه ځوانان په نښه کوي چې له فقر او بې کارۍ سره لاس او ګرېوان دي.‌

ډېر داسې کېږي چې دغه ځوانان له ایران څخه د لیدنې پرمهال نیول کیږي او په داسې ځانګړیو بندیخانو کې اچول کیږي چې هلته د بندیخانې مسولین د هغوی مغزي وینځنه کوي او په زینبیون غونډ کې یوځای کېدلو ته یې مجبوروي.

په ایران کې د افغان کډوالو د شمېر ډېرښت د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ استخدام کوونکو ته دا اسانتیا برابره کړې چې بې وزلي او تر ډېره نهیلي ځوانان استخدام کړي.

د څو کالونو په ترڅ‌ کې، ډېر داسې راپورونه راغلي چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ فعالان ځوان افغانان -- ډېری وخت ماشومان -- مجبوروي ترڅو یا له فاطمیون لوا سره یوځای شي یا له خپلو کورنیو سره یوځای له هغه هېواد څخه وتلو ته تیار شي.

د زینبیون غونډ له استخدام شویو ځوانانو سره د ښو تنخاګانو، د ایران د تابعیت او نورو امتیازاتو د ورکولو ژمنې شوي دي.‌

د تهران له خوا له افغان کډوالو څخه ښکاره استفاده د سیمه ییزو او نړۍ والو کتونکیو له خوا په پراخ ډول غندل شوې ده. کتونکي وایي چې دغه زیان منونکي کډوال د اسلامي انقلابي ګارډ د فعالانو د غوښتنو له منلو څخه پرته بله چاره نه لري.‌

افغان حکومت هم د ایراني رژیم له خوا له افغان کډوالو څخه د استفادې موضع ته متوجه ده او غوښتنه یې کړې چې فاطمیون لوا دې منحل کړای شي.‌

سربېره پر دې، افغان دفاعي چارواکو او د مدني ټولنې فعالانو د فاطمیون لوا د راستنېدونکیو غړو،‌ چې د دغه جګړه ځپلي هېواد امنیت او ثبات ته غټ ګواښ پېښوي، د فعالیتونو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د زمري په میاشت کې د ایران په مشهد کې د فاطمیون لوا د غړو یوې غونډې دا اندېښنه زیاته کړه ځکه د غونډې برخه والو داسې پارونکې خبرې وکړې چې ښودله یې چې یاده ډله به ژر افغانستان او ګاونډیو هېوادونو ته خپل فعالیتونه پراخ کړي‌.‌

وعده خلافي ګانې

په داسې حال کې چې اټکلونه مختلف او تایید یې سخت دی، ډېر کتونکي دا مني چې په سوریه کې د فاطمیون او زینبیون د وژل شویو او ټپي شویو جنګیالیو -- چې ډېر یې ماشومان وو -- شمېر زرګونو کسانو ته رسېږي.‌

ځینې راپورونه ښیي چې اکثر مړه شوي جنګیالي په سوریه او ایران کې په ډله ییزو قبرونو کې خښ شوي او په افغانستان او پاکستان کې پاتې په ویر اخته کورنۍ یې د خپلو د زامنو د برخلیک په هکله حیران پاتې دي.‌

له بده مرغه، د سوریې د جګړې په ډګرونو کې د هغوی له مرګونو څخه وروسته هم داسې نه ښکاري چې د اسلامي انقلابي ګارډ له خوا له افغانانو او پاکستانیانو څخه استفاده دې پای ته رسېدلې وي.

د کالونو په اوږدو کې، تهران په بې شرمانه ډول په منظمه توګه ترتیب شویو مراسمو کې د وژل شویو اورپکو د بچیانو داسې مارشونه ترسره کړي‌ دي چې موخه یې په فاطمیون، زینبیون او د اسلامي انقلابي ګارډ اړوندو نورو ملېشو کې د نورو شیعه ځوانانو جذب ده.

په حقیقت کې، د وژل شویو او ټپي شویو اورپکو کورنۍ له ایران څخه هېڅ یا لږ مرسته ترلاسه کوي او دا حقیقت د سیمې له کتونکو او د افغان او پاکستاني جنګیالیو له کورنیو سره په بې شمېره مرکو کې رابرسېره شوی دی.

په ډېرو حالتونو کې، د وژل شویو اورپکو کورنیو ته د کورونو، مالي مرستو او د ایران د تابعیت د ورکولو په څېر ژمنې هسې باد وړي، او بې شمېره په ویر اخته کونډې او ماشومان په ډاګ میدان خپل برخلیک ته پاتې دي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

6 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

دا چې په افغانستان کې بېکاري ده، زموږ ډېری ځوانان د پیسو د موندلو لپاره بهرنیو هېوادونو ته ځي. د ایران حکومت له افغان مهاجرینو څخه ناوړه ګټه پورته کوي او هغوی هڅوي چې سوریې ته لاړ شي. په ایران کې افغان کډوال بې تعلیمه پاتې دي. په ایران کې مهاجرینو له ساختماني کارونو پرته بل څه نه دي زده کړي. زیاتره ځوانان په نشه یی توکو روږدي شوي دي. ایران افغانانو ته د هیڅ ډول تعلیم فرصت برابر کړی نه دی.

ځواب ورکړئ

زه له دې راپور څخه د یوه قول په نقل سره پیل کوم چې وایي‌: «په ۱۳۹۰ کې، د سوریې د کورنۍ جګړې له پیل راهیسې، د ډېرو هغو جرمونو او وحشتونو له ډلې څخه چې د ایران رژیم په کې لاس لري، په شخړه کې د ایران د هدفونو د پرمخ بوولو لپاره له ځوانو افغانانو او پاکستانیانو څخه ناوړه استفاده احتمالاً یو له ډېرو فجیع کارونو څخه ده چې په هکله یې لږ خلک پوهېږي.» صحیح ده! دا فاطمیون او زینبیون وو چې په افغانستان او پاکستان کې یې د داعش لپاره لاره هواره کړه.‌ د «وعده خلافیو» په هکله:‌ یوازې جیګپوړي مشران، لابي ګران، مستخدمین، د جاسوسانو په منځ کې جاسوسان هغه څوک دي چې یو څه امتیازات ورکول کیږي.‌ یو عادي فاطمي هېڅکله هم تابعیت نه ترلاسه کوي. د ښاغلي دانش، ښاغلي محقق، ښاغلي بهزاد، او ځینې ښځو په څېر غټو جاسوسانو ته چې د بشري حقونو تش په نامه کمېسیون کې فعالیت کوي، یو ډول تابعیت ورکول کیږي. د پارس تابعیت چې جاسوسانو ته ورکول کیږي هغه باید په اروپا یا د امریکا متحده ایالاتو کې افغانانو،‌ ایرانیانو یا پاکستانیانو ته ورکول کېدونکي تابعیت سره یو ډول ونه ګڼل شي.‌ په ایران کې تاسو ته ستاسو د ټولنیز موقف له پام کې نیولو څخه پرته تل د یوه «حرامي افغان» په سترګه کتل کیږي. ښاغلی نجیب مایل هروي یې یو مثال دی. هغه د مخلوع پاچا له وخت راهیسې – هم د هغه په وخت کې او هم د خمیني/خامنه اي تر رژیم لاندې د یوه جاسوس په توګه فعالیت کاوه چې د رژیم ضد حلقاتو په هکله یې جاسوسي کوله. په مقابل کې هغه څه ترلاسه کړل؟ د پارس د استخباراتو لپاره د کلونو خدمت په مقابل کې؟‌ داسې یو تابعیت چې حتی هغه ته یې دا وړتیا ورنه کړه چې هغه پرې د پارس په یوه روغتون کې بستر شي.‌ فاطمیون او زینبیون بالاخره اصلي تاوانیان دي.

ځواب ورکړئ

افغان ټولو ملکونو وغلول خو دوئ هوښیار نه شول کله یې پاکستان غولوي. کله یې ایران غلوي او کله یې امریکا. هر ملک یې د خپلې ګټه لپاره استعماله یې خو دوئ بیچاره ګان د دین او مذهب په خاطر خپل ځانونه تباه کړل. د نورو هیوادونو سنیان دې که شعیه ګان دي هوښیار دي.هغوی خپل ځان نه خرابه یې خو افغانستان خلکو خپل ځان خراب و تراب کړ.

ځواب ورکړئ

نړۍ واله ټولنه باید له ایران څخه وپوښتي چې ولې دغه هېواد له یو شمېر غریبو افغانانو څخه ناوړه استفاده کوي او دغه ځوانان په ترهګرو ډلو کې استخداموي.‌ یو طرف ته،‌ دغه بدبخت ځوانان د طالبانو او افغان حکومت له خوا د افغانستان په جنګ کې وژل کیږي، بل طرف ته،‌ چې هغوی ایران ته د روزۍ د ګټلو لپاره لاړ شي، هلته د اسلامي انقلاب د ساتونکیو له خوا غولول کیږي.‌ له بده مرغه چې، هیڅ هیواد د ګاونډیو هېوادونو له خوا د افغانانو د وژنې په هکله فکر نه کوي چې ولې هغوی د ایران او پاکستان له خوا په ترهګرو ډلو کې استخدام کیږي.‌

ځواب ورکړئ

د فاطمیون لوا په لیکو کې موجود هزاره ځوانان له خپلو مقدسو اماکنو څخه دفاع کوي.‌ همدا افغان هزاره ګان وو چې په سوریه او عراق کې یې داعش ته ماتې ورکړه.‌ که دوی هلته نه وای، اوس به داعش ټوله سیمه نیولې وای. تاسو باید یو څه د حقیقت په اساس فکر وکړئ او حقایق له پامه ونه غورځوئ.‌ هغوی هېڅکله هم د فاطمیون د جنګیالیو له لیکو سره د پیسو او تابعیت لپاره نه دي یوځای شوي،‌ نه هم ایران پرې څه فشار اچولی دی. هغوی د سوریې او عراق په جنګونو کې په خپله خوښه برخه اخیستې ده او داعش ته یې ماتې ورکړې ده.‌

ځواب ورکړئ

ټول علت یی در افغان بی وزلی ده خیني افغانان پاکستانیانو د جهاد په نامه غلولی او خیني نور افغانان بیا ایران ترهګریز فعالیتونو ته هڅه یی. که چیره افغانستان که امنیت وای او خلکو روزګار سم وای نه افغانانو به ګاونډي هیوادونو کې څه کول. سوله مهمه ده که چیره سوله رانشی نو افغانستان به ټولی نړی یوه سرطان دانه جوړه شي.

ځواب ورکړئ