امنیت

د فاطمیون لوا او د سوریي د رژیم تر منځ ترینګلتیاوې زیاتې شوي دي

د ولید ابوالخیر راپور

د فاطمیون لوا غړي د سوریې په دیر الزور ولایت کې لیدل کیږي. دغلته هغوی د سوریې د رژیم عسکرو سره په جنګ اخته شوي وو.‌ [ارشیف]

د فاطمیون لوا غړي د سوریې په دیر الزور ولایت کې لیدل کیږي. دغلته هغوی د سوریې د رژیم عسکرو سره په جنګ اخته شوي وو.‌ [ارشیف]

قاهره -- ځایي فعالان او ژورنالستان وایي، د سوریې په دیر الزور ولایت کې د روسیې له خوا د حمایه کېدونکي سوریایي رژیم د ځواکونو او د ایران له خوا د حمایه کېدونکې فاطمیون ملېشې تر منځ د واک د وېش او د جزیې د تادیاتو په سر ترینګلتیاوې د جوش درجې ته په رسېدلو دي.

فاطمیون لوا چې د افغان ملېشو یو ګروپ دی او د ایران له خوا د حمایه کېدونکي اسلامي انقلابي ګارډ له خوا جوړ شوی، حمایه کیږي او رهبري کیږي، تاکید کوي چې په هغو عوایدو کې یوه برخه ترلاسه کړي چې د سوریې د ولسمشر بشارالاسد د رژیم ځواکونه یې المیادین ته د داخلېدلو په سیمه کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه ترلاسه کوي.

د دیرالزور ۲۴ په نامه د یوه ځایي خبري اژانس اجرائیه رییس عمر ابو لیلا وویل، دغه شخړې د لوټ شویو شیانو، پیسو او د قدرت د جزئي موقفونو په سر رامنځته شوې دي.‌

هغه وویل، اسلامي انقلابي ګارډ د سوریې رژیم ته یواځې «د شطرنج د یوې دانې» په سترګه ګوري.

یو روسی عسکر په ۱۳۹۸ کې په سوریه کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه بهر په داسې حال کې په پیره ولاړ لیدل کیږي چې شاته یې د سوریې د دکتاتور بشارالاسد یو انځور لګېدلی دی. [ماکسیم پوپوف/ای اېف پي]

یو روسی عسکر په ۱۳۹۸ کې په سوریه کې د تلاشۍ له یوې پوستې څخه بهر په داسې حال کې په پیره ولاړ لیدل کیږي چې شاته یې د سوریې د دکتاتور بشارالاسد یو انځور لګېدلی دی. [ماکسیم پوپوف/ای اېف پي]

هغه وویل، تهران د سوریې د رژیم حضور په ښار کې د دې لپاره زغمي چې ځینې اداري چارې ورته پرمخ وېسي او د خلکو کاغذي کارونه ترسره کړي.

هغه وویل، اسلامي انقلابي ګارډ دغه په نامه حضور ته د دې لپاره اجازه ورکوي چې په سیمه کې یواځې د خپل ځان او خپلو ملېشو حضورته د ګواښونو په هکله پوهېږي، په ځانګړې توګه «د روسیې په اړه چې په سیمه کې د هغوی په قیمت د اسلامي انقلابي ګارډ‌ خپل حضور ته پراختیا ورکوي.»

خراج او قدرت له خطر سره مخامخ دي

په دیر الزور کې د جمیل العابد په نامه یوه فعال وویل، اصلا شخړه د هغو عوایدو په سر ده چې د سوریې د رژیم عناصر یې ښار ته د داخلېدلو په نقطه کې د تلاشۍ له پوستو څخه په یوه پوسته کې ټولوي.‌

هغه وویل، «دغه خراجونه د دې مخه نیسي چې ملېشه ښار ته په ننوتونکیو ملکي خلکو او سوداګرو باندې خپل خراجونه تحمیل کړي.»

هغه وویل، «خراجونه په خلکو، شیانو، غټو ټرانسپورټي عرادو او هغو ټکسي ګانو باندې لګول کیږي چې المیادین ښار ته ننوځي، او معمولا دا په ښار کې دننه قېمتونو باندې تاثیر کوي چې په بې ساري ډول پورته شوي دي.»

هغه زیاته کړه، دا شخړه له روژې سره په یو وخت رامنځته شوه. دغه وخت د ځینې مصرفي توکو قېمتونه د عادي وختونو په نسبت ډېر زیاتیږي.

العابد وویل، «د المیادین واک تر دې حده په بشپړ ډول د فاطمیون ملېشې په لاس کې دی، چې د ښار ډېرې برخې د بیرغونو، ګوندي او مذهبي بینرونو، د اسلامي انقلابي ګارډ د ملېشې د قوماندانانو او د اسلامي انقلابي ګارډ د قوماندانانو د انځورونو نندارو ته په پام سره، د تهران او په لبنان کې د بیروت جنوبي اطرافو سرکونو ته ورته ښکاري.»

هغه وویل، «د رژیم ځواکونه په ښار کې دننه ډېر کم حضور لري او حقیقي واک نه لري. هغوی اجازه لري چې شخصي او سپکې وسلې ورسره وګرځوي، او کله چې د څلورمې لوا منسوبین یا نور ښار ته ننوځي، هغوی باید له وسلو څخه پرته ننوځي.»

هغه وویل، په ښار کې د اسد د رژیم واک یو څو حکومتي ادارو پورې چې اوس هم فعالیت کوي محدود دی.

العابد وویل، «د ښار ځینې برخو ته د فاطمیون له کسانو څځه پرته هر څوک د ننوتلو اجازه نه لري، او دا حکم د ملکي خلکو او د سوریایي رژیم د ځواکونو لپاره په عین ډول تطبیقیږي.»

روسیه او ایران د پښې د ځای موندلو لپاره سره سیالي کوي

سوریايي ژورنالست محمد ال عبدالله د غوایي په ۱۶مه وویل، په سیمه کې د ایران نفوذ ته په غبرګون کې، د روسیې نظامي پولیس د دیرالزور په یو شمېر سیمو کې په زیاتېدونکي ډول ګزمې ترسره کوي.‌

هغه وویل، روسي ځواکونو له ۱۳۹۶ راهیسې دغه ډول ګزمې نه دي ترسره کړي، ځکه چې دغه سیمه تر ډېره د اسلامي انقلابي ګارډ او د هغه د اړوندو ملېشو تر واک لاندې ده.

ال عبدالله وویل، د اسلامي انقلابي ګارډ د اړوندو اورپکو او د سوریې د رژیم د اړوندو ګروپونو تر منځ وروستۍ نښتې له هغو «سیاسي ترینګلتیاوو څخه سرچینه اخلي چې د روسیې او ایران تر منځ موجودې دي،‌ چې هره ډله په کې هڅه کوي چې تر شوني حده د ډېرې خاورې کنټرول ترلاسه کړي او بل لوری لیرې وساتي.»

هغه وویل، د قدرت په سر شخړې «روسان دې ته ورسول چې د سوریې ګڼ پوځي واحدونه تر خپلې سلطې لاندې راولي او د اسلامي انقلابي ګارډ د ملېشو پر ضد یې ودروي.»

هغه وویل، مالي تشویقۍ یوه بله لاره ده ځکه چې په سیمه کې موجود قوماندانان له دې سره لیوال دي چې خپل جیبونه له ملکي خلکو او سوداګرو څخه په ترلاسه کېدونکو خراجونو باندې ډک کړي .

ال عبدالله وویل، «د سوریې بادیه سیمې ته د نږدې والي او د عراق سرحد ته څېرمه د دیرالزور ولایت په مرکز کې د موقعیت په پام کې نیولو سره» المیادین ستراتیژیک اهمیت لري.»

«له دې امله، د سوریې د رژیم د ځواکونو کمروزی حضور او په سیمه کې د روسیې ښکاره کمزورتیا ته په پام سره د هغه کنټرول د ایرانۍ پروژې لپاره د ژوند او مرګ مسئله ده.»

جیوپولیتیکي سیالي

دغه نښتې په سوریه کې د مسکو او تهران د تش په نامه متحدینو تر منځد جیوپولیتیکي لوبې د سیالۍ یواځې یو مثال دی.

له متحده عرب اماراتو څخه خپرېدونکې دي نېشنل د غوایي په ۳مه راپور ورکړ چې، روسي ځواکونه «حدرت فیصل العباس» ته چې په دیر الزور ولایت کې د فاطمیون جنګیالیو یو ۵۰۰ کسیز واحد دی، ستراتیژیکه روزنه او پرمختللې وسلې ورکوي او هڅه کوي چې د دغه واحد قوماندان عبدالله صلاحي خپلې خواته جلب کړي.

دغه اخبار راپور ورکړ چې، کریملېن هغه وخت د صلاحي د جلبولو هڅې پیل کړی چې هغه په ۱۳۹۵ کې له داعش څخه د پالمیرا د ازادولو لپاره جنګ وکړ

شنونکي وایي، پخوا د فاطمیون د جنګیالیو داسې عکسونه خپاره شوي وو چې روسۍ وسلې یې په لاسونو کې نیولې او له روسي ځانګړیو ځواکونو سره یوځای ولاړ ول، خو په مستقیم ډول د روزنې او تأمیناتو وړاندیز نوی دی.‌

په واشنګټن کې د نږدې ختیځ د پالیسۍ انسټیټیوټ یوه محقق فیلېپ سمېت دي نېشنل ته وویل، «د روسانو له خوا دا کار،‌ د ایرانیانو لپاره یو یرغلیز سېګنال دی؛‌ دا په سوریه کې د ایران د پرمختګ په مرکزي نقطه باندې مستقیم برید دی.»

ښایي کریملین، په داسې حال کې چې ایران د کووېډ - ۱۹ کرونا وایرس د نړۍ نیوونکې ناروغۍ پر ضد په مجادله بوخت او د متحده ایالاتو له بندیزونو سره لاس او ګرېوان دی، له اسلامي انقلابي ګارډ څخه د ایران د کمزورتیا پر وخت ناوړه استفاده وکړي.

سمېت وویل، «دا بالکل ممکنه ده چې هغوی به ونشي کولی چې په خپلو شبکو باندې په عین سطحه کنټرول وساتي او دا چې روسان له فرصت څخه ګټه پورته کوي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

8 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

په سیمه کې د اخوندي رژیم (د ایران د موجود حکومت) جنایتونه د بخښلو وړ نه دي.

ځواب ورکړئ

واو

ځواب ورکړئ

ښه دی.

ځواب ورکړئ

له تقریباً شپږکاله مخکې وخت راهیسې، چې په افغانستان کې د داعش د ترهګرې ډلې لومړۍ هستې سر راپورته کړ، تر اوسه پورې په افغانستان کې یادې ډلې ډېر بریدونه په شیعه ګانو باندې ترسره کړي دي. له افغان حکومت او حتی طالبانو سره د دغې ډلې له نښتو څخه پرته، د یادې ډلې اکثر خونړي بریدونه یا په شیعه مېشتو سیمو وو یا د هغوی د غونډېدلو په ځایونو وو. د ۱۳۹۶ او ۱۳۹۷ تر منځ، چې په افغانستان کې د داعش بریدونه اوج ته ورسېدل، داعش په افغانستان کې لږ تر لږه ۱۵ ځانمرګي بریدونه ترسره کړل، چې ۹ بریدونو یې د شیعه ګانو او په ځانګړې توګه هزاره ګانو تعلیمي او کلتوري مرکزونه په نښه کړل. دغه کار دومره وارخطایي رامنځته کړه چې حتی حکومت مجبور شو چې د شیعه ګانو د تعلیمي او کلتوري مرکزونو لپاره ساتونکي مقرر کړي.‌ همدارنګه، حکومت خلکو ته وسلې ور ووېشلې چې هغوی پخپله وکولی شي چې د هغو ځایونو امنیت ټینګ کړي.‌ که څه هم چې افغان حکومت ډېرې هڅې کړي چې هېواد له داعش څخه پاک کړي، خو د افغان شیعه ګانو تر منځ عام نظر دا دی چې حکومت په دې برخه کې ډېره توجه نه ده کړې.‌ د ځینې شیعه هېوادوالو بیانونه په ځانګړې توګه د هغوی پر ضد د داعش له ځانمرګو بریدونو څخه وروسته، په څرګنده د دې نظریې موجودیت ښیي.‌ همدارنګه، په کابل کې په زېږنتون باندې د یادې ډلې وروستی برید د افغان شیعه ګانو پر ضد د داعش ښکاره دښمني ښیي، نو زه فکر کوم چې د فاطمیون ټول عسکر باید له سوریې څخه راستانه شي او په افغانستان کې د داعش پر ضد جنګ وکړي چې داعش په بشپړ ډول په افغانستان کې له منځه وېوړل شي.

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران

ځواب ورکړئ

لومړی دې خوله ووینځه، او بیا د ایران نوم اخله.

ځواب ورکړئ

مرګ په ایران او فاطمیون

ځواب ورکړئ

امریکایان هوښیار دي او ډېرو داسې مسایلو ته متوجه وي چې نور خلک نه وي متوجه لاکن د فاطمیون د ترهګرې ډلې په رابطه باید ډېر جدي اوسي. داعش او فاطمیون دواړه ترهګرې ډلې دي چې باید په افغانستان کې موجود داعش په داخل کې وځپل شي او فاطمیون افغانستان ته له راننوتلو څخه مخکې وځپل شي او له منځه وېوړل شي ځکه چې فاطمیون د ایران د ترهګر انقلابي ګارډ برخه ده.‌

ځواب ورکړئ