امنیت

متحده ایالاتو په سوریه کې د فاطمیون په قاچاقي لاره هوایي برید وکړ او ښکاره پیغام یې ورکړ

د سلام ټایمز او ای اېف پي راپور

د متحده ایالاتو اېف - ۱۵ جنګي جیټ الوتکې د سلواغې په ۱۵مه د منځني ختیځ پر سر ګرځي. [د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني/سینټکام]

د متحده ایالاتو اېف - ۱۵ جنګي جیټ الوتکې د سلواغې په ۱۵مه د منځني ختیځ پر سر ګرځي. [د متحده ایالاتو د پوځ مرکزي قومانداني/سینټکام]

د متحده ایالاتو پوځ د پنجشنبې په ورځ /د کب په ۷مه/ د سوریې په ختیځ کې د ایران له خوا ملاتړ کېدونکې ملېشه باندې برید وکړ او لږ تر لږه ۲۲ تنه جنګیالي یې ووژل. پنتاګون وویل دا د نوې ادارې له خوا یو «څرګند پیغام» وو چې په امریکایي یا د نړۍ وال ایتلاف په منسوبینو باندې بریدونه به ونه زغمي.‌

د جو بایډن له خوا د ولسمشرۍ د واک ترلاسه کولو راهیسې د ایران اړوندو ګروپونو پر ضد په خپل لومړني پوځي اقدام سره، پنتاګون وویل چې هغوی د سوریې - عراق په سرحد کې د کنټرول په نقطه کې چې د ایران له خوا حمایه کېدونکیو ګروپونو ترې استفاده کوله هوایي بریدونه ترسره کړل او «ګڼ شمېر مرکزونه» یې ویجاړ کړل.‌

د پنتاګون ویاند جان کربي په یوه اعلامیه کې وویل، د متحده ایالاتو بریدونو چې د پنجشنبې په شپه «د ولسمشر بایډن په حکم» ترسره شول د سوریې په ختیځ کې هغه «مرکزونه په نښه کړل چې د ایران له خوا حمایه کېدونکیو ګروپونو ترې استفاده کوله».‌

هغه وویل، «د دغو بریدونو د ترسره کولو اجازه په عراق کې د امریکایي او ایتلافي منسوبینو پر ضد د وروستیو بریدونو، او هغو منسوبینو ته د موجودو ګواښونو په غبرګون کې ورکړل شوه.»

د فاطمیون لوا غړي د سلواغې په ۲۳مه د قانون د زده کړې په یوه ناسته کې برخه اخلي. فاطمیون لوا د ایران د اسلامي انقلاب همکاره ملېشه ده چې له افغان جنګیالیو څخه جوړه شوې او په سوریه کې فعالیت کوي. [آرشیف]

د فاطمیون لوا غړي د سلواغې په ۲۳مه د قانون د زده کړې په یوه ناسته کې برخه اخلي. فاطمیون لوا د ایران د اسلامي انقلاب همکاره ملېشه ده چې له افغان جنګیالیو څخه جوړه شوې او په سوریه کې فعالیت کوي. [آرشیف]

د سوریې د دولتي تلوېزیون له خوا د سلواغې په ۲۱مه خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د الحاج قاسم سلیماني د ملېشې غړي په داسې حال کې ښیي چې په سوریه کې له حلب څخه د دیرالزور ختیځ ولایت ته رسېږي.‌

د سوریې د دولتي تلوېزیون له خوا د سلواغې په ۲۱مه خپرې شوې یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو عکس د الحاج قاسم سلیماني د ملېشې غړي په داسې حال کې ښیي چې په سوریه کې له حلب څخه د دیرالزور ختیځ ولایت ته رسېږي.‌

هغه وویل، «په ځانګړې توګه، بریدونو ګڼ شمېر هغه مرکزونه ویجاړ کړل چې د سرحدي کنټرول په نقطه کې واقع وو او د کتائب حزب الله او کتائب سیدالشهداء په ګډون د ایران له خوا حمایه کېدونکیو یو شمېر اورپکو ګروپونو ترې استفاده کوله.»

کربي وویل، «دغه عملیات یو څرګند پیغام لري او هغه دا دی چې ولسمشر بایډن به د امریکایي او ایتلافي منسوبینو د خوندي کولو لپاره لاس په کار شي.»

متحده ایالاتو وروسته له هغه په دې اقدام لاس پورې کړ چې په عراق کې په یو شمېر مرکزونو باندې چې متحده ایالاتو او نړۍ وال ائتلاف ترې د داعش پر ضد د جنګ لپاره استفاده کوله او په بغداد کې په یو شمېر دپلوماتیکو ودانیو باندې ګڼ شمېر راکټي بریدونه وشول.

د وسلو د قاچاق لاره

د څار د موسسې د سرچینو په وینا،‌ ایراني ځواکونه او د هغوی مرستندویې ملېشې له برید څخه وروسته سمدلاسه په البوکمال کې له ګڼو پوستو او مرکزونو څخه ووتل، او د تعقیبي بریدونو د هدف ګرځېدلو له وېرې په نورو ځایونو کې ځای پر ځای شول.‌

د دوشنبې په ورځ، «باوري سرچینو» د څار ادارې ته وویل چې فاطمیون لوا -- له افغان جنګیالیو څخه تشکیل ملېشه چې د ایران د اسلامي انقلابي ګارډ وژل شوي قوماندان قاسم سلیماني جوړه کړې ده -- د لوېدیځ فرات په سیمه کې خپلو مورچلو ته د وسلو یو نوی بار راوړی وو.‌

سرچینو وویل، دغه نوی بار چې مرمۍ، توغندي او مهمات په کې شامل وو د ترکارۍ په لاریو کې په غیر رسمي لارو له عراق څخه سوریې ته راداخل شوی وو.‌

لارۍ ګانې په ختیځ دیر الزور کې د المیادین په لمنو کې المزارع سیمې ته چې د ایران له خوا حمایه کېدونکې ملېشې په کې ځای پرځای دي،‌ لاړې، او د راوړو بارونو مواد یې په هغو تونلونو کې ځای پرځای کړل چې داعش د سیمې د کنټرول پر وخت هلته کیندلي وو.‌

د څار ادارې وویل، په وروستیو اونیو کې د دغه ډول بارونو په هکله راپورونه ورکړل شوي دي.‌

په سوریه کې په فعالیتونو کې زیاتوالی

د سلواغې په نیمایي کې،‌ په سوریه کې ځایي فعالانو راپور ورکړ چې د ایران اسلامي انقلابي ګارډ او د هغه اړوندو ملېشو د نویو استخدامونو او توظیفاتو له لارې په دیر الزور ولایت کې خپل حضور او فعالیتونه زیات کړي دي.‌

د اسلامي انقلابي ګارډ ملېشې په البو کمال کې له یوه پخواني الهناء روغتون سره نږدې په یوه مرکز کې په زور او شور سره نوي غړي استخداموي. د رژیم پلوي ملېشو چې اسلامي انقلابي ګارډ پورې تړاو لري پخوا دا روغتون نیولی او نوم یې الشفاء ته بدل کړی وو.‌

په دیر الزور کې د رسنیو یوه فعال عمار صالح وویل، هغوی د ملېشې غړو ته د میاشتې ۲۰۰ زره سوریایي پاونډ (۳۹۰ ډالر) ورکوي.‌

هغه وویل،‌ دغه مرکز د حاج عسکر په نامه د اسلامي انقلابي ګارډ د سیمه ییز قوماندان تر نظارت لاندې کار کوي.

په ورته وخت کې، صالح وویل چې د ملېشې په لسګونو غړي په البوکمال دښته کې د ټریننګ کمپونو ته لیږدول شوي ترڅو هلته د زینبیون غونډ تر نظارت لاندې روزنه ترلاسه کړي.‌ زینبیون غونډ له پاکستاني جنګیالیو څخه تشکیل شوی چې اسلامي انقلابي ګارډ روزنه ورکړې ده‌.

د څار ادارې وویل، په دې سیمه کې د فاطمیون لوا او د کتائب حزب الله د ملېشو سړي هم موجود دي.‌

دغې ادارې وویل،‌ دغو ځواکونو په وروستیو کې له عراق څخه د وسلو بارونه چې د ترکاریو او مېوو په وړونکیو لاریو کې پټ شوي وو، ترلاسه کړل.‌

وعده خلافي

ډېر افغان جنګیالي په هغو میاشتنیو تنخواګانو سربېره چې هغوی یې د ملېشې د غړو په توګه ترلاسه کوي، د ایران د تابعیت، امتیازاتو او د هغوی کورنیو ته د میاشتنیو تادیاتو د وعدو په بدل کې له فاطمیون لوا سره یوځای کیږي.‌

د فاطمیون پخوانیو جنګیالیو او د فاطمیون د وژل شویو غړو خپلوانو شکایت کړی دی چې دغه غوړې وعدې ډېرې کمې ریښتیا راوځي.

په هرات کې د سیاسي چارو یوه شنونکي عبدالقادر کامل وویل، «ایراني چارواکي په فاطمیون کې د افغان ځوانانو استخدام ته دوام ورکوي، او دغو ځوانانو د خپلې نهیلۍ له امله ثابته کړې ده چې د تهران لپاره یو ګټور بشري ځواک دی.»

هغه زیاته کړه، «د ایران حکومت غواړي چې فاطمیون د یوه جنګیالي ځواک په توګه وساتي او له هغوی څخه په هرو هغو هېوادونو کې چې ورته اړتیا پیدا کوي د جنګي ځواک په توګه کار واخلي. له دې امله، د فاطمیون د غړو استخدام او روزنه نه ده درول شوي.»

ښايي فاطمیون، نه یواځې په سوریه کې، بلکې ژر د خپلو غړو په پلرني هېواد کې هم جنګ پیل کړي.

کامل وویل، د ایران رژیم غواړي چې له فاطمیون څخه په افغانستان کې د امریکایي ګټو د مخالفت په لاره کې کار واخلي او په افغانستان کې خپل سیاسي او استخباراتي نفوذ پراخ کړي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

افغانستان د سیمې د هېوادونو او نړۍ لپاره غوره ځای دی چې جنګیالي ترې استخدام کړي. دا د افسوس خبره ده چې د افغانستان خلک د بهرنیو هېوادونو د ګټو لپاره جنګ کوي.‌ افغانان باید په خپل هېواد کې واوسي او د خپل هېواد لپاره کار وکړي، خو له بده مرغه چې په زرونو افغانان د نورو هېوادونو د ګټو لپاره په سوریه، عراق او نورو هېوادونو کې جنګ کوي او خپل خوږ ژوند له لاسه ورکوي.‌ سره له دې چې په افغانستان کې د ۴۰ کلنې جګړې په ترڅ کې په میلیونونو خلک شهیدان او معلولان شوي دي، لاکن د نړۍ هېوادونه اوس هم له افغانستان څخه جنګیالي استخداموي. د دغو ټولو وژنو قېمت څوک پرې کوي؟ افغانستان. په افغانستان کې چې هر ځوان وژل کیږي هغه د افغانستان اقتصاد ته ضربه ور رسوي ځکه هر ځوان چې وژل کیږي هغه تر شا یوه ښځه او ماشومان پرېږدي او هغوی د ټولنې لپاره په بار باندې اوړي.‌ په افغانستان کې د یوې تلپاتې سولې له راتللو څخه وروسته، په کار ده چې نړۍ واله ټولنه ټول افغانان چې اوس په بهرنیو هېوادونو کې کډوال دي،‌ افغانستان ته راستانه او ځای پرځای کړي، او نورو هېوادونو ته اجازه ورنه کړي چې هغوی په نیابتي جنګونو کې استخدام کړي.‌

ځواب ورکړئ

وروسته له هغه چې له طالبانو سره سوله وشي، فاطمیون به د افغان حکومت لپاره په یوه غټه ننګونه باندې بدل شي، ځکه ایران هېڅکله هم په افغانستان کې سوله نه غواړي او دغه هېواد وار له مخه د بامیان په شمول د افغانستان په ځینو ولایتونو کې په دې ګروپ کې خلک استخدام کړي، او پرله پسې هره ورځ تمرینونه کوي. هغوی د ایران له خوا تجهیزاو تمویل کیږي.

ځواب ورکړئ

دغه هزاره ګان چې په سوریه کې د سوریې د وحشي ولسمشر بشارالاسد په ملاتړ او د ایران د افغانستان دښمنه رژیم په امر جنګیږي یو غټ خیانت کوي. دا خلک د داسې ایران په امر جنګ کوي چې هغه شپه او ورځ په افغانستان کې د جنګ لمبې بلوي او افغانان وژني، د افغانستان د اوبو د بندونو د جوړېدلو مخه نیسي او په افغانستان کې قومی تعصباتو ته لمن وهي. افغانان که پښتانه وي که تاجکان،‌ هزاره ګان... یو هم باید هیڅ داسې کار ونه کړي چې ایران یا پاکستان ته یې ګټه رسیږي ځکه همدغو دوه هیوادونو د تېرو ۴۵ کالونو په اوږدو کې بې شمېره افغانان ووژل، افغانستان یې ویجاړ کړاو تر اوسه پورې په افغانستان کې د سولې د راتګ مخه نیسي.

ځواب ورکړئ