تجزيه

فاطمیون اورپکي د سوریې په ختیځ کې 'د کوچني ایران' د اوسېدونکیو لویه برخه جوړوي

د ولید ابوالخیر راپور

د فاطمیون لوا یو غړی د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د تلین په یاد جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې په دیر الزور کې له یوه مذهبي مرکز څخه بهر ولاړ دی. [فاطمیون/ټیلیګرام]

د فاطمیون لوا یو غړی د سپاه پاسداران د قدس ځواک قوماندان قاسم سلیماني د تلین په یاد جوړو شویو مراسمو په ترڅ کې په دیر الزور کې له یوه مذهبي مرکز څخه بهر ولاړ دی. [فاطمیون/ټیلیګرام]

سپاه پاسداران په ختیځه سوریه کې په یرغلیز ډول خپل حضور پراخوي او داسې یوه سیمه جوړوي چې ځینې خلک یې د «کوچنی ایران» په نامه یادوي، چې هلته دغه ډله ملکیتونه غصبوي او محلي ځوانان د خپلو ملېشو په لیکو کې جذبوي.

د عراق له سرحد څخه نیولې تر بادیه تدمر (پالمیره دښتې) او د حمص او حماه ولایتونو تر څنډو پورې سیمه کې ګڼ شمېر نویو ملېشو سر راپورته کړي، او د بېلابېلو هیوادونو جنګیالي یې سیمې ته راوستي دي.

سپاه پاسداران او متحدې ملېشې یې د فرات سیند په اوږدو کې حضور لري چې د البو کمال له سرحد څخه تر المیادین او دیر الزور ښار او ان تر حلب ولایت او د دښتې له لارې تر حمص پورې غځېږي.‌

هغوی خپلې اړوندې ملېشې چې له بهرنیو جنګیالیو څخه تشکیل شوي دي دغلته راوستي، ځایي ځوانان یې د خپلو سوري متحدینو په لیکو کې استخدام کړي، او خصوصي ملکیتونه یې د دې لپاره غصب کړي چې دغو نویو را رسېدلو کسانو ته د استوګنې ځایونه برابر کړي، او په دې توګه یې د دیموګرافیک بدلون یوه نوې پروسه پیل کړې ده.

د سوریې د دولتي تلوېزیون له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس د الحاج قاسم سلیماني د ډلې غړي د سلواغې په ۲۱مه په داسې حال کې ښیي چې له حلب څخه دیر الزور ته رسېږي.‌

د سوریې د دولتي تلوېزیون له یوې ویډیو څخه اخیستل شوی یو سکرین شاټ عکس د الحاج قاسم سلیماني د ډلې غړي د سلواغې په ۲۱مه په داسې حال کې ښیي چې له حلب څخه دیر الزور ته رسېږي.‌

د بشري حقونو لپاره د سوریې د څار موسسې وویل، د یکشنبې په ورځ /د کب ۲۴مه/ په المیادین کې تقریبا د ۵۰ کورونو اوسېدونکیو د سپاه پاسداران د اړوندې ډلې له خوا، چې ادعا کوي د سوریې د رژیم په استازیتوب کار کوي، د وتلو حکمونه ترلاسه کړل.

د څار موسسې وویل، یوه ورځ مخکې د کتائب ابوالفضل العباس په نامه د سپاه پاسداران اړوندې ملېشې د یوه مشر تر قوماندې لاندې د المیادین ښار په لمنو کې د ګازو یو سټېشن ونیو.

د سپاه پاسداران ګڼ حضور

د سپاه پاسداران د چارو یوه سیاسي څېړونکي عبدالنبی بکر وویل، یو شمېر دلایل شته چې ولې سپاه پاسداران په دې تمرکز کوي چې په ختیځه سوریه کې دومره ډېرې ملېشې ځای پرځای کړي.‌

هغه وویل، سپاه پاسداران فیصله کړې چې یوه پراخه جغرافیوي سیمه تر واک لاندې راولي، او د عراق او سوریې تر منځ د خپلو اړوندو ملېشو، منسوبینو او وسلو ثابت نقل او حرکت ته اسانتیا برابره کړي او د تهران او بیروت تر منځ لاره خوندي کړي.

بکر وویل، په دې سیمه کې د سپاه پاسداران د حضور تر شا یوه بله انګېزه د نفتو، فاسفورس او نورو منرالونو په ګډون د سیمې د طبیعي سرچینو ذخیرې دي.

په دیر الزور کې د جمیل العابد په نامه یوه فعال وویل، د سپاه پاسداران اړوند ډېرې ملېشې د سوریې په ختیځ کې موجودې دي.‌

هغه وویل، د هغوی په ډله کې د لبنان حزب الله تر ټولو ډېر ځواکمن دی او بیا ورپسې فاطمیون لوا ده چې له افغان جنګیالیو څخه جوړه شوې او په سوریه کې د سپاه پاسداران په اصلي قوت باندې اوښتې ده.

په نورو ګروپونو کې د ذینبیون غونډ ملېشه چې له پاکستاني جنګیالیو څخه تشکیل شوې، کتائب حزب الله، اصائب اهل الحق او ډېر نور شامل دي.

د ځایي خلکو استخدام

العابد وویل، دغه راز سپاه پاسداران د سوریې په ختیځ کې یو شمېر ځایي ملېشې جوړې کړي چې د سوریې له ځوانانو څخه تشکیل شوي دي.

هغه وویل، په هغو کې ۳۱۳ غونډ، سیده رقیه، الباقر لوا، الهاشمیون، کتائب الزهرا، کتیبات العباس، قوات الامام الرضا، فوج الامام الحجه، الامام زین العابدین لوا، حشد الفرات و الجزیره، سقور الصحرا لوا او ۴۷مه لوا شامل دي.‌

العابد یادونه وکړه چې سپاه پاسداران د ختیځې سوریې دا برخه د مهماتو او توغندیو د ټولو ډولونو په یوه پراخ نظامي کمپ او ډیپو باندې بدله کړې ده.‌

ګڼ شمېر رسنیو وویل چې پراخ شمېر وسلې او توغندي د عراق د سرحد له لارې سوریې ته راداخل شول او د ایران له خوا کنټرولېدونکیو او ملاتړ کېدونکیو ملېشو او ذینبیون غونډ په ډیپوګانو کې توزیع شول.

د محمد العبدالله په نامه یوه سوریایي ژورنالست وویل، د ځینو اټکلونو له مخې، د سوریې په ختیځ کې د سپاه پاسداران اړوند له ۲۵۰۰۰ څخه ډېر جنګیالي موجود دي.‌

هغه وویل، سپاه پاسداران د هغو قبایلو غړو ته چې د ترهګرۍ له ګواښونو یا د جبري عسکري خدمت په څېر د سوریې د رژیم له فشار سره مخامخ وي، د پیسو، وسلو او خوندیتوب په وړاندې کولو سره نوي استخدامېدونکي کسان تطمیع کوي چې د یادو ملېشو له لیکو سره یوځای شي.

هغه زیاته کړه، په نویو استخدامېدونکیو کسانو کې کم عمره هلکان هم شامل دي.‌

العبدالله وویل، د سپاه پاسداران د اړوندو ملېشو په لیکو کې د قبایلو د غړو استخدام د ولایت فقیه د عقیدې له ترویج سره په یو وخت ترسره کیږي. دغه عقیده د ایران ستر مذهبي مشر سره د بیعت غوښتنه کوي.‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

5 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

ایران په اسیا کې د اسلامي هېوادونو لپاره یو ډېر خطرناک هېواد دی. ایران په ټولو هغو فرقه یيزو جنګونو کې چې په سوریه، عراق، لبنان او حتی په افغانستان کې روان دي، په یو ډول ښکېل دی. زه حیران یم چې ایران دا دومره ډېرې پیسې له کومه کوي چې په ډېروهېوادونو کې یې په جنګونو باندې لګوي. ایران د افغانستان له هزاره ګانو سره مستقیمه اړیکه لري او د دغه هېواد هزاره ګان هڅوي چې له فاطمیون لوا سره یوځای شي.

ځواب ورکړئ

زما ګرانه افغان وروره، مخکې له دې چې ته کوم بل چاته ګوته ونیسې، له خپلو افغانانو څخه وپوښته چې ولې هغوی د خپل ګران هېواد په ویجاړولو سره خیانت کوي. مونږ د افغانستان شیعه ګان تل د خپلو نیکونو دغه هېواد ته ژمن وو او یو،‌ او د دې یوازنی دلیل چې ولې زمونږ خلک لاړل او له هغې ډلې سره یوځای شول هغه خیانت دی چې تاسو یې د دې خلکو په مقابل کې کوئ. ستاسو جهالت، توپیري چلند، خیانت، او نژادپالنه د دې سبب شوې او که تاسو له دې نه زیات خیانت وکړئ، خدای (ج) پوهېږي چې نور به څه پېښ شي.‌

ځواب ورکړئ

ولې تاسو یوه ورځ د سوریې د حکومتي مخالفینو او د داعش د ظلمونو په هکله نه لیکئ چې هره ورځ د فاطمیون په هکله لیکل کوئ؟ فاطمیون په سوریه کې د دې لپاره جنګ کوي چې د شیعه ګانو له مقدسو ځایونو څخه دفاع وکړي او نه پرېږدي چې داعش نورو هېوادونو ته لاره وکړي. تاسو پوهېږئ چې که فاطمیون په سوریه کې د داعشي اورپکو پر ضد جنګ ونه کړي، هغوی به د سوریې اوسنی حکومت رانسکور کړي او په هغه هېواد کې به یو مستقل حکومت جوړ کړي چې هغه به د نړۍ د ټولو هېوادونو لپاره خطرناک وي، او هغوی به د افغانستان په شمول په نورو هېوادونو باندې یرغل وکړي او د خلکو ژوند به تریخ کړي.

ځواب ورکړئ

ستا تبصره کاملاً احمقانه او ماشومانه ده. د داعش او فاطمیونو تر منځ څه فرق دی؟ هېڅ. داعش او فاطمیون دواړه بې ګناه خلک وژني. نه یوازې فاطمیون بلکې د فاطمیونو ملاتړي، قدس ځواک او د ایران د انقلاب ساتونکي ځواک (سپاه پاسداران) په زرونو بې ګناه افغانان په سوریه او عراق کې وژلي، او په وروستیو کې یې د علیپور په نامه د یوه چټل تروریست تر مشرۍ لاندې په افغانستان کې د فاطمیونو ډله جوړه کړې، او دا هغه څه دي چې ایراني فعالانو هم تایید کړي دي. ملي اردو د عليپور له مرکزونو څخه د خمیني بدبخت عکسونه هم ترلاسه کړي، او له ترلاسه شویو وسلو او وسایلو څخه روښانه کیږي چې دا ډله د سیمې د شیطان یعنې ایران له خوا تمویل او تجهیز کیږي. د افغانستان په مقابل کې د ایران او پاکستان او همدارنګه د داعش او فاطمیونو تر منځ هېڅ توپیر نشته. لومړی یې د پاکستان له خوا او دویم یې د ایران له خوا حمایه کیږي.‌

ځواب ورکړئ

امريکا او متحدين يې بايد په افغانستان کې د فاطميون د پرمختګ مخه ونيسي، کنه ايران د فاطميون له ليارې په افغانستان کې پراخ نفوذ پيدا کوي. که ايران هم د پاکستان په ډول په افغانستان کې نفوذ ډېر شو، نو د امريکا لپاره په افغانستان کې ګواښ دوه برابره ډېر کيږي، ځکه دا دواړه داسې هېوادونه دي چې په افغانستان کې د غربي هېوادونو د موجوديت مخالف دي.

ځواب ورکړئ