بشري حقونه

د ایران سني ټولنې د اسلامي جمهوریت له خوا 'د مسلمانانو د وحدت' ادعاګانې رد کړې

د بهروز لاریجاني راپور

د ایراني سنیانو یوه ډله په ۱۳۹۶ کال کې د ایران په ګچساران سیمه کې لمونځ کوي. [تسنیم]

د ایراني سنیانو یوه ډله په ۱۳۹۶ کال کې د ایران په ګچساران سیمه کې لمونځ کوي. [تسنیم]

د ایران د سني ټولنې غړي وایي، سره له دې چې اسلامي جمهوریت په ایران کې د«اسلامي یووالي» لاپې وهي، لاکن په دغه هېواد کې له ټولو اسلامي فرقو سره یو ډول چلند نه کیږي.‌

له سنیانو سره، د ایران د نورو مذهبي اقلیتونو په څېر -- حتی هغه چې عقاید یې د ۱۳۵۸ له اسلامي انقلاب راهیسې د هېواد د رسمي مذهبونو په توګه په رسیمت پېژندل شوي دي -- هره ورځ د ژوند په بېلابېلو برخو کې توپيري چلند کیږی.‌

په ایران کې د «اسلامي یووالي» د ښودنې د برخې په توګه، اسلامي جمهوریت هر کال د یوې اونۍ په مخه داسې یوه ننداره وړاندې کوي چې د محمد رسول الله (ص) زېږد کالیزه لمانځي، خو په هغې طریقې کې چې په هېواد کې له سنیانو او شیعه ګانو سره څنګه چلند کیږي لږ مشابهت موجود دی.

د ایران د ستر مشر علي خامنه اي ملاتړي هغه «د مسلمانانو لارښود» ګڼي، یو اعزازي لقب چې ښیي هغه په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د یووالي‌ د پیاوړتیا لپاره کار کوي.

د ایران د ستر مشر علي خامنه اي ملاتړي هغه «د مسلمانانو لارښود» ګڼي، یو اعزازي لقب چې ښیي هغه په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د یووالي‌ د پیاوړتیا لپاره کار کوي، خو ډېر بیا دغه لقب غلط او ریاکارانه بولي. [عکس د ستر مشر له دفتر څخه]

د ایران د ستر مشر علي خامنه اي ملاتړي هغه «د مسلمانانو لارښود» ګڼي، یو اعزازي لقب چې ښیي هغه په اسلامي نړۍ کې د مسلمانانو د یووالي‌ د پیاوړتیا لپاره کار کوي، خو ډېر بیا دغه لقب غلط او ریاکارانه بولي. [عکس د ستر مشر له دفتر څخه]

ایرانیان د لړم په ۱۱مه د تهران په تجریش څلورلارې کې د امام زاده صالح له جومات څخه لیدنه کوي. [عطا کیناري/ ای اېف پي]

ایرانیان د لړم په ۱۱مه د تهران په تجریش څلورلارې کې د امام زاده صالح له جومات څخه لیدنه کوي. [عطا کیناري/ ای اېف پي]

خو ډېر بیا دغه لقب غلط او ریاکارانه بولي، ځکه چې په موقف کې د هغه د موجودیت وخت ته په پام سره هغه په ایران کې یو تفرقه اچوونکی شخص ثابت شوی، او ډېر وختونه د خپلو مخالفینو د ځپلو لپاره له اسلامي انقلابي ګارډ څخه استفاده کوي.

که څه هم چې خامنه اي د شیعه - سني یووالي ادعاګانې کوي، لاکن د ایران د سني ټولنې غړي وایي چې دغه ټولنه په سیستماتیک ډول ځپل کېږي، او په ځینو حالتونو کې سني مشرانو د هغه چلند په هکله چې له هغوی سره کېږي خپل غږونه هم پورته کړي دي.‌

محروم شوي، څنډې ته شوي

د زاهدان د سنیانو امام مولوي عبدالحمید د مرغومي په ۱۶مه خامنه اي ته په یوه لیک کې، شکایت کړی وو چې «له سنیانو سره د دویمې او درېیمې درجې وګړو په توګه چلند کیږي.»

د ایران حکومت نه غواړي چې د مذهبي اقلیتونو په هکله رسمي ارقام خپاره کړي،‌ خو دا ښه څرګنده ده چې په یو شمېر ولایتونو کې سنیان د وګړو اکثریت جوړوي.‌

په کردستان، لوېدیځ اذربایجان، ګلستان،‌ هورموزګان، سیستان او بلوچستان ولایتونو کې سنیان په اکثریت کې دي،‌ او په کرمانشاه،‌شمالي او جنوبي خراسان، ګیلان، اردبیل، بوشهر او فارس کې د پام وړ شمېر وګړي سنیان دي.‌

سنیان چې په پارلمان کې ۲۱ غړي لري، د دغه بنسټ د ټولو ۲۹۰ غړو یواځې ۷٪ جوړوي، په داسې حال کې چې سنیان د ایران د نفوس د ۱۵ او ۲۰٪ تر منځ وګړي جوړوي.‌

د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون (چې د ۱۳۵۸ له انقلاب څخه وروسته ترتیب شوی) ۱۲مه ماده بیانوي چې د ایران رسمي دین دولس امامي جعفري اسلام (شیعه توب) دی او زیاتوي چې دا «د ابد لپاره نه بدلېدونکی» دی.

د دغه اساسي قانون په اساس،‌ د حنفي، شافعي، مالکي او حنبلي د څلورو سني او زیدي شیعه فرقو په ګډون، نورو اسلامي فرقو ته باید پوره درناوی وشي، او د دغو عقایدو پلویان ازاد دي چې خپل مذهبي مراسم د خپلو فقهو په اساس ترسره کړي.

اساسي قانون دغه راز بیانوي چې په هغو سیمو کې چې د دغو عقایدو پیروان په اکثریت کې دي،‌ ځایي مقررات به د هغو په اساس تطبیقیږي څو د ځایي خلکو لپاره د عبادت حقونه خوندي کړای شي.‌

د اسلامي جمهوریت د اساسي قانون ۱۰۹ او ۱۱۵ مادې وایي چې د ایران لارښود او ولسمشر باید شیعه وي، خو سنیان نه یواځې د لارښود او ولسمشر له موقفونو څخه بې برخې دي، بلکې د منځنۍ او ټیټې سطحې له مدیریت څخه هم محروم دي.‌

په کردستان کې یوه سني دیني عالم احمد حنفي وویل،‌ د شیعه ګانو له خوا چې د فقیه ولایت (د ساتونکیو شورا مشر چې اوس خامنه اي دی) لاره تعقیبوي د واک انحصار د دیموکراتیکو ارزښتونو، اسلامي اساساتو او د ایران د اساسي قانون د اجزاوو خلاف دي.‌

هغه وویل، «موږ په ۴۲ کالونو کې یو سني وزیر هم نه دی لرلی.»

هغه زیاته کړه، «تر دې چې د ساتونکو د شورا یا د نظام د مصلحت د شورا حتی یو غړی هم سني نه دی،‌ او نه هم کوم سني استازی د مجلس د رئیسه هیئت غړی ټاکل شوی دی.»

حنفي وویل، تر دې چې د سیستان او بلوچستان او د کردستان په څېر ولایتونو کې چې سنیان په کې اکثریت دي، یو سني چارواکی هم په یوه لوړ موقف ټاکل شوی نه دی.‌

د سنیانو لږ او خراب شوي جوماتونه

د تېرو لسیزو په ترڅ کې، په بېلابېلو ښارونو کې د سنیانو جوماتونه ویجاړ شول یا داسې خراب شول چې له ترمیم څخه ووتل.

د مشهد شیخ فیض جومات په ۱۳۷۲ کال کې ویجاړ شو.‌ په ورپسې کال، د بریدګرو یوې ډلې په زاهدان کې په مکي جومات باندې برید وکړ او ویجاړ یې کړ.

د سني جوماتونو ترمیم د حکومت له خوا اجازې ته اړتیا لري چې په ځینې حالتونو کې هېڅ ورکول کیږي نه، او په ځینې حالتونو کې ډېره ځنډول کیږي یا له خنډونو سره مخامخ کیږي.‌

یوه سني دیني عالم عبدالمجید چې غوښتل یې تخلص یې ذکر نشي، وویل، د سنیانو عبادت معمولا په خصوصي استوګنځیو یا کرایي ځایونو کې ترسره کیږي،‌ او دا چې ځینې وختونو د لمونځونو او دعاګانو مخه نیول شوې یا بند شوي دي.‌

هغه وویل، د هرو ۵۰۰۰ کسانو لپاره د سنیانو یو جومات یا کرایي تالار موجود دی، په داسې حال کې چې په ټول هېواد کې شاوخوا ۸۵۰۰۰ د شیعه ګانو جوماتونه فعال دي او د ساتنې لپاره حکومتي بودجه ترلاسه کوي.

عبدالمجید وویل،‌ دا وخت په تهران کې د سنیانو ۹ جوماتونه او نامعلوم شمېر کرایي د لمونځونو تالارونه موجود دي.‌

هغه وویل، د دې ټکي په پام کې نیولو سره چې د تهران په پراخه سیمه کې له یو میلیون څخه ډېر سنیان مېشت دي،‌ دغه ټولنه له کالونو راهیسې هڅې کوي چې یو بل جومات جوړ کړي، خو رژیم یې مخالفت کوي.

عبدالمجید وویل، په دې سربېره چې سنیان څنډې ته غورځول شوي،‌ یو شمېر مشهور سني عالمان چې مخالفین بلل کیږي، په سني مدرسو کې د حکومت د لاسوهنې پر وړاندې د مخالفت په تور زندانونو ته لېږل شوي دي.

هغه وویل، د هغوی په ډله کې سعید آرامش، عبدالرشید رېګي، حبیب الله جمشېدي، امین مبارکي، عبدالغفار دهاني،‌ محمد دهواري، علي اصغر زهي او عیسی آذري شامل دي.‌

عبدالمجید وویل، اسلامي جمهوریت سني وګړي د دې لپاره ځپي او د هغوی د عبادت مخه نیسي چې هغوی له سني اقلیت او د رژیم پر وړاندې د هغوی د موقف او چلند څخه وېره لري.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

3 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

د افغانستان حکومت د ایران د حکومت په پرتله په زرونو ځلې بهتر دی. په ایران کې د سنیانو شمېر په افغانستان کې د شیعه ګانو د شمېر په پرتله ډېر دی، خو تاسو ماته په ایران کې یوازې یو جیګپوړی چارواکی وښیي چې هغه سني وي.‌ په داسې حال کې چې په افغانستان کې د شیعه ګانو شمېر له لسو فیصدو څخه کم دی، خو پنځه مهم وزارتونه یې په لاس کې دي. په داسې حال کې چې شیعه هزاره ګان ډېر واليان، پولیس افسران، او په نورو حکومتي دوایرو کې کافي شمېر کسان لري، خوهغوی اوس هم قانع نه دي، او د افغان حکومت پر ضد شعارونه ورکوي او پښتانه په تعصب او بې انصافۍ تورنوي.‌ حتی طالبان له هزاره ګانو سره ښې اړیکې لري او د هغوی په سیمو کې جنګ نه کوي. طالبان او حکومت او همدارنګه اربکیان او خارجیان پښتانه وژني. نړۍ واله ټولنه باید له ایراني چارواکو څخه وغواړي چې سنیانو ته حقونه ورکړي، او که د ایران حکومت دا کار نه کوي، هغوی باید دغه هېواد د ظالمو، دکتاتورو او متعصبو هېوادونو په لست کې شامل کړي.

ځواب ورکړئ

په دې کې شک نشته چې په ایران کې سنی ورونه له غټو ستونزو سره مخامخ دي او نشي کولی چې خپله راسخه عقیده په ښکاره او لوړ اواز سره څرګنده کړي. که تاسو د ایران په هره برخه کې وګورئ، زه فکر نه کوم چې تاسو به داسې کتاب ومومئ چې هغه د سنیانو اسلامي عقیده بیانوي. تاسو په تهران کې د سنیانو لپاره د جمعې د لمانځه یو جامع جومات نشئ موندلی، او چې داسې ده بیا څنګه تاسو له سنیانو نه د ورورولۍ او دوستۍ تمه کوئ؟ که تاسو لاړ شئ او د زابل او زاهدان ښارونه له نژدې څخه وګورئ،‌ تاسو به ومومئ چې د دغو ولایتونو خلک په یوه ډېر ستونزمن حالت کې ژوند کوي. هغوی د اتباعو په توګه د اساسي ضرورتونو له اسانتیاوو او عامه خدمتونو څخه محروم دي. اوس تهران له مشهد سره هېڅ‌ د پرتلنې وړ نه دی او هغه له هره پلوه له زابل او زاهدان سره ډېر فرق لري.‌ دا د هغه حکومت انصاف دی چې ځان د پیغمبر د اهل بیتو استازی بولي او وایي چې د حضرت علي (کرم الله وجهه) عدالت پلی کوي.

ځواب ورکړئ

په ایران کې له سنیانو سره داسې ظالمانه چلند کیږي، خو په افغانستان کې هزاره ګان او نور شیعه ګان داسې امتیازات غواړي لکه افغانستان چې د شیعه ګانو ملکیت وي.

ځواب ورکړئ