زغم

د هرات ډله ییزې وژنې سنیان او شیعه ګان سره بېل نه، سره یو کړل

د زیار راپور

افغانان په هرات کې د اګست په ۱ د داعش له خوا پر یوه جومات د هغه برید پر ضد احتجاج کوي چې ۳۳ کسان په کې ووژل شول.‌ په هرات کې زرګونو شیعه لاریونوالو چې د قربانیانو تابوتونه یې لېږدول، د اګست په ۲ مه د دغې ډلې پر ضد شعارونه ورکړل. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

افغانان په هرات کې د اګست په ۱ د داعش له خوا پر یوه جومات د هغه برید پر ضد احتجاج کوي چې ۳۳ کسان په کې ووژل شول.‌ په هرات کې زرګونو شیعه لاریونوالو چې د قربانیانو تابوتونه یې لېږدول، د اګست په ۲ مه د دغې ډلې پر ضد شعارونه ورکړل. [هوشنګ هاشمي/ای اېف پي]‌

کابل -- د طالبانو او داعش له خوا د پیل شوي روان فرقه ییز تاوتریخوالي د هدفونو پرعکس، د ټولو فرقو اړوند افغانان سره یوځای کیږي چې یووالی وښيي او د ترهګرو د عملونو پر وړاندې مقابله وکړي.‌

وروستی عمل چې په افغانستان کې د سنیانو او شیعه ګانو تر منځ د یوه درز د رامنځته کولو په نیت ترسره شو، په هرات کې د شیعه هزاره ګانو پر یوه جومات د داعش برید وو چې د اګست په ۱ یې ۳۳ کسان ووژل.‌

په هرات کې یوه ۲۴ کلن محصل سجاد کبرزاني چې د هرات په جومات کې په ترسره شوې ډلوژنه کې یې د حامد په نامه ورور له لاسه ورکړی دی، وویل، «زه یو شیعه یم، خو بیا هم زه د خپلو سني ورونو درناوی کوم او افتخار پرې کوم،»

کبرزاني سلام ټایمز ته وویل، «زه له هغوی سره په پوهنتون او ورځني ژوند کې سروکار لرم.‌ مونږ له یو بل سره هېڅ ستونزې نه لرو،‌ خو د افغانانو وینو ته تږي دښمنان غواړي چې د نفاق تخم وکري.»

هغه وویل،‌ دغه بریدونه د وېش او نفاق د رامنځته کولو پر ځای، «د سني او شیعه ډلو تر منځ یووالی پیاوړی کوي،»

کبرزاني وویل، «زما د ګران ورور حامد په مړینه زه نهیلی شوم،‌ خو زه غواړم چې درس ووایم. زه غواړم چې د ښوونې او روزنې له لارې په افغانستان کې د افراطیت پر ضد مبارزه وکړم.»

د ولسمشر اشرف غني د ویاند مرستیال شاه حسین مرتضوي دغه برید د «ډارنو خلکو کار» وباله.‌

هغه سلام ټایمز ته وویل، «یاغیانو یو ځل بیا ثابته کړه چې هغوی غواړي د دغسې ډارنو عملونو په ترسره کولو د هرات عامه نظم مختل کړي خو هېڅ په لاس نشي ورتللی،»

افغانان باید متحد واوسي

د هرات ډلوژنه د افغانستان په شیعه وګړو باندې د ترسره شویو بریدونو په لړۍ کې وروستۍ کړۍ وه.‌

د جون په میاشت کې، داعش په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات چې له خلکو ډک وو د یوه ځانمرګي برید مسؤلیت پرغاړه واخیست چې ۴ کسان په کې ووژل شول.

د تېر کال په نومبر کېهم په کابل کې د شیعه ګانو په یوه جومات یوه غټ ځانمرګي بریدلږ تر لږه ۲۷ کسان ووژل او ۶۴ تنه نور یې ټپیان کړل.‌

د ۲۰۱۶ په جولای کې،داعش د هغو جوړه چاودنو مسؤلیت ومانهچې په کابل کې د شیعه هزاره ګانو په ګڼه ګوڼه کې پېښې شوې، او لږ تر لږه ۸۵ کسان یې ووژل او له ۴۰۰ تنو څخه ډېر نور یې ټپیان کړل.‌

د افغانستان د ملي یووالي حکومت په هرات کې پېښ شوی ظلم وغانده، او په یوه خبرپاڼه کې یې هغه د یوه «اسلام ضد عمل» په توګه یاد کړ.‌

هغوی همدارنګه غږ وکړ،‌ چې «د افغانستان مسلمان خلک او دیني عالمان دېد ترهګرو د وحشیانه عملونو پر ضد سره یو لاس شي».

ولسمشر اشرف غني چې د اګست په ۴ مه یې په هرات کې له برید څخه ژوندي پاتې کسانو سره ولیدل، وویل، «ترهګر نشي کولی چې زمونږ د خلکو په منځ کې فرقه ییز اختلافونه رامنځته کړي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500