تروريزم

افغانستان په کابل کې د داعش بمي برید وغانده

نجیب الله

افغان وګړي د جولای په ۲۳مه په کابل کې له هغه ځای نه تښتي چې غبرګ ځانمرګي بریدونه په کې شوي وأ. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. په دغه پېښه کې له ۸۰ تنو څخه ډېرخلک ووژل شول. [د یو ټیوب ویډیو څخه اخیستل شوی]

افغان وګړي د جولای په ۲۳مه په کابل کې له هغه ځای نه تښتي چې غبرګ ځانمرګي بریدونه په کې شوي وأ. داعش د دغه برید مسؤلیت پرغاړه واخیست. په دغه پېښه کې له ۸۰ تنو څخه ډېرخلک ووژل شول. [د یو ټیوب ویډیو څخه اخیستل شوی]

کابل -- د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت د معلوماتو له مخې، افغانستان د جولای ۲۴مه د ملي ماتم د ورځې په توګه تېره کړه. له دې نه یوه ورځ مخکې په کابل کې غبرګو ځانمرګیو بریدونو لږ تر لږه ۸۰ تنه وژلي او ۲۳۱ نور ټپیان کړي ول.

بریدونه د لسګونو زرو افغانانو چې غوښتل یې له ترکمنستان څخه د برق د یوه لین لاره تغیر کړای شي د مظاهرې پر مهال ترسره شول.

لومړني ځانمرګي بریدګر له ځینو مظاهره چیانو سره نژدې ځان وچاوه. څو لحظې وروسته دویم ځانمرګی برید وشو.

امنیتي ځواکونو دریم ځانمرګی بریدکوونکی مخکې له دې چې ځان والوځوي وواژه.

د کابل په سلګونو اوسېدونکیو د وینې ورکولو لپاره روغتونونو ته ځانونه ورسول.

د پروان ولایت ۲۹ کلن احمد مسعود چې د کابل استقلال روغتون ته د وینې ورکولو لپاره ورغلی و وویل، "دا یو وحشیانه عمل وو او د افغانستان د ټولو قومونو لپاره د دردناک وو."

په خلکو کې غوسه

د مظاهرې یوه برخه وال داوود سلام ټایمز ته وویل، "په یوه ملکي او سوله ییزه مظاهره کې ګډون کول د اساسي قانون له مخې د دې هیواد د هر اوسېدونکي حق دی."

هغه وویل، "له بده مرغه د یوې ډلې کسانو چې په هیڅ ډول مدني، سیاسي یا بشري ارزښتونو عقیده نه لري زمونږ ملکي او سوله ییزه مظاهره هدف وګرځوله او په لسګونو بې ګناه خلک یې شهیدان کړل."

داعش د دغو بریدونو مسؤلیت په غاړه واخیست.

د ملي امنیت ریاست د پېښې طراح د ابوعلي په نامه ښودلی دی، چې د ننګرهار ولایت د اچین په ولسوالۍ کې د داعش یو قوماندان دی.

د افغانستان په سیاسي ګوندونو، د مدني ټولنې ډلو او عام ولس کې خواخوږي، غم او وېره هر چیرته موجود ول.

د ټولنیزو شبکو د ویبسایټونو افغان کاروونکو د دغه قتل عام انځورونه شریکول او د خپلې غوسې او خواخوږۍ د څرګندولو له پاره یې د پروفایل د انځورونو په ځای تور بینرونه لګول.

فرانس پریس خبري اژانس خبر ورکړ چې که څه هم چې دولت د امنیتي دلایلو له امله د ۱۰ ورځو لپاره په عاموغونډو بندېز لګولی وو خو بیا هم ډېرو مظاهره چیانو د پېښې په ځای کې شپه تېره کړه، هلته یې ډیوې بلې کړې وې او د قران ایتونه یې لوستل.

رهبرانو دغه ظلم وغانده

د افغانستان ولسمشر اشرف غني په یوه تلویزیوني وینا کې چې له دغې عامه وژنې څخه څو ساعته وروسته خپره شوه، دا "د افغانانو په مدني ازادۍ یو برید" وباله.

اشرف غني، چې د جولای ۲۴مه یې د ملي ماتم ورځ اعلان کړه، د هیواد امنیتي او روغتیايي ادارو ته امر وکړ چې د ټپیانو په تداوۍ کې له هر ډول هڅو څخه کار واخلي.

د حکومت اجرائیه رییس عبدالله عبدالله خپل بیان خپور کړ چې په هغې کې یې د ځانمرګي برید غندنه وکړه او امنیتي ځواکونو ته یې امر وکړ چې د برید د طراحانو په پیدا کولو کې هر څه چې امکان لري وکړي.

په بیان کې ویل شوي، "مظاهرې کول او د خپلو قانوني غوښتنو د کولو لپاره له سوله ییزو ذریعو استفاده کول د هر افغان حق دی، او دولت ورته باید دا حق ورکړي. په ملکي خلکو او مظاهره کوونکو برید کول د ټولو اسلامي او نړیوالو اصولو خلاف کار دی."

د افغانستان د پارلیمان غړې ریحانه ازاد وویل چې دا بمي برید "یو غیر بشري او غیر اسلامي عمل" وو.

هغې سلام ټایمز ته وویل، "د داسې ملکي خلکو چې د خپلو حقونو لپاره یې مظاهره کوله وژل هیڅ جواز نه لري."

د افغانستان د بشري حقونو خپلواک کمیسیون دغه ټولوژنه "یو نه بښل کېدونکی جنایت" وباله.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي بان کي مون، د پاکستان د جمهور رییس ممنون حسین او د پاکستان د لومړي وزیر میا محمد نواز شریف په شمول نړیوالو رهبرانو له خپل لوري د پېښې غندنې وکړې.

ملګرو ملتونو وویل، "د افغان سړو او ښځو کتارونه چې خپلو ټپي شویو وطنوالو ته د وینې ورکولو له پاره یو په بل پسې ولاړ ول دا خبره په واضح ډول څرګندوي چې افغانان د زړه بوږنوونکي تاوتریخوالي په وړاندې یو بل سره په استقامت او پیوستون ولاړ دي."

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500