تروريزم

چارواکي: افغانان باید د ترهګرۍ پر ضد سره یو لاس ودرېږي

د سلیمان راپور

افغان ویر کوونکي د هغو ۲۶ تنو قربانیانو له ډلې څخه د یوه مړی ښخوي چې د ۲۰۱۷ د جولای په ۲۵ مه په کابل کې د طالبانو په یوه موټر بمي برید کې ووژل شول.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]

افغان ویر کوونکي د هغو ۲۶ تنو قربانیانو له ډلې څخه د یوه مړی ښخوي چې د ۲۰۱۷ د جولای په ۲۵ مه په کابل کې د طالبانو په یوه موټر بمي برید کې ووژل شول.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]

کابل -- کتونکي وایي، د طالبانو،‌ داعش او نور دولت ضد عناصرو له خوا په منظمه توګه ترسره کېدونکي د تاوتریخوالي عملونه دا په څرګنده ښیي چې افغانان دې ته اړتیا لري چې د تاوتریخوالي او افراطیت پر ضد سره یو موټی شی او یو بل ته لاسونه ورکړي.‌

چارواکي وایي، یوازې د روژې په میاشت کې د اورپکو له خوا په ترسره شویو بریدونو کې له ۱۰۰۰ تنو څخه ډېر افغان ملکيان وژل شوي یا ټپي شوي دي.‌

د ولسمشر اشرف غني مرستیال ویاند نجیب الله ازاد سلام ټایمز ته وویل، «د افغانانو وژل، د بېخبناوو ویجاړول... هېواد وروسته پاتې ساتل،‌ او وېره او ترهه رامنځته کول د طالبانو،‌ داعش او نورو هغو ترهګرو ډلو چې د افغانانو پر ضد جنګیږي، لوی هدفونه دي،»‌

هغه وویل، «طالبان،‌ داعش او نور ترهګر ګروپونه د جګړې په ډګر کې مات کړای شوي دي. هغوی د ځانمرګو بمي بریدونو په ترسره کولو، د ملکي خلکو په نښه کولو او په عامه مرکزونو باندې حملو کولو له لارې غچ اخلي.»‌

افغان طالب اورپکي د جولای په ۱۸ مه د پکتیا ولایت د ګردېز په لمنو کې لیدل کیږي.‌ ملګرو ملتونو د جولای په ۱۷ مه وویل، په افغانستان کې د ملکي خلکو مړینې د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې د ۱۶۶۲ کسانو نوې لوړې درجې ته ورسېدې.‌ [فریدالله احمدزی/ ای اېف پي]‌

افغان طالب اورپکي د جولای په ۱۸ مه د پکتیا ولایت د ګردېز په لمنو کې لیدل کیږي.‌ ملګرو ملتونو د جولای په ۱۷ مه وویل، په افغانستان کې د ملکي خلکو مړینې د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې د ۱۶۶۲ کسانو نوې لوړې درجې ته ورسېدې.‌ [فریدالله احمدزی/ ای اېف پي]‌

ازاد وویل، ملي یووالی یوازنۍ لاره ده چې سوله او ثبات پرې راتللی او ترهګر ګروپونه پرې ماتې خوړلی شي.

ویجاړه شوې بېخبنا او ښوونه او روزنه

د زرګونو خلکو د ژوند په اخیستلو سربېره، ترهګرۍ د بېخبنا،‌ ښوونې او روزنې او اقتصاد د پرمختګ مخه ډپ کړې ده.‌

ازاد وویل، «حکومت د ډېرو پرمختیایي او عصري کولو د پروژو لپاره پلانونه نیولي؛‌ خو ترهګرو ډلو ... د دغه ډول پروژو د پلي کولو مخه ډپ کړې ده،»‌

هغه وویل، که دغه پروژې بشپړې شوې وای، «پاخه سړکونه،‌ پرمختللي روغتیایي مرکزونه، ښوونځي او ډېرې نورې اسانتیاوې به رامنځته شوې وای،»

طالبان او نورې ترهګرې شبکې له پخوا راهیسې ښوونځي په نښه کوي.‌

په ولسي جرګه کې د کندهار ولایت یوه استازي خالد پښتون وویل، «ترهګرې ډلې د ماشومانو او په ځانګړې توګه د هغو نجونو، چې غواړي زده کړه وکړي، د ښوونې او روزنې پر وړاندې تر ټولو لوی خنډونه دي. دغو ډلو سلګونه ښوونځي ویجاړ کړي... او په لسګونو زره ماشومان یې محروم کړي دي.»

ازاد د یوې حکومتي څېړنې په استناد وویل، طالبانو د تېر سپتمبر - اکتور په ترڅ کې ۳۰۲ ښوونځي ویجاړ کړل.‌ حکومت اوس هم په دې هکله معلومات راټولوي چې له هغه وخت را وروسته طالبانو او داعش څومره ښوونځي ویجاړ کړي دي.‌

ملي یووالی د ترهګرۍ پر ضد د مبارزې لپاره مهم دی

له سلام ټایمز سره په خبرو کې خالد پښتون وویل، «د ترهګرو ډلو له خوا د ترسره کېدونکیو بریدونو اصلي قربانیان ملکي خلک دي،»‌

ملګرو ملتونو د جولای په ۱۷مه وویل، په افغانستان کې د ملکي خلکو مړینې د ۲۰۱۷ په لومړۍ نیمایي کې یوې نوې لوړې درجې ته ورسېدې او ۱۶۶۲ کسان په کې ووژل شول.‌

دغه شمېرېد دوشنبې په ورځ / د جولای ۳۱ مه/ په کابل کې د عراق په سفارت د داعش په برید کې د دوه کسانو په وژل کېدلو،‌ اود جولای په ۲۴ مه د طالبانو له خوا ادعا شویو دوه بریدونوچې یو یې په کابل کې موټربمي برید وو او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې ووژل، او بل په غور ولایت کې په یوه روغتون برید وو چې لږ تر لږه ۳۵ کسان یې ووژل، مخ پر زیاتېدلو دي.‌

پښتون وویل،‌ «کېدای شي چې افغانستان یوازې هغه وخت له ترهګرۍ څخه خلاص کړای شي چې ټول قومونه... د دغه ډول ګروپونو پر ضد سره یو لاس او متحد شي،»

په ولسي جرګه کې د دایکندي ولایت یوه استازي صادقي زاده نیلي تایید کړه چې په افغانستان کې په ترهګریزو بریدونو کې د ۹۰٪ نه زیات وژل شوي یا ټپي شوي کسان ملکي خلک دي.

هغه په کابل کې د می د ۳۱ مې برید د سند په توګه وړاندې کړچې لږ تر لږه ۹۰ کسان یې ووژل، چې «قاطع اکثریت یې ملکي خلک ول.»

نیلي وویل، «څومره چې افغانان ډېر سره متحد وي، هومره به د ترهګرو ډلو پلانونه ناکام شي. له ترهګرۍ څخه د افغانستان د ازادولو یوازنۍ لاره یووالی او پیوستون دی.»

د اقتصاد ویجاړول

کتونکي وایي،‌ اورپکي نور دې ته نژدې نه دي چې قدرت ترلاسه کړي خو د اقتصاد ژوبلولو ته دوام ورکوي.‌

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو د خونې د نړیوالو اړیکو رییس آذرخش حافظي وویل، «د ترهګرو ګروپونو... او د هغوی د ترهګریزو بریدونو او بمي چاودنو موجودیت اقتصاد، پانګونه او سوداګري ویجاړ کړي دي،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، ترهګریز بریدونه هر کال خصوصي سکټور او عامو افغانانو ته میلیونونه افغانۍ تاوان وراړوي. نوموړي وویل، «سربېره پر دې، د ترهګرو ډلو له خوا تحمیل شویو جګړو د دې مخه نیولې چې یو شمېر محلي او خارجي کمپنۍ په افغانستان کې پانګونه وکړي.»

په کابل کې د افغانستان د دنیا پوهنتون د اقتصاد یوه استاد ظریف امین یار سلام ټایمز ته وویل، «ترهګرو ګروپونو...‌د سړکونو، پلونو او ښوونځیو په شمول ډېر عامه سهولتونه ویجاړ کړي دي،»

هغه وویل، «ډېره بهرنۍ مرسته د ترهګرۍ پر ضد جګړه باندې لګېږي.‌ که دغه ترهګر ګروپونه نه وای، ټوله مرسته به په بیارغونه او پرمختګ باندې لګېدله،‌ او افغانستان به په یوه پرمختللي هېواد باندې بدل شوی وای.»

د روغې جوړې لاره

د افغانستان د سولې عالي شورا وایي، روغه جوړه یوازنۍ داسې لاره ده چې کېدای شي نتایج پرې ترلاسه شي.‌

د سولې د عالي شورا مرستیالعبدالکبیر اوچقون سلام ټایمز ته وویل، «د سولې د عالي شورا نوې ستراتیژي طالبانو ته یو ښه فرصت په لاس ورکوي چې خپلې غوښتنې رامخې ته کړي،»‌

هغه وویل،‌ «مونږ غواړو چې طالبان د خبرو اترو مېز ته راشي او خپلې غوښتنې راوړاندې کړي،»‌

اوچقون وویل، «طالبانو له ۲۰ کالو نه ډېره جګړه وکړه خو د افغانستان له ویجاړولو څخه پرته یې نور هېڅ ونه کړل.‌ د سولې د راوستلو یوازنۍ لاره دا ده...‌ چې وسله وال مخالفین د سولې بهیر سره یوځای شي.»‌

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

1 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500

که یو لطف وکړئ او دا د قبر او مړي د عکس پرځای داسې څه بل عکس خپور کړئ ښه به وي. داسې عکسونه زړه بوږنوونکي وي او انسان خفه کوي.

ځواب ورکړئ