تروريزم

افغانان د افراطي ډلو له خوا د ترسره شویو تلفاتو په هکله غبرګون ښیي

د نجیب الله راپور

افغان سړي د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د هغو ۲۷ قربانیانو له جملې څخه د یوه قرباني لپاره چې د نومبر په ۲۲مه د افغانستان په پلازمینه کې په یوه جومات کې په بمي چاودنه کې ووژل شول قبر کني. داعش د یادې بمي حملې، چې د وروستیو حملو د سلسلې یوه وه، مسؤلیت پرغاړه واخیست. [شاه مری/ای ایف پي]

افغان سړي د نومبر په ۲۳مه په کابل کې د هغو ۲۷ قربانیانو له جملې څخه د یوه قرباني لپاره چې د نومبر په ۲۲مه د افغانستان په پلازمینه کې په یوه جومات کې په بمي چاودنه کې ووژل شول قبر کني. داعش د یادې بمي حملې، چې د وروستیو حملو د سلسلې یوه وه، مسؤلیت پرغاړه واخیست. [شاه مری/ای ایف پي]

کابل -- چارواکي او کتونکي وایي، ډېریدونکی ترهګریز تاوتریخوالی د افغانانو تر منځ د اورپکو په وړاندې غوسه او کرکه ډیروي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی ماموریت (یوناما) د راپور په اساس، په ۲۰۱۶ کال کې د ۹۲۳ ماشومانو په شمول ۳۴۹۸ افغان ملکیانو په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړی، او ۷۹۲۰ تنه نور ملکیان ټپي شوي دي.

یوناما په یوه کلني راپور کې وویل، دا «له ۲۰۰۹ کال راهیسې د ملکي خلکو په ثبت شویو تلفاتو کې تر ټولو لوړه اندازه» وه، او د ماشومانو تر منځ د مړو شمیر د ۲۰۱۵ کال د شمیر په پرتله ۲۴٪ ډیر شوی وو.

قهرجن افغانان له ترهګرو څخه غواړي چې د تښتونو، وژنو او ځانمرګو بمي بریدونو له لارې په خلکو ظلمونه بس کړي.

تلفات او ویر

ډاکتر جاویداحمد چې ۳۴ کاله عمر لري، یو طبي ډاکتر او د کابل اوسیدونکی دی سلام ټایمز ته وویل، «زمونږ ځوانان، ماشومان او لویان هره ورځ د ترهګرو د بې توپیره بریدونو ښکار ګرځي،»

هغه وویل، «کورنۍ خپل روزي ګټونکي له لاسه ورکوي، په داسې حال کې چې میندې او پلرونه د خپلو ماشومانو د له لاسه ورکولو له امله ویر کوي. دا جګړه او وژنې به تر څه وخته روان وي؟»

د عدالت او انکشاف ګوند مشر او د افغانستان د نوې جبهې ویاند سید جواد حسیني وویل، ترهګرۍ او جګړې په بېلابېلو طریقو د خلکو ژوند خراب کړی دی.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان په ذهني ناروغیو اخته شوي، ملکي تلفات زیات شوي، او د هیواد اقتصاد له ستونزو سره مخامخ شوی دی،»

هغه وویل، بې کاري زیاته شوې، او د هرې ټولنې، لکه ښوونې او روزنې، کلتور، هنر او ولسواکۍ مثبت اړخونه په ناپایه جګړه کې په خطر کې لویدلي دي.

په ولسي جرګه کې د هرات استازې مسعودې کړوخي سلام ټایمز ته وویل، «هره ورځ ... زمونږ هیوادوال په جګړه کې یا د ځانمرګو بریدونو په واسطه وژل کیږي،»

هغې وویل، ورځني تلفات چې د ریکارډ په کچه بې روزګاري ورسره مله ده «د پراخ رواني تخریب سبب ګرځي،»

هیوادوال د طالبانو او داعش پر ضد احتجاج کوي

ملکي خلک خپل غم او قهر کوڅو ته راوباسي، او د طالبانو او داعش پر ضد یووالی څرګندوي.

د جنورۍ په ۴ مه، د مدني ټولنې فعالانو او نورو افغانانو په هرات کې لاریون وکړ او د داعش پر ضد یې شعارونه ورکړل، په داسې حال کې چې، بېلابېلو سازمانونو د جګړې پر ضد بېلابېل پروګرامونه ترسره کړل.

د فبرورۍ په ۴ مه، په کابل کې د ځوانو افغانانو یوې ډلې سور رنګ سیند ته ورخطا کړ چې د ملکي خلکو د مړینې د شمیر د زیاتوالي سمبول وړاندې کړي.

یوه ژورنالست او د افغانستان ۱۴۰۰ مدني او سیاسي حرکت غړي احمد جاوید شکیب سلام ټایمز ته وویل، «د دغو ملکو تلفاتو په هکله باید بې توپیره چلند وشي،»

په کابل کې میشت دیني عالم مولوی ولی الله لبیب د ترهګرو عملونه چې د اسلامي لارښوونو پر ځای په جهالت باندې بنا دي وغندل.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د اورپکو له خوا ترسره شوي عملونه په هیڅ صورت جهاد نه ګڼل کیږي،»

د وظیفو او تعلیم نشتوالی

تحلیلګران وایي، د غم او تخریب د اغیزې د پریښودلو تر څنګ، ترهګري او جګړه اقتصاد کمزوری کوي.

د ټریډینګ اکانومیکس ویب سایټ د معلوماتو له مخې، د ۲۰۱۶ کال په پای کې، د بې روزګارۍ اندزه ۴۰٪ اټکل شوې وه.

په لوړه کچه بې روزګارۍ څخه د تیښتې لپاره، زرګونه ځوان افغانان خپل ژوند له خطر سره مخامخ کوي او اروپا ته ځي، چې اکثر وختونه په دې هڅه کې ژوند له لاسه ورکوي.

د ولسي جرګې غړې کړوخي وویل، عادي افغانانو خپل شته شیان په جګړه کې له لاسه ورکړل.

هغې وویل، «د هرات په صنعتي ښار کې پانګه اچوونکي له ګڼو ننګونو یا چلینجونو سره مخامخ دي او د هیواد اقتصاد د په شاتګ خوا ته روان دی،»

په عین وخت کې، ښوونځيو ته تګ کیدای شي د ماشومانو لپاره یو د زړورتیا کار واوسي.

د ښوونې او روزنې د وزارت ویاند محمد کبیر حقمل سلام ټایمز ته وویل، په ۲۰۱۶ کال کې، جګړې او ترهګرۍ په هیواد کې ۱۸۲ ښوونځي ویجاړ کړل.

په ځینې پېښو کې، ترهګرو هغو ښوونځيو ته چې یوازې د نجونو لپاره کارول کیدل چاودنې ورکړې یا یې اور ورواچاوه.

ډیر کارکوونکي پولیس

چارواکي او پوځي تحلیلګران وايي، د جګړې غوښتنې د پولیسو رول په بله اړوي.

ځایي رسنیو راپور ورکړ چې د کورنیو چارو وزیر جنرال تاج محمد جاهد د فبرورۍ په ۱۲مه په کابل کې د کابینې په یوه غونډه کې وویل، جګړې له افغان امنیتي ځواکونو څخه د هغوی اصلي مسؤلیت -- چې د قانون تنفیذ دی، پرېښی دی.

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر جنرال زلمي وردک وویل، پولیس د دې مسؤلیت لري چې قانون نافذ او عامه مصؤنیت یقیني کړي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «د قانون د حاکمیت د تنفیذ او اداري فساد پر ضد د مبارزې پر ځای، پولیس پر دې اخته دي چې د طالبانو او داعش اورپکو پر ضد جګړه وکړي.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500