تروريزم

چارواکي: افغانستان مصمم دی چې د داعش پراختیا ودروي

د نجیب الله راپور

افغان امنیتي ځواکونه د ډسمبر په ۳ مه د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې له داعش ضد عملیاتو څخه وروسته موضع ګانې نیسي. چارواکي وایي، کابل مصمم دی چې د فرقه یي اختلاف د خپرولو په برخه کې د داعش هڅې شنډې کړي.

افغان امنیتي ځواکونه د ډسمبر په ۳ مه د ننګرهار ولایت په پچیراګام ولسوالۍ کې له داعش ضد عملیاتو څخه وروسته موضع ګانې نیسي. چارواکي وایي، کابل مصمم دی چې د فرقه یي اختلاف د خپرولو په برخه کې د داعش هڅې شنډې کړي.

کابل -- چارواکي وایي، د داعش د تخریب لپاره د افغانستان هڅې به تر هغه وخته پورې ونه درېږي څو چې هغوی دغه ډله په مکمله توګه له خپلې خاورې څخه ختمه کړي.

افغان حکومت په تیر جون کې د داعش پر ضد د جګړې کولو لپاره یوه ستراتیژي تایید کړه. دغه کار په هیواد کې د یادې ترهګرې ډلې د نفوذ پر سر د زیاتیدونکیو اندیښنو په ترڅ کې وشو.

د دفاع وزارت یوه ویاند جنرال محمد رادمنش سلام ټایمز ته وویل، «د ترهګرو ډلو، او په ځانګړې توګه داعش پر ضد عملیات به په ژمي کې دوام وکړي.»

د داعش پر ضد د حکومت کلک موقف په داسې حال کې مخې ته راځي چې یو شمېر رسنیزو چینلونو په افغانستان کې د دغه ګروپ د پراختیا په هکله راپورونه ورکړي دي.

هغه وویل، دغه ګروپ سخت کوشش کوي چې په افغانستان کې خپل حضور، او مرکزونه، پراخ کړي.

رادمنش وویل، «داعش په پیل کې هڅه وکړه چې د افغانستان په ۹ ولایتونو کې خپل نفوذ او حضور پراخ کړي، خو دغه ډله د افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو له خوا د ترسره شویو حملو په نتیجه کې او د ولسي پاڅونونو په همکارۍ سره ناکامه شوې ده.»

هغه وویل، د داعش جنګیالي یوازې په ننګرهار، کونړ، او نورستان ولایتونو کې عملیات ترسره کوي.

برید جنرال عبدالغفار ګردیزي وویل، «د داعش غړو بې ګناه ملکي خلک وژلي او د خلکو کورونه یې سوزولي دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «دا ګروپ هڅه کوي چې په افغانستان کې خپل نفوذ پراخ کړي، او که چېرې په وخت د هغوی د پراختیا مخه ونه نیول شي، دا کار به په راتلونکي کې لا ډیر نور سخت شي،»

په کابل کې د پوځي چارو یوه تحلیلګر جنرال زلمي وردک وویل، داعش ونه توانید چې په افغانستان کې بریالی شي خو هغوی به په اسانۍ میدان پرې نه ږدي.

هغه سلام ټایمز ته وویل، «هغوی لا هم کوشش کوي چې په افغانستان کې خپل هدفونه ترلاسه کړي.»

افغانان د داعش نظریې ردوي

کتونکي وایي، تر اوسه پورې د داعش د ناکامۍ په دلایلو کې لوی دلیل دا دی چې عوامو د دغې ډلې افراطي نظریات رد کړل.

د ننګرهار ولایت د پوهنتون یوه تازه ۳۵ کلن فارغ ایمل خان وویل، «د داعش نظریې او کارونه د اسلام او د خلکو د کلتورمغایر دي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «همدا دلیل دی چې د ننګرهار خلکو دغه ډله رد کړه او د هغوی پر ضد یې وسلې راپورته کړې.» نوموړي زیاته کړه، خلک له حکومت سره د داعش پر ضد جګړه کې مرسته کوي.

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال عتیق الله امرخیل وویل، «عادي خلک او روشنفګران په ورته ډول د داعش افراطي نظریات او عقاید نه تاییدوي. هغوی نه غواړي چې دغه ګروپ دې په افغانستان کې واک ترلاسه کړي.»

په کابل کې په یوه خصوصي پوهنتون کې د حقوقو محصل محمود دانش وویل، «د شیعه مذهبي مراسمو په نښه کولو سره، داعش کوشش وکړ چې د شیعه او سوني تر منځ بې ارزښته جګړه رامنځته کړي.»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «افغانان سره متحد دي، او باید بیدار اوسي، چې د داعش په توطیو ونه غولېږي.»

په مخکې پرتې ننګونې

رسنیو راپور ورکړ چې، د جنورۍ په ۱۵مه په لغمان ولایت کې له سرتیرو سره د لیدنې پر وخت، افغان ولسمشر اشرف غني وعده وکړه چې افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو ته به قوي وسلې برابرې کړي.

هغه عسکرو ته امر وکړ، «د داعش د له منځه وړلو لپاره یو عملیات پیل کړئ.»

په کابل کې د پوځي چارو تحلیلګر متقاعد جنرال زلمي وردک وویل، تر دې دمه د داعش له ناکامیو او د افغانانو تر منځ د دغې ډلې د ملاتړ له نشتوالي سره سره، به د افغان حکومت لپاره دا سخته وي چې په یوازې سر د داعش پر ضد جګړه وکړي.

وردک وویل، «دا ضروري ده چې د افغانستان نړیوال متحدان د داعش پر ضد جګړه کې مرسته وکړي.»

د دفاع وزارت ویاند رادمنش وویل، «کله چې خبره د داعش پر ضد جګړې ته رسېږي، افغان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونه یو شمیر اولویتونه په پام کې لري چې په دې کې پوځي لوژیستیک او تجهیزات، د انجنیري او استخباراتي ټکنالوجیو کارول، او د ژمي په جریان کې دوامدارعملیات شامل دي.»

هغه وویل، افغان ځواکونه به په دې پسرلي کې وروسته له هغه چې د ایتلافي قواوو له خوا د هوایي بریدونو په بڼه او د ځانګړیو ځواکونو د توظیف نور ملاتړ ترلاسه کړي، داعش له منځه ویسي.

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500