تروريزم

په کابل او غور کې د طالبانو په بریدونو کې لسګونه کسان ووژل شول

سلام ټایمز

افغان روغتیايي کارمندان د جولای په ۲۴ مه په کابل کې د یوه سړي چې د همدغې ورځې په موټربمي چاودنه کې ټپي شوی وو، درملنه کوي.‌ لږ تر لږه ۲۴ کسان هغه وخت ووژل شول چې د طالبانو یوه موټربمي برید داسې یو بس چې په کابل کې یې حکومتي کارمندان وړل، په نښه کړ.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]

افغان روغتیايي کارمندان د جولای په ۲۴ مه په کابل کې د یوه سړي چې د همدغې ورځې په موټربمي چاودنه کې ټپي شوی وو، درملنه کوي.‌ لږ تر لږه ۲۴ کسان هغه وخت ووژل شول چې د طالبانو یوه موټربمي برید داسې یو بس چې په کابل کې یې حکومتي کارمندان وړل، په نښه کړ.‌ [شاه مراعي/ ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو له خوا په کابل او غور ولایت کې د شویو مرګونو ترهګریزو بریدونو په نتیجه کې لسګونه افغانان ووژل او ټپي شول.

د ای اېف پي د راپور په اساس،‌ د طالبانو یوه موټربمي برید د دوشنبې په ورځ / د جولای ۲۴ مه/ په کابل کې یو بس چې حکومتي مامورین یې لېږدول په نښه کړ، او لږ تر لږه ۲۶ کسان یې په کې ووژل.‌

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش وویل، «موټربمي برید د ګڼه ګوڼې پر وخت داسې یو بس چې د کانونو د وزارت کارمندان یې لېږدول، په نښه کړ،»‌

دانش سلام ټایمز ته وویل، ۳۰ تنه افغانان ووژل شول.

افغان رضاکاران د جولای په ۲۴مه په کابل کې د طالبانو له یوه بمي برید څخه وروسته یو ټپي شوی سړی په ټکسي کې انتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

افغان رضاکاران د جولای په ۲۴مه په کابل کې د طالبانو له یوه بمي برید څخه وروسته یو ټپي شوی سړی په ټکسي کې انتقالوي.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان پولیس او یو ځایي اوسېدونکی په کابل کې د جولای د ۲۴ مې د موټربمي برید په ساحه کې یو سوزېدلی دوکان ګوري.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

یو افغان پولیس او یو ځایي اوسېدونکی په کابل کې د جولای د ۲۴ مې د موټربمي برید په ساحه کې یو سوزېدلی دوکان ګوري.‌ [وکیل کوهسار/ای اېف پي]

طالبانو د دغه برید، چې د سهار له ۷ بجو نه لږ مخکې د افغان پلازمېنې په یوه ګڼه ساحه کې ترسره شو، مسؤلیت پرغاړه واخیست.‌

یوه عیني شاهد د هغه بس په هکله چې ځانمرګي بمي بریدګر په نښه کړ، سلام ټایمز ته وویل، «موټر اور واخیست او ډېر مسافر په کې وسوزېدل.»‌

یوه لاروي، صمیم،‌ چې په چاودنه کې ټپي شوی وو، سلام ټایمز ته وویل، «ما غوښتل چې پوهنتون ته لاړ شم چې یو ناڅاپه یوه زوروره چاودنه وشوه. زما هېڅ شی نه دي په یاد. زه په استقلال روغتون کې رابیدار شوم.»‌

د ای اېف پي یوه عکاس د سړک په سر صحنه کې ګڼ شمېر جسدونه او ټپي خلک چې خواوشا ته یې ماتې شوې شیشې پرتې وې او امنیتي ځواکونو له ساحې څخه تار تاواوه، لیدلي دي.‌

افغان حکومت دغه وحشت ته په قهر سره غبرګون وښود.‌

د افغان ولسمشرۍ ماڼۍ په یوه خبرپاڼه کې وویل،‌ «ترهګر... د افغانانو او خدای پاک په وړاندې د خپل تور شیطاني حیثیت پیاوړي کولو ته دوام ورکوي.‌ ترهګرو د ملکي کارکوونکیو د لېږدونکي موټر په نښه کولو سره یو د نه بخښلو وړ جرم ترسره کړ.»

په خبرپاڼه کې راغلي، حکومت هوډ لري چې په هېواد کې ترهګرې ډلې له منځه وېسي.‌

په غور کې وینې تویول

د ولسمشر یوه ویاند د دوشنبې په ورځ وویل، چې په ورته وخت کې په غور ولایت کې،‌ لږ تر لږه ۳۵ تنه افغانان هغه وخت ووژل شول چې طالبانو د یکشنبې په ورځ په یوه روغتون برید وکړ.‌

ویاند شاه حسین مرتضوي پرته له دې چې روښانه کړي چې آیا هغوی ناروغان ول که کارمندان،‌ وویل، «کله چې طالبان روغتون ته ننوتل هغوی ۳۵ کسان چې ټول یې ملکيان ول، ووژل. دا د انسانیت پر ضد یو بې رحمانه جرم دی.»‌

هغه جزیات ورنه کړل، خو د یکشنبې په ورځ / د جولای ۲۳ مه/ داسې ناتایید شوي راپورونه راغلل چې ویل یې طالبانو روغتون ته اور ورته کړ او هغه کسان چې په کې دننه ول هغه یې ووژل.‌

طالبانو له مسؤلیت اخیستلو څخه انکار وکړ

په کابل کې هزاره ټولنې غوښتل چې د دوشنبې په ورځ د هغه ځانمرګي بمي برید لومړی تلین ولمانځيچې د پلازمېنې کابل په زړه کې یې ۸۴ کسان ووژل او اکثر یې د دغه قومي اقلیت غړي ول.

هغه بمي برید په افغانستان کې لومړنی برید وو چې داعش یې مسؤلیت پرغاړه واخیست او له هغه راهیسې یې د دغه هېواد د شیعه اقلیت غړي په بېلابېلو پېښو کې په نښه کړل.‌

هزاره ټولنې پلان درلود چې داسې یو لاریون وباسي چې د ۲۰۱۶ د جولای د ۲۳مې غمیزه ولمانځي، خو د یکشنبې په ورځ / د جولای ۲۳ مه/ له ولسمشر اشرف غني سره له لیدنې څخه وروسته یې هوکړه وکړه چې خپل لاریون وځنډوي.‌

[له کابل څخه سلیمان د دې راپور په برابرولو کې مرسته کړې ده.]

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500