کابل -- داعش د کابل په منځنۍ برخه کې د دوشنبې د سهار /د غوایي ۱۰ مه/ د جوړه مرګانیو بمي بریدونو مسؤلیت پر غاړه واخیست.
ای اېف پي د افغانستان د کورنیو چارو د وزارت له قوله راپور ورکړ، چې په دغو دوه ځانمرګو چاودنو کې، چې په پلازمېنه کې د ګڼه ګونې په ساعت کې وشوې، د ۹ ژورنالستانو په ګډون لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول او ۴۹ تنه نور ټپیان شول.
پولیسو تایید کړه چې دغه بمي بریدونه د ملي امنیت د ریاست دفترونو سره نژدې وشول.
د کورنیو چارو د وزارت په وینا، لومړۍ چاودنه د یوه بریدګر له خوا، چې په موټرسایکل سپور وو د سهار په خواوشا ۸ بجو وشوه.
د کابل د امنیه قوماندانۍ ویاند حشمت ستانکزي ای اېف پي ته وویل، چې دویمه چاودنه له لومړۍ هغې څخه خواوشا ۲۰ دقیقې وروسته وشوه او په صحنه کې موجود خبریالان یې په نښه کړل.
هغه وویل، «بمي بریدګر ځان د یوه ژورنالست په بڼه جوړ کړی وو او د ګڼه ګوڼې په منځ کې یې ځان ته چاودنه ورکړه،»
'یو جنګي جرم'
د بې سرحده خبریالانو په وینا، لږ تر لږه ۹ ژورنالستان ووژل شول او ۶ نور سخت ټپیان شول.
په وژل شویو ژورنالستانو کې د طلوع نیوز کمره مین یارمحمد توخي؛ د ازادۍ راډېو ژورنالستان عبادالله حنانزی، سباوون کاکړ او محرم درانۍ؛ د ۱ تلوېزیون کمره مینان غازي رسولي او نوروز علي رجبي چې د خاموش په نامه هم یادېده؛ د افغانستان لپاره د ای اېف پي عکاس شاه مری؛ او د مشال تلوېزیون خبریال سلیم تلاش او کمره مین علي سلیمي شامل ول.
د بې سرحده خبریالانو د ټولنې په وینا، د دوشنبې ورځې بمي برید له بل هر منفرد برید څخه، چې د ۱۳۸۰ په لیندۍ کې د طالبانو د حکومت له نسکورېدلو څخه وروسته پېښ شوي دي، ډېر ژورنالستان ووژل.د ۱۳۹۴ په مرغومي کې یوه ځانمرګي موټربمي برید، چې د طلوع تلویزیون یو میني بس یې په نښه کړ، د دغه چینل ۷ کارمندان ووژل.
د افغانستان د ژورنالستانو فدراسیون او د خپلواکو افغان رسنیو کارمندانو په یوه ګډه اعلامیه کې وویل،«دغه ترهګریز برید یو جنګي جرم او په افغاني رسنیو باندې یو تنظیم شوی برید دی.د نن ورځې له برید او د ژورنالستانو پر ضد له نورو ګواښونو سره سره، افغاني رسنۍ دې ته ژمنې ديچې خلکو ته معلومات وړاندې کړي.»
په ورته وخت کې، طلوع نیوز د ځایي چارواکو او خبریالانو له قوله راپور ورکړ، چې د دوشنبې په ورځ د ماسپښین په ۴ بجو د بي بي سي پښتو خبریال احمد شاه د نامعلومو وسله والو له خوا، چې په موټرسایکل سپاره ول، وویشتل او ووژل شو.
هېڅ ډلې د دغې وژنې مسؤلیت نه دی اخیستی.
یوه اونۍ وړاندې، د غوایي په ۲ مه د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر په کابل کې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکز برید وکړ،چې له ۶۰ نه ډېر کسان یې ووژل او او له ۱۲۰ نه ډېر نور یې ټپیان کړل.
بې له شکه چې داسې احمق خلک همداسې یو فاسد دولت جوړوي.
ځواب ورکړئ1 تبصره