تروريزم

دیني عالمانو د افغانستان د ولسواکۍ پر ستنو شوي بریدونه وغندل

د سلیمان راپور

افغان دیني عالمانو له هغو ګڼو غږونو سره خپل غږونه یوځای کړي چې هغه وروستي ترهګریز بریدونه، چې د افغانستان د ولسواکۍ ستنې په نښه کوي، غندي. [سلیمان]

کابل -- افغان دیني عالمانو له هغو ګڼو غږونو سره خپل غږونه یوځای کړي چې هغه وروستي ترهګریز بریدونه، چې د افغانستان د ولسواکۍ ستنې په نښه کوي، غندي.

داعش د دوشنبې د ورځې /د غوایي د ۱۰ مې/ د وروستي بمي برید، چې د ۹ ژورنالستانو په شمول لږ تر لږه ۲۵ کسان یې ووژل، مسؤلیت پر غاړه واخیست.

د افغانستان د ژورنالستانو فدراسیون او د خپلواکو افغاني رسنیو کارکوونکیو دغه غبرګ ځانمرګي بمي بریدونه «یو جنګي جرم او په افغان رسنیو باندې یو تنظیم شوی برید وباله».

د بې سرحده خبریالانو ټولنې دا پېښه په ۱۳۸۰ کې د طالبانو له نسکورېدلو راهیسې په افغان رسنیو باندې تر ټولو لوی منفرد مرګانی برید وباله.

داعش د هغو غبرګو مرګانیو بریدونو مسؤلیت پرغاړه واخیست چې د دوشنبې په ورځ وختي /د غوایي ۱۰ مه/ د کابل په مرکزي برخه کې وشول. په دوه ځانمرګو بریدونو کې، چې د کابل په مرکزي برخه کې د ګڼه ګوڼې په ساعت کې وشول، د ۹ ژورنالستانو په شمول لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل شول، او ۴۹ نور ټپیان شول. [نصرالله عطار/ای اېف پي ټي وي/ای اېف پي]

دوستان او کورنۍ د غوایي په ۱۱ مه د ازادۍ راډېو ویډیو ژورنالست سباوون کاکړ په کابل کې خاورو ته سپاري. کاکړ د غوایي په ۱۰ مه په کابل کې د داعش له غبرګو ځانمرګو بمي بریدونو څخه په یوه کې ووژل شو. [سلیمان]

دوستان او کورنۍ د غوایي په ۱۱ مه د ازادۍ راډېو ویډیو ژورنالست سباوون کاکړ په کابل کې خاورو ته سپاري. کاکړ د غوایي په ۱۰ مه په کابل کې د داعش له غبرګو ځانمرګو بمي بریدونو څخه په یوه کې ووژل شو. [سلیمان]

د نیپال د رسنیو کارکوونکيو د غوایي په ۱۲مه په کتمندو کې شمې بلې کړي او په افغانستان کې د ژورنالستانو وژنه غندي.‌ د افغانستان وژل شوي ژورنالستان د غوایي په ۱۳مه د رسنیو په نړیواله ورځ، په ۱۳۸۰ کې د طالبانو له نسکورېدلو راهیسې د هېواد په رسنیو له تر ټولو مرګاني برید څخه درې ورځې وروسته، یاد کړای شول [بیکاش کرکي/ای اېف پي]

د نیپال د رسنیو کارکوونکيو د غوایي په ۱۲مه په کتمندو کې شمې بلې کړي او په افغانستان کې د ژورنالستانو وژنه غندي.‌ د افغانستان وژل شوي ژورنالستان د غوایي په ۱۳مه د رسنیو په نړیواله ورځ، په ۱۳۸۰ کې د طالبانو له نسکورېدلو راهیسې د هېواد په رسنیو له تر ټولو مرګاني برید څخه درې ورځې وروسته، یاد کړای شول [بیکاش کرکي/ای اېف پي]

په پاکستان کې د رسنیو محلي او خارجي کارکوونکي د غوایي په ۱۳مه په اسلام اباد کې د رسنیو په نړیواله ورځ د یوه لاریون په ترڅ کې پلکارډونه، چې د افغان ژورنالستانو عکسونه پرې لګېدلي، لېږدوي. د غوایي په ۱۰مه لس افغان ژورنالستان په هغو بریدونو کې ووژل شول چې په ټوله نړۍ کې یې غوسه راوپاروله او هغه خطرونه یې په ګوته کړل چې افغاني رسنۍ ورسره مخامخ دي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]

په پاکستان کې د رسنیو محلي او خارجي کارکوونکي د غوایي په ۱۳مه په اسلام اباد کې د رسنیو په نړیواله ورځ د یوه لاریون په ترڅ کې پلکارډونه، چې د افغان ژورنالستانو عکسونه پرې لګېدلي، لېږدوي. د غوایي په ۱۰مه لس افغان ژورنالستان په هغو بریدونو کې ووژل شول چې په ټوله نړۍ کې یې غوسه راوپاروله او هغه خطرونه یې په ګوته کړل چې افغاني رسنۍ ورسره مخامخ دي.‌ [عامر قریشي/ای اېف پي]

په همدې ورځ، د بي بي سي پښتو خبریال احمدشاه د نامعلومو موټرسایکل سپرو وسله والو سړیو له خوا په خوست ولایت کې وویشتل شو او ووژل شو، چې په دې توګه یې په یوه ورځ کې د وژل شویو ژورنالستانو شمېر ۱۰ ته ورساوه.‌

له دې نه خواوشا یوه اونۍ مخکې،د داعش یوه ځانمرګي بمي بریدګر د خلکو په ګڼه ګوڼه کې، چې د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې د یوې برخې په توګه یې د تذکرو د ترلاسه کولو لپاره په کتار کې انتظار کاوه، ځان ته چاودنه ورکړه. راټولو شویو خلکو د ولسي جرګې د ځنډېلو انتخاباتو لپاره، چې د تلې په میاشت کې کېږي، ځانونه برابرول.

د کورنیو چارو د وزارت ویاند نجیب دانش سلام ټایمز ته وویل، د غوایي ۲ مې چاودنې، د کابل په لویدیځ کې د دشت برچي په سیمه کې، له ۶۰ څخه ډېر کسان ووژل او خواوشا ۱۲۰ تنه نور یې ټپیان کړل.

اکثر قربانیاند ماشومانو په ګډون ملکي خلک ول.‌

د غوايي په ۵ مه،‌نامعلومو وسله والو سړیو یو ژورنالست،‌ عبدالمنان ارغند، چې د نورو رسنیو له منځه د کابل نیوز تلوېزیون لپاره یې کار کاوه، په کندهار ښار کې وواژه.

د دین تر شا پټېدل

د حج او اوقافو وزارت د جوماتونو د چارو رییس مولوي فضل کریم سراج د سې شنبې په ورځ /د غوایي ۱۱مه/ په کابل کې په یوه خبري کانفرانس کې وویل، «په تېرو څو ورځو کې ډېرې غمجنې پېښې وشوې. د پرون بریدونه، ... د کابل په لویدیځ کې د څو ورځو مخکې برید او هغه یو چې په کندهار کې ترسره شو، ټول هغه څه وو چې له هر دیني،‌ قضایي او نړیوال قانون یا مقررې څخه لیرې دي.»

هغه وویل، «د عالمانو موقف کاملاً روښانه دی: د دغو عملونو ترسره کوونکي په هېڅ ډول له دین سره ارتباط نه لري، که څه هم چې هغوی خپل مخونه د دین تر څېرو لاندې پټ کړي وي. زمونږ عالمان دا عملونه او غمیزې غندي،»

یوه بل دیني عالم محمد آصف مصباح، چې په دغه خبري کانفرانس کې یې خبرې کولې، وویل، «ترهګر له اسلام څخه بده استفاده کوي. بهرني اورپکي دلته راغلي او اوس جرمونه ترسره کوي او د ښځو، سړیو، ماشومانو او مشرانو په شمول هر څوک وژني.‌»

د کابل اوسېدونکي شبیراحمد، چې ۴۰ کاله عمر لري، سلام ټایمز ته وویل، «په کابل کې د دشت برچي د رایه ورکوونکیو د نوم لیکنې په مرکز کې د بې ګناه افغانانو وژنه او هغه ځانمرګی برید چې ژورنالستان -- چې د خلکو د خبرولو او د حقیقت د رسولو لپاره په تر ټولو سختو شرایطو کې کار کوي، یې په نښه کړل -- په حقیقت کې سخت، او د نه بخښلو وړ جرمونه دي،»

په کابل پوهنتون کې د اصول دین د پوهنځي یوه محصل عبدالکریم محمدي وویل، «ترهګرې ډلې تل د دین په نامه بریدونه کوي،»

هغه وویل، «خو د هغوی کارونه د اسلام د مقدس دین په پام کې نیولو سره هېڅ‌ اعتبار یا مشروعیت نه لري،»

هغه سلام ټایمز ته وویل، «خدای پاک په ښکاره ویلي، چې هغه څوک چې بې ګناه خلک وژني، دوزخ ته ځي چې تل به په کې وي،»

تاوتریخوالي‌ ته ماتې ورکول

تاوتریخوالی به افغانان د یوه ښه راتلونکي له جوړولو څخه را ایسار نه کړي.‌

افغان مشران د هېواد په اوسېدونکیو باندې تاکید کوي چې د رایه ورکولو لپاره نوم لیکنې ته دوام ورکړياو په انتخاباتو کې برخه واخلي،‌ په داسې حال کې چې افغان ژورنالستانو ژمنه کړې چې د حقیقت خپرولو ته به دوام ورکړي.‌

ای اېف پي راپور ورکړ، چې په لسګونو افغان خبري ایډیټران او اجرائیه مدیران د کابل له چاودنې څخه څو ساعته وروسته د پېښې ځای ته په احتجاج ورغلل.

د جنوبي اسیا لپاره د بخښنې د نړیوالې ټولنې د رییس مرستیال عمر وړایچ د نړۍ د رسنیو د ازادۍ په ورځ، چې پنجشنبه /د غوایي ۱۳مه/ ولمانځل شوه، وویل، «د افغانستان ژورنالستان په نړۍ کې تر ټولو ډېر زړور دي،»

«هغوی، چې په تر ټولو سختو شرایطو کې کار کوي، په ساده ډول د خپلو کارونو د ترسره کولو لپاره له ګواښونو، وېرونې او تاوتریخوالي سره مخامخ دي.»

د هشت صبح ورځپاڼې مشر مدیر پروېز کاوه ای اېف پي ته وویل، «د رسنیو د ازادۍ نړیواله ورځ ما او زما همکارانو ته د راپور ورکولو -- د یوې غوړېدونکې ولسواکۍ په هکله د راپور ورکولو اهمیت رایادوي،»

افغانان 'باید د ترهګرو پر ضد ودرېږي'

د مشرانو جرګې رییس فضل هادي مسلمیار د غوایي په ۱۱مه د مشرانو جرګې په عمومي غونډه کې وویل، «طالبان،‌ داعش او نور ترهګر ګروپونه په ژورنالستانو، جوماتونو، ښځو او ماشومانو باندې د هغوی د خارجي بادارنو له خوا د ترلاسه شویو حکمونو په اساس بریدونه کوي،»

هغه وویل، «په حقیقت کې، هغوی ژمنه کړې چې د افغانستان د خلکو وینه به تویوي. هغوی باید د خپل حکومت د ملاتړ کولو له لارې د ترهګرو پر ضد ودرېږي.»

مسلمیار وویل، «دا دلیل، چې ولې ژورنالستان په نښه شول، دا وو چې هغوی افغانانو ته حقیقت رساوه،‌ او دښمن نشوای کولای چې تحمل یې کړي. د افغانستان خلک له ترهګرو څخه په تنګ دي. له دې امله، د هغوی پر ضد پوځي فشار باید زیات کړای شي

افغان ولسمشر اشرف غني د غوایي په ۱۱مه د ملي امنیت د شورا په یوه غونډه کې وویل، «د کابل ترهګریزه پېښه د بیان په ازادۍ برید او د بشریت پر ضد یو جرم وو، چې مجرمان به یې عدالت ته وسپارل شي،»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500