کندهار -- چارواکو وویل، چې د افغانستان په جنوب کې د بهرنیو ځواکونو په یوه کاروان باندې یوه ځانمرګي برید د دوشنبې په ورځ /د غوایي ۱۰ مه/ لږ تر لږه ۱۱ تنه ماشومان، چې هلته نژدې موجود ول، ووژل.
د ولایت د امنیه قوماندانۍ ویاند قاسم افغان ای اېف پي ته وویل، د بهرنیو او افغان امنیتي ځواکونو د غړو په شمول ۱۶ تنه نور هغه وخت ټپیان شول چې په چاودېدونکو موادو سمبال یوه موټر په کندهار ولایت کې چاودنه وکړه.
د کندهار د والي ویاند سید عزیزاحمد عزیزي وویل، په ټپیانو کې ۵ رومانیایي عسکر او ۲ افغان پولیس افسران ول. د ناټو د قاطع ملاتړ ماموریت د ټپي شویو رومانیایانو شمېر ۸ تنه وښود.
سمدلاسه هیچا د پېښې مسؤلیت پرغاړه نه دی اخیستی.
په افغانستان کې د متحده ایالاتو او ناټو جیګپوړي قوماندان جنرال جان نېکلسن وویل، «مونږ د ټپي شویو کسانو او هغو بې ګناه افغانانو په هکله اندېښمن یو او دعاګانې ورته کوو چې د افغانستان دښمنانو د هغوی ژوند ترې واخیست،»
دغه برید څو ساعته وروسته له هغه وشو چې دوه ځانمرګو بریدونو د افغانستان په پلازمېنه کې لږ تر لږه ۲۵ کسان ووژل.
د کابل د بمي بریدونو مسؤلیت داعش پر غاړه واخیست.