تروريزم

طالب اورپکي د ملکي او امنیتي هدفونو په ویشتلو کې توپیر نه کوي

سلام ټایمز او ای اېف پي

افغان پولیس د چنګاښ په ۲۷مه په داسې حال کې د طالبانو د یوه موټربمي برید ځای ته رسېږي چې د کندهار امنیه قوماندانۍ څخه لوګي پورته کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

افغان پولیس د چنګاښ په ۲۷مه په داسې حال کې د طالبانو د یوه موټربمي برید ځای ته رسېږي چې د کندهار امنیه قوماندانۍ څخه لوګي پورته کیږي. [جاوېد تنویر/ای اېف پي]

کابل -- د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې یوه تړون ته د رسېدلو په لور هڅو سره سره، اورپکي لا هم په بې توپیره ډول د ملکي او حکومتي تاسیساتو په نښه کولو ته دوام ورکوي.‌

چارواکو وویل چې په وروستي تاوتریخوالي کې وروسته له هغه لږ تر لږه ۸ کسان ووژل شول او ۳۳ نور ټپیان شول چې د جمعې په ورځ /د چنګاښ ۲۸مه/ د کابل پوهنتون له جنوبي دروازې سره نژدې یوه چاودنه وشوه.‌

د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار د تلفاتو شمېر تایید کړ.

هغه په ټوېټر وویل، «د ټپي شويو ناروغانو طبي او جراحي تداوي روانه ده.»

افغان امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۲۸مه د کابل پوهنتون په مخکې د یوه بمي برید ساحه پلټي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

افغان امنیتي منسوبین د چنګاښ په ۲۸مه د کابل پوهنتون په مخکې د یوه بمي برید ساحه پلټي. [اېس ټي آر/ای اېف پي]

د چنګاښ په ۲۷مه د کندهار په امنیه قوماندانۍ د طالبانو برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۸۹ نور ټپیان شول. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل ول. [نصرت رحیمي/فېسبوک]

د چنګاښ په ۲۷مه د کندهار په امنیه قوماندانۍ د طالبانو برید کې لږ تر لږه ۱۲ کسان ووژل شول او ۸۹ نور ټپیان شول. په قربانیانو کې ښځې او ماشومان شامل ول. [نصرت رحیمي/فېسبوک]

طالبانو د جمعې د ورځې په چاودنه کې هر ډول لاس لرل رد کړل، خو د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي دغه ډول پړه وبلله.‌

رحیمي څو ساعته وروسته په یوه ټویټ کې ولیکل، «زمونږ لومړني معلومات ښيي چې د کابل پوهنتون په محصلانو نننی برید طالب ترهګرو کړی دی. هغوی د داسې برید مسؤلیت پر غاړه نه اخلي چې هغوی پلان کړی وي او ملکي خلک په کې ووژل شي.»

طالبان د یو لړ ترهګریزو بریدونو د ترسره کولو له امله چې د ماشومانو په شمول په لسګونو ملکي خلک یې تلف کړل د افغانانو او نړۍ والې ټولنې له ډېرېدونکي مقاومت سره مخامخ دي.‌

طالبانو او داعش دواړو په مکرر ډول په کابل کې بریدونه ترسره کړي دي.‌

د کورنیو چارو د وزارت یوه بل ویاند بهار مهر وویل، د جمعې د ورځې چاودنه له یوه «مقناطیسي بم» څخه چې یاغیان او جنایتکاران یې په ورته ډول کاروي،‌ رامنځته شوه.

هغه ای اېف پي ته وویل، په مړو کې د ترافیکو د پولیسو یو افسر هم شامل دی.‌

هغه وویل، «ټپیان د حقوقو د پوهنځي محصلان دي چې د یوه امتحان لپاره راټول شوي ول.»

محلي رسنیو وویل چې پولیسو موټر تعقیباوه چې هغه وچاودېد.‌

طالبانو په کندهار کې پولیس په نښه کړل

د کابل پوهنتون چاودنه په کندهار کې په امنیه قوماندانۍ د پنجشنبې په ماسپښین /د چنګاښ ۲۷مه/ د طالبانو شوي برید پسې رامنځته شوه.

د کندهار امنیه قوماندان تادین خان ازادۍ راډېو ته وویل، دغه برید له قوماندانۍ څخه بهر په یوه دروازه کې د د دوه موټر بمي بریدونو په وسیله پیل شو، وسله وال سړي د پولیسو ودانۍ ته ننوتل، او له امنیتي ځواکونو سره یې جګړه پیل کړه.

هغه وویل، اورپکو د امنیه قوماندانۍ د نشه ییزو توکو پر ضد د مبارزې څانګه په نښه کړه.‌

طالبان د افغانستان په لوېدیځ کې د نشه ییزو توکو په قاچاقولو مشهور، او په ټول افغانستان کې د نشه ییزو توکو په سوداګرۍ کې ښکېل دي چې په دې طریقه د خپلو ترهګریزو عملیاتو لپاره مالي سرچینې برابروي.‌

د برید مسؤلیت طالبانو پر غاړه واخیست.‌

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وویل، د ۹ ملکي کسانو او ۳ پولیس افسرانو په شمول ۱۲ تنه افغانان ووژل شول، په داسې حال کې چې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۸۹ نور ټپیان شول.

چارواکو وویل چې دوه طالب یاغیانو خپلو ځانونو ته چاودنې ورکړې او ۶ نور امنیتي ځواکونو وویشتل.‌

مرګ ژوبله ملکي خلکو ته رسېږي

د اورپکو په تاوتریخوالي کې ډېر مرګ ژوبله ملکي افغانانو ته رسېږي.‌

افغان چارواکي وایي چې د چنګاښ په ۱۰مه په کابل کې د طالبانو یوه برید د یوه ماشوم او د ځانګړیو ځواکونو د دوه عسکرو په شمول لږ تر لږه ۶ کسان ووژل،‌ او خواوشا ۱۰۰ کسان نور یې ټپیان کړل چې له نیمایي څخه ډېر یې ماشومان ول.‌

په یوه برید کې چې ښکاره هدف یې د دفاع وزارت وداني وه، پنځه ښوونځي، یو جومات او یو د تلوېزیون سټېشن ویجاړ شول.‌

د چنګاښ په ۱۶مه د طالبانو یوه موټربمي برید په غزني کې لږ تر لږه ۱۲ افغانان ووژل او د لسګونو ماشومانو په شمول ډېر نور یې ټپیان کړل.

د روغتیا وزارت ویاند مایار وویل، د طالبانو له دې ادعاوو سره سره چې وایي بمي برید «استخباراتي کارمندان» په نښه کړي، ۱۷۹ کسان چې اکثر یې د ماشومانو په ګډون ملکي کسان ول، ټپيان شول.»

آیا دا لیکنه ستاسو خوښه شوه؟

0 تبصره

د تبصرو تګلاره * ضروري برخې ښيي 1500 / 1500